ليکوال: ابورائف
فراماسونري (برخه: ۳۰)
د بېساه شيانو سمبولونو او ځانګړې ماناوې (دوام)
د راايستل شوې يا ځلېدونکې تورې سمبول
له یادې نښې موخه دا ده چې له یوه ماسوني څخه به تر هغه وخته دفاع کېږي، ترڅو چې د ماسوني تړون پابند وي او که چېرې له ماسوني ژمنې سره خيانت وکړي، نو سزا به ورکول کیږي. په بل عبارت، نافرماني، تېروتنه، جرم او فساد بايد په ماسوني محفلونو کې شتون و نه لري.
همدارنګه دا نښه د ماسوني غړو د تلپاتې ويښتيا څرګندونه کوي او د حق، عدالت او آزادۍ په لاره کې د جهاد دعوت ګڼل کېږي. داسې ښکاري چې دا نښه هغه وسیله ده چې ماسونیان یې په مرسته خپل غړي د ماسونيت پر اصولو پابندۍ ته رابولي او هغوی له دې لارې استقامت هڅوي.[۱]
د غوړېدلي نيلوفر ګل سمبول
که څه هم د نيلوفر ګل په لرغوني مصري تمدن کې د پاکۍ او طهارت نښه وه (ځکه چې دا ګل په خټو کې راټوکېږي او همدارنګه د نيل له سيند سره د ورته والي له امله چې پاڼې يې د نيل د څانګو نښه او ډډ (ساقه) يې د سيند د بهير استازيتوب کوي)، خو د ماسوني تفکر له مخې دا ګل د هغه نوي ژوندانه او نوي نظم د بريا نښه ګڼل کېږي چې د ماسونيانو له لورې طرحه شوی دی.[۲]
د «۱۲ بجو» سمبول
دا نښه د ماسوني تفکر له مخې د نوې سپېدې د راختلو او د نوي نړيوال ماسوني نظم د ريښتيني پيل څرګندونه کوي. د «۱۲ بجو» له سمبول هم په ډاګه کیږي چې د دې پټ خوځښت له کومې مهمې او پټې موخې څخه پرده پورته کوي: د نړۍ د کنټرول لپاره پلان جوړول او د نوي نظم وړاندې کول.[۳]
پايله
د پورته يادو شوو مطالبو پر بنسټ ويلای شو چې د بېساه شيانو سمبولونه په ماسوني تفکر کې د ځانګړو ماسوني معناوو او دلالتونو يوه مهمه ټولګه جوړوي، چې د ارزښت له پلوه له نورو سمبولونو سره برابر ګڼل کېږي.
د رڼا نښه هغې رڼا ته اشاره کوي چې پر حضرت موسیٰ عليهالسلام د غره پر سر خپره شوې وه، او له دې سمبول څخه په استفادې دوی هڅه کوي چې د يهودي ماسونيت لرغونتيا او سپېڅلتيا ثابته کړي؛ د آزادۍ د مشعل د اور نښه د پخواني نړيوال نظم د له منځه وړلو او د نړيوال يهوديت له لوري د نوي نړيوال نظم د ټينګولو څرګندونه کوي؛ د سرچپه صليب نښه د ماسوني شيطانپالو له نښو څخه ده او د مسيحي کليسا له دوديزو باورونو سره د دښمنۍ څرګندونه کوي؛ د معکوس صليب نښه د نړيوال ماسونيت له لوري د نازيانو د تهاجمي افکارو ستاينه بيانوي؛ د راايستل شوې تورې نښه له وفادار ماسون څخه د دفاع او تړون ماتوونګي ته د سزا د ورکولو څرګندونه کوي؛ د غوړېدلي نيلوفر ګل نښه د نوي نظم په پلي کېدو کې د ماسوني طرحو د بريا څرګندونه کوي؛ او د ۱۲ بجو نښه د نوې سپېدې پر راختلو او د نوي نړيوال ماسوني نظم پر ريښتيني پيل دلالت کوي.[۴]
په ماسوني تفکر کې د مقدسو شمېرو دلالتونه
په دې مبحث کې هغه شمېرې څېړو چې د دې خوځښت له نظره ځانګړې سپېڅلتيا او ځانګړي پيغامونه لري.
په ماسوني تفکر کې ځينې شمېرې مهمې معناوې او دلالتونه لري، چې کېدای شي مذهبي، سياسي يا ټولنيز اړخونه ولري؛ خو د هغوی په نزد مذهبي دلالتونه پکې ځانګړی ځای لري، ځکه دا د نړيوال صهيونيستي ماسونيت د پلويانو ترمنځ د ځانګړو رازونو انعکاس بلل کېږي؛ داسې رازونه چې په مرسته یې د نوي نړيوال نظم د رامنځته کولو او پر نړيوالو بنسټونو د ولکې طريقه درک کېږي.
دلته د ځینو شمېرو له دلالتونو څخه يادونه کېږي:
د درې (۳) شمېرې دلالت
له مذهبي پلوه د درې شمېره په ډېریو لرغونو آيينونو او همدارنګه په مسيحيت کې د مقدس تثليث نښه ده.
په هندي برهمني آيين کې مقدس تثليث له: براهما، ويشنو او شيوا څخه جوړ دی.
په زرتشتي (مجوسي) دين کې تثليث له: اهورامزدا، ميترا او اهريمن څخه عبارت دی.
په مسيحيت کې هم تثليث پلار، زوی او روحالقدس ته ويل کېږي او همدارنګه د مسيح درې ورځني مرګ ته اشاره لري.
خو د ماسوني تفکر له مخې د درې شمېره د ماسونيت د درېګونو مرتبو سمبول دی: نوی شاګرد (نوآموز)، کارپوه (اهلِ حرفه) او استاد.
همدارنګه د درې شمېره د ماسونيت د نړيوال شعار نښه ده: آزادي، برابري او ورورولي.
یاده شمېره د ماسوني مثلث (يا درېشاخه شمعدان) نښه هم ده، چې د ښوونکي ځواک، د ښکلا سينګار او د همغږي کوونکي حکمت ترمنځ توازن څرګندوي.
یاده شمېره د ځوانۍ، منځني عمر او بوډاتوب پړاوونو ته هم اشاره کوي؛
او همدارنګه هغو درېیو قېمتي جواهرو ته چې لوی استاد یې د ماسونيت د غړيتوب غوښتونکي ته ورکوي:
۱. د اوامرو د ترلاسه کولو لپاره اورېدونکی غوږ،
۲. د بيان لپاره پاکه او هوښياره ژبه،
۳. د ماسوني رازونو د ساتلو لپاره امانتداره سینه.
درې شمېره د ماسونيت د لويو ښوونو نښه هم ده: په ورورولۍ کې محبت، مرسته او همدردي، او حقيقت؛
او درې شمېره همدارنګه په ماسونيت کې درېو لویو رڼاګانو ته اشاره کوي: د سپېڅلي قانون کتاب (د ماسونانو د اساسي قانون په توګه)، ګونيا او پرګار.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] الماسونية ذاک العالم المجهول، مخ: ۱۴۴.
[۲] الرموز فی الفن والأدیان والحیاة، مخ: ۳۰۵.
[۳] رموز وإشارات وأساطیر، مخ: ۷۰.
[۴] دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: ۲۳۳.
[۵] دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: ۲۳۴.


