Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۱۷)
فراماسونري سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD

فراماسونري (برخه: ۱۷)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۱۷)
د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې معناوې
وړاندې تر دې چې له يهوديت او صهيونيزم سره د فراماسونرۍ اړيکه وڅېړو، لومړی د دې خوځښت نښو او سبمولونو ته پام کوو. هېره دې نه وي چې ډېرې دغه نښې او سمبولونه له يهوديت، صهيونيزم او د هغوی له ښوونو سره مستقيمه اړيکه لري.
بايد پوه شو چې ټول خوځښتونه، سازمانونه او پټ باطني ښوونځي (مذهبي وي، که سياسي) خپل ځانګړي سمبولونه، شعارونه، عددونه او ځانګړې رمزي ژبه لري، چې دوی له نورو ورته ډلو څخه بېلوي. دا دلالتونه د دوی د باورونو، دودونو او فکرونو څرګندونه کوي او له غړو او باور لرونکو پرته يې بل څوک پر معنا نه پوهېږي.
د بېلګې په توګه که اسراييلي صهيونيزم يو داسې خوځښت وي چې موخه يې په موعوده ځمکه د يهود قوم راټولول وي او يهوديان پر دې باور وي چې په اخره زمانه کې به مسيح عليه السلام راځي، خپل قوم به موعودې ځمکې ته راولي او له صيهون غره څخه به په نړۍ واکمني کوي، چې عدالت او ارامي واکمنه کړي. دوی دا پورته ديني باور پر سياسي پروګرام بدل کړی او  په همدې ډول يې ديني شعارونه او سمبولونه هم پر دنيوي  او سياسي شعارونو او سمبولونو اړولي دي.
پر همدې اساس د باطني يهودي ماسونرۍ سمبولونه، عددونه او شعارونه په حيرانوونکې توګه ډېر شوي دي، ان تر دې چې يو ماسوني شعار ښايي يوه يا څو بېلابېلې معناوې او دلالتونه ولري.
پورته ياد شوي شعارونه به يا د ماسونرۍ خپل نوښت وي او یا به يې له پخوانيو ملتونو، تمدنونو او اديانو څخه په شکل د اشکالو اخيستي وي؛ دوی که کله دغه شعارونه تحريفوي، نو له دې تحريف څخه يې موخه له نړيوالو طرحو او له (نوي نړيوال نظم) سره د دغو شعارونو برابرول دي.[1] دغه شعارونه او نښې په تفصيل سره په لاندې ډول لولو:
(لومړی) هندسي او ودانیز سمبولونه له ځانګړو ماسوني معناوو سره
(۱) د هرم نښه
دا نښه په لرغونو تمدنونو، په ځانګړي ډول د مصر په فرعوني تمدن کې لوړ مقام لري. په دې تمدن کې دا نښه د خدای کور، لومړني لوړوالي، د ژوند د غره او حکمت لرونکي کور معنا لري، چې د پوهې او حکمت پټ رازونه په ځا ن کې رانغاړي. د هرم څلور کونجه د نړۍ څلور ستنې یا هغه ستنې ښيي چې اسماني ګنبد پرې ټینګ ولاړ دی او  د حقیقت، پوهې، سکون او رازونو څرګندونه کوي.[2]
خو په ماسوني تفکر کې د هرم نښه د ماسوني نورانیانو له مهمو شعارونو څخه شمېرل کېږي او له همدې امله د دې نښې معناوې د نورو سمبولونو په پرتله ډېرې او پراخې دي.
هرم د کاتولیک کلیسا (د نړیوال مسیحیت د استازي په توګه) د ویجاړولو او د یوه سیاسي ـ اقتصادي استبدادي حکومت د جوړولو سمبول دی، چې د ملګرو ملتونو په څېر نړيوالې ادارې له لوري اداره کېږي.
دلیل یې دا دی چې همدغه نښه د امریکا د ډالرو پر بانکنوټونو هم لږول شوې ده.
د هرم په سر کې د «سترګې» نښه چې خپلې وړانګې هر لوري ته خپروي، هغه سترګه بلل کېږي چې هرڅه ويني. دا نښه دا لاندې معناوې او دلالتونه په ځان کې رانغاړي: د جاسوسۍ او ترهګرۍ سازمان (د نورانيانو سازمان) چې په (۱۷۷۶ز) کال کې د (ادام وايس هاوپت) له لوري رامنځته شو. همدارنګه د شيطاني خدای (بافومت) سترګه او د د هرم په سر کې د دجال سترګه چې د نړۍ واکمن ګڼل کېږي.
په همدې ډول دا نښه د (حيرام ابيف صوري) سترګې ته هم اشاره کوي. د نوموړي په اړه د سلېمان د معبد جوړونکي په نوم «د پاچاهانو لومړی کتاب» (۱۳: ۷ـ۱۳) کې راغلي دي: «سلېمان پاچاه خپل استازی حيرام صوري پسې ولېږه او هغه يې راوغوښته، نوموړی د نفتالي قبيلې د يوې کونډې زوی و؛ پلار يې يو صوري او مسګر و او په دې برخه کې د مهارت او پوهې خاوند و، هغه سلېمان پاچاه ته راغی او د نوموړي ټول کارونه يې ترسره کړل… له مسو څخه يې دوه ستنې جوړې کړې چې اوږدوالی يې اتلس ذراع وو. ستنې يې د معبد په دهلېز کې ودرولې، هغه ستنه چې ښي اړخ ته يې دودروله «ياکين» او هغه ستنه چې کيڼ اړخ ته يې ودروله (بوعز) ونوموله.»[3]
دلته له ماسونرۍ څخه موخه د «حيرام ابيف) د تاريخي معمار يادول نه دي، بلکې د «حيرام ايپيود، ۴۰ ز کال) ترې هدف دی، چې د عيسويت او عيسويت د پيروانو د بريد لپاره يې پټ يهودي ځواک جوړ کړ.[4]
د سترګې په سر کې د( Annuit Coeptis) عبارت لیدل کېږي، چې «زموږ پلان بریالی او بشپړ شو» معنا لري او د هرم لاندې د (Novus Ordo Seclorum)  عبارت ځای پر ځای شوی، چې د «نوي نړيوال نظم» په معنا دی.[5]
دا مثلثي هرم د خپلو درې ضلعو له لارې د تلپاتې خدای ځانګړتياوې په لاندې ډول بيانوي:
لومړی ضلع: د الهي شتون او حاضروالي نښه.
 دویمه ضلع: د ځواک او وړتیا نښه.
درېیمه ضلع: د پوهې او احاطې نښه.
دغه تلپاتې خدای هماغه «لوسیفر» دی؛ شیطاني خدای، غورځېدلې فرښته، د «کابالا» خدای او د ماسونيانو معبود، چې د هغه مطلقه سترګه پر ټولو شیانو د خپل سپېڅلي مثلث دننه بشپړه څارنه لري.[6]
د رڼا دغه ځلېدونکې سترګه په فرعوني تمدن کې هم منعکس شوې ده؛ د (ایزیس او اوزیریس) په کیسه کې، کله چې د «هورس د خدای سترګه» یادېږي، چې په ښي سترګه ړوند و.[7]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې

[1]. القط، خالد علی عباس، دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، ص: 209، مجلة الجمعیة الفلسفیة المصریة، سال بیست‌وششم، شمارۀ بیست‌وشش.

[2]. تیبو، روبیر جاک، موسوعة الأساطیر والرموز الفرعونیة، ص: 335، ترجمۀ فاطمه عبدالله محمود، چاپ اول: 2004م. المجلس الأعلی للثقافة، قاهره، مصر.

[3]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، ص: 211.

[4]. همان منبع.

[5]. گای کار، ویلیام، أحجار علی رقعة الشطرنج، ص: 53، دارالکتاب العربی، بی‌تا.

[6]. الأمیر، بهاء، الیهود والماسون فی الثورات والدساتیر، ص: 31-32، مکتبة مدبولی، قاهره، مصر، چاپ اول، 2015م.

[7]. موسوعة الأساطیر والرموز الفرعونیة، ص: 241.

د فراماسونرۍ اصلي درجې د فراماسونرۍ تعریف او د دې خوځښت د ماهیت څېړنه د فراماسونرۍ حقیقت د فراماسونرۍ لغوي او اصطلاحي پېژندنه د فراماسونرۍ ماهیت فراماسوناران فراماسونري
Previous Articleقران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۷)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۷) د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې معناوې وړاندې تر…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰) د سمندرونو د مالګینوالي راز او…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه سریزه په تېرو برخو کې مو وویل چې…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۳)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD5 Views

ليکوال: عبدالحی ليان شیطان‌پرستي (برخه: ۳۳) د شيطان ‌پرستۍ پر وړاندې د مقابلې لارې چارې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۱۷)

سه شنبه _24 _فبروري _2026AH 24-2-2026AD

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.