لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
کپيټلېزم (برخه: ۷)
(۲) د پانګوالۍ او سوسيالېزم د اخلاقي نېوکو پر وړاندې د اسلام اقتصادي نظام د ځواب څرنګوالی
قرآن او سنت د اسلامي اقتصاد لپاره درې بنسټیزې ځانګړنې برابروي:
(۱) د اسلام اقتصادي نظام بنسټ له قرآن، نبوي سنت او همدارنګه له فقهې او نورو اسلامي علومو څخه چې پر قرآن او سنت ولاړ دي، را ایستل کېږي.
(۲) قرآن او سنت د اقتصادي تحلیلونو لپاره د اړتیا وړ ارزښتونو یوازینۍ باوري سرچینې دي.
(۳) په قرآن او سنت کې ډېر داسې نور معلومات هم شته چې په اقتصادي تحلیلونو کې کارېدلی شي. د بېلګې په توګه: «وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَكِنْ يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ ما يَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ.» ژباړه: «او که چېرې الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي پراخه کړې وای، نو په ځمکه کې به يې خامخا فساد (ظلم) کړی وای، خو هغه يې په يوه داسې کچه نازلوي چې خوښه يې شي، بېشکه هغه هغه پر خپلو بندګانو خبر لرونکی ليدونکی دی.»[1]
په همدې ډول په بل ايت کې فرمايي: «كَلاَّ إِنَّ الإنسان ليطغَى * أَن رَّآهُ استغنى.» ژباړه: «نه داسې نه ده، انسان هرو مرو سرکشي کوي، کله چې ځان مالدار وويني.»[2]
دا دوه ایتونه په انساني چلند کې د شتمنۍ او عاید د بنسټيز زیاتوالي اغیز څرګندوي. په داسې حال کې چې په یادو دوو اقتصادي نظامونو کې دې اغېز ته پاملرنه نه ده شوې. په دې ایتونو کې بشر د شتمنۍ لپاره د قوي او نه ماتیدونکې لیوالتیا لرونکي مخلوق په توګه بیان شوی دی.
پیغمبر صلی الله عليه وسلم په ډېرو معتبرو او مشهورو احادیثو کې په همدې فکر ټینګار کړی دی، لکه چې فرمايي: “لو كان لابن آدم واديان من مال لابتغى واديا ثالثا ولا يملأ جوف ابن آدم إلا التراب ويتوب الله على من تاب.” ژباړه: «که د ادم علیه السلام اولاد د سرو زرو دوه درې ولري، خوښېږي یې چې درېیمه دره هم ولري؛ د ادم علیه السلام د اولاد نس له خاورې پرته په بل هېڅ شي، نه شي ډکېدلای او خدای جل جلاله د هر هغه چا توبه قبولوي چې وغواړي.»[3]
په همدې اساس د انسان د شتمنۍ غوښتنه کېدای شي نامحدوده وي، خو که بل کوم لامل وکولای شي د انسان د دې نامحدودې غوښتنې مخه ونیسي. په دې برخه کې قرآن کريم دې ناڅرګندې، خو روښانه اړیکې ته اشاره کوي، چې د اخرت په اجر او ثواب باور، د ډېرو شتمنیو د غوښتنې سرکشي برابروي. له همدې امله په دې سورتونو کې دوه اړیکې مطرح شوې دي: د شتمنۍ پر لور د انسان نامحدوده غوښتنه او د دې غوښتنې د برابرولو امکان، کله چې انسان په اخرت ایمان ولري او خپلې اخروي ګټې د دنيوي ګټو پر وړاندې غوره کړي.[4]
دا هغه لار ده چې د اسلام په اقتصادي نظام کې ورته رسېږو؛ ځکه اسلامي احکام او قوانین مسلمانان دې ته مجبوروي چې داسې کارونه ترسره کړي، لکه: اعتدال، د ډېرې غوښتنې له منځه وړل، نورو خلکو ته پام کول، د خلکو حقونه ورکول او داسې نور. دا کارونه د دې لامل کېږي چې خلک له یو بل سره ډېره مرسته او مشارکت ولري او یو بل په خپلو مالونو کې شریک وبولي.
اسلام ټولنه د همکارۍ او یووالي پر روحیه جوړه کړې ده؛ د ټولنې هر غړی له نورو سره اړیکه لري او په هغه ټولنه کې چې ژوند کوي، له نورو سره مرسته کوي او ټول د یو بل وروڼه دي. کله چې دا ډول چلند د ټولنې په ټولو غړو کې را منځته شي، ټولنه د پرمختګ پر لور حرکت کوي؛ ځکه د ټولنې ټول غړي یو بل بشپړوي او خلک د شخصي ګټې او پانګې راټولولو په لټه کې نه وي، لکه څنګه چې په عام اقتصاد کې لیدل کېږي.
اسلام ډېر اقتصادي احکام پر هغو ارزښتونو جوړ کړي چې د همکاریو پر بنسټ ولاړ دي، که دغه ارزښتونه نه وای اقتصادي قوانین به په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ شوي وای.[5]
خلک په خپلو اقتصادي فعالیتونو کې ازاد دي چې د بېلابېلو اقتصادي چارو پر لور لاړ شي او د خپلو اقتصادي پرېکړو او ټاکنو د پایلو مسؤولیت یې پر خپله غاړه دی. دوی چې د تولیدي منابعو مالکیت لري یا هغه توکي چې غواړي تبادله کړي په بازار کې اخلي او پلوري.
هغه څوک چې یوازې د خپل عمل مالک وي، د خپلو خدماتونو د پلور لپاره بازار ته ځي او هغه څه چې ترلاسه کوي، هغه توکي او خدمات اخلي چې ورته اړتیا لري او هغه څوک چې د تولیدي یا مصرفي شتمنیو یا د تولید وسایلو مالک دی، بازار ته داخلېږي او هېڅ څوک له خپل حق څخه نه محرومېږي؛ اړینه نه ده چې شتمن له فقیر سره په مال کې مساوي وي.
نو د پانګوالۍ او سوسیالېزم اقتصادي نظامونو دواړو خپل ځانګړي ارزښتونه غوره کړي دي او دواړه نظامونه له ډېرو اخلاقي ستونزو سره مخ دي. [6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سورۀ شوری، آیه: 27.
[2]. سورۀ علق، آیه: 6-7.
[3]. النيسابوري، مسلم بن الحجاج بن مسلم، الجامع الصحيح المسمى صحيح مسلم، ج3، ص99، الزکاة، باب لو أن لابن آدم واديين لابتغى ثالثا، رقم الحدیث: 4262، الناشر: دار الجيل بيروت + دار الأفاق الجديدة-بيروت.
[4]. قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، ص691، مترجم: میر معزی، سید حسین، تابستان ۱۳۸۴هـ، قم-ایران.
[5]. همان.
[6]. آمارتیا، سن، اخلاق و اقتصاد، ص73، مترجم: فشارکی، حسن، تهران، نشر شیرازه، چاپ اول: ۱۳۷۷هـ.


