لیکوال: ابوعائشه
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۷)
هغه مشهورې ډلې چې له معاد څخه انکار کوي
هغه ډلې او انسانان چې له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (بعث بعد الموت) نه مني او انکار ترې کوي په لاندې ډول دي:
«که څه هم په جزئیاتو کې یې ترمنځ اختلاف شته خو مسلمانان، اهل کتاب او براهمه ټول په عمومي ډول د مخلوقاتو پر بیا راژوندي کېدو سره متفق دي. خو ځینې داسې ډلې شته چې له دې نظر سره مخالفت کوي. لکه:
۱. د دهریه فرقه چې د عالم له حدوث (بیا پیل) څخه منکره ده؛
۲. د فیلسوفانو یوه ډله چې د عالم په حدوث اعتراف لري، خو له مرګ او نابودۍ وروسته بیا راژوندي کېدل نه مني؛
۳. د بتپرستانو یوه ډله چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په زمانه کې یې ژوند کاوه؛ دې ډلې که څه هم د عالم په حدوث اعتراف کاوه ، خو له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل، قیامت، جنت او جهنم یې نه منل؛
۴. منصوریه او جناحیه چې د روافضو له افراطي ډلو څخه دي له قیامت (جنت او دوزخ) څخه انکار کړی او فرایض یې ساقط کړي دي.»[۱]
حافظ حکمي رحمهالله په خپل کتاب «معارج القبول» کې د معاد د منکرینو په اړه لیکي:
«د معاد منکرین په څلورو ډولو وېشل کېږي: لومړۍ ډله هغه ډله ده چې هم له مبدأ (د پیدایښت له پیل) او هم له معاد (بیا راژوندي کېدو) څخه انکار کوي. دوی ګومان کوي چې ټول کاینات د خپل طبیعت له مخې د حرکت په حال کې دي، پخپله پیدا کېږي او پخپله له منځه ځي، داسې رب شتون نه لري چې په دې پراخ جهان کې تصرف وکړي؛ حقیقت دا دی چې انسانان یو پر بل پسې راپیدا کېږي او په پای کې یې ځمکه په ځان کې محوه کوي. دا ډله د دهري فیلسوفانو او طبیعتپالو اکثریت جوړوي.
دوهمه ډله د دهریه دوهمه ډله ده. دې ډلې ته «دوریه» هم ویل کېږي. یاده فرقه له خالق څخه انکار کوي او باور لري چې هر شپږ دېرش زره کاله وروسته هر څه بېرته خپلې پخوانۍ بڼې ته راګرځي او ادعا کوي چې دا کار بېشمېره ځله تکرار شوی دی. دوی له عقل سره سرسختانه او متکبرانه چلند کړی او منقول (نقلي دلایل) یې رد کړي دي.
درېیمه ډله د دهریه درېیمه ډله ده. د دهریه درېیمه ډله عرب مشرکان او هغه کسان دي چې په عقایدو کې ورسره موافق دي. دا ډله د خلقت په پیل باور لري او دا مني چې الله تعالی د دوی رب او خالق دی. قرآن کریم په دې اړه فرمایي: «وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ»؛ ژباړه: « او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې دوى چا پیدا كړي دي (نو) دوى به خامخا ضرور ووايي: الله (پیدا كړي دي) نو كوم طرف ته دوى ګرځول كېږي؟» [۲]
سره له دې دوی وایي: «اِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَى وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِينَ»؛ ژباړه: « چې بل څه نشته همدا زموږ لومړی مرګ دى او موږ بيا راپورته كېدونكي نه يو.» نو دا ډله د خلقت پیل او خالق مني، خو له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل او معاد نه مني.»[۳]
څلورمه ډله هغه الحادي جهمیان او کسان دي چې له دوی سره موافق دي. دا خلک په داسې معاد باور لري چې نه په قرآن کریم کې راغلی او نه یې هم پېغمبرانو علیهمالصلاة والسلام د الله تعالی له لوري په اړه خبر ورکړی دی. بلکې دوی ګومان کوي چې دا نړۍ په بشپړ ډول له منځه ځي خو دا له منځهتګ معاد نه دی، بلکې یو بل عالم دی چې له معاد څخه جلا دی. له همدې امله هغه ځمکه چې د قیامت په ورځ به د هغو نېکو او بدو اعمالو په اړه خبر ورکوي چې پرې ترسره شوي دي همدا ځمکه نه ده. او هغه جسدونه چې عذاب به ورکول کېږي او سزا به ویني او د هغو کسانو پر ضد به شاهدي ورکوي چې ګناهونه یې پرې کړي دي هغه جسدونه نه دي چې بېرته راګرځول شوې دي.
همدارنګه هغه بدنونه چې په جنت کې نعمتونه او ثوابونه ترلاسه کوي هغه بدنونه نه دي چې عبادتونه یې ترسره کړې دي او نه هم هغه بدنونه دي چې له یوه حالت څخه بل حالت ته بدلېږي؛ بلکې هغه نوې شیان دي چې له سره را پیدا شوي دي. دا ډله د بدنونو له بېرته راګرځېدو څخه انکار کوي او ګومان کوي چې معاد یو بل پیل دی (نه دا چې ګني هماغه مخلوقات بېرته راژوندي کیږي).[۴]
امام راغب اصفهاني رحمهالله فرمایي: «له طبیعتپالو پرته بل هېچا له معاد او آخرت څخه انکار نه دی کړی. دغو خلکو خپل فکرونه معطل کړي او خپل تقدیرونه یې له پامه غورځولي دي او د دنیا له زینتونو سره مینې او محبت د خپل پیدایښت او نشأت په اړه له فکر کولو څخه منع کړې دي.ِ»[۵]
الله تعالی په دې اړه فرمایي: «زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الْمَآبِ» ژباړه: « ښايسته كړى شوې ده خلقو ته مینه د مرغوبو خوندَوَرو شیانو چې ښځې دي او زامن دي او راجمع كړى شوي ډېر مالونه دي له سرو زرو نه او سپینو زرو نه او اسونو نه، چې نښه دار كړى شوي دي او له څارويو نه او فصل نه، دا د دنيايي ژوند سامان دى او له الله سره د ورګرځېدلو ښه ځای دى.»[۶]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. بغدادی، أبو منصور عبدالقاهر بن طاهر، أصول الدین، تحقیق و تعلیق: أحمد شمس الدین، ۱۴۲۳هـ.ق/۲۰۰۲م، ص ۲۵۷-۲۵۸.
[2]. سورة الزخرف، آیۀ ۸۷.
[3]. سورة الدخان، آیۀ ۳۵.
[4]. الحکمی، حافظ بن أحمد، معارج القبول بشرح سلم الوصول إلی علم الأصول في التوحبد، تحقیق: طه عبدالرءوف سعد، ج ۲، ص ۱۱۹-۱۲۰.
[5]. عواجی، د. غالب بن علی، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق/۲۰۰۰م، ج ۱، ص ۱۰۱.
[6]. سورۀ آل عمران، آیۀ ۱۴.


