Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۱)
متفرقه چهارشنبه _25 _مارچ _2026AH 25-3-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۱)
(۲) د نصیحت لپاره تر ټولو غوره خلک مور او پلار دي
په ژورو اسلامي ښوونو کې تر ټولو مهمه اړيکه د اولاد او والدینو تر منځ ده؛ له همدې امله له مور او پلار سره نېکي کول له مهمو اخلاقي او عبادتي فضيلتونو څخه ګڼل کېږي. دا نېکي یوازې تر مادي اړتياوو او ظاهري احترام محدوده نه ده، بلکې تر ټولو لوړه درجه یې دا ده چې په دې اړيکه کې د ابدي نېکمرغۍ لپاره هڅه وشي؛ ځکه څنګه کېدای شي چې له یو چا سره مینه ولرو، خو د هغه د اخروي برخلیک په اړه دې بې‌ پروا پاتې شو؟ په دې برخه کې د حضرت ابراهيم عليه السلام سيرت د بې مثاله بېلګې بڼه خپلوي؛ هغه انسان چې د خدای جل جلاله په فضل د توحید حقیقت ته رسېدلی و، د لومړي ځل لپاره یې خپل پلار ته د نصیحت او خیرخواهۍ په نیت ژبه پرانېسته. د هغه پلار (ازر) د بتانو جوړوونکی او د بت‌ پرستۍ مثال و، خو بيا هم ابراهیم علیه ‌السلام هېڅکله له هغه سره په تاوتریخوالي یا بې ‌احترامۍ خبرې ونه کړې. په قران کریم کې د هغه خبرې د خپل پلار پر وړاندې له ادب او مینې څخه ډکې ښودل شوې دي، لکه چې وايي: “إِذْ قَالَ لِأَبِیهِ یا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یسْمَعُ وَلَا یبْصِرُ وَلَا یغْنِی عَنكَ شَیئاً.”[1] ژباړه: ‏«کله چې وويل (ابراهيم) خپل پلار ته: ای زما پلار جانه! ولې د هغه چا بندګي کوې چې نه څه اوري، نه څه ويني او نه له تا څخه څه لرې کولی شي.‏»
هغه خپل پلار د «یا ابت» (ای ګرانه پلاره) په وینا مخاطب کوي او په قوي منطق او نرم استدلال سره يې له ګمراهۍ څخه منع کوي. دا چلند موږ ته دا را زده کوي چې که زموږ مور او پلار په ناسمه لار هم روان وي، نو موږ یې بايد په صبر، حکمت او مينې سمې لارې ته را وبولو، نه په غوسه او جنجال کولو.
له همدې امله ابن کثیر دې ټکي ته په ډېر ظرافت سره اشاره کړي: «ابراهیم علیه‌ السلام خپل دعوت لومړی له خپل پلار څخه پیل کړ؛ ځګه چې دی د دغې رښتينې نېکمرغۍ  د تر لاسه کولو لپاره تر ټولو وړ کس و.»[2] دا اصل په واقعيت کې له داخل څخه د باندې اصلاح ده؛ ځکه دا ناممکنه ده چې زموږ د کور څراغ دې مړ وي، زموږ نږدې کسان دې له حق څخه لرې وي خو موږ دې له بهر خلکو څخه تمه ولرو. له یادو پورته مواردو سره سره د کورنۍ په اصلاح کې دا لاندې ګټې نغښتې دي:
(۱) له مسؤولیت څخه خلاصون: هر انسان د خپلې کورنۍ د غړو او خپلوانو پر وړاندې الهي مسؤولیت لري. د حق پیغام هغوی ته نه رسول د دې دندې د غفلت او هېرولو یوه بڼه ده. خپلوانو ته د د عوت ورکولو له لارې کولای شو چې د الله تعالی پر وړاندې له دې لوی مسؤولیت څخه ځان خلاص کړو.
(۲) د قوي بنسټ رامنځته کول: یو نهضت او ټولنیز خوځښت په پیل کې پیاوړو او باوري ملاتړو ته اړتیا لري؛ له کورنۍ او نږدې کسانو څخه هېڅوک ډېر د باور وړ نه وي. که موږ وکولای شو په خپله کورنۍ کې د ایمان او یووالي بنسټ رامنځته کړو، نو بیا  کولای شو له دوه برابره ځواک او بې‌ دریغه ملاتړ سره ټولنې ته هم مخه کړو.
(۳) د عملي بېلګې رامنځته کول: کله چې اصلاح له خپل کور څخه را پیل شي، نو اغېز یې له خبرو هم زیات وي. هغه کور کې چې ایمان، اخلاق او الهي ارزښتونه واکمن وي، نو د ژوندۍ او بریالۍ نمونې په بڼه را څرګندېږي او نور خلک په عملي ډول ځان ته راجلبوي.
هو! هر ډول ټولنیزه او معنوي اصلاح باید له تر ټولو کوچني او نږدې واحد، یعنې کورنۍ څخه را پیل شي. هغه ښوونکی چې پر خپلو اولادونو اغېز ونه لري او هغه تبلیغ کوونکی چې خپله کورنۍ د حق لور ته نه شي دعوتولی، نو په کوم اساس هيله لري چې په ټولنه کې دې اغېزناک وي؟ د کورنۍ اصلاح د ټولنې د اصلاح بنسټ دی او دا هغه درس دی چې د حضرت ابراهیم علیه ‌السلام او د اسلام د سپېڅلي پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم له روښانه سیرت څخه موږ ته رارسېدلی دی.
(۳) د الله تعالی لور ته په بلنه کې له اداب او نرمۍ څخه ګټه اخيستل
د بلنې او روزنې اغېز تر هرڅه ډېر زموږ په وينا او چلند پورې اړه لري. په همدې اساس ابراهيم عليه السلام له خپل پلار سره د توحید پر لور په بلنه کې له نرمۍ، مهربانۍ او درناوي څخه کار واخيسته؛ هغه په دې پوهېده چې پلار يې په ښکاره ډول په ګمراهۍ کې دی، خو بيا يې هم هېڅکله له هغه سره ناوړه چلند ونه کړ او نه يې په غوسه او تېزۍ خبرې ورسره وکړې. برعکس يې په ډېرې نرمۍ، زړه سواندۍ او مينې چلند او خبرې ورسره وکړې.
په قرآن کریم کې له خپل پلار سره د ابراهیم علیه ‌السلام د خبرو طرز، په خپله د ادب او درناوي لوی درس دی. هغه د «یا ابت» (ای ګرانه پلاره) په تکرارولو سره د خپل زړه احساسات خپل پلار ته ورسول. دا طریقه یوازې د خپل پلار په وړاندې د یوه زوی د ادب څرګندونه نه ده، بلکې یوه هوښیاره هڅه هم ده چې د پلار احساسات او مینه را وپاروي او د هغه پام ځانته را واړوي. ابراهیم علیه ‌السلام پوهېده چې هر پلار دا خوښوي چې له خپل زوی څخه د مهربانۍ او د زړه ‌سواندۍ خبرې واوري، نو په همدې اساس یې د خپل سخت او ګمراه پلار په زړه کې د حق د خبرې لپاره لاره هواره کړه.[3]
د بلنې په برخه کې له خپل پلار سره د ابراهیم علیه‌ السلام چلند د حکمت ښکاره بېلګه وه. دا چلند موږ ته را زده کوي چې د اغېزمنوالي لپاره باید مناسبه طریقه وټاکو. د بلنې طرز، خبرې او وخت باید د مخاطب او د هغه له شرایطو سره سمون ولري. الله تعالی هم په قرآن کریم کې دې مهم اصل ته اشاره کړې او فرمایلي دي: “ادعُ إِلَى سَبِیلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِی هِی أَحْسَنُ.”[4] ژباړه: «بلنه کوه د خپل رب له لارې ته په حکمت او (خلکو سره) په ډېره ښه توګه بحث کوه.»
دا مبارک ایت د حق پر لور د بلنې لپاره درې بنسټيز اصول بیانوي:
(1) حکمت: د مخاطب له پوهې او شخصیت سره سم منطقي او مناسبه طریقه غوره کول.
(۲) ښه نصيحت: د زړه راښکونکو، نرمو او خواخوږو الفاظو کارول.
(۳) په غوره طریقه بحث کول: يعني له مخالفينو سره په خورا ښکلي او منطقي ډول بحث او خبرې اترې، په داسې ډول چې د مخالفت په صورت کې هم متقابل درناوی وساتل شي.
د دې طریقې ارزښت تر دې اندازې دی چې الله تعالی په بل ایت کې فرمايي: “وَلَا تَسْتَوِی الْحَسَنَةُ وَلَا السَّیئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِی هِی أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِی بَینَكَ وَبَینَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِی حَمِیمٌ.”[5] ژباړه :«نيکي او بدي سره برابر نه دي. په ښايسته خصلتونو د بدۍ مخنيوی کوه؛ نو په دغه وخت کې به بيا هغه کس چې ستا او د هغه تر منځ دښمني وي، لکه يو مهربان دوست داسې شي.»
دا ایت موږ ته راښیي چې ښه چلند او نرمښت ان دښمن په دوست بدلولی شي، لکه څنګه چې د هرڅه لپاره ځني لاملونه شتون لري، لارښوونه هم ځينې لاملونه لري، چې تر ټولو مهم لامل يې ښه چلند او نرمښت دی.
دوام لري…
راتلونکې برخه
سرچینې:

[1]. مریم: 42.

[2]. ابن کثیر، الحافظ ابوالفداء اسماعیل، البدایه والنهایه، بیروت: لبنان، 1417ق، ج1، 141.

[3]. حماده، فاروق، آباء وأبناء ملامح تربویه فی القرآن الکریم، دمشق: دار القلم، 1418ق، ص38.

[4]. نحل: 125.

[5]. فصلت: 34.

انبیا نبي نبی
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

سه شنبه _17 _مارچ _2026AH 17-3-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

 د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۹)

یکشنبه _15 _مارچ _2026AH 15-3-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸)

جمعه _13 _مارچ _2026AH 13-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۱)

چهارشنبه _25 _مارچ _2026AH 25-3-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۱) (۲)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

سه شنبه _17 _مارچ _2026AH 17-3-2026AD16 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰) د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۸)

دوشنبه _16 _مارچ _2026AH 16-3-2026AD13 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۸) د شمعدان او شاهي امساوو نښې او دلالتونه …

نور یی ولوله
Blog

فراماسونري (برخه: ۲۷)

یکشنبه _15 _مارچ _2026AH 15-3-2026AD15 Views

ليکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۷) حيواني نښې (سمبولونه) او ماسوني دلالتونه (دوام) په تېرو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۱)

چهارشنبه _25 _مارچ _2026AH 25-3-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

سه شنبه _17 _مارچ _2026AH 17-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.