Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»ساینټولوژي»ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹)
ساینټولوژي چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹)
د روح (تېتن) پر ازلي والي باور (دوام)
(ب) د روح د پیدایښت وخت
په دې اړه چې روح له بدن څخه مخکې پیدا شوی او که وروسته، د علماوو ترمنځ بېلا بېل نظرونه موجود دي. علامه ابن تیمیه رحمه‌ الله تعالی په دې اړه دوه مشهور نظرونه را نقل کوي:
(۱) د علماوو یوه ډله، لکه محمد بن نصر مروزي، ابو محمد بن حزم او ځینې نور پر دې باور دي چې روح له بدن څخه مخکې پیدا شوی دی. دوی د خپل نظر لپاره پر لاندې قرآني او حدیثي دلایلو استدلال کوي:
الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ.﴾ [۱] ژباړه: «او بېشكه تاسو مو پيدا كړئ، بيا مو صورت درجوړ كړ، بيا مو ملايكو ته وويل چې ادم ته سجده وكړئ.»
دوی وایي: د «ثُمَّ» کلمه د ترتیب او د وخت د فاصلې د بیان لپاره راځي او دا پر دې دلالت کوي چې زموږ پیدایښت د الله تعالی له هغې وینا څخه مخکې شوی و، چې پرښتو ته یې د ادم علیه ‌السلام د سجدې امر وکړ. څرنګه چې زموږ بدنونه وروسته پیدا شوي دي، نو پایله دا اخلي چې دا مخکینی پیدایښت د ارواحو پیدایښت و.[۲]
همدارنګه الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَىٰ.﴾ [۳] ژباړه: «او كله چې ستا رب د بنيادمانو له شاګانو د هغوى ځوځات (اولاده) را ووېستله او هغوى يې پر خپلو ځانو شاهدان ګرځولي وو (او پوښتلي يې وو) ايا ستاسو رب نه يم؟ هغوى وويل: هو! رب مو يې.»
دوی وایي دا شاهد ګرځول او دا پوښتنه: «ایا زه ستاسو رب نه یم؟» یوازې له ارواحو سره شوې ده؛ ځکه په هغه وخت کې بدنونه نه وو موجود.[۴]
مسلم بن یسار الجهني روایت کوي چې له عمر بن خطاب رضي‌ الله عنه څخه د دې ایت په اړه پوښتنه وشوه:
﴿وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَىٰ شَهِدْنَا أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَٰذَا غَافِلِينَ.﴾ عمر رضي‌الله عنه وویل: ما له رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم څخه واورېدل چې کله د دې ایت په اړه ترې پوښتنه وشوه، نو ویې فرمایل: «الله تعالی ادم علیه‌ السلام پیدا کړ، بیا یې د هغه پر شا د خپل قدرت لاس را تېر کړ او د هغه نسل یې ترې را وویست. بیا یې وفرمایل: دا مې د جنت لپاره پیدا کړي دي او د اهل جنت اعمالو ته به یې رهبري کوم. یو ځل بیا يې د ادم پر شا مسح وکړه او بل نسل یې ترې راوویست او ویې فرمایل: دا مې د اور (دوزخ) لپاره پیدا کړي دي او د دوزخیانو په کارونو به یې بوخت ساتم.»
یوه سړي وپوښتل: «ای د الله رسوله! نو زموږ عملونه څه رول لري؟» رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم وفرمایل: «کله چې الله تعالی یو بنده د جنت لپاره پیدا کړي، نو د اهل جنت د اعمالو په لاره یې روانوي، تر دې چې په پای کې له هماغه اعمالو سره مري، نو الله تعالی یې د هماغه اعمالو په سبب جنت ته داخلوي او که یو بنده د اور لپاره پیدا کړي، نو د اهل اور په کارونو یې بوختوي، تر دې چې په پای کې د اهل دوزخ له عمل سره مري، نو الله تعالی یې د هماغه عمل له مخې په اور کې اچوي.»[۵]
هشام بن حکیم بن حزام روایت کوي چې رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم ته یو سړی راغی او ویې ویل: «ای د الله رسوله! موږ چې کوم کارونه ترسره کوو ایا د خپلې ارادې له مخې یې ترسره کوو او که نه هر څه له پخوا مقدر شوي دي؟» رسول الله صلی‌ الله‌ علیه ‌وسلم وفرمایل: «الله تعالی د ادم علیه ‌السلام نسل د هغه له شا څخه را واخیست او پر خپلو ځانونو یې شاهدان کړل. بیا یې په دوو ډلو ووېشل او و یې فرمایل: دا اهل جنت دي او هاغه اهل دوزخ، نو هغه کسان چې د جنت لپاره دي، د اهل جنت د کارونو په برخه کې اساني ورته برابره شوې ده او هغه کسان چې د اور لپاره دي، د اهل اور د کارونو په برخه کې اساني ورته شوې ده.»[۶]
هغه علما چې د پیدایښت په برخه کې روح ته په تقدم قایل دي، په دغو دوو احاديثو استدلال کوي او وایي: کله چې الله تعالی د انسانانو ټول نسل د ادم علیه‌ السلام له شا څخه را وویست او له هغوی څخه یې دا اقرار واخیست چې هغه ذات کبیر د دوی رب دی، نو له دې څخه څرګندېږي چې د ټولو انسانانو ارواح د هغوی له بدنونو څخه مخکې پیدا شوې دي.
(۲) ځینې نور علما او پوهان په دې نظر دي چې بدن له روح څخه مخکې پیدا شوی دی. دوی د خپل نظر لپاره پر لاندې دلایلو استدلال کوي:
الله تعالی فرمایي: ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى.﴾ [۷] ژباړه: «ای خلکو! موږ تاسي (ټول) له يو نارينه او ښځې پيدا كړي ياست.»
دا خطاب انسان ته دی، هغه موجود ته چې له روح او بدن څخه جوړ شوی دی، نو دا ایت پر دې دلالت کوي چې د انسان بشپړ وجود د پلار او مور له پیدایښت وروسته منځ ته راځي.[۸]
الله تعالی فرمایي: ﴿فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِنْ رُوحِي.﴾ [۹] ژباړه: «نو كله چې ما هغه برابر كړ او له خپل روح څخه مې پکې ور پو کړ.»
پورته ایت څرګندوي چې لومړی د بدن «تسویه» او جوړښت بشپړ شو، وروسته روح پکې پو شو. دا تر ټولو څرګند او روښانه دلیل دی چې چې بدن له روح څخه مخکې پیدا شوی دی.
همدارنګه رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د جنین د تکامل په اړه فرمایلي دي: «إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ خَلْقُهُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يُرْسَلُ إِلَيْهِ الْمَلَكُ فَيَنْفُخُ فِيهِ الرُّوحَ، وَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ: بِكَتْبِ رِزْقِهِ، وَأَجَلِهِ، وَعَمَلِهِ، وَشَقِيٌّ أَوْ سَعِيد.»[۱۰] ژباړه: «په تاسو کې د هر یو پیدایښت د خپلې مور په رحم کې څلوېښت ورځې د نطفې په بڼه راټولېږي، بیا همدومره موده علقه (د وینې ټوټه) وي او بیا همدومره موده مضغه (د غوښې ټوټه) شي. وروسته فرښته ورلېږل کېږي او روح پکې پو کوي او په څلورو شیانو د لیکلو امر ورته کېږي: د هغه روزي، د عمر موده، عملونه او دا چې بدمرغه به وي که نېکمرغه.»
پورته حدیث شريف پر دې دلالت کوي چې د ماشوم جسم لومړی د مور په رحم کې د خپل تکامل پړاوونه وهي او وروسته روح پکې پو کېږي او دا له روح څخه د بدن د مخکې پیدا کېدو په اړه ښکاره دلیل دی.
(ج) په بدن کې د روح ځای
روح په بدن کې ځانګړی مرکز نه لري، بلکې د انسان د بدن په ټولو برخو کې خپور او جاري وي. ابن تیمیه رحمه‌ الله وایي: «روح د بدن په کومې ځانګړې برخې  پورې محدود نه دی، بلکې په ټول بدن کې نفوذ کوي، هاغسې لکه څنګه چې ژوند یو غیر مادي حالت دی، د بدن په ټولو غړو کې جاري وي. ژوند له روح سره تړلی دی، نو هر کله چې روح په بدن کې وي، ژوند هم ورسره وي او کله چې روح له بدن څخه جلا شي، نو ژوند هم ترې جلا کېږي.»[۱۱]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې
[۱] الأعراف: ۱۱.
[۲] ابن قیم، الروح، ص ۴۵۳.
[۳] الأعراف: ۱۷۲.
[۴] ابن قیم، الروح، ص ۴۵۴.
[۵] ترمذي، حدیث شماره ۳۰۷۶.
[۶] البیهقي، الأسماء والصفات، حدیث ۶۹۶.
[۷] د حجرات سورت، آیت ۱۳.
[۸] ابن قیم، الروح، ص ۴۶۶.
[۹] الحجر سورت، آیت ۲۹.
[۱۰] صحیح مسلم، حدیث ۲۶۴۳.
[۱۱] الموسوعة العقدیة، ج ۴، ص ۱۶۹؛ د مجموع الفتاوی، ج ۹، ص ۳۰۲–۳۰۳ څخه نقل.
د ساینټولوژي د عقیدې او افکار او نقد ساینټولوژي
Previous Articleشیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹) د روح (تېتن) پر ازلي والي…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴) د شیطان‌پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD7 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۷) د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې معناوې وړاندې تر…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD6 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰) د سمندرونو د مالګینوالي راز او…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.