لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۷)
د حضرت نوح علیه السلام د کیسې روزنیز درسونه
په قرآن کریم کې د حضرت نوح علیه السلام کیسه د بشریت لپاره د ژورو روزنیزو درسونو یوه بډایه خزانه ده. دا کیسه یوازې یو الهي پیغام نه دی، بلکې د ستونزو پر وړاندې د صبر او استقامت سختې ننګونې هم انځوروي، په ځانګړې توګه د نسلونو د بلنې او روزنې په ډګر کې. د نوح علیه السلام د ژوند هره برخه، د هغه د نږدې کسانو له نافرمانۍ او کفر سره له مخامخ کېدو را نیولې، د طبیعي پېښو تر زغملو پورې د ایمان، باور، استقامت، فردي او کورني مسؤولیت په اړه عملي درسونه وړاندې کوي. دا کیسه موږ ته بلنه راکوي چې د روزنې په بېلا بېلو اړخونو کې ژور فکر وکړو او د ایماني او اخلاقي ژوند کولو لپاره بې سارې نمونې زموږ په واک کې ږدي.
(لومړی). مومن د خپل ایمان د اندازې له مخې ازمویل کېږي
مومن د خپل ایمان د اندازې له مخې ازمويل کېږي او تر ټولو سختې ازموینې د پیغمبرانو لپاره دي، بیا د هغو کسانو لپاره چې له دوی سره ورته والی لري او بیا د هر چا لپاره د هغه د ورته والي د اندازې له مخې. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل شول: کوم خلک تر ټولو ډېر په بلاوو اخته کېږي؟ هغه وویل: «پیغمبران، وروسته هغه کسان چې د هغوی په څېر دي او له هغوی وروسته هر څوک د خپل دین په اندازې سره ازمويل کېږي؛ که په دین ټينګ وي بلا یې سختېږي او که په دین کې نرم وي، د خپل دین په اندازه به په بلا اخته کېږي. ازموينې تل له بنده سره وي، تر هغه چې هغه پرېږدي، په داسې حال کې چې پر ځمکه روان وي او هېڅ ګناه ونه لري.» [1]
هو حضرت نوح علیه السلام چې یو الهي پیغمبر و او د اولوالعزم پیغمبرانو له ډلې څخه دی، په خپله بلنه کې سخت و ازمويل شو. وروسته د خپلې کورنۍ له لوري، لومړی د خپلې مېرمنې په وسیله او بیا د خپل زوی له امله و ازمويل شو. د کورنۍ او اولاد ازموینه له لویو بلاوو څخه ده او دا چې مېرمن او زوی د انسان د دښمنانو په ډله کې ودرېږي، خورا ستره او درنه بلا ده، خو د دې هر څه سربېره حضرت نوح علیه السلام بیا هم صبر وکړ او ناهیلی نه شو، بلکې هڅه یې وکړه چې خپل سرکش زوی وپوهوي، له کفر څخه یې وژغوري، د ایمان له قافلې سره یې یو ځای او قانع کړي، خو دغه ناشکره زوی د خپل پلار بلنې ته مثبت ځواب ور نه کړ.
(دوهم). ژغورنه او خلاصون د نېکو عملونو په وسیله دي، نه د خپلوانو او نسب په وسیله
کله چې د سمندر څپې د نوح علیه السلام او د هغه د کافر زوی ترمنځ جلاوالی راوست دواړه په جلا لارو روان شول، د نوح علیه السلام پر زړه ستر او ژور غم کېناست. هغه په دې ډاډه شو چې زوی یې له ډوبېدونکو سره ډوب شوی دی. د زوی یاد یې هېڅکله له ذهن څخه ونه وته او انځور یې له خیال څخه پاک نه شو. کله چې کښتۍ د «جودي» پر غره ودرېده او کورنۍ یې په کې ځای پر ځای شوه، نوح علیه السلام مخکې تر دې چې په کوم ځای کې ځای پر ځای شي یا کوم کار ته لاس واچوي، لومړی څه یې چې خپل رب ته وړاندې کړل دا غوښتنه وه چې د رحمت او مغفرت باران د هغه د بدن په بېلې شوې ټوټې (زوی) باندې ووروي.
نوح علیه السلام په خپل ټول وجود سره خپل رب ته دعا کړه چې د «رب» په کلمه یې پیل کړه. دا کلمه د احسان، عزت، روزنې، دایمي پاملرنې، پرله پسې اړیکې او مقام لوړوالي معناوې لري. د دې لپاره چې زوی یې د کورنۍ غړی و او ده د خپل رب پر وړاندې ځانګړی مقام درلود، غوښتل یې چې الله تعالی د هغه د کورنۍ ځينو غړو (یعنې زوی) ته د رحمت او مهربانۍ په سترګه وګوري. هغه دا غوښتنه په ښکاره ډول ونه کړه، بلکې په پټه او د کنایې په شکل یې وړاندې کړه؛ د ادب له مخې د خپل رب پر وړاندې او له دې امله چې رب یې د ده له غوښتنې او اړتیاوو بې نیازه دی. دا د هوښیارو او ځیرکو خلکو ترمنځ پېژندل شوې طریقه ده.
سره له دې ټولې مهربانۍ د پلار مينه، غم زياتېدل او الهي روزنه او رباني حکمت په عمل کې راغلل، چې هر څه په خپل ځای کې کېښودل شي؛ د هغه ستر او جلیل رب نوح علیهالسلام ته وویل: “قَالَ یا نُوحُ إِنَّهُ لَیسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَیرُ صَالِحٍ”.[2] ژباړه:« ويې فرمایل (الله تعالی): ای نوحه! هغه ستا له اهل څخه نه دی، هغه (خاوند) د بد عمل دی.)
دغو رباني کلماتو او الهي هوډ هغه د کورنۍ له دایرې څخه بهر کړ او په ژورې کندې کې یې وغورځوه، چې نه یې یادونه کېده او نه کوم پام ورته کېده؛ ځکه هغه د ایمان پر ځای کفر غوره کړ او د شیطان لارې یې ونيوله، نو ځکه نږدې خپلوۍ هم هېڅ معنا نه لرله او نه زېږېدنې او نسب کوم اغېز درلود.[3] دې الهي اعلان څرګنده کړه چې د انسان نسب که له ایمان او نېکو اعمالو څخه تش وي، هېڅ ګټه نه لري. د حضرت نوح علیه السلام زوی بېشکه له لوړ نسب څخه برخمن و؛ ځکه هغه د نوح عليه السلام زوی و، چې د الله جل جلاله رسول و، خو دې نسب هېڅ ګټه ورته ونه کړه؛ ځکه هغه کافر و. الله تعالی خلکو ته په دنیا او اخرت کې د دوی د ایمان او نېکو عملونو پر بنسټ اجر ورکوي، نه د نسب پر بنسټ او نه د صالحو پلرونو او نېکو نیکونو له امله، ان که د مرسل له پیغمبرانو څخه وي، هېچا ته ځانګړې امتیاز نه ورکوي.[4]
د اسلامي شریعت له اساسي اصولو څخه یو دا دی چې ژغورل او بریا یوازې د خپلوۍ او نسب له لارې نه، بلکې د صالحو عملونو له لارې ده، لکه څنګه چې امام بخاري او امام مسلم په خپلو صحیفو کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه په سند سره روایت کړي دي چې: کله د خدای رسول صلی الله عليه وسلم دا ایت: «و أنذر عشیرتک الأقربین.» (او خپلو نږدې خپلوانو ته خبر ورکړه.) نازل شو، هغه زموږ په منځ کې ودرېد او ویې ویل: «ای د قریشو ډلې! ځانونه د الله له عذاب څخه خلاص کړئ، زه د الله له لوري هېڅ ګټه درته نشم رسولی. ای د عبد مناف زامنو! زه د الله له لوري هېڅ ګټه درته نشم رسولی. ای عباس بن عبدالمطلب! زه د الله له لوري هېڅ ګټه درته نشم رسولی. ای صفیه! د رسول الله عمه! زه د الله له لوري هېڅ ګټه درته نشم رسولی. ای فاطمې د محمد لورې! هر څه چې غواړې له ما يې وغواړه، خو پوه شه چې زه د الله له لوري هېڅ ګټه درته نشم رسولی.»[5]
ابولهب د رسول الله صلی الله عليه وسلم تره هم کافر و، د هغه او د هغه د مېرمنې د کفر له امله به اور ته ننوځي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم تره کېدل هغه ته هیڅ ګټه نه رسوي. الله تعالی په دې اړه فرمايي: “تَبَّتْ یدَا أَبِی لَهَبٍ وَتَبَّ * مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ * سَیصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ * وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ * فِی جِیدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍ.”[6]
دغه راز خدای جل جلاله هم بیانوي چې الله تعالی ته تر ټولو نږدې کسان پرهېزګاران دي، الله جل جلاله فرمايي: «إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ.»[7] الله تعالی بیانوي چې ديني خپلوي ارزښت لري، نه نسبي خپلوي، نو مسلمان باید له هغو کسانو سره چې پر الله کفر کوي او د هغه نافرماني کوي ځانګړې مینه او دوستي ونه لري، که څه هم د ده تر ټولو نږدې خپلوان وي؛ خدای جل جلاله په دې اړه فرمايي: “لَا تَجِدُ قَوْمًا یؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْیوْمِ الْآخِرِ یوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِیرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِی قُلُوبِهِمُ الْإِیمَانَ”.[8] ژباړه: «داسې يو قوم به ونه مومې چې پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لري (او بيا) له هغه چا سره دوستي کوي چې د الله او د هغه د رسول دښمني يې کړې وي، که څه هم پلرونه، زامن، وروڼه يا خپله کورنۍ يې وي. د هغوی په زړونو کې الله ايمان اچولی.»
الله تعالی وايي چې نېک عملونه د اخرت د نېکمرغۍ د ترلاسه کولو بنسټ دي؛ شفاعتونه او خپلوي د ګناهکار انسان د ژغورنې لپاره هېڅ ګټه نه لري. قرآن کریم هم په دې ایت کې پر همدې ټکي ټینګار کړی دی: “ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِینَ كَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَامْرَأَتَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَینِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَینِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ یغْنِیا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَیئًا وَقِیلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِینَ.”[9] ژباړه: «الله د کافرانو په هکله د نوح او لوط مېرمنې د بېلګې په توګه بيانوي چې زموږ د دوو نېکو بندګانو (تر نکاح) لاندې وې، خو بيا يې خيانت ورسره وکړ، نو هغوی (نوح او لوط) د الله (له عذاب) څخه هېڅ شی ترې ايسار نه کړی شول او هغو (ښځو) ته وويل شول: دواړه اور ته ننوځئ، له نورو ننوتونکو سره.»
د نوح علیه السلام او لوط علیه السلام د ښځو کفر او د لارښوونې له لارې څخه د انحراف له امله د هلاکت په برخه کې یو ژور پیغام شته. لنډه دا چې که خپلوي هر څومره ټینګه وي، که انسان بد عمله وي، هېڅ ګټه ورته نه لري.[10]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] . سنن الترمذی، شمارۀ حدیث: 2398؛ (حسن صحیح).
[2] . هود: 46.
[3] . فاروق، حماده، آباء وأبناء ملامح تربویه فی القرآن الکریم، دمشق: دار القلم، 1418ق، ص20.
[4] . محمد، رشید رضا، تفسیر المنار، ج12، ص85.
[5] . محمد بن إسماعيل، البخاري، صحیح البخاری، کتاب التفسیر: سورة الشعراء؛ مسلم بن الحجاج، النیسابوری، صحيح مسلم، کتاب الإیمان، باب قوله تعالی «وأنذر عشیرتک الأقربین».
[6] . المسد: 1-5.
[7] . الحجرات: 13.
[8] . المجادله: 22.
[9] . التحریم: 10.
[10] . عفیف عبدالفتاح، طباره، مع الأنبیاء فی القرآن، بیروت: دار العلم الملایین، 1983م، ص81.


