لیکوال: ابورائف
فراماسونري (برخه: ۱۸)
د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې ماناوې
د ګونیا او پرګار نښه
د ګونیا او پرګار نښه په ماسوني تفکر کې ځانګړی او مهم ځای لري. د یادې نښې لپاره عموماً دوه ماناوې په نظر کې نېول شوې دي:
۱. ظاهري مانا چې د معمارۍ او ودانیزو چارو حرفوي وسایلو ته اشاره کوي؛ د بېلګې په ډول د سیلمان د معبد جوړول.
۲. باطني مانا چې د خالق او مخلوق تر منځ پر اړیکه دلالت کوي؛ ځکه دا د دوو متقابلو زاویو نښه ګڼل کېږي: لومړۍ زاویه له ښکته نه پورته لوري ته، چې له اسمان سره د ځمکې د اړیکو نښه ده.
دویمه زاویه له پورته څخه لاندې خواته، چې له ځمکې سره د اسمان د اړیکې نښه ده.
نو له همدې امله ګونیا د ځمکې د اندازه کولو نښه او پرګار د اسمان د اندازه کولو نښه ده.
د ګونیا او پرګار سمبول د ماسوني غړو ترمنځ د ورورولۍ طبیعت څرګندوي.
ګونیا د ریښتینولۍ، حقیقت، فضیلت، په کړنو او قانون کې د جدیت او مطلوب کمال ته رسیدو په موخه د ماسوني ورور د ژمنتیا نښه ده.[1]
پرګار د هېلو او غوښتنو دکنټرول نښه ده او موخه ترې دا ده چې له نورو، په ځانګړې توګه له خپلو وروڼو سره یې په تعامل کې احساسات له خپلو حدودو وا نه اوړي.
د ګونیا او پرګار تر منځ د انګلسي توری G لیدل کېږي، چې د ماسونیانو ترمنځ یې په تفسیر کې د نظر اختلاف موجود دی:
ځینې یې د God (د خالق اعظم یا الله) د کلمې لومړنی توری ګڼي؛ ځینې نور یې بیا د Geometry (هندسې) د کلمې لومړنی تروی ګڼي او یوه ډله ژور تحلیلونه کوي او په دې باور دي، چې دا توری شپږم عدد ته ور ګرځي، چې د Gematria په کلمه کې ریښه لري؛ یعنې هغه ۳۲ قوانین چې یهودي علماو له میلاد څخه شاوخوا ۲۰۰ کاله مخکې د خپل سپېڅلي کتاب د تفسیر لپاره وضع کړې دي.
یوه بله ډله په دې باور ده چې د G توری د زهره سیارې (د سهار ستوري) استازیتوب کوي او د شیطان یو نوم هم د زهره سیاره ده، د زهره سیاره د ماسونیانو لپاره د «بافومِت» د خدای نښه ده؛ هغه خدای چې د معبد شوالیان د فرانسې د پاچا (څلورم فلیپ) له لوري د همدې شیطان پر عبادت تورن شوې وو.
یاد نوم د عنات مولِک عنامیم په نوم د یوه یهودي نیکه لقب هم دی، د دې نیکه نښه د بزې سر دی او شیطاني تجسم یعنې «لوسیفر» له جنت څخه د شړل شوې رڼا فرښته ده، هغه فرښته چې د «اشعیا کتاب» (۱۴:۱۲)کې یې په اړه راغلي دي: «اې زهره! اې د سهار زویه! څنګه له اسمان څخه را پرېوتې!؟ څنګه ځمکې ته وشړل شوې!؟ اې د امتونو ویجاړونکیه!»[2]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. بنوا، لوک، إشارات، رموز و أساطیر، ص: 65، منشورات عویدات، بیروت، لبنان، چاپ اول، 2001م.
[2]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، ص: 212.



