لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه :۱)
لنډیز
د بودیزم د تاریخي بهیر او ښوونو په اړه ګڼ شمېر کتابونه لیکل شوي دي. پوهانو بودیزم له بېلابېلو اړخونو او زاویو څېړلی او تحلیل کړی دی؛ خو په دې څېړنه کې بودیزم د یوه بېل لیدلوري او تاریخي، تحلیلي او انتقادي روش له مخې په هر اړخیز ډول څېړل کېږي او هڅه کوي چې د ادیانو د تاریخ په چوکاټ کې د بودیزم رېښه، د منځتهراتګ څرنګوالی او فکري او عقیدوي بدلونونه روښانه کړي.
د څېړنې په سریزه کې د قرآني او حدیثي سرچینو پر بنسټ څرګنده شوې ده چې د بشري تاریخ اساسي اصل توحید او وحدانیت دی، شرک یوه ثانوي او تدریجي پدیده ده چې له الهي فطرت او د دین له اصلي ښوونو څخه د انسانانو د لرې کېدو په پایله کې رامنځته شوې ده.
د څیړنې پایله په ډاګه کوي چې بودیزم په پیل کې د یوه الهي دین په توګه نه، بلکې د یوه اخلاقي او ریاضتي مکتب په توګه د سیدارتا ګوتاما (بودا) له لوري رامنځته شوی و او اصلي تمرکز یې له رنځ څخه پر خلاصون، زهد، د نفس پر تزکیې او ذهني تمرینونو و. خو د بودا له وفات وروسته او د هندي ټولنې د څوخدایي فکري فضا تر اغېز لاندې د بودیزم ښوونو بدلون وموند او ورو ورو یې د بودا په شخصیت کې مبالغې ته لار هواره کړه، د هغه افراطي تقدیس او عبادت پیل شو او له شرک څخه ډک باورونه یې راوټوکول.
څېړنه د کتابتوني سرچینو په مرسته او د تحلیلي، تاریخي او انتقادي میتودونو په کارولو سره څرګندوي چې بودیزم په تدریجي ډول په یوه دیني آیین بدل شوی او د اسلام له نظره یې ښوونې د الهي وحې اساس نه لري، بلکې د انساني فکر او ذهن پیداوار دی.
په پای کې څېړنه دې پایلې ته رسېږي چې بودیزم د اسلامي لید له مخې یو غیر الهي دین او د توحید له اصولو سره په ټکر کې دی. د بودیزم څېړنه کولای شي د ادیانو په تاریخ کې د عقیدوي انحرافاتو د بهیر په ښه پېژندلو کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.
اړینې کلیمې: غیر ابراهیمي ادیان، بودیزم، توحید، سیدارتا ګوتاما (بودا)، شرک، کارما، اسلامي نقد، نیروانا.
سریزه
بشر د پیدایښت له پیل څخه تر ډېره وخته آن تر پیړیو پورې د توحید تمایل درلود او یوازې یو دین او یو خدای یې پېژانده. خو ورو ورو د انسانانو یوه لویه ډله د نفساني غوښتنو د تعقیب او د شیطاني وسوسو له امله له الهي دین څخه واوښته، شرک او خرافاتي عقایدو ته یې مخه کړه. له همدې ځایه شرکي او غیر آسماني دینونه راپیدا شول او انسانان په تدریجي ډول د توحید له سپېڅلو او خالصو تعلیماتو څخه لېرې شول.
د اسلامي تعلیماتو له مخې انسان په ابتدا کې د توحیدي فطرت پراساس خلق شوی دی. حضرت آدم علیهالسلام لومړنی پیغمبر و چې خلک یې د یو خدای عبادت ته راوبلل. قرآن کریم هم په څرګند ډول بیانوي چې ټول پیغمبران علیهمالصلاة والسلام د یو واحد پیغام، یعنې توحید په موخه مبعوث شوي دي:
«وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ»؛[۱]
ژباړه: « او یقینا مونږ لیږلی په هر یو پخواني امت کې پیغمبر چې امر به يې کاوه خپل امت ته په دې خبره چې یوازې د الله تعالی بندګي وکړي او د هغه نه پرته د بتانو او شیطانانو بندګي پریږدي.»
«كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ»؛
ژباړه: «ټول خلک یو امت وو؛ (کله چې یو شمېر خلک د حق له لارې واوښتل) الله تعالی پېغمبران د زېري ورکوونکو او وېروونکو په توګه راولېږل.»
له همدې امله شرک د بشر په تاریخ کې لومړنی او اصلي حالت نه دی، بلکې یو ثانوي او عارضي حالت ګڼل کېږي.
د معتبرو تفسیرونو او حدیثي سرچینو له مخې د شرک لومړنۍ منظمه بڼه د حضرت نوح علیهالسلام په امت کې راپیدا شوه. له هغه وروسته ورو ورو د شرک بېلابېلې بڼې رامنځته شوې؛ ځینو انسانانو د ستورو عبادت پیل کړ، ځینو لمر خپل معبود وګرځاوه او ځینو نورو طبیعي پدیدې د معبود یا د ځان او د نړیوال خدای ترمنځ د منځګړي په توګه ولمانځلې. ابنعباس رضياللهعنهما – لکه څنګه چې ابن جریر طبري له خپل سند سره روایت کړی – وایي: «د حضرت آدم او حضرت نوح علیهماالسلام ترمنځ لس پېړۍ واټن و او ټول خلک پر یوه حق شریعت ولاړ وو؛ وروسته اختلاف را پیدا شو، نو الله تعالی پېغمبران د زېري ورکوونکو او وېروونکو په توګه راولېږل.»[۳]
پورته حقیقت د الله تعالی په دې وینا سره هم تأییدېږي، الله تعالی په یونس سورت کې فرمایي: «وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلَّا أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوا»
له پورته آیتونو څخه په ډاګه کیږي چې د آدم علیهالسلام اولاد د یوې مودې لپاره چې د ابنعباس رضياللهعنهما په وینا یې لس پېړۍ دوام درلود یوازې د الله تعالی عبادت کاوه. وروسته له دې نېغې لارې واوښتل، نو الله تعالی پېغمبران علیهمالصلاة والسلام ورولېږل څو هغوی بېرته د توحید لور ته را وګرځوي.
په یوه بل روایت کې ابنعباس رضياللهعنهما د بنيآدمانو ترمنځ د شرک د پیل څرنګوالی بیانوي. امام بخاري رحمهالله د سند له مخې له هغه څخه روایت کوي چې د الله تعالی د دې وینا: «وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا»؛ په تفسیر کې یې ویلي دي: «دا د نوح علیهالسلام د قوم د نېکو کسانو نومونه وو. کله چې هغوی وفات شول، نو شیطان د هغوی قوم ته وسوسه ور واچوله چې په هغو ځایونو کې چې دغه نېک کسان به پکې کېناستل، نښې او مجسمې جوړې کړي او د هغوی په نومونو یې ونوموي. هغوی همداسې وکړل، خو په پیل کې یې عبادت نه کېده؛ وروسته کله چې همدا نسل له منځه ولاړ، نو راتلونکو نسلونو یې عبادت پیل کړ.»
په دې توګه همدې بهیر بنيآدمان د شرک په کنده کې وغورځول او د الله تعالی له توحید څخه یې منحرف کړل.
د یادو راپورونو پر اساس استدلال دا معنا نه لري چې ګني دا حقیقت یوازې د وحې له لارې ثابت شوی دی – که څه هم په دې اړه وحې په بشپړه توګه بسنه کوي – بلکې دا لیدلوری هم د مسلمانانو او هم د غیرمسلمانو او لوېدیځو مفکرینو د آثارو او د ادیانو د څېړونکو له خوا تایید او منل شوی دی.
له حضرت ابراهیم علیهالسلام وروسته ټول آسماني شریعتونه د یوه واحد توحیدي دین پر بنسټ راڅرګند شول؛ لکه د حضرت موسی، حضرت عیسی علیهماالسلام او حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم دینونه. خو د حضرت موسی او حضرت عیسی علیهماالسلام شریعتونه د وخت په تېرېدو سره د خپلو پیروانو له خوا تحریف شول او اصلي توحیدي تعلیمات یې له باطلو عقایدو سره ګډ شول. په پایله کې دواړه دینونه له خپل اصلي مسیر څخه واوښتل او د تحریف شویو او شرکي نظامونو بڼه یې خپله کړه.
د دغو دینونو تر څنګ د بودا دین هم د حضرت عیسی علیهالسلام له زېږون څخه وړاندې په تدریجي ډول د یوه غیرابراهیمي او شرکي دین په توګه راڅرګند شو.
په پیل کې سیدارتا ګوتاما (بودا) ځان نه پېغمبر باله او نه یې ځان داسې خدای ګڼلو چې خلک یې عبادت وکړي. د ده لومړني تعلیمات تر ډېره له رنځ څخه پر خلاصون، له دنیايي چارو څخه پر لرېوالي، د زاهدانه ژوند پر غوره کولو، اخلاقي سلوک او ذهني تمرینونو متمرکز وو. په دې پړاو کې، یعنې د بودا د ژوند پر مهال د دین یا آیین په نوم کوم منظم نظام نه و موجود؛ نه یې د الهي ادیانو په معنا توحید درلود او نه هم په ښکاره ډول په شرک ککړ و، بلکې د هغه لار د یوه اخلاقي او ریاضتي مکتب بڼه درلوده.
خو د بودا له وفات وروسته د ده پیروانو بله لاره خپله کړه، بودیزم یې د شرک خواته یووړ او عملاً یې د بودا عبادت پیل کړ؛ ځکه هغه وخت د هند ټولنیز او فکري شرایط ډېر متفاوت وو. د هند خلک په ژوره توګه له څو خدایي باورونو، اسطورو او د طبیعي مظاهرو له عبادت سره تړلي وو. د بودا پیروان په ځانګړې توګه د وروستیو نسلونو پیروان د همدې فکري فضا تر اغېز لاندې ورو ورو د بودا شخصیت له یو اخلاقي ښوونکي څخه مقدس، فوقانساني او ماوراءالطبیعي موجود ته لوړ کړ او د تعظیم او عبادت وړ یې وګرځاوه.
د وخت په تېرېدو سره د هغه د پیروانو ترمنځ د بودا د تندیسونو او مجسمو جوړول ډېر عام شول. د بودا ځانګړي معبدونه یې جوړ کړل او نذر، دعا، سجدې او توسل د بودا د مجسمو پر وړاندې د دیني اعمالو په نوم رایج او تثبیت شول. په همدې پړاو کې د بودا آیین په رسمي او عملي توګه د شرک ډګر ته داخل شو.
پیروانو یې بودا د خدای، مقدس او فوقانساني موجود په توګه ومانه او عبادت یې پیل کړ. په همدې ډول دا شرکي آیین د وخت په تېرېدو سره د ختیځ په بېلابېلو سیمو کې خپور شو او د نړۍ په یوه ژوندي دین بدل شو، چې اوس د ادیانو په تاریخ کې د یوه لوی او فعاله دین په توګه پېژندل کېږي.
د پورته مطالبو په رڼا کې د دې څېړنې اساسي پوښتنې دا دي چې بودیزم څه ډول دین دی؟ څنګه رامنځته شوی؟ او د اسلام له نظره څه ډول ارزول کېږي؟
اوسنۍ څېړنه د همدې پوښتنو د ځواب په موخه ترسره شوې ده. څېړنه د کتابتوني سرچینو په مرسته او د تحلیلي، تاریخي او انتقادي میتودونو په کارولو سره دې پایلې ته رسېږي چې بودیزم په ناڅاپي ډول نه دی رامنځته شوی، بلکې د ځانګړو شالیدونو او تدریجي بدلونونو په پایله کې منځته راغلی دی. بودا په اصل کې یو عادي انسان او شهزاده و، چې د خپل قوم د ناسمو کړنو او ستونزو له لیدلو وروسته یې له خلکو ځان ګوښه کړ، زاهدانه او ریاضتي ژوند یې غوره کړ. له راستنېدو وروسته یې خلک د خپلو تعلیماتو پیروۍ ته راوبلل. د بودا له وفات وروسته خلکو د هغه خبرې او تعلیمات تر بېلابېلو نومونو لاندې راټول کړل او دې تعلیماتو ورو ورو د یوه دین بڼه خپله کړه چې نن ورځ ګڼ پیروان لري.
همدارنګه، د دې څېړنې له موندنو څخه په ډاګه کېږي چې بودیزم د اسلام له نظره یو شرکي، غیرابراهیمي او باطل دین دی او عقیدوي تعلیمات یې د اسلام له اصولو او بنسټونو سره هېڅ ډول توافق نه لري.
دوام لري…
راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. النحل: ۳۶.
[1]. البقرة: 213.
[1]. مستدرک حاکم، ج ۲، ص ۴۸۰.
[1]. یونس: 19.
[1]. نوح: 23.
[1]. صحیح بخاری، ش ۴۲۲۰.


