لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۱۳)
هیومنېزم له انسان سره په مخامخ کېدو کې
اسلام په هغو خلکو د خپلې عقيدې د تپلو لپاره جګړه او جهاد نه کوي چې دا عقيده نه خوښوي، بلکې د هغو جاهلي ځواکونو د له منځه وړلو له پاره جګړه کوي چې د حق پر وړاندې خنډ کېږي. هېره دې نه وي چې له رواني يا محسوسو مادي خنډونو سره هم کار نه لري، بلکې له هغو ځواکونو سره چې په جاهلي قوانيونو او نظامونو کې را څرګندېږي او په حقيقت کې د خلکو احساس درندوي او هغه پوځونه او حکومتونه چې له دغو جاهلو نظامونو څخه ملاتړ کوي او د قدرت د مشروعيت له پاره يې هلې ځلې کوي، جګړه او جهاد کوي. که دغه خنډونه لرې شي، په هغه وخت کې “لَا إكرَاهَ فیِ الدِّینِ” په دين کې هېڅ زور يا جبر نشته.
“لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ.” ژباړه:«په دین کې هېڅ ډول جبر او زور نشته؛ ځکه چې لارښوونه او لوړتیا له ګمراهۍ څخه څرګند شوي دي.»[1] بلکې الهي عدالت ترسره کېږي چې خلک ورڅخه ګټه واخلي او د هغه تر سیورې لاندې خپل ژوند ته دوام ورکړي، که څه هم د اسلام عقیده ونه مني.
مسلمانانو مصر په داسې حال کې فتح کړ چې د دې هېواد اوسېدونکي د مسیحیت دين پيروان وو، خو مسلمانانو هغوی د اسلام منلو لپاره مجبور نه کړل او که دوی له زور او جبر څخه کار اخیستی وای، نو تر دې دمه د قطبيانو د مسيحي ټولنې شتون هېڅ امکان نه درلود. مګر مسلمانانو الهي عدالت همغسې ټینګ کړ لکه څنګه چې الله جل جلاله هغوی ته امر کړی و، له همدې امله دغه عدالت د قبطیانو له لاسه وتلی عزت هغوی ته بېرته ورکړ، هغه عزت چې رومي واکمنانو سره له دې چې د دوی په دین و، خو په بله مذهبي عقیده يې لرله، له قبطیانو څخه اخیستی و. رومیانو یوازې د مذهبي مخالفت له امله د قبطیانو شاګانې په قمچينو د وهلو له امله تورې او زخمي کړې وې، خو قبطیانو په هېڅ عمل لاس نه پورې کاوه چې د هغوی د ظلم مخه ونیسي؛ ځکه چې هېڅ د پناه ځای یې نه درلود چې دوی ته د عقیدې ازادي، عدالت او عزت ورکړي. کله چې مسلمانان راغلل دوی ته یې ټول حقوق ورکړل. په دې اړوند د هغه قبطبي کس کیسه مشهوره ده چې مدینې منورې ته لاړه، چې د عمر بن خطاب رضي الله عنه حضور ته د یوه زور زياتي شکایت وکړي، چې د عمرو بن عاص رضي الله عنه د زوی له لوري د هغه له زوی سره شوی و؛ دا کیسه ډېره مشهوره ده او بیا تکرار ته يې اړتيا نه شته.
خو علت یې روښانه دی؛ ځکه هغه قطبي کس چې رومیانو به په قمچینو وهه، خو غلی پاتې کېده، نیوکه یې نه کوله او د خپل لوټ شوي عزت بدل یې نه اخیسته، خو دلته يې دا اوږد سفر د عدالت د ترلاسه کولو لپاره وزغمه؛ ځکه اسلام د هغه عزت بېرته ورکړ. له همدې امله داسې شو چې د ظلم پر وړاندې نیوکه کوي او عدالت غواړي او د دې علت دا دی چې اسلام ورته رښتینی پناه ځای برابر کړ چې په هغه کې عدالت وغواړي، نو ده هم هلته عدالت وغوښت.
مسلمانان د همدې لپاره جنګېدل، نه د دې لپاره چې خپله عقیده په خلکو وتپي، نه د استعماري پراختیا غوښتنې لپاره، نه د خلکو د اړتیاوو د لوټولو او د هغوی پر ضد د استفادې لپاره او نه د کومې دنیوي ګټې لپاره، لکه نور هېوادونه چې پسې منډې وهي، بلکې موخه یې د الله جل جلاله د اوامرو پلي کول او په ځمکه باندې د دې الهي عدالت خپرول وو.
مسلمانانو اندلس فتح کړ او هلته یې شاو خوا اته پېړۍ تېرې کړې، خو د اسلام عقیده یې پر مسیحي اوسېدونکو و نه تپله. ځینې خلک د اسلام د مینې، صداقت او رښتینولۍ له امله مسلمانان شول، خو ډېری مسیحیان د خپل دین پر عقیده پاتې شول، خو وروسته دوی د مسلمانانو دغه نېک چلند ته په داسې ډول ځواب ورکړ چې د تاریخ تر ټولو دردناکه بڼه وه، چې د مسلمانانو شړل، شکنجه کول، عذاب او بېځایه کېدل وو… .
مسلمانانو د خپلو مدرسو، پوهنتونونو، استادانو، کتابونو، علومو او تمدن له لارې په اندلس او نورو سیمو کي رڼا خپره کړه. هغه تمدن چې د لوېدیځ انصاف لرونکو شاهدانو، سره له دې چې شمېر یې لږ و ثبت کړی دی! اندلس په حقیقت کې د یهودیانو او مسیحيانو لپاره تر ټولو خوندي پناه ځای و او هلته یې د اسلامي حکومت تر سیوري لاندې د بشپړ امنیت احساس کاوه. په داسې حال کې چې ټولې اروپا یهودیان شکنجه کول او ان هغو مسیحیانو چې د کاتولیک کلیسا له مذهب سره مخالف وو، په تلپاتې وېره کې ژوند کاوه.
مسلمانانو هند هم فتح کړ او شاو خوا اته پېړۍ یې هلته واکمني وکړه، خو د اسلام عقیده یې پر بت پرستانو و نه تپله، بلکې دوی یې د خپلو عقایدو په پرېښودو کې خپلواک پرېښودل. په داسې حال کې چې هغوی داسې عقیدې لرلې چې هېڅ عاقل یې نه شي منلی، لکه د غوا عبادت کول او د هغې له غایطه موادو او بولو څخه د برکت اخیستل. هندوان یې یوازې دې ته اړ کړل چې له ځینو وحشي دودونو او عادتونو لاس واخلي، لکه د کونډو ښځو ژوندي ښخول چې له مړو شویو مېړونو سره یې ښخولې یا د هغوی ژوندۍ سوځول. دا کار یې د دې لپاره وکړ چې خلک د انسانیت درجې ته لوړ کړي او په ځینو کړنو کې یې اصلاح راولي، پرته له دې چې د هغوی په عقایدو تېری وکړي یا ورته زیان ورسوي.
هندوانو د اسلامي واکمنۍ تر سیوري لاندې تل د خپلو عقایدو او دودونو ساتنه کوله، تر هغه چې د انګلیسي صلیبیانو په مرسته د هند واکمنۍ ته ورسېدل. په همدې وخت کې یې د مسلمانانو نېک چلند ته په پرله پسې تېریو، د کليو په سوځولو، په قصدي ډول د خلکو په پارولو او د هغوی د احساساتو په ژوبلولو ځواب ورکړ.
مسلمانانو په دې ډول ځمکې فتحه کړې او الله تعالی د دغو لوړو موخو له امله دوی ته د دعوت د خپرولو لپاره د جګړې امر وکړ، خو له دې ټولو سره سره مسلمانان د جګړې پیل کوونکي نه وو، بلکې لومړی به یې اسلام وړاندې کاوه؛ کله به یې چې له اسلام څخه انکار وکړ، نو د جزیې غوښتنه به یې کوله، که جزیه به یې هم نه منله، نو بیا به جګړه او قتال د دې لپاره کېده چې خلک د جاهلیت له تیارو او ظلم څخه د اسلام عدالت او زغم ته را وباسي. دا هر څه په هغه ډول ترسره کېدل چې د تاریخ واقعیت یې شاهد او تاییدوونکی دی.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
[1]. سورۀ بقره، آیه: 256.


