Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»ساینټولوژي»ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰)
ساینټولوژي یکشنبه _1 _مارچ _2026AH 1-3-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰)
(۵) د روح (تېتن) پر ازلي ‌والي باور (دوام)
(د) د اسلام له نظره د روح د ازلي‌والي د باور رد
ساینټولوژي باور لري چې روح ازلي دی، دوی روح مخلوق‌ هم نه ګڼي او په ډېر لوړ مقام ورته قايل دي. د فیلسوفانو یوه ډله که څه هم روح د الله تعالی د ذات برخه نه ګڼي، پر دې باور دي چې روح مخلوق نه دی، بلکې قدیم او ازلي دی؛ د روح په اړه د دوی نظر هماغه نظر دی چې د ملکي عقلونو او نفوسو په اړه یې لري او د اسماني دینونو ځینې پیروانو چې له دې فلسفې څخه اغېزمن شوي دي، دا ګومان کړی چې له دغو روحونو څخه موخه هماغه فرښتې دي.
په مقابل کې یې د دې امت یوه بله ډله (زنادقه او ګمراهان) په دې باور دي چې روح د الله تعالی د ذات برخه ده. ابن تیمیه رحمه ‌الله د دې باطلې ډلې په رد کې وایي: د دې ډلې خبره د لومړۍ ډلې تر وینا هم بده ده؛ ځکه هغوی انسان په دوو برخو وېشلی دی چې یوه يې «لاهوتي» برخه چې روح او بله «ناسوتي» برخه چې بدن دی؛ يعني د انسان نیمایي «رب» او نیمایي «عبد» (بنده) دی! [۱]
خو دا یو څرګند حقیقت دی او د سالم‌ عقل او سم‌ فکر څښتن انسان یې مخالفت نه کوي چې روح مخلوق او حادث دی، نه ازلي او قدیم. ځینې فیلسوفان او د ساینټولوژۍ پیروان هم  د روح پر ازلي‌ والي باور لري. په راتلونکې کې به د دوی دا باطل باور د قوي اجماعي، نقلي او عقلي دلایلو په رڼا کې په تفصیل سره وڅېړو او نقد کړو.
(۱) اجماعي دلایل
ټول علما او د امت سلف په دې مساله اتفاق لري چې روح مخلوق دی. په دې اړه شیخ‌ الاسلام ابن تیمیه رحمه ‌الله د علماوو او اهل سنت د مشرانو اجماعي او اتفاقي نظر یاد کړی او ویلې یې دي: «د انسان روح له شک پرته چې مخلوق دی او دا د امت د ټولو سلفو، د هغوی د مشرانو او د اهل سنت د عموم نظر دی. د اسلام ګڼ شمېر لويو علماوو هم د روح د مخلوق ‌والي اجماع ذکر کړې ده، د هغوی له جملې يې یو «محمد بن نصر مروزي» دی، هغه مشهور امام چې د خپل وخت د اجماع او اختلاف په نقل کې تر ټولو پوه و او بل یې «ابومحمد بن قتیبه» دی، نوموړی په «اللقط» کتاب کې د روح د پیدایښت په اړه لیکي: نَسَمه د روح په معنا ده او بیا وایي: خلک په دې اتفاق لري چې الله تعالی د بدن خالق او د روح پیدا کوونکی دی.» [۲]
ابو اسحاق بن شاقلا هم د روح د مخلوق‌ والي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «هر څوک چې په دې مساله بریالی شوی وي، هېڅ شک نه لري… او روح د مخلوقاتو له جملې څخه دی.» د علماوو او مشایخو ګڼ شمېر ډلو هم همدا نظر څرګند کړی او د هغو کسانو پر وړاندې یې چې روح غیر مخلوق ګڼي، رديه لیکلې ده.
حافظ «ابوعبدالله بن منده» د «روح او نفس» په اړه یو لوی کتاب لیکلی او د دې موضوع په اړه یې ګڼ احادیث او اثار را ټول کړي دي. له ده مخکې امام محمد بن نصر مروزي او د علم یو شمېر نورو کسانو، لکه ابو یعقوب خراز، ابو یعقوب نهرجوري او قاضي ابویعلي هم دې مسالې ته پام کړی دی. نور روحونه خو په خپل ځای پرېږده، د امت لوی مشرانو په ټینګار سره د هغو کسانو مخالفت کړی چې د عیسی علیه ‌السلام په اړه یې ادعاوې کړې دي، لکه څنګه چې امام احمد په «الرد على الزنادقة والجهمية» کتاب کې دې موضوع ته اشاره کړې ده. [۳]
(۲) نقلي دلایل
د روح د مخلوق‌ والي په اړه ګڼ قرآني او حدیثي دلایل شتون لري. الله تعالی فرمایي: «اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ» [۴] ژباړه: «الله د هر څه خالق او پیدا کوونکی دی.»
شارح طحاویه د دې ایت په تشریح کې وایي: «یاد ایت عمومي دی او هېڅ استثنا نه لري.» [۵] نو څرګنده شوه چې د هر څه خالق یوازې الله تعالی دی او له الله تعالی پرته ټول شیان او پېښې، د روح په ګډون مخلوق دي او د خلقت له دایرې څخه بهر نه دي.
«هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا.» [۶] ژباړه: «په تحقیق سره پر انسان د زمانې يو داسې وخت راغلى چې هغه هېڅ د يادېدو شى نه و.» یعنې انسان د مور په رحم کې د نطفې او جنین په حالت کې داسې وخت تېر کړی چې د یادونې او پام وړ نه و؛ ځکه په هغه وخت کې روح شتون نه درلود. کله چې روح پکې پو کړل شي، نو حیثیت او مقام پیدا کوي. دا ایت څرګندوي چې روح په جسم کې د مخلوق په توګه پو کېږي، په همدې اساس روح مخلوق دی.
الله تعالی حضرت زکریا علیه ‌السلام ته په خطاب کې وایي: «وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِن قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئًا.» [۷] د «انسان» کلمه روح او بدن دواړو ته شامله ده او حضرت زکریا علیه‌ السلام ته د الله تعالی خطاب د دواړو په اړه و.
ابن تیمیه رحمه ‌الله وایي: «انسان د روح او بدن مجموعه ده او له روح سره د انسان تړاو د بدن په پرتله زیات دی. بدن یوازې د روح د حرکت وسیله او مرکب دی، لکه څنګه چې ابو درداء ویلي: زما بدن زما مرکب دی، که ښه چلند ورسره وکړم، هدف ته به ورسېږم، که نه نو و به نه رسېږم.»
ابن منده له ابن عباس څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: «د قیامت په ورځ به د روح او بدن تر منځ شخړه وي. روح به وایي: ګناهونه تا کړې دي او بدن به وایي تا ماته امر وکړ. الله تعالی به یوه فرښته را ولېږي چې د دواړو تر منځ فیصله وکړي او مثال یې داسې دی، لکه یو معیوب او بل ړوند چې باغ ته داخلېږي، معیوب مېوې ویني خو نه شي ور رسېدلی، ړوند ور رسېدلی شي خو لیدلی یې نه شي. معیوب وایي: ما پورته کړه چې مېوې را وشکوو، ړوند یې پورته کوي او د میوو د را ټولولو لارښوونه ورته کوي. فرښته پوښتنه کوي: سزا دې چاته ورکړل شي؟ دواړه وایي: دواړو ته. فرښته وایي: تاسو هم داسې یاست، سزا به دواړو باندې وي.» [۸]
همدارنګه پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم ډېر ځله ویلي دي چې روح قبضه کېږي، په کفن او عطرو کې چې فرښتې به ورسره وي ساتل کېږي او اسمان ته به پورته کېږي، په نعمت یا عذاب کې ځای پر ځای کېږي، په خوب کې ساتل کېږي او بیاځلې استول کېږي. دا هر څه د مخلوق موجود ځانګړتیاوې ښيي.
که روح مخلوق نه وای، نو څنګه به یې د الله تعالی ربوبیت منلی وای؟ الله تعالی په عالم ذر کې له انسانانو څخه عهد واخیست: «ألستُ بربكم؟» او ټولو وویل: «هو» په قرآن کریم کې راغلي دي: «وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ… أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُواْ بَلَى» [۹] د دې لپاره چې الله تعالی د دوی پروردګار دی، نو روحونه هم مخلوق او د هغه په بندګۍ کې دي. [۱۰]
(۳) عقلي دلایل
که چېرې روح مخلوق نه وای، نو عیسویانو به د عیسی علیه ‌السلام په عبادت کولو یا هغه ته د الوهیت نسبت په ورکولو (د خدای زوی بلل یا خدای ګڼلو) کې هېڅ ملامتي نه درلوده. همدارنګه روح به په اور کې نه اچول کېده، عذاب به یې نه لیده، له الله تعالی څخه به نه پټ (محجوب) کېده، له بدن څخه به نه جلا کېده، د ملک‌ الموت تر واک لاندې به نه راته، د وصف او د انځور وړ به نه و او حساب، عذاب، عبادت، وېره او هیله به پرې نه عملي کېدل.
حال دا چې موږ پوهېږو د مومنانو روحونه روښانه او نوراني وي او د کافرانو روحونه د سکارو په څېر تور او تیاره. دا ټول حقیقتونه په څرګند ډول د دې خبرې دلیل دی چې روح د الله تعالی له لوري پیدا شوی او مخلوق دی. [۱۱]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[۱]. ابن تیمیه، مجموع الفتاوی، ټوک ۴، مخونه ۲۲۱–۲۲۲.

[۲]. هماغه سرچینه، مخونه ۲۱۶–۲۱۷.

[۳]. هماغه سرچینه، مخونه ۲۱۶–۲۱۷.

[۴]. رعد: ۱۶.

[۵]. شرح العقیدة الطحاویة، ص ۴۴۲.

[۶]. انسان: 1.

[۷]. مریم: 9.

[۸]. ابن تیمیه، مجموع الفتاوی، ج ۴، ص ۲۲۱–۲۲۲.

[۹]. اعراف: ۱۷۲.

[۱۰]. الموسوعة العقدیة، ج۴، ص ۱۷۱.

[۱۱]. عمر بن سلیمان، القیامة الصغری، مخ ۹۳.

د ساینټولوژي د عقیدې او افکار او نقد ساین ساینټولوژي
Previous Article­قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۱)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۹)

شنبه _28 _فبروري _2026AH 28-2-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۸)

پنجشنبه _26 _فبروري _2026AH 26-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰)

یکشنبه _1 _مارچ _2026AH 1-3-2026AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰) (۵) د روح (تېتن) پر ازلي…

نور یی ولوله
اسلام

­قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۱)

شنبه _28 _فبروري _2026AH 28-2-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي ­قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۱) د سمندري جریانونو حیرانوونکی سیسټم…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۹)

شنبه _28 _فبروري _2026AH 28-2-2026AD6 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۹) په تېرو برخو کې د فراماسونرۍ د درېیو مهمو…

نور یی ولوله
متفرقه

د دانبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۳)

جمعه _27 _فبروري _2026AH 27-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د دانبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۳) حضرت…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰)

یکشنبه _1 _مارچ _2026AH 1-3-2026AD

­قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۱)

شنبه _28 _فبروري _2026AH 28-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.