Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»کپټالیزم»کپیټلېزم (برخه: ۶)
کپټالیزم پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD

کپیټلېزم (برخه: ۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي

کپیټلېزم (برخه: ۶)

د اسلام اقتصادي نظام ځانګړنې
(1) د دې لپاره چې یو اقتصادي نظام په ټولنه کې په بشپړ ډول پلی شي، اړینه ده چې د هغه نظام ټول اصول او قوانین هم په هماغه ټولنه کې عملي او نافذ شي، چې د اقتصادي نظام د پلي کېدو پایلې ګټورې وي. له همدې امله د اسلام اقتصادي نظام د پلي کولو لپاره باید په ټولنه کې اسلامي قوانین او مقررات حاکم او پلي شي.
د بېلګې په توګه اسلام د سود د بندیز غوښتنه کوي؛ سود باید د شرعي او قانوني لارښوونو له لارې حرام اعلان شي. دغه راز اسلام د دولت له لوري د زکات راټولولو او د هغه د وېش غوښتنه کوي او دولت باید د دې لپاره ځانګړي قوانين وضع کړي؛ له همدې امله د اسلام اقتصادي نظام پلي کول د ټولنیز او سیاسي بنسټ د ټولو عناصرو د کاري بهیر ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري، چې د نظام موخې تحقق ومومي.
(۲) د اسلام اقتصادي نظام له ارزښتونو څخه ډک دی او دا ارزښتونه له اسلامي قوانینو او مقرراتو څخه سرچینه اخلي؛ ځکه چې د اسلام اقتصادي نظام بنسټ او اساس اسلامي قوانین دي. دا قوانین او مقررات له قران او سنت څخه سرچینه اخلي؛ قران او سنت هم له اخلاقي ارزښتونو، لکه رښتینولۍ، ورورولۍ، سم چلند، عدالت، احسان او زرګونو نورو اخلاقي ارزښتونو څخه ډک دي، نو په پایله کې د اسلام اقتصادي نظام هم له اسلامي سرچینو څخه له را ولاړو شوو اخلاقي ارزښتونو څخه ډک دی.
(۳) دا چې د اسلام اقتصادي نظام اغېز د خلکو د دیني اخلاقو او مذهبي تعصب په کچې پورې تړلی دی، په خپل عملي جوړښت کې یوازې پر اختیاري کړنو تکیه نه کوي. د بېلګې په توګه سره له دې چې د اسلام اقتصادي نظام ځینې وختونه د رضاکارانه پېښو لوړه کچه لري؛ یعنې صدقه چې د اختیاري مالي انتقالونو په توګه پېژندل کېږي، خو د دغه نظام جوړښت او فعالیت پر صدقاتو ولاړ نه دی، بلکې پر بنسټیزو اصولو او قواعدو ولاړ دی، چې د اقتصادي فعالیتونو په تنظیم کې په روښانه ډول څرګندېږي. له همدې امله هغه چلند چې د اسلام اقتصادي نظام يې بلنه ورکوي، خالص ديني چلند نه دی، بلکې یو دنیوي او مادي چلند دی چې قانوني او ټولنیز بنسټونه یې تنظیموي او د نظام قواعد او طریقې دې چلند ته لاره هواروي.
(۴) د اسلام اقتصادي نظام یو خوځنده نظام دی؛ ځکه اسلام ثابت او تغييرېدونکي قوانین لري. ثابت قوانین مخکې له مخکې د شارع له خوا وضع شوي دي، خو د تغييرېدونکي قوانینو وضع کول د دیني عالمانو پر غاړه ايښودل شوي دي، چې د ټولنې د حاکمو شرایطو پر بنسټ وضع کېږي او له دې امله چې د اسلام اقتصادي نظام له اسلامي قوانینو څخه اخیستل شوی دی، نو د اسلام اقتصادي نظام هم د همدې خوځښت او انعطاف ځانګړتيا لري.[1]
د اسلام اقتصادي نظام بنسټيز او جوړوونکي عناصر
(۱) دا نړۍ د الله تعالی ملکیت دی او الله تعالی د هر څه مالک دی؛ له همدې امله هر ډول ملکیت د الله تعالی د ملکیت تر سیوري لاندې راځي. په پایله کې د انسانانو ملکیت د الله تعالی له لوري د امانت په توګه دی او هغه ملکیت چې انسانان یې لري، د الله پر وړاندې مسؤول او ځواب‌ ورکوونکي دي. دا ډول لیدلوری د پانګوال نظام او سوسیالیستي نظام د ملکیت له لیدلوري سره ډېر توپیر لري؛ ځکه چې په پانګوال نظام کې حقیقي مالکان افراد دي، په سوسیالیستي نظام کې د کارګر طبقه ګڼل کېږي، خو د اسلام په اقتصادي نظام کې حقیقي مالک الله تعالی دی.
(۲) په نړۍ کې شته هر څه د الله تعالی مخلوقات دي. له همدې امله د انسانانو ترمنځ هېڅ بنسټیز توپیر نشته او الله تعالی د انسانانو هېڅ طبقه له نورو لوړه نه ده پیدا کړې، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: “إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَاللَّهِ أَتْقَاكُمْ” ژباړه: «بېشکه د الله پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن هغه دی چې ډېر تقوا لرونکی وي.»[2] ټول انسانان له یو بل سره برابر دي او د دوی تر منځ غوروالی یوازې تقوا او پرهېزګاري ده.
(۳) د اسلام اقتصادي نظام درېیم بنسټيز جوړوونکی عنصر د حساب پر ورځې ایمان  لرل دي. د حساب پر ورځ ایمان پر اقتصادي چلند مهم او مستقیم اغېز لري؛ ځکه په دې حالت کې انسان یوازې د اقتصادي فعالیتونو دنیوي ګټو ته پام نه کوي، بلکې د اخروي ګټو په پام کې نیولو سره اخلاقي ارزښتونه، لکه عدالت، انصاف او حق له مخې چلند کول د خپلو کړنو معیار ګرځوي، چې د اوسني ارزښت تر څنګ په راتلونکي کې هم غوره پایلو ته ورسېږي.
لومړی د اسلام د اخلاقي لارښوونو هغه برخه تر بحث لاندې نیول کېږي، چې په مستقیم ډول د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د کارکوونکو او مسؤولینو له کړنو سره اړيکه لري.[3]
دا درسونه په دوو برخو ووېشلای شو:
(۱) د اسلام اخلاقي روزنه
(۲) عامه روزنه
(الف) عدلت او انصاف: عدالت د اسلام له خورا پراخو او مهمو ښوونو څخه دی. په قرآن کریم کې له توحید څخه نیولې تر نبوت، له مشرتابه او انفرادي ایډیالوژيو څخه تر ټولنیزو موخو پورې، ټول پر عدالت ولاړ دي. قرآن کریم د عدالت ټینګول د انبیاوو د رسالت له مهمو موخو څخه ګڼي.
(ب) ايثار او نېکي: احسان او نیکي هغه چارې دي چې د ټولنیز عمل په حوزه او د خوښوونکو اصولو په برخه کې راځي او د اخلاقي فضیلتونو له جملې څخه ګڼل کېږي. په قراني ښوونو کې د احسان درې اړخیزې معناوې بیان شوې دي، چې یوه له دغو معناوو څخه د ایمان او له خدای جل جلاله سره د انسان د نږدې اړيکې مفهوم افاده کوي.
ایثار يعني نور خلک د ځان پر وړاندې غوره کول یا د ځان پر ځای بل څوک مخکې کول. په اصطلاح کې ایثار یو چاته هغه څه ورکول دي چې ورته اړتیا لري. ایثار د الله په لاره کې له ځان، مال، مقام، شخصیت او ورته نورو څیزونو څخه تېرېدل دي. که څه هم ایثار ډېر ځله د نورو خلکو د مالي چارو په لومړیتوب یا د دوی د غوښتنو د پوره کولو په معنا  هم کارول کېږي.
د بېلابېلو برخو ځانګړې روزنې
(الف) کار: اسلام کار او اقتصادي فعالیت ته ارزښت او د عبادت حیثیت ورکړی دی. په همدې ډول بېکاري یې په کلکه غندلې ده. په اسلام کې په کار کې سستي او تنبلي سخته غندل شوې ده. کار نه یوازې د عاید د ترلاسه کولو وسیله ده، بلکې د عزت، عقلاني ودې، د بدن د سلامتیا او روح د خوښي لامل هم دی.
کوم کار چې انسان ته رسپارل کېږي په هغه کار کې باید لازم تخصص ولري او  په غوره ډول یې تر سره کړي.
(ب) تولید: قرآن کریم د ځمکې ابادول د انسان ماموریت ګڼلی: “هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنْ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا” ژباړه: «هماغه تاسو له ځمکې را پيدا او پکې اباد يې کړئ»[4]
(ج) وېش: یو له مهمو سپارښتنو څخه د مواسات سپارښتنه ده. مواسات دا معنا لري چې انسان نور خلک په خپلو امکاناتو کې شریک کړي. هغه مثالي ټولنه چې اسلام غواړي، داسې ټولنه ده چې ټول افراد دې مرحلې ته رسېدلي وي، چې د خپلې وسې په اندازه د نورو خلکو د مرستې لپاره ور ودانګي.
(د) سوداګري: لازمه ده چې پلورونکي په لږې ګټې قانع وي او د ګټې د ترلاسه کولو لپاره له هرې لارې څخه کار واخلي. په دې لړ کې باید له لاندې چارو ډډه وشي: د پلور د انحصار لپاره جوړ جاړی، دروغجن اعلانونه، لږ پلورل، دروغ ویل، سود او د مال د نیمګړتیاوو پټول. پېرودونکي هم باید له دې کارونو څخه ځان وساتي: د پېر انحصار جوړول، د نورو په معاملو کې لاسوهنه او ورته نور کارونه.
حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمایي: “من باع عيبا لم يبينه، لم يزل في مقت الله، ولم تزل الملائكة تلعنه.” ژباړه: «هر څوک چې عیب‌ لرونکی شی وپلوري او د هغه عیب اخيستونکي ته ونه ښيي، تل به د خدای د غضب او د فرښتو تر لعنت لاندې وي.»[5]
دغه راز فرمایي: “من غشنا فليس منا” ژباړه: «څوک چې په معامله کې مسلمانانو ته دوکه ورکړي له موږ څخه نه دی»[6]
(ه) مصرف: د مصرف په اړه څلور کچې په پام کې نیول کېدای شي:
(۱) د ضروري اړتیاوو پوره کول: مصرف په همدې اندازه کې اړین دی.
(۲) د بسیا حد: انسان باید تر دې حده مصرف وکړي چې خپلې ضروري اړتیاوې پوره کړي. د مصرف دا حد د اسلام له نظره غوره دی؛ هغو کسانو ته چې نشي کولای د خپل ژوند ضروري اړتیاوې پوره کړي، د زکات له لارې د ضروري مصرفونو لپاره مرسته ورکول کېږي.
(۳) د کفایت له حده لوړ مصرف: تر هغه چې اسراف ته ونه رسیږي، ناوړه نه ګڼل کېږي. خو د دې کچې د مصرف په اړه اسلام ټينګار کړی چې قناعت غوره دی او باید مراعات شي.
(۴) اسراف، تبذیر او ضایع کول: د مصرف دا کچه منع شوې ده.[7]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. زیوداری، مهدی، تقابل اخلاق ایمانی و اخلاق سرمایه‌داری و شکل‌گیری نظام‌های اقتصادی، ص371، مرکز مطالعات تکنولوژی دانشگاه صنعتی شریف، سال چاپ: ۱۳۸۶ هـ. ایران. و قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، ص322، مترجم: میر معزی، سید حسین، تابستان ۱۳۸۴هـ، قم-ایران.

[2]. سورۀ حجرات، آیه: 13.

[3]. قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، ص179، مترجم: میر معزی، سید حسین، تابستان ۱۳۸۴هـ، قم-ایران.

[4]. سورۀ هود، آیه: 61.

[5]. القزويني، محمد بن يزيد، سنن ابن ماجه، ج2، ص755، کتاب التجارات، باب من باع عيبا فليبينه، رقم الحدیث: 2247، الناشر: دار الفكر-بيروت.

[6]. النيسابوري، مسلم بن الحجاج بن مسلم، الجامع الصحيح المسمى صحيح مسلم، ج1، ص69، الإیمان، باب قول النبى صلى‌الله‌تعالى‌عليه‌وسلم «من غشنا فليس منا»، رقم الحدیث: 45، الناشر: دار الجيل بيروت + دار الأفاق الجديدة-بيروت.

[7]. زیوداری، مهدی، تقابل اخلاق ایمانی و اخلاق سرمایه‌داری و شکل‌گیری نظام‌های اقتصادی، ص923، مرکز مطالعات تکنولوژی دانشگاه صنعتی شریف،سال چاپ: ۱۳۸۶ هـ ـ ایران. وآمارتیا، سن، اخلاق و اقتصاد، 79، مترجم: فشارکی، حسن، تهران، نشر شیرازه، چاپ اول: ۱۳۷۷هـ .

د اسلام اقتصادي نظام بنسټيز او جوړوونکي عناصر د اسلام اقتصادي نظام ځانګړنې د کپيټلېزم لغوي او اصطلاحي پېژندنه د کپیټلېزم تاریخچه (له پیل څخه تر اوسه) کپیټلېزم
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۱۵)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۵)

چهارشنبه _11 _فبروري _2026AH 11-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

د ساينتولوژي ریښې او باورونه (برخه: ۱۲)

چهارشنبه _11 _فبروري _2026AH 11-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹) د…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD2 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۶) د اسلام اقتصادي نظام ځانګړنې (1) د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۵)

چهارشنبه _11 _فبروري _2026AH 11-2-2026AD1 Views

ليکوال: ابو ‌رائف فراماسونري (برخه: ۱۵) فراماسونري او سياست لکه څنګه مو چې مخکې يادونه…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

د ساينتولوژي ریښې او باورونه (برخه: ۱۲)

چهارشنبه _11 _فبروري _2026AH 11-2-2026AD1 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د ساينتولوژي ریښې او باورونه (برخه: ۱۲) (ج) د ساينتولوژي له نظره…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD

کپیټلېزم (برخه: ۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.