Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»Blog»د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۳)
Blog دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۳)
شپږم درس: په تربیت، دعوت او نصیحت کې تدریجي طریقه
حضرت ابراهیم علیه‌السلام د خپل پلار د هدایت او دعوت په لار کې ډېر نازک او هوښیارانه میتود وکاراوه. ابراهیم علیه‌السلام په ‌ډېرې نرمۍ او زغم سره هڅه وکړه چې خپل پلار د بتانو له عبادت څخه را وګرځوي. ابراهیم علیه‌السلام په دې لار کې د بتانو عبادت شیطان ته منسوب کړ؛ ځکه دا ډول عبادت له شیطاني وسوسو او القاوو پرته بل څه نه دی. هغه د «شیطان» د نوم په تکرار سره د بتانو د عبادت پر بدوالي لا زیات ټینګار وکړ.
 په دې اړه په قرآن کریم کې راغلې دي:«یا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطَانَ إِنَّ الشَّیْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِیًّا. »[1] ژباړه: « ای زما پلار جانه! بندګي مه کوه د شیطان په تابعدارۍ کولو سره د هغه، یقینا شیطان چې دی د رحمان ذات ډیر نافرمانه دی، کله چې امر یې ورته وکړو په سجدې کولو سره ادم -علیه السلام- ته خو مګر هغه سجده ونه کړه.»
 ابراهیم علیه‌السلام له دغې طریقې په استفادې په تدریجي ډول د شرک د ګمراه کوونکي ارزښت راکم کړ.[2]
د پوهاوي او شک په موخه د پوښتنې مطرح کول
د حضرت ابراهیم علیه‌السلام له خوا خپل پلار ته د خبرو په تدریجي بهیر کې یو ښکاره تکامل لیدل کېږي. هغه په پیل کې د نرمو او بیدارونکو پوښتنو له لارې خپل پلار فکر کولو ته وهڅاوه. ابراهیم علیه‌السلام له خپل پلار څخه وپوښتل: «إِذْ قَالَ لِأَبِیهِ یا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَلَا یُبْصِرُ وَلَا یُغْنِی عَنكَ شَیْئًا.»[3] ژباړه: « کله چې یې خپل پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه؛ ته ولې د الله تعالی نه پرته د داسې یو بوت بندګي کوې چې ستا اواز نشي اوریدلی کله چې ورته اواز کوې او ستا بندګي نشې لیدلی کله چې یې ته بندګي کوې، نه ستا نه ضرر بچ کولی شي او نه درته څه خیر در رسولی شي؟!.»
 دا پوښتنه نه سپکاوی و او نه ښکاره تور، بلکې د حجت د پوره کولو یوه ظریفه لار وه. ابراهیم علیه‌السلام د دې پر ځای چې خپل پلار ته مستقیم د ګمراهۍ نسبت وکړي، د داسې یو څه د عبادت د علت پوښتنه یې ترې وکړه چې هېڅ سالم عقل یې نه خوښوي.
د عبادت اساس دا دی چې انسان ځان د یوه لوړ، پوه او ځواکمن موجود پر وړاندې ټیټ او عاجز وبولي. نو څنګه کېدای شي چې یو څوک د داسې موجود عبادت وکړي چې ان له حیواناتو هم ټیټ وي؟ داسې یو موجود چې نه څه اوري، نه یې ویني او نه د خیر او شر د رسولو توان لري.[4]
عقلي منطق، د دعوت په لار کې لومړی ګام
په حقیقت کې که چېرې هغه معبود د پرښتو او پېغمبرانو په څېر یو ژوندی، اورېدونکی او پوه موجود هم وای؛ بیا هم سالم عقل د هغه له عبادت څخه ډډه کوي. ځکه عقل دا ټول موجودات اړمن او د یوه واحد الله تعالی د قدرت تابع ګني. له خپل پلار څخه د ابراهیم علیه‌السلام پوښتنه داسې یو څه وو چې شک رامنځته کوي. دا طریقه د باطلو عقایدو د له منځه‌وړلو په برخه کې ‌ډېر اغېزناک رول لوبولی شي؛ ځکه کله چې د ګمراه انسان په زړه کې شک پیدا شي، نو د حقیقت په لټه کې کېږي او هڅه کوي چې د عبادت لپاره یو مناسب بدیل پیدا کړي.
دغه ابراهیمي طریقه د اسلامي دعوت‌ګرو لپاره یو لوی درس دی: اسلام ته د غیرمسلمانانو د رابللو په لار کې لومړی ګام عقلي استدلال دی. کافکران طبعاً پر آیتونو او احادیثو باور نه لري، نو یوازې د دیني متونو وړاندې کول پر هغوی اغېز نه کوي. لومړی باید د عقلي دلایلو او برهانونو له لارې د اسلام حقانیت ثابت شي او وروسته په راتلونکو پړاوونو کې له مناسبو آیتونو او احادیثو څخه د تکمیلي وسیلې په توګه استفاده وشي.
یاده طریقه د لاندې لاملونو پر اساس ډېر اهمیت لري:
–  ګډه ژبه: عقل او منطق یوه ګډه او نړیواله ژبه ده چې له هر ډول دیني او کلتوري تعصب څخه پاکه ده. له عقل او منطق څخه په استفادې له هر انسان سره، د هر دین او فکر لاروی چې وي خبرې کېدای شي او فکر کولو ته هڅول کېدای شي.
–  د شک رامنځته کول:  لکه څنګه چې ابراهیم علیه‌السلام د خپل پلار په وړاندې د پوښتنې په مطرح کولو سره د هغه په زړه کې شک را پیدا کړ، همدارنګه عقلي استدلال هم له مخاطب سره مرسته کوي چې په خپلو پخوانیو باورونو شک وکړي او یو منطقي او سم بدیل ورته پیدا کړي. ځکه شک د حقیقت د لټون د دروازې کلي ده.
–  د حقانیت اثبات:  عقلي استدلال کولای شي د یو واحد الله تعالی د وجود او د هغه د بې‌نقصه صفاتو، د حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم د نبوت او د اسلامي دین د بشپړتیا ثبوت وړاندې کړي. د بېلګې په توګه، د کایناتو د نظم برهان، د امکان او وجوب برهان او یا د فطرت د برهان له لارې د یوه حکیم او ځواکمن خالق شتون ثابت کیدلای شي.
–  د ایمان لپاره مقدمه:  کله چې مخاطب د عقل او منطق له لارې د اسلام د بنسټیزو اصولو حقانیت درک کړي، نو بیا د ایماني مفاهیمو او دیني متونو د منلو لپاره ژر چمتو کېږي. په دې پړاو کې آیتونه او احادیث تکمیلي رول ادا کوي او د باور د ژورتیا او د دیني احکامو او ښوونو پر جزئیاتو د پوهېدو لامل کیږي.
د دعوت په لار کې تکامل او تدریج
دا طریقه روزونکو او دعوت‌کوونکو ته هم ور زده کوي چې څنګه د تدریج او تکامل له لارې د دعوت او نصیحت په لار کې اغېزناک واوسي. حضرت ابراهیم علیه‌السلام خپل پلار ته د دعوت په لار کې له یوې نرمې او بیدارونکې پوښتنې (ولې د داسې یو څه عبادت کوې…) څخه تر څرګند ممنوعیت (د شیطان عبادت مه کوه…) پورې پرمختګ وکړ. دې لارې په بشپړه توګه د هغه له زغم سره سمون درلود.
د تربیت او دعوت په لار کې تدریج یو ضرورت او غوره طریقه ده؛ ځکه د ژورو ریښو لرونکو باورونو او عادتونو بدلون وخت او باطني چمتووالي ته اړتیا لري. د ابراهیم علیه‌السلام په څېر له نرمو او پاروونکو پوښتنو څخه پیل کول مخاطب ته دا فرصت ورکوي چې پرته له دې چې له سخت مقاومت یا دفاعي غبرګونونو سره مخ شي په تدریجي ډول حقایقو ته نږدې شي. همدارنګه په یو ځل د دیني لارښوونو او احکامو وړاندې کول کېدای شي مخاطب مغشوش او آن زړه‌توری کړي.
له همدې امله د دعوت په لار کې تدریج د روزنې د بېلابېلو پړاوونو ترمنځ یو منطقي پُل او تسلسل رامنځته کوي او له ناڅاپي تشې او انقطاع څخه مخنیوی کوي. هر پړاو د بل پړاو لپاره مقدمه ګرځي.
په همدې اساس روزونکي باید یو تدریجي پروګرام طرحه کړي او پرته له دې چې ناڅاپي تشه یا پرېکون رامنځته شي هر پړاو د راتلونکي پړاو لپاره زمینه برابره کړي. همدارنګه هغوی باید له داسې وسیلو او طریقو څخه کار واخلي چې د روزنې د هر پړاو لپاره مناسبې واوسي، تر څو مخاطب د هغوی پیغام په غوره ډول درک او قبول کړي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. مریم: ۴۴.

[2]. ناصرالدین عبدالله، بیضاوی، أنوارالتنزیل و أسرارالتأویل، ج۴، ص۸؛ محمد سید قطب، فی ظلال القرآن، ج۴، ص۲۳۱۱؛ حسن محمد باجوده، تأملات فی سورة مریم، القاهره: دار النصر، ۱۹۷۸م، ص ۸۸-۸۷.

[3]. مریم: ۴۲.

[4]. محمد محمود، حجازی، التفسیر الواضح، بیروت: دار الکتاب العربی، ۱۴۰۲ق، ج۲، ص۱۰؛ عماد زهیر، حافظ، القصص القرآنی بین الآباء والأبناء، ص۷۸-۷۷.

Previous Articleنوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)

اړوند منځپانګې

Blog

فراماسونري (برخه: ۲۷)

یکشنبه _15 _مارچ _2026AH 15-3-2026AD
نور یی ولوله
Blog

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتوالي ښوونځی) (برخه: ۴)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD
نور یی ولوله
Blog

د نيهيليزم د ودې بهير او له دين‌باورۍ سره یې ټکر (درېیمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

Blog

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۳)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۳) شپږم…

نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD5 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶) عقل‌پالنه تېره برخه…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD10 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰) د معاد په…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۲)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD11 Views

لیکوال: ابورائف فراماسونري (برخه: ۳۲) په ماسوني تفکر کې د سپېڅلو اعدادو دلالتونه (دوام) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۳)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.