Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲)
متفرقه چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲)
د ابراهیم عليه السلام مهرباني او توحيد ته د خپل پلار رابلل
د ابراهيم عليه السلام او د هغه د پلار تر منځ په خبرو کې ډېر داسې نازک او معنا لرونکي مسايل تر سترګو کیږي چې موږ ته د ابراهيم عليه السلام د شخصيت او بلنې په اړه ډېر لوړ درک او پوهه راکوي.
(۱) د ابراهیم علیه السلام نرمي او زغم: د دې بحث يوه ډېره لوړه او حيرانوونکې ځانګړنه د ابراهيم عليه السلام لوړه حوصله او زغم دی. د نوموړي کلمې ان په هغه وخت کې هم له مهربانۍ او زړه سوي څخه ډکې دي چې د پلار له ضد او کفر سره مخ کېږي. نوموړی هېحکله له تندو او سپکو کلمو څخه کار نه اخلي، بلکې په ډېر احترام خپل پلار د حق لارې ته رابولي. دا ډول چلند نه یوازې د ابراهیم علیه ‌السلام د روحي عظمت څرګندونه کوي، بلکې دین ته د بلنې او د نورو د هدایت لپاره یوه بشپړه بېلګه هم ګڼل کېږي. قرآن کریم دغه نرمي په خورا دقیقو او اغېزمنو عبارتونو انځور کړې ده، چې د ابراهیم علیه ‌السلام د فصاحت او بلاغت لوړ مقام څرګندوي.
(۲) له نبي کېدو څخه وړاندې رښتينولي: د الله تعالی له لوري د صدیق او نبي په توګه د حضرت ابراهیم علیه‌ السلام ستاینه د فکر وړ ده. د نبي (پیغمبر) د کلمې لپاره د صدیق (رښتیا‌ ویونکي او تصدیق کوونکي) د کلمې کارول یو اړین ټکی څرګندوي: حضرت ابراهیم علیه ‌السلام مخکې تر دې چې د نبوت مقام ته ورسېږي او الهي وحې پرې نازله شي په خپل قوم کې يې بشپړ صداقت او رښتینی شخصیت درلود. هغه د نېکو اخلاقو، امانتدارۍ او ژمنتیا له امله د خلکو د باور او احترام وړ ګرځېدلی و. د نوموړي همدا فطري صداقت د هغه د بلنې د منلو بنسټ وګرڅېد؛ یعنې خلکو لومړی د ده رښتينی او د باور وړ شخصیت پېژانده او بیا د رسالت د منلو لپاره چمتو کېدل. د نوموړي دا ځانګړنه موږ ته راښايي چې صداقت او د زړه پاکي له مقام او منصب څخه مخکې ارزښت لري او د نورو لارښوونو د اغېزې لپاره لار هواروي.
د ابراهيم عليه السلام دا ځانګړنې موږ ته ډېر ارزښتناک درسونه راکوي او موږ ته راښيي چې څنګه د ډېرو او سختو مخالفتونو په شتون کې هم په پوره صداقت او نرمۍ سره د حق خپرول جاري وساتو.
د ابراهيم عليه السلام دعوت ته د هغه د پلار غبرګون
سره له دې چې حضرت ابراهیم علیه‌ السلام په ډېرې مهربانۍ او ادب خپل پلار ته د توحید بلنه ورکړه او هغه یې د «پلار جان» په کلمه مخاطب کړ، چې د پلار احساسات را وپاروي؛ خو له دې ټولې مهربانۍ او احترام سره سره بيا هم موږ وينو چې د نوموړي پلار هغه ته په ډېر ظلمانه، بې رحمۍ او له ګواښ څخه په ډک انداز ځواب ورکړ.
د ابراهيم عليه السلام له خبرو اورېدو وروسته د هغه پلار (ازر) وویل: “قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ آلِهَتِی یا إِبْراهِیمُ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِی مَلِیاً.”[1] ژباړه: «وويل (پلار د ابراهيم) ايا ته زما د معبودانو (له عبادت) څخه مخ ګرځوونکی يې، ای ابراهيمه! که (له دې) منع نه شوې، نو خامخا به دې په تيږو وولم او د ډېر وخت لپاره له ما لرې شه.[2]»
هغه په کلکه اعلان وکړ چې که ابراهیم له خپلې لارې را ونه ګرځي، نو په راتلونکي کې به د هغه برخلیک مرګ وي (خامخا به دې په ډبرو وولم). پلار يې د خپلې ارادې او وينا د ډېر ټينګار په موخه هغه د (او د ډېر وخت لپاره له ما لرې شه) وويل او د دې موخه دا وه چې اړيکې ورسره پرې کوي؛ نه يې په کور کې پرېږدي، نه ورسره خبرې کوي او نه په مينه، مهربانۍ او نيکۍ چلند ورسره کوي.
هغه د ابراهیم علیه ‌السلام لپاره دوه سزاګانې اعلان کړې: لومړۍ سزا دا وه چې له کور څخه بې وشړي او که دې کار اغېز نه وی کړی، نو دویمه سزا دا وه چې په ډبرو یې وولي.
د ابراهيم عليه السلام د پلار له لوري دا ډول خبرې او عمل صادرېدل د حيرانتيا خبره نه ده؛ ځکه چې کفر او شرک د هغه زړه د صحرا د ډبرې په څېر کلک کړی و. الله تعالی فرمایي: “وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا یتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا یشَّقَّقُ فَیَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا یهْبِطُ مِنْ خَشْیةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ”[3] ژباړه: «او بېشکه چې له ځينو تيږو (ډبرو) هغه دي چې بهيږي له هغو څخه ويالې او په تحقيق سره ځينې له دې تيږو (ډبرو) څخه هغه دي چې چوي، نو راوځي له هغو څخه اوبه او بېشکه ځينې له دې تيږو (ډبرو) څخه هغه دي چې د الله له وېرې را رغړي او الله له هغه څه چې تاسو يې کوئ، ناخبر نه دی.»
پورته ایت په دې ټینګار کوي چې ان ډبرې هم د خدای جل جلاله د عظمت پر وړاندې سر ټیټوي، خو د کافرانو زړونه تر ډبرې هم کلک دي.
د خپل پلار پر وړاندې د ابراهیم علیه‌السلام غبرګون (د درناوي او زغم لوړتیا)
حضرت ابراهیم علیه ‌السلام د خپل پلار (ازر) د زور او بې‌رحمۍ پر وړاندې الهي او روزنیزه تګلاره خپله کړه. د نوموړي دا چلند ديوه صالح مؤمن چلند و، چې له خپل پلار سره يې وکړ؛ په ډېرې ارامۍ او حوصلې سره يې ځواب ورکړ.
«سَلام عَلَیکَ» دا لنډ خو ژور کلام له ځان سره څو پیغامونه لري:
(۱) په درناوي سره بحث پای ته رسول: ابراهیم علیه‌السلام د «سلام پر تا» په ویلو سره په ضمني ډول وښودله چې له خپل پلار سره بې‌ګټې بحث ته دوام نه ورکوي؛ ځکه هغه د حق د اورېدو لپاره هېڅ لېوالتیا نه درلوده؛ ابراهيم عليه السلام په درناوي او احترام سره  بحث پای ته ورساوه، نه په غوسې او بې احترامۍ سره.
(۲) د نېکۍ د لوړوالي ښودنه: سره له دې چې پلار یې د ډبرو په ويشتلو او شړلو ګواښلی و؛ خو ابراهیم علیه‌ السلام بیا هم پر خپلو اخلاقي اصولو ټینګ پاتې شو. دا عمل د زوی له خوا د مور او پلار پر وړاندې د نېکۍ او ادب تر ټولو لوړه درجه ښيي، ان که مور او پلار په ګمراهۍ کې هم وي. دا ډول چلند د قرآن کریم د دې ایت عملي څرګندونه ده، چې وايي:”وَإِن جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ بِی مَا لَیسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِی الدُّنْیا مَعْرُوفاً”[4] ‏ژباړه: «او که چېرې هغوی دواړه پر تا زور واچوي چې ما سره هغه څه شريک کړې چې تا سره د هغه څه علم نشته، نو بيا د هغوی مه منه او ملګرتيا د دوی کوه، د دنيا په کار کې؛ ملګرتیا نېکه.»
ابراهیم علیه‌السلام د شرک اطاعت رد کړ، خو د ښې او مهربانه ملګرتيا ساتلو ته یې دوام ورکړ.
(۳) د روغتیا او لارښوونې لپاره دعا او هیله: «سلام پر تا» دپلار لپاره د سلامتۍ او بخښنې معنا هم لري؛ ابراهيم عليه السلام په خپل شتون کې لا هم د پلار د هدايت هيله درلوده او د هغه لپاره يې د ارامۍ او سلامتۍ غوښتنه کوله.
د ابراهیم علیه‌السلام دا ډول غبرګون د یوه پیغمبر د صبر، حکمت او بصیرت ښکاره بېلګه ده، چې ان په ډېرو سختو شرایطو کې هم له خپلو اخلاقي او الهي اصولو څخه لاس نه اخلي او له مخالفينو سره هم له درناوي ډک چلند کوي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] . مریم: 46.
[2] . محمد بن احمد الأنصاری، القرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ج11، ص111.
[3] . البقره: 74.
[4] . لقمان: 15.
انبیا د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې
Previous Articleساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲) د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹) د روح (تېتن) پر ازلي والي…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌پرستي (برخه: ۳۴) د شیطان‌پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD7 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۷) د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې معناوې وړاندې تر…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.