لیکوال: ابورائف
فراماسونري (برخه: ۳۲)
په ماسوني تفکر کې د سپېڅلو اعدادو دلالتونه (دوام)
د ۱۳ شمېرې دلالت
۱۳ شمېره د مقدس کتاب د تفسیر له مخې د سرغړونې، نافرمانۍ او جګړې نښه ده، د یادې شمېرې په اړه د پيدايښت کتاب په (۳:۱۴) کې راغلي دي:
«هغوی ټول سره راټول شول او د سِدّيم په دره کې یې تړون سره وکړ؛ دولس کاله يې د عیلام د پاچا «کِدرلاعومر» بندګي وکړه او په ديارلسم کال يې د یاد پاچا پر وړاندې بغاوت وکړ.» د سِدّيم له درې موخه هماغه د مالګې سمندر دی.
۱۳ شمېره د تباهۍ او هلاکت نښه هم بلل کېږي؛ لکه د اخشورش د پاچاهۍ په زمانه کې د آذار د مياشتې په ديارلسمه نېټه د يهوديانو له منځه وړل. اخشورش هغه پاچا و چې له هند څخه تر کوش پورې یې واکمني کوله. په دې اړه د استر کتاب په (۳:۱۲–۱۳) کې راغلي دي: «نو د لومړۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ د پاچا منشیان راوغوښتل شول او له هامان فرمان سره سم د اخشورش پاچا په نوم او مُهر د پاچا واليانو، د هر ولايت حاکمانو او د هر قوم مشرانو ته په محلي ژبه لیکونه وليکل شول او د استازو په لاس د پاچا ټولو سيمو ته ولېږل شول، څو ټول يهوديان، ځوانان او سپینګیري، ښځې او ماشومان په يوه ورځ، يعنې د دولسمې مياشتې په ديارلسمه ورځ ووژني، له منځه يې يوسي، تباه يې کړي او شتمنۍ يې لوټ کړي.»
۱۳ شمېره د هغو ديارلسو قحطيو نښه هم ده چې د ځمکې د اوسېدونکو د بدو کړنو له امله رامنځته شوې او په تورات کې يې يادونه شوې ده. د پيدايښت کتاب په (۱۲:۱۰) کې راغلي دي: «او په ځمکه کې قحطي رامنځته شوه؛ نو اَبرام مصر ته راښکته شو، ځکه چې قحطي ډېره سخته وه.»[۱]
سره له دې د (۱۳) شمېره په ماسوني تفکر کې له تر ټولو سپېڅلو، مهمو او خطرناکو عددونو څخه شمېرل کېږي. یاده شمېره دوه شيانو ته اشاره کوي:
د ظاهري مانا له مخې د امريکا متحده ايالتونو د تشکیل پر مهال د دې هیواد د ايالتونو شمېر ته اشاره لري. د امريکا متحده ايالات په لومړیو کې ديارلس ايالتونه وو.
د باطني مانا له مخې د بنياسرائيلو دولسو قبيلو او لمسیانو، همدارنګه د خَزر قبيلې ته اشاره لري چې د قفقاز او ولګا سيند تر منځ اوسېده. خَزر قبیله هغه قبیله وه چې يهوديت دین یې غوره کړ او د مسيح دجال په افکارو يې ايمان راوړ؛ هغه نسل چې د ختيځې اروپا په ډېریو هېوادونو، په ځانګړي ډول پولنډ، هنګري او روسيه کې خپور شوی او اوس پر اسرائيلو واکمني کوي او د نړۍ د تسلط په لټه کې دی.[2]
د ۱۳ شمېرې سپېڅلتيا په ښکاره ډول د امريکا په رسمي نښان او همدارنګه د يو ډالري بانکنوټ پر مخ ليدل کېږي: د امريکايي باز پر سر شپږکونجه ستوری (لکه څنګه چې د باز د نښان په بحث کې يادونه ترې وشوه) له ديارلسو ستورو څخه جوړ شوی دی. باز په خپلو منګولو کې ديارلس غشي او د زيتون ونې ديارلس څانګې نیولي چې غشي د جګړې او د زيتون ديارلس څانګې د سولې نښه بلل کېږي.
د امريکايي باز په لکۍ کې نهه بڼکې ليدل کېږي، چې د امريکايي ماسوني لژ د عالي شورا د درجو نښه ده. همدارنګه، سپېڅلی هرم ديارلس پوړونه لري او لکه څنګه چې د هرم د نښان په بحث کې یادونه ترې وشوه، د سترګې پر سر یې د Annuit Coeptis عبارت ليکل شوی دی. یاد عبارت چې له ديارلسو تورو جوړ شوی موخه ترې دا ده چې: «زموږ توطئه په برياليتوب سره بشپړه شوه».[3]
د ۳۳ شمېرې دلالت
۳۳ شمېره په ماسوني تفکر کې د ماسون د ارتقا له درجو او د فراماسونرۍ له تر ټولو لوړې درجې «لوى خپلواک عمومي مفتش، لوی استاد» سره نږدې او ټينګه اړيکه لري. د دې درجې نښه يو دوهسری باز دی چې پر سر يې تاج ايښودل شوی دی. یاد باز د روم د امپراتورۍ نښه هم بلل کېږي.[4]
د ماسونیت درې دېرش درجې په شپږو مرتبو وېشل شوې دي:
لومړۍ مرتبه: شين لژ (Blue Lodge)
د شین لژ په مرتبه کې له (۱) څخه تر (۳) درجې شاملې دي:
شاګرد، ملګری او ماسون استاد.
دوهمه مرتبه: د کمال لژ
کمال لژ کې له (۴) څخه تر (۱۴) درجې شاملې دي:
پټ استاد، بشپړ استاد، اصلي منشي، ناظر يا قاضي، د ودانيو سرپرست، د نهه کسانو منتخب، د پنځلسو کسانو منتخب، عالي منتخب، ستر معمار استاد، شاهي قنطره، او د کمال شوالیه.
درېیمه مرتبه: د ګلګون د صلیب مرتبه (رزکروآ)
په دې مرتبه کې له (۱۵) څخه تر (۱۸) درجې شاملې دي، لکه:
د تورې شوالیه يا د ختيځ شوالیه، د اورشلیم امیر، د ختيځ او لوېديځ شوالیه، او د ګلګون د صلیب شوالیه.
څلورمه مرتبه: د سپېڅلي شورا مرتبه
د سپېڅلي شورا په مرتبه کې له (۱۹) څخه تر (۳۰) درجې شاملې دي:
ستر کاهن، لوی معزز استاد، نوحي پاتریارک، د لبنان امیر، د لبنان تکراري امیر، د خیمه رئيس، د مسو مار شوالیه، د رحمت امیر، د معبد قومندان، د لمر د شوالیه قومندان (د معبد شوالیهګان)، د سکاټلنډ د سنت اندرو شوالیه، او ستر سپېڅلی منتخب شوالیه.
پنځمه مرتبه: د مجمع مرتبه
په یاده مرتبه کې (۳۱) او (۳۲) درجې شاملې دي:
پلټونکی مفتش، د شاهي راز د څېړنې قومندان، او د شاهي راز عالي امیر.
شپږمه مرتبه:
شپږمه مرتبه کې درې دېرشمه درجه (لوى عمومي مفتش، ستر استاد) شامله ده.[5]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] فکری، القس انطونیو، تفسیر العهد القدیم، تفسیر سفر الخروج، ص: ۱۶۳، مشروع الکنوز القبطیه، بیتا.
[2]. کیستلر، آرثر، القبیلة الثالثة عشرة ویهود الیوم، ترجمۀ احمد نجیب هاشم، ص: ۸-۹، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۱م.
[3]. فک الشیفرة الماسونیة، ص: ۹۴-۹۵.
[4]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، ص: ۲۳۹.
[5]. فک الشیفرة الماسونیة، ص: ۱۷۸-۱۸۵، أقدم تنظیم سری فی العالم، ص: ۶۷.


