لیکوال: عبدالحی لیان
شیطانپرستي (۳۵ او وروستۍ برخه)
وروستۍ خبرې
له هغو مطالبو چې وړاندې شول په ډاګه کېږي چې د الهي پېغمبرانو علیهمالصلاةوالسلام د نېغې لارې او د الله تعالی د لښکرو تر څنګ تل کږې او شیطاني لارې هم موجودې وې. د دې رسالې پاڼې یوازې د هغو علمي او عملي انحرافاتو یوه کوچنۍ برخه انځوروي چې د «شیطانپرستۍ» تر نوم لاندې منحرفې او الحادي ډلې پورې تړاو لري. دا فرقه چې د دین او انسانیت د دښمنانو لهخوا رامنځته شوې، تر دې کچې خطرناکه ده چې په بشري ټولنو کې به یې د ویجاړوونکو اغېزو را څرګندېدل کلونه وخت ونیسي.
له همدې امله په اوسني پېر کې چې د معلوماتو د انفجار زمانه ده او د هر بل وخت په پرتله شیطاني جبهه د ځواک، فریب او امکاناتو څښتنه شوې ده او د فلمونو، موسیقۍ، وېبسایټونو، شبکو او لسګونو نورو وسایلو له لارې ځوانان فساد او تباهۍ ته رابولي؛ پر موږ لازمه ده چې د عقل او بصیرت په کارولو، د الله تعالی کتاب او د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سنتو ته په رجوع، د دین له روحبښونکو لارښوونو څخه په ګټې اخیستنې او د لا زیاتې پاملرنې او مطالعې له لارې له دغو افکارو سره مبارزه وکړو او د هغوی په ظاهري بڼو او ویجاړوونکو جلوو ونه غولېږو.
پایله
د دې څېړنې تر ټولو مهمې پایلې په لاندې ټکو کې را لنډېدای شي:
الف. شیطانپرستي د بشري تمدنونو د تاریخ په اوږدو کې اوږده مخینه لري او د تاریخ تر ټولو ناوړه انحرافات یې په خپل نوم ثبت کړي دي؛
ب. دا جریان ثابت عقیدوي نظام او منهج نه لري او یوازینی محوري ټکی یې د شیطان تقدیس او له ادیانو څخه بیزاري ده؛
ج. د شیطانپرستۍ باورونه او اعتقادات له ګڼو تناقضاتو ډک دي، تر دې چې ځینې یې یو بل ردوي؛
د. یهودانو د شیطانپرستۍ په بنسټ اېښودنه او تنظیم کې، په ځانګړي ډول د شیطانپرستۍ د معاصرې بڼې په رامنځته کولو کې اساسي رول لوبولی دی؛
هـ. په غیر اسلامي هېوادونو کې د شیطانپرستۍ خپرېدل او پراختیا پر افرادو، کورنیو او د ټولنې پر ټولنیزو ارزښتونو ویجاړوونکې اغېزې پرېیښي دي؛
و. د شیطانپرستۍ فرقه د اسلامي ټولنو په منځ کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره له موسیقۍ، د جنسي مسایلو له ترویج او د لاسرسي وړ نورو وسایلو، نشهيي توکو، الکولي مشروباتو او د معاصرې ټکنالوژۍ له وسایلو کار اخلي؛
ز. دې منحرفې او الحادي ډلې ته د مسلمانو ځوانانو د جذب جریان دومره چټک دی چې په اسلامي هېوادونو کې یې باید پر وړاندې د خطر زنګ ووهل شي.
وړاندیزونه
دا څېړنه چې د الحادي فرقې «شیطانپرستۍ» پر وړاندې پر هر اړخیزې مقابلې ټینګار کوي، د دې شومې پدیدې د مخنیوي او تعقیب په موخه لاندې لاندې لارې چارې وړاندیز کوي:
الف. د متخصصو اسلامي علماوو د ګومارنې اړتیا، تر څو ټولنه د دې الحادي جریان پر وړاندې راویښه کړي او وېې پوهوي؛
ب. د جوماتونو، مکتبونو، مدرسو او پوهنتونونو د روزنیز رول پېژندنه او د اسلامي مرکزونو فعالول؛
ج. د شرعي طریقې له مخې د شریعت تبلیغ او تطبیق او د شریعت د تطبیق تر نامه لاندې له تعصب، قومپرستۍ او ډلهپالنې څخه ډډه کول؛
د. د اسلامي کلتور او اخلاقو د ترویج په موخه د رسنیو رول ته پاملرنه او د دیني، اقتصادي، ټولنیزو او سالمو تفریحي پروګرامونو تنظیم؛
هـ. ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه او د کار او رغوونکو فعالیتونو د زمینو برابرول؛
و. په ټولنه کې د دین د عملي کولو اسانتیا رامنځته کول، په ځانګړي ډول د ځوانانو د واده په برخه کې د اسانتیاوې رامنځته کول.
د سرچینو لېست
کتابونه
قرآن کریم.
-
ابن سیده، ابوالحسن علي بن اسماعیل، المحکم والمحیط الاعظم، بیروت: دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۱ق.
-
ابن قیم الجوزیه، إعلام الموقعین عن ربّ العالمین، قاهره: دارالحدیث، درېیم چاپ، ۱۴۱۷ق.
-
الازهري، تهذیب اللغة، بیروت: دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۱ق.
-
اسحاقي، سید حسین، فرزندان شیطان، قم: مرکز نشر هاجر، درېیم چاپ، ۱۴۰۱ش.
-
أنطوان نجیم، موسوعة المعارف الکبری، بیروت: موبیلیس، ۲۰۰۳م.
-
الباش، حسن، عبدة الشیطان وحرکات انحرافیة أُخری، دمشق: دار قتیبه، لومړی چاپ، ۱۴۱۸ق.
-
البیضاوي، ناصرالدین، انوار التنزیل واسرار التأویل، بیروت: دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۲۰۰۲م.
-
پروتکلهای یهودیان و صهیونیسم، برېښنايي خپرونه: د عقیده وېبسایټ، ۱۴۳۶ق.
-
پیټر هاینننګ، سیری در تاریخ جادوگری، ژباړن: هایده تولایي، تهران: انتشارات آتیه، لومړی چاپ، ۱۳۷۷ش.
-
تلباني، طارق عمر علي، ظاهرة عبادة الشیطان، فلسطین: الجامعة الإسلامیة غزه، ۱۴۲۹ق.
-
توفیقي، حسین، آشنایي با ادیان بزرگ، تهران: سمت، اتلسم چاپ، ۱۳۹۸ش.
-
جان میلتون، بهشت ګمشده، ژباړن: فریده مهدوي دامغاني، تهران: انتشارات تیر، دویم چاپ، ۱۳۸۳ش.
-
الجهني، مانع، الموسوعة المیسّرة في الأدیان والمذاهب والأحزاب المعاصرة، ریاض: دار الندوة العالمیة، څلورم چاپ، ۱۴۲۰ق.
-
حارب، سعید عبدالله، أضواء علی الحرکة الماسونیة، دوبۍ: مکتبة الأمة، لومړی چاپ، ۱۴۰۵ق.
-
الحطاب، عبدالمعز، عُبّاد الشیطان: الظاهرة والعلاج، قاهره: دار الذهبیة، بېنېټې.
-
الحنفي، عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلامیة، قاهره: مکتبة مدبولي، درېیم چاپ، بېنېټې.
-
خندقي امین، جواد، شناخت و بررسی شیطانپرستي، قم: انتشارات ولاء، شپاړسم چاپ، ۱۳۹۰ش.
-
دانیل کوهن، قدرتهای جادویی، ژباړن: علیرضا تهران، تهران: انتشارات پیک فرهنگ، ۱۳۸۲ش.
-
الدجني، یحیی، مخاطر عبادة الشیطان علی الدعوة الإسلامیة، ناچاپ.
-
الرقب، صالح، واقعنا المعاصر والغزو الفکري، غزّة العزّة: مکتبة الطالب الجامعي، اتم چاپ، ۱۴۲۶ق.
-
روزبهاني، احمد، کاوشي پیرامون شیطانپرستان یا یزیدیان، تهران: ابتکار دانش، لومړی چاپ، ۱۳۸۶ش.
-
الزبیدي، مرتضی، تاج العروس، بیروت: دارالفکر، ۱۴۱۴ق.
-
الزوبي، ممدوح، عبدة الشیطان، بیروت: المکتبة الثقافیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۸ق.
-
السحمراني، أسعد، من قاموس الأدیان، بیروت: دار النفائس، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.
-
السعودي، محمد فراس، من هم عبدة الشیطان، دمشق: دار المکتبي، لومړی چاپ، ۱۴۲۶ق.
-
الشاطبي، الموافقات في أصول الشریعة، بیروت: دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۹۹۱م.
-
الشنطي، عمادالدین، الیهودیة والمسیحیة في المیزان، غزّة العزّة: دار المنارة، لومړی چاپ، ۱۴۲۵ق.
-
صدیقي پاشاکي، علي، جنون شیطانپرستي، تهران: انتشارات ناظرین، لومړی چاپ، ۱۳۸۶ش.
-
الطریحي، فخرالدین، مجمع البحرین، تهران: مرتضوي، ۱۳۷۵ق.
-
عبدالرسول، بیات، فرهنگ واژهها، قم: مؤسسه اندیشه و فرهنگ ديني، ۱۳۸۱ش.
-
العکاشة، احمد، الطب النفسي المعاصر، قاهره: مکتبة الأنجلو المصریة، ۱۹۸۸م.
-
علوان، عبدالله ناصح، تربیة الأولاد في الإسلام، بیروت: دار الفکر المعاصر، دېرشتم چاپ، ۱۴۱۷ق.
-
__________ ، حریة الاعتقاد في الشریعة الإسلامیة، قاهره: دار السلام، څلورم چاپ، ۱۴۱۴ق.
-
علي، سعید اسماعیل، أصول التربیة الإسلامیة، مصر: دار السلام، دویم چاپ، ۱۴۲۸ق.
-
فخرالدین رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت: دار إحیاء التراث العربي، درېیم چاپ، ۱۴۲۰ق.
-
الفراهیدي، خلیل بن احمد، العین، قم: نشر هجرت، ۱۴۰۹ق.
-
فلاحتی، حمید، شیطانگرایي مدرن، قم: شهابالدین، لومړی چاپ، ۱۳۸۹ش.
-
قرضاوي، یوسف، جریمة الردة وعقوبة المرتدین، بیروت: المکتب الإسلامي، درېیم چاپ، ۱۴۱۸ق.
-
قزویني، علي زند، شیطانپرستي، قم: خادم الرضا، څلورم چاپ، ۱۳۹۰ش.
-
قطب، محمد، جاهلیة القرن العشرین، بیروت: دار الشروق، ۱۳۹۸ق.
-
__________ ، مذاهب فکریة معاصرة، بیروت: دار الشروق، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ق.
-
کتاب مقدس، د پیدایښت سفر، بېنېټې.
-
کریمي، حمید، جهان تاریک: شناخت و نقد فرقۀ شیطانپرستي، تهران: بوستان کتاب، ۱۳۹۴ش.
-
لاوي، آنتوني، انجیل شیطاني، نیویارک: هارپرکالینز، ۲۰۰۵م.
-
__________ ، شیطان سخن میگوید، لاسانجلس: کتابخانۀ رحشي، ۱۹۹۸م.
-
د لیکوالانو ټولګه، الموسوعة العربیة العالمیة، ریاض: مؤسسه أعمال الموسوعة، دویم چاپ، ۱۹۹۹م.
-
د لیکوالانو ټولګه، موسوعة عالم الأدیان، بیروت: بېنېټې.
-
المصطفوي، سیدحسن، التحقیق في کلمات القرآن الکریم، تهران: د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت، ۱۴۱۷ق.
-
المطعني، عبدالعظیم، عقوبة الارتداد عن الدین، قاهره: مکتبة وهبة، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
-
مظاهري سیف، حمیدرضا، نگاهي متفاوت به شیطانگرایي، تهران: صهبای یقین، ۱۳۹۱ش.
-
نجاتي، محمد عثمان، القرآن وعلم النفس، قاهره: دار الشروق، لومړی چاپ، ۱۴۰۲ق.
-
النحلاوي، عبدالرحمن، أصول التربیة الإسلامیة وأسالیبها، دمشق: دار الفکر، درېیم چاپ، ۱۴۲۵ق.
-
النحوي، عدنان، الحقیقة الکبری في الکون والحیاة، ریاض: دار النحوي، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
-
الندوي، ابوالحسن ندوي، ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین، کویت: دار القلم، نهم چاپ، ۱۳۹۳ق.
-
نگارش، حمید، کژراهۀ شیطانپرستي، قم: پژوهشکده تحقیقات اسلامي، لومړی چاپ، ۱۳۸۹ش.
-
النویهض، عجاج، پروتکلهای بزرگان صهیون، بیروت: دار استقلال، ۱۹۹۶م.
-
د اوقاف او اسلامي چارو وزارت، الموسوعة الفقهیة الکویتیة.
-
وکیلي، محمد حسن، معمای خیر و شر، مشهد: مؤسسه خدمات مشورتي ځوانانو او ټولنیزو څېړنو، څلورم چاپ، ۱۴۰۰ش.
-
ویل دورانت، تاریخ تمدن، تهران: انتشارات علمي او فرهنګي، شپاړسم چاپ، ۱۴۰۱ش.
-
__________ ، قصة الحضارة، ژباړه: محمد بدران او نور، بیروت: دارالجبل، ۱۹۹۸م.
مجلې
-
خالد، محمد عمر، «ضلال عبدة الشیطان»، د کلیة الدعوة الإسلامیة مجله، ۱۹مه ګڼه، ۲۰۰۵م.
-
الخنجیري، ناصر، «ظاهرة عبده الشیطان»، د فلسطین الرافد مجله، ۲۰۰۳م.
-
دانش، محمد قدیر، «راههای نفوذ شیطان در جامعه»، فرهنګ کوثر، ۷۸مه ګڼه، ۱۳۸۸ش.
-
رضایي، محمد، «براهین اثبات وجود خدا»، قبسات، یوولسم کال، منی ۱۳۸۵ش.
-
سعادتي، مریم، «جامعهشناسي شیطانپرستي»، د ټولنیزو څېړنو مجله «عرصه»، مهر ۱۳۸۷ش.
-
الضومط، ریما سلیم، «عبادة الشیطان شکل من أشکال التمرد علی السلطة»، ۲۰۰۷م.
-
عبدالمحسن، یسري، «القضیة والتقالیع الشاذّة»، د منبر الإسلام مجله، مصر.
-
عسګري، انیسه، «معناشناسي نوین از واژۀ شیطان»، د قرآني څېړنو مجله، ۶۴مه ګڼه، ۱۳۸۹ش.
-
غانم، یحیی، «عباد الشیطان»، د نصف الدنیا مجله، مصر، ۳۱مه ګڼه، لومړی کال، ۱۹۹۰م.
-
محمد عمر، محمد خالد، «ضلال عبدة الشیطان»، د حولیة کلیة الدعوة الإسلامیة مجله، ۲۰۰۵م.
-
مظاهري سیف، حمیدرضا، «نگاهي تاریخي به پدیدۀ شیطانپرستي»، پګاه حوزه، ۲۵۳مه ګڼه، ۱۳۸۸ش.
-
ممتحن، مهدي؛ زینب ترابي، «تفاوت یا همساني شیطان و ابلیس»، د قرآني مطالعاتو مجله، ۱۲مه ګڼه، ۱۳۹۱ش.
-
نگارش، حمید، «فرقههای نوظهور (۱) شیطانپرستي»، د مربیانو مجله.
-
هاشمي، خدیجه؛ جهانگیر مسعودي، «مقایسۀ تطبیقي انسانگرایي در اندیشۀ اسلامي و غربي»، قبسات، اتلسم کال، ژمی ۱۳۹۲ش.
-
الواعی، توفیق، «هل عبادة الشیطان هي البدیل؟»، کویت: د المجتمع مجله، ۱۲۳۹مه ګڼه، ۱۴۱۷هـ.
وېبسایټونه
-
https://www.churchofsatan.com
-
https://www.dpjs.com.uk
-
https://www.churchofsatan.com
-
https://www.shelleytherepubican.com
-
«د شیطانپرستانو رواني حالت»، ۲۰۰۷م، https://www.sehha.com
-
«حول الحرکات الهدامة»، مخ ۲۷۲، د شیطان د کلیسا رسمي وېبسایټ، https://www.dpjs.com.uk
-
د «اللاهوت الیوم» مجلې وېبسایټ: https://theologoytoday.patsem.edu
-
«د شیطانپرستانو سمبولونه»، ۱۰/۱۰/۲۰۰۷م، https://www.exposingsatanism.org
-
العوضي، محمد، «ثلاث لیال مع عبدة الشیطان»، ۲۰۰۷م، https://www.swalif.net
-
فیکسن، «ولې شیطانپرست شوم»، د شیطان د کلیسا رسمي وېبسایټ، https://www.dpjs.com.uk
-
«تور قداس»، ۲۰۰۶م، https://www.arabgate.com
-
«د شیطان کلیسا»، د اسلامپېډیا اسلامي دایرةالمعارف، http://islampedia.ir/af


