Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲)
اسلام سه شنبه _28 _اپریل _2026AH 28-4-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲)
تغذیه، روغتیا او د ناروغیو مخنیوی

بشري پوهه او له علومو سالمه استفاده
یو معاصر مفکر د دې پوښتنې په ځواب کې چې: «له لوېدیځ تمدن څه را واخلو او څه را  وانخلو؟» وویل: موږ د هغوی پوهه را اخلو، نه د هغوی ارزښتونه او باورونه.
احساس، کلتور او د ارزښتونو نظام د هر ملت خپل ځانګړی ملکیت دی؛ خو علم د ټولو انسانانو ګډ میراث دی. بشري کلتور د شاتو په څېر دی چې د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو تمدنونو له ګلونو راټول شوی او په ټول بشریت پورې اړه لري. په همدې اساس، له علمي لاسته راوړنو استفاده نه یوازې یو مشروع عمل دی، بلکې یو عقلي او انساني ضرورت هم ګڼل کېږي.
په  سرطاني ناروغیو اغېزناک عوامل او اندېښمنوونکی زیاتوالی
په وروستیو لسیزو کې د خطرناکو تومورونو (سرطانونو) د پېښو شمېر په اندېښمنوونکی ډول زیات شوی دی. ډېری څېړونکي دا پدیده د معاصر ژوند له سبک او د انسان د بدن په طبیعي نظام کې له پراخو لاسوهنو سره تړي. د دغو ناروغیو د رامنځته کېدو ځینې مهم عوامل په لاندې ډول دي:
۱. د اکتسابي دفاعي سیستم کمزورتیا: د انسان دفاعي سیستم ډېر پېچلی او منظم جوړښت لري، چې د یو بشپړ پوځ په څېرعمل کوي؛ چې د تشخیص، دفاع، مقابلې او ترمیم واحدونه پکې شامل دي. دا سیستم کولای شي په لومړیو پړاوونو کې د حجرو انحراف تشخیص کړي او د خپرېدو مخه یې ونیسي.
۲. نوي کیمیاوي عوامل: نوې جنیټیکي څېړنې ښيي چې د انسان په بدن کې داسې جینونه موجود دي چې د سرطان د رامنځته کېدو لامل کیدلای شي، خو په طبیعي ډول د ځانګړو مهارونکو له خوا کنټرولېږي. ځینې بهرني مواد، لکه ډېر واړه پلاستیکي ذرات، کولای شي دا مهارونکي غیر فعال کړي.
۳. د پلاستیک ناسم استعمال: په پلاستیکي لوښو کې د ګرمو یا تېزابي موادو کارول او یا هم په پلاستیک کې د بندو خوړو تراشل، د دې لامل ګرځي چې بدن ته پلاستیکي ذرات داخل شي.
۴. د نفتي مشتقاتو او راډیو اکتیفو موادو اغېزې: بدن ته د دغو موادو ننوتل، که په مستقیمه توګه وي او که په غیر مستقیمه توګه، د سرطان د خطر په زیاتېدو کې مهم رول لري.
۵. رواني فشارونه او مزمنه اندېښنه: شدید او اوږدمهاله تشویشونه، چې نن سبا د معاصر انسان د ژوند نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې، په مستقیم ډول دفاعي سیستم کمزوری کوي. ذهني سکون، باطني امنیت او ایمان د جسمي او رواني روغتیا له مهمو عواملو څخه شمېرل کېږي.
د ناروغیو په مخنیوي کې د دفاعي سیستم او تغذیې رول
ساینسپوهان په دې باور دي چې د انسان د دفاعي سیستم وړتیا تر ډېره د هغه له رواني حالت او تغذیې سره تړاو لري. مینه، ارامي، هیله او رواني امنیت د دې سیستم د پیاوړتیا سبب ګرځي؛ په داسې حال کې چې ویره، غوسه، اضطراب او کینه دا سیستم کمزوری کوي.
له بلې خوا، ځینې خوراکي مواد د بدن د دفاعي ځواک په پیاوړتیا کې مستقیمه ونډه لري. د بېلګې په توګه، د «سیاه‌دانې» په اړه علمي څېړنو ثابته کړې چې دا نبات د دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې د پام وړ اغېز لري؛ هغه سیستم چې د ساري او خطرناکو ناروغیو پر وړاندې د مبارزې مسؤلیت په غاړه لري.
شین چای او له سرطان سره د مبارزې په برخه کې یې رول
د چایو نړيوال مصرف هر کال ميليونونو ټنو ته رسېږي چې يوه مهمه برخه یې شين چای جوړوي. علمي څېړنو ښودلې ده چې شين چای ځینې داسې فعاله مرکبات لري چې:
  • د سرطان ضد اغېز لري؛
  • په بدن کې د سرطاني کيمياوي موادو مخه نيسي؛
  • په ځانګړې توګه د هاضمې سيستم د سرطانونو په مخنيوي کې اغېزناک رول لري.
په جاپان کې د خوړو ترڅنګ د شين چای څښل يو عام عادت دی او همدا چاره د هغو عواملو له ډلې ګڼل کېږي چې په دې هېواد کې د ځينو سرطانونو د پېښو کچه د نړيوال اوسط په پرتله ټيټه ساتي.
مرکبات او د ژمي په موسم کې یې د پیدایښت حکمت
مرکباتي مېوې، په ځانګړي ډول مالټه او لیمو، په حیرانوونکي ډول د ژمي د موسم له اړتیاوو سره سمون لري. دا مېوې د ويټامين C غني سرچینې دي چې د انسان د بدن لپاره ‌ډېرې ګټې لري، لکه:
۱. د دفاعي سیستم پیاوړتیا؛
۲. د التهاباتو مخنیوی؛
۳. د پوستکي، هډوکو او د هاضمې سیستم د روغتیا ساتنه؛
۴.  له ګڼو زهري موادو سره مبارزه.
یوازې یوه مالټه کولای شي د بدن د ويټامين C ورځنۍ اړتیا پوره کړي. لیمو هم د خپلې قوي بکتریایي ضد ځانګړنې له امله د اوبو په پاکوالي او د ځینو ساري ناروغیو په مخنیوي کې اغېزمن رول لري.
کېله؛ د انرژۍ او معدني موادو بډایه سرچینه
کېله له هغو مېوو څخه ده چې لوړ غذایي ارزښت لري. دا مېوه له انرژۍ، ویټامینونو او مهمو معدني موادو لکه پوتاشیم، کلسیم، فاسفورس، اوسپنه او فلور څخه ډکه ده. د کېلې متوازن استعمال، په ځانګړي ډول د ماشومانو او فعاله کسانو لپاره د انرژۍ په برابرولو او د بدن په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
الله تعالی د جنتيانو د مېوو په بیان کې فرمایي: «وَطَلْحٍ مَّنضُودٍ»[۱] ژباړه: او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی.
بقدونس/مقدونس (ګشنیز)؛ کوچنی بوټی؛ لویې ګټې
هر څومره چې د الهي نښو په اړه د انسان پوهه زیاتېږي، هماغومره یې د الله تعالی په اړه هم پوهه لوړېږي؛ ځکه کله ناکله ځینې داسې شیان وجود لري چې د انسان ذهن یې تصور نه شي کولای. د ګشنیز بوټی هم د نادرو عناصرو لروونکی دی چې په خپل ترکیب کې د اړتیا وړغوړي لري. دوه کاشوغې ټوټه شوي ګشنیز کولای شي د بدن یو پر درېیمه برخه د ویټامین A، دوه پر درېیمه برخه د ویټامین C او یو پر اتمه برخه د اوسپنې ورځنۍ اړتیا پوره کړي.
په ګشنیزو کې د آرسنیک، بور، مس او تیتانیوم په نوم نادر مواد موجود دي. له همدې امله ځینو طبيبانو ویلي دي: هر څه په اعتدال سره وکاروئ، ځکه په هره ماده کې داسې ترکیبات شتون لري چې د بدن د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي.
سرکه؛ ساده خو له روغتیايي ګټو ډک خواړه
په نبوي احادیثو کې له سرکې د «غوره طعام» په توګه یادونه شوې ده.
له جابر رضی‌الله‌عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له خپلې کورنۍ خواړه وغوښتل، هغوی وویل: له سرکې پرته بل څه نه لرو. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سرکه را وغوښته، خوراک یې پیل کړ او وروسته یې فرمایل: «نِعْمَ الإدامُ الخَلُّ»[۲] ژباړه: (سرکه ښه خواړه دي!)
علمي څېړنو ښودلې ده چې سرکه:
۱. د باکتریاوو ضد ځانګړتیا لري؛
۲. د خوړو په هضم کې مرسته کوي؛
۳. غوړ کموي؛
۴. او د هاضمې سیستم په روغتیا کې مرسته کوي.
سرکه، په ځانګړي ډول د مڼې سرکه، د دیني لارښوونو او علمي موندنو ترمنځ د اړیکې یوه روښانه بېلګه بلل کېږي.
مسواک (سواک) او د خولې روغتیا
علمي څېړنو ښودلې ده چې د مسواک لرګی (سواک)، په ځانګړي ډول د اراک د ونې مسواک، داسې قوي باکتریایي ضد مرکبات لري چې اغېز یې د ځینو انټي‌بیوتیکونو سره د پرتلنې وړ دی. د دې وسیلې سمه او معتدله کارونه د خولې، غاښونو او آن د هاضمې سیستم په روغتیا کې مهم رول لري.
پایله
د انسان روغتیا الهي امانت او ټولنیزه پانګه ده. سالمه تغذیه، رواني ارامي او د ژوند په چارو کې د اعتدال اصولو ته ژمنتیا د ناروغیو په مخنیوي کې بنسټیز ارزښت لري. ډېری هغه ساده خوراکي مواد چې موږ ورته لاسرسی لرو، په حقیقت کې طبیعي درمل دي چې که په سمه توګه وکارول شي، د بدن او ذهن روغتیا تضمینولای شي.
ویل کېږي چې: تر ټولو غوره درمل هغه دي چې خواړه واوسي، او تر ټولو غوره خواړه هغه دي چې درمل واوسي.[۳]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. الواقعة: ۲۹.

[2]. سنن أبي داود، كتاب الأطعمة، ‌‌باب في الخل، رقم الحدیث: ۳۸۲۰، ج ۳، ص ۴۲۴ ط مع عون المعبود.

[3]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج ۲، ص ۱۵۹-۱۵۱.

اسلام، قرآن اعجاز قرآن معجزه
Previous Articleد نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۵)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۱)

شنبه _25 _اپریل _2026AH 25-4-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰)

یکشنبه _19 _اپریل _2026AH 19-4-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲)

سه شنبه _28 _اپریل _2026AH 28-4-2026AD2 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲) تغذیه، روغتیا او د ناروغیو مخنیوی…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۵)

دوشنبه _27 _اپریل _2026AH 27-4-2026AD6 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۷)

دوشنبه _27 _اپریل _2026AH 27-4-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۷) پنځلسم…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۵)

یکشنبه _26 _اپریل _2026AH 26-4-2026AD12 Views

لیکوال: ابورائف عبد الله فراماسونري (برخه: ۳۵) یهود په نړۍ کې د اټکل له مخې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲)

سه شنبه _28 _اپریل _2026AH 28-4-2026AD

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۵)

دوشنبه _27 _اپریل _2026AH 27-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.