پنځه شمېره په يهودي دين کې د هغو پنځو کتابونو نښه ده چې د الله تعالی له لوري پر پېغمبر (موسی علیهالسلام) نازل شوي دي او همدارنګه هغو پنځو کتابونو (د غزلونو غزل، روت، مراثي ارميا، ټولنه او استر) ته اشاره کوي، چې د يهودي اخترونو پر مهال لوستل کېږي.
په يهودي تفکر کې دا شمېره د هغو مراسمو د عبادت او طهارت نښه ده چې د يهودي شريعت پر بنسټ ولاړ دي. همدارنګه دا د خدمت او کار نښه هم ده، لکه د راحيل لپاره د حضرت يعقوب عليه السلام اووه کلن خدمت. اووه شمېره د سيادت، کمال او بشپړتيا نښه هم بلل کېږي او هغو اوو کلونو ته اشاره کوي چې د الله تعالی پېغمبر حضرت سليمان عليه السلام د خپل هیکل (معبد) د بشپړولو لپاره تېر کړل؛ هغه مهال چې د صوري کارګرانو مشر «حيرام» ته يې د معبد د جوړولو امر وکړ.[7]