(۸) عدد د انسان د عقل نښه ده اوموخه ترې دا ده چې عقل بايد پر عاطفې برلاسی وي.
(۱۲) عدد د نوې سپېدې د راختو او د نوي نړيوال نظم د پيل نښه ده.
(۱۳) عدد د بنياسرائيلو د دولسو قبيلو تر څنګ د ديارلسمې قبيلې (خزر) نښه بلل کېږي، چې د ليکوال په اند اوس پر اسرائيلو واکمنه ده او پر نړۍ د تسلط په لټه کې ده.
(۳۳) عدد د ماسون د پرمختګ لوړو درجو ته اشاره کوي، تر دې چې تر ټولو لوړ مقام، يعنې د لوی عمومي مفتش او لوی استاد مرتبې ته ورسیږي.
(۶۶۶) عدد د شيطان، وحشي، مسيح دجال او پټ رهبر نښه، او همدارنګه د شرّ او د بوهمي شيطانپالو سمبول ګڼل کېږي، دوی د ۶۶۶ عدد د شيطان د ستاينې په توګه غوره کړی دی.
په همدې توګه، داسې مالومیږي چې فراماسونري يوه يهودي، پټه، ویجاړوونکې، ترهګره او مرموزه اداره ده چې د منظم سازمان له لارې د يهودو د نړيوال تسلط د تضمين په لټه کې ده؛ داسې اداره چې الحاد، اباحهګري او فساد ته خلک رابولي او د آزادۍ، ورورولۍ او برابرۍ په څېر د غولوونکو شعارونو تر شا د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره هلې ځلې کوي.
یاد سازمان د خپلو موخو د پلي کولو لپاره له هر ډول نامشروعو لارو چارو او وسایلو ګټه اخستې ده، چې يوه وسیله یې هم د سمبولونو، شعارونو او شمېرو مجموعه ده؛ هغه عناصر چې د دوی د غړو تر منځ سپېڅلی مقام لري او داسې دلالتونه او ماناوې لري چې د دوی د عقيدې، آيين، افکارو او پټو پلانونو څرګندونه کوي؛ داسې ماناوې چې له عقیدوي او ورپورې تړلو کسانو پرته د بل چا لپاره د پوهېدو وړ نه دي.
ځينې سمبولونه پخپله د فراماسونرانو له لوري را منځته شوي دي، ځينې نور سمبولونه له لرغونو تمدنونو اخيستل شوي او ترې اغېزمن شوې دي، او يو شمېر نور بيا تحريف شوي او بدلون ورکړل شوی تر څو د دوی له نړيوالو پلانونو او د نوي نړيوال نظم د رامنځته کولو له پروژې سره سمون ومومي.[3]