لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۴)
د فراماسونرۍ نومونه
په دې بحث کې هڅه کوو چې د فراماسونرۍ غورځنګ بېلا بېل نومونه او لقبونه وڅېړو، چې د دغو نومونو او لقبونو د څېړنې له لارې د دې غورځنګ له معناوو، مفاهيمو، عقایدو، غوښتنو او افکارو سره تر پخوا ډېر اشنا شو. دا نومونه په حقیقت کې د دې غورځنګ په بېلابېلو پړاوونو کې غوره شوي دي او هر نوم یې د دې غورځنګ د پلویانو او مشرانو له خوا په ځانګړو حالاتو او د هغوی د پټو او هدفمندو فعالیتونو او تحرکاتو پر بنسټ ټاکل شوی دی.
د فراماسونرۍ په اړه د څېړونکو له څېړنو او لیکنو څخه څرګندېږي چې دا ټولنه په بېلابېلو نومونو پېژندل شوې ده، چې تر ټولو مشهور يې په لاندې ډول دي:
(۱) ازاد بنایان (البناؤون الأحرار، Freemasons)
یاد نوم د انګلیسي کلمې «Freemasons» او یا د فرانسوي «Francs-maçons» لفظي ژباړه ده. د دې کلمې لومړۍ برخه یعنې «Free» یا «Francs»، د «ازاد» معنا لري او دویمه برخه یې «Masons» یا «maçons» د «بنایانو» یا «د ودانیز مسلک د خاوندانو» معنا ورکوي، چې د دواړو له ترکیب څخه «ازاد بنایان» یا «ازاد فکره بنایان» جوړېږي.
په همدې ډول عربي کلمه «البناؤون الأحرار» د پردي نوم «الفراماسونية» یا «الماسونية» لپاره یو محلي معادل ګڼل کېږي، له همدې امله ډېر عربي لیکوالان او ژباړونکي (ان خپله فراماسوناران هم) له همدې تعبیر څخه کار اخلي.
ځینو نورو په دې تعبیر کې بدلون راوستی او ویلي یې دي: «البِناية الحرة»، یعنې «ازاده وداني» یا «جمعية البِناء الحر»، یعنې «د ازادې ودانۍ ټولنه».[۱]
ځینې وخت د لا روښانتیا لپاره د «البناؤون الأحرار القدامى والمقبولون» عنوان ورته کارول شوی چې د لومړۍ دورې د غړو (چې رښتیا هم مسلکي بنایان وو) او د دویمې دورې د غړو (چې له غیر بنایانو څخه وو) ترمنځ توپیر وښيي.
په ځینو مواردو کې د دې عنوان یوازې یو جز کارول کېږي چې «البناؤون» او یا «الأحرار» او له همدې ځایه د «جمعيات البنائين»، یعنې «د جوړوونکو ډلې» او یا «جمعيات الأحرار»، یعنې «ازادې ډلې» په څېر تعبیرونه رامنځته شوي دي.[۲]
د «البناؤون الأحرار» د نوم د ایښودلو لامل د فراماسونرۍ په لومړني پړاو کې ښکاره دی؛ ځکه په هغه وخت کې د دې ټولنې غړیتوب یوازې تر ازادو بنایانو محدود و، غلامانو او مريیانو ته به یې غړیتوب نه ورکاوه.
خو داسې ښکاري چې په معاصر پړاو کې فراماسونارانو دا نوم د ځینو مجازي دلايلو له امله ساتلی دی، لکه د «افکارو او عقلونو جوړول» او «د نظر او ارادې ازادي».[۳]
(۲) ډبر توږونکي (ناحتو الحجارة، Stonecutters)
دا عنوان له اتمې میلادي پېړۍ څخه تر پنځلسمې پېړۍ پورې په فرانسه کې د عملي فراماسونرۍ پر ټولنو اطلاق کېده. که څه هم په همدې پړاو کې په انګلستان کې د هغوی لپاره تر ټولو دودیز نوم «البناؤون الأحرار» و.[۴]
(۳) د یوحنا مقدس ورونه (أخوية القديس يوحنا، Brotherhood of St. John)
دا هغه نوم دی چې فراماسوني بنایانو په المان کې د لسمې میلادي پېړۍ په پای او د یوولسمې ميلادي پېړۍ په پیل کې د خپلې ټولنې لپاره غوره کړ.[۵]
(۴) روښان ضمیران (المتنورون، Illuminati)
دا عنوان د نوې رمزي فراماسونرۍ د یوې څانګې لپاره وکارول شو، هغه مهال کله چې د «ادم وایزهاوپت[۶]» (Adam Weishaupt) په نوم د دې غورځنګ یو خطرناک غړي په (۱۷۷۶ز) کال کې په المان کې یوه ځانګړې ډله تاسیس کړه او د «المتنورين» نوم یې ورکړ. د ده موخه دا وه چې د فراماسونارانو یو غوره نسل وروزي چې د فراماسونرۍ لوړو رازونو ته لاسرسی ومومي او وروسته پر نړۍ واکمن شي.
وایزهاوپت په خپل اثر «دستور التنوير» کې لیکلي دي: «له متنورانو پرته نور څوک د فراماسونرۍ له رازونو نه دي خبر او هغوی هم له څېړنې او هڅې پرته پر ټولو رازونو نه شي پوهیدلای؛ ځکه چې متنور شوالیه باید په دې لاره کې پوره کوښښ وکړي.»[۷] یاده ډله د فراماسونرۍ له تر ټولو خطرناکو او ځواکمنو څانګو څخه شمېرل کېږي او وایزهاوپت باید د نوې پټې فراماسونرۍ دویم بنسټګر وبلل شي.
د فراماسونانو له لوري د «المتنورون» یا «النورانيون» د عنوان کارول د هغو سمبولیکو معناوو له امله دي چې د دې فرقې برخه دي، لکه «روښانتیا»، «تنویر» او «د فکر ځلا». هغوی د خپلو رسمي غړو لپاره د «المستنير» (روښان ضمیر) لقب کاروي او د محفل د ريیس لپاره د «النور» یا «أحد الأنوار الثلاثة» (له درېوو رڼاوو څخه یوه رڼا: د لمر رڼا، د سپوږمۍ رڼا او د محفل د ريیس رڼا) لقب کاروي. دوی یاد لقبونه د دې لپاره کاروي چې ځانونه د ملتونو لپاره د نور، هدایت او روښانتیا لېږدونکي ګڼي![۸]
(۵) «اوربلوونکي» یا «د سکرو بلوونکي» (الفحّامون یا مشعلو الفحم، Carboneria)
دا بل هغه نوم دی چې د فرماسونرۍ لپاره هغه وخت وکارول شو چې د دې غورځنګ ځینو پلویانو په ایټالیا کې یو سیاسي، پټ او وسلوال حرکت رامنځته کړ او د (۱۸۲۱ز) کال په شاو خوا کې یې ډېر له تاوتريخوالي ډک فعالیتونه ترسره کړل. دا غورځنګ وروسته تر فرانسې ورسېد او هلته يې هم په همدې نوم او موخو یوه خپلواکه څانګه رامنځته شوه.[۹]
(۶) نور نومونه
له پورته ذکر شويو نومونو پرته د فراماسونرۍ ځينې نور عنوانونه او نومونه هم ياد شوي دي چې په لاندې ډول دي:
«القوة الخفية» (پټ ځواک)، «الهيكليون» (د معبد عبادت کوونکي)، «أبناء الأرملة» (د کونډې ښځې زامن) او «حكومة العالم الخفية» (پټ نړیوال حکومت).[۱۰]
داسې ښکاري چې ډېر دغه عنوانونه په اصل کې له نورو پټو ټولنو سره د تړاو له امله ټاکل شوي دي، چې وروسته له فراماسونرۍ سره یو ځای شوي دي او یا یې د هغې له لارو چارو پیروي کړې ده او له همدې امله دا نومونه فراماسونرۍ ته منسوب شوي دي.
د دغو نومونو له څېړنې څخه څرګندېږي چې د دې غورځنګ ډېر نومونه او تعبیرونه د دې حرکت پر پټو ځانګړنو او واقعیتونو دلالت کوي. داسې ښکاري چې دا غورځنګ د ټولنې له سره د بیا جوړولو او بیا ودانولو دعوه لري او ځان د بشري تمدن د بیا رامنځته کوونکو او رغوونکو په توګه معرفي کوي.
همدارنګه فراماسوناران ځانونه روښان ضمیره او روښان فکره کسان ګڼي، داسې انګېري چې ګواکې د هدایت او رڼا مشالونه د دوی په لاس کې دي او ملتونه د ځان ژغورنې او پرمختګ لپاره له دې پرته بله لاره نه لري او باید د دوی تر ولکې لاندې راشي.
په همدې ډول یاد غورځنګ ځان دیندار او د معنوي چارو پابند ښيي، دا چارې له خپلو بنسټیزو اصولو څخه ګڼي او د غړو د ټاکلو او ګمارلو لپاره هم همدا شرط لازمي بولي؛ حال دا چې په راتلونکو بحثونو کې به روښانه شي چې دا غورځنګ په حقیقت کې د دیني او معنوي ښوونو پر خلاف دی او هڅه یې د اسلام پر سپېڅلي دین او مسیحیت ګوزارونه دي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
مکاریوس، شاهین، الآداب الماسونیة، مخ: ۳، ۱۸۹۵م، مکتبة المقتطف، مصر.
[۲]. عنان، محمد عبدالله، تاریخ الجمعیات السریة و الحرکات الهدامة، مخ: ۱۰۰، ادارۀ الهلال، مصر.
[۳]. مکاریوس، شاهین، الأسرار الخفیة فی الجمعیة الماسونیة، مخ: ۱۱، بېتا، بېځایه.
[۴]. ابوالوفا، عبدالله علي، الماسونیة بین أنصارها و خصومها، د «مجلة حولیة کلیة أصول الدین بالقاهرة» کې، مخ: ۲۵۷، ۴۱مه ګڼه، ۱۴۴۶هـ ق.
[۵]. زیدان، جرجی، تاریخ الماسونیة العام، مخ: ۴۷، مؤسسة الهنداوي، قاهره، مصر.
[۶]. یو آلمانی فیلسوف و چې په پیل کې د جرمني د باویریا ایالت د انګلشتات پوهنتون د کلیسا د قانون استاد و، خو وروسته له هغه ځایه ووت او له عامو ماسوني مرکزونو سره یوځای شو.
[۷]. الماسونیة بین أنصارها و خصومها، مخ: ۲۵۹.
[۸]. الآداب الماسونیة، مخ: ۸۸.
[۹]. تاریخ الجمعیات السریة، مخ: ۱۵۲.
[۱۰]. الماسونیة بین أنصارها و خصومها، مخ: ۲۶۰.


