Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۱۶)
فراماسونري پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD

فراماسونري (برخه: ۱۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو ‌رائف
فراماسونري (برخه: ۱۶)
نور ماسوني سیاستوال
په تېره برخه کې مو د هغو سیاستوالو د یوې ډلې په اړه خبرې وکړې چې د فراماسونرۍ پلویان او د دې عقيدې تر اغېز لاندې وو. په دې برخه کې یو شمېر نور هغه سياستوال چې د فراماسونرۍ پلوي دي څېړو.
(۷) ادولف کرمیو (ایزاک یا اسحاق کرمیه، ۱۸۸۰م): نوموړی په (۱۸۴۸م) کال کې د فرانسې د عدلیې وزیر او د پاریس د یهودیانو د ټولنې ريیس و. نوموړی یو صهیونیستي ماسون او د پاریس د لوی ماسوني محفل «لوی استاد» بلل کېده. هر ځای چې یهودیان موجود وو، د هغوی د قضیو خدمتګار و؛ د یهودو د ګټو د تحقق او د هغوی د رسمي امتیازاتو د تضمین لپاره یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.[1]
(۸) ارنستو ناتان (۱۹۲۱م): یو ایټالوي سیاستوال او (۱۹۰۷م) څخه تر (۱۹۱۳م) پورې د «روم» ښاروال و. د خپلې دندې پر مهال یې له ټولو ملکي ښوونيزو موسسو څخه د دیني زده‌کړو مضمون د لرې کلو هڅه وکړه. ناتان یو یهودي ماسون و او په ایټالیا کې یې د «لوی ختیځ» ماسوني محفل د «لوړپوړي لوی استاد» (تر ټولو لوړه افتخاري رتبه) مقام درلود.[2]
(۹) والتر راتناو (۱۹۲۲م): یو الماني سیاستوال او له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وړاندې د المان د صنعت او اقتصاد له مشرانو څخه و؛ نوموړی هم يو یهودي ماسون و. دی په خپله یوه وینا کې وایي: «درې سوه سیاستوال چې یو بل پېژني، د اروپا چارې او (اوس د ټولې نړۍ چارې اداره کوي) او خپل ځای‌ ناستي په خپله ټاکي.»[3]
(۱۰) مصطفی کمال اتاترک (۱۹۳۸م): اتاترک د ترکیې نامتو قومندان و، چې د اسلامي خلافت نظام یې ړنګ کړ او د نوې ترکیې دولت د رسمي دین په توګه یې د اسلام د لغوه کولو غوښتنه وکړه. اتاترک یو ماسون و چې د اسلام له نښو او مظاهرو سره یې ښکاره دښمني درلوده؛ له همدې امله د هغو «اتلانو» له جملې څخه وشمېرل شو چې ماسوني محفلونه پرې ویاړي او نور خلک له اتاترک څخه پیروۍ ته را بولي.
اتاترک همدارنګه د «ځوانې ترکیې» د ګوند له بنسټ‌ ايښودونکو څخه و، هغه ګوند چې د ماسوني رسمي خپرونو له مخې په بشپړه توګه له ماسونیانو جوړ شوی و او اصلي مشران یې یهودیان وو. دغې ګوند د سلطان عبدالحمید د سلطنت په نسکورېدو کې ډېر ستر رول ولوباوه او ان په دې اړه خپله د سلطان عبدالحمید شاهدي هم موجوده ده.[5]
ایا دغه مشران د ماسونرۍ له پټو موخو ناخبره وو؟
کېدای شي کوم څوک ادعا وکړي چې دا مشران هم د نورو عامو ماسونیانو په څېر د ماسونرۍ له حقیقت او د هغې له پټو موخو څخه ناخبره وو.
خو دا باید ومنل شي، چې که څه هم دا فرضیه د احتمال له مخې د سموالي امکان لري، خو ځواب یې روښانه دی؛ ځکه دا سیاستوال یوازې عادي او د سیاست په ډګر کې ښکېل کسان نه وو، بلکې د بشري تاریخ له تر ټولو ځیرکو، خطرناکو او غوره نخبګانو څخه شمېرل کېدل؛ داسې کسان چې بشپړ دولتونه یې جوړ کړل او داسې وسایل او نظامونه یې په واک کې درلودل چې هغوی ته یې دا توان ورکاوه چې د خپل شاوخوا پټو سازمانونو تر ټولو دقیقو رازونو ته لاسرسی ومومي.
سربېره پر دې د ځینو په اړه یې د ماسونرۍ له پټو موخو سره د ثابتې همکارۍ او ملاتړ شواهد هم شته؛ له صهیونیزم سره له خدمت څخه نیولې، له دین سره تر دښمنۍ او د الحاد او اباحه ‌پالنې تر خپرولو پورې.[6]
(۳) په تاوتریخوالي او د اوضاع په ګډوډولو کې د ماسونرۍ د غړو سیاسي لاسوهنه
د فراماسونرۍ د ښکاره ښکېلتیا روښانه بېلګې په ویجاړوونکو سیاسي فعالیتونو او مجرمانه کړنو کې د دوی لاسوهنې دي چې د هېوادونو او نړۍ په کچه یې د سیاسي حالاتو پر بدلون ژور اغېز کړی دی. د دوی ځینې کړنې په لاندې ډول دي:
(۱) د اتریش د ولیعهد ترور او د لومړۍ نړیوالې جګړې را منځته کېدل: سیاسي سرچینې ټینګار کوي چې د (۱۹۱۴م) کال د جون په (۲۸مه) په «بوسنیا» کې د اتریش د ولیعهد «ارشیدوک فرانتس فردیناند» ترور د یوه ماسوني بانډ له خوا ترسره شو او د ترور طرحه د فرانسې د لوی ماسوني محفل «ګراند اورینت دو فرانس» له لوري صادره شوې وه.[7]
اتریشی سیاستوال «فریدریش فیشتل» چې د دغې پېښې د وخت سړی و، وایي: «د اتریش د ولیعهد او هغه د مېرمنې د قاتلينو د محاکمې پر مهال په بشپړه توګه څرګنده شوه چې د ترور طرحه نه یوازې د «ګراند اورینت دو فرانس» له لوی ماسوني محفل څخه پیل شوې وه، بلکې ځینې قاتلان یې په خپله ماسونیان وو؛ همدارنګه دا هم ثابته شوه، هغه پیسې چې ترهګرو ته ورکړل شوې وې (که څه هم هغوی ته یې یوازې یوه کمه برخه ورسېده) له یوې ماسوني منبع څخه برابرې شوې وې.»[8]
لکه څنګه چې ښکاري دغه پېښه د هغې لمبې په څېر وه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې اور یې بل کړ؛ هغه جګړه چې نږدې څلور کاله یې دوام وکړ، میلیونونه انسانان يې قرباني شول او هغه وخت د المانیانو شعار «یهود او ماسونیان» و.
فیشتل د همدې وينا پر دوام زیاتوي: «په هر صورت، دا لومړی ځل نه دی چې ماسونیان په یوه داسې وېروونکې او جنایتکاره پېښه کې په فعال ګډون تورنېږي.»[9]
(۲) په ایټالیا کې د دولت پر ضد توطيه: په (۱۹۸۱م) کال کې د ایټالیا امنیتي بنسټونو داسې پټو اسنادو ته لاسرسی وموند چې په هېواد کې یې د سیاست او قدرت له څېرو سره د ماسونرۍ اړیکې افشا کړې. له دغو اسنادو څخه څرګنده شوه چې د هېواد د بېلابېلو برخو، لکه پوځ، پولیس او دولت نږدې (۹۶۲) تنه خطرناک شخصیتونه د ماسونرۍ تر نفوذ لاندې دي. دغو کسانو په فاسدو کړنو لاس پورې کړی و چې موخه یې بې‌ثباتي رامنځته کول، د واکمنو کمزوري کول او د جوړښتونو(ساختارونو) ویجاوړل وو؛ لکه وژنې، د پیسو قاچاق او ناقانونه سوداګري.[10]
همدارنګه دا هم روښانه شوه چې نړیوال صهیونیزم د ځینو دغو اشخاصو تر شا ولاړ و او د خپلو فعالیتونو او خپلو سیالانو د کړنو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره یې له هغوی څخه ملاتړ کاوه.
دا یوازې د شواهدو یوه برخه ده؛ په اروپایي سرچینو او نورو مراجعو کې ګڼ نور داسې مثالونه شته چې په ټینګار سره څرګندوي چې ماسونري په پټو فعالیتونو او سیاسي توطيو کې ښکېله وه؛ داسې فعالیتونه چې د ګڼو انسانانو د وژلو په بیه تمامېدل.
ان دا ادعا هم کېدای شي چې د سیاست ډګر د دې خوځښت د فعالیت او ځان‌ ښودنې تر ټولو مهمه صحنه او میدان و؛ ځکه د دې حرکت بنسټیز او اساسي هدف پر حکومتونو او سیاسي خوځښتونو ګوزار کول او د خپلې مطلوبې واکمنۍ لپاره زمینه برابرول و. دا هدف او نورې موخې یې د سیاست په ډګر کې د رول د لوبولو له لارې عملي کېدلې.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. الماسونیة العالمیة، مخ: ۸۷.

[2]. هماغه منبع، مخ: ۸۴.

[3]. أسرار الماسونیة، مخ: ۵۳.

[4]. دا ګوند یو سیاسي او ماسوني ګوند و چې په پیل کې د هغو نظامي زده کړيالانو له لوري رامنځته شو چې د سلطان عبدالحمید او د هغه د واکمنۍ له بڼې یې کرکه درلوده. لږه موده وروسته د «دونمه» یهودیان چې په ظاهره یې ځانونه مسلمانان ښودل او د ترکیې ځینې ستر سیاسي شخصیتونه له دې ګوند سره یوځای شول، چې په پایله کې یې د «اتحاد او ترقۍ» په نوم ډله رامنځته شوه او وتوانېدل چې په (۱۹۰۹م) کال کې سلطان عبدالحمید له واکه لرې کړي.

[5]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۶.

[6]. هماغه منبع.

[7]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۷.

[8]. الماسونیة العالمیة، مخ: ۱۴۵.

[9]. هماغه منبع، مخ: ۱۳.

[10]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۳۰۹.

د انسانیت او فراماسونرۍ تر منځ ډېر لږ توپیر دی د فراماسونرۍ اصلي درجې د فراماسونرۍ لغوي او اصطلاحي پېژندنه سلطنتي فراماسونري فراماسوناران فرانکفورت مکتب
Previous Articleساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۵)

چهارشنبه _11 _فبروري _2026AH 11-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD3 Views

لیکوال: ابو ‌رائف فراماسونري (برخه: ۱۶) نور ماسوني سیاستوال په تېره برخه کې مو د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳) سریزه د ژوند پر راز او…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹) د…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD2 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۶) د اسلام اقتصادي نظام ځانګړنې (1) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۱۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.