لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
کپیټلېزم (برخه: ۵)
د پانګوال اقتصادي نظام اخلاقي نیمګړتیاوې
په نړۍ کې واکمن اقتصادي تفکر پانګوالي ده. ادم سمېت (۱۷۲۷ – ۱۷۹۰م) په خپل لومړني اثر «د ملتونو شتمني» کې د لېبرال فکر او پانګوال اقتصادي نظام د بنسټیزو اصولو څېړنه کړې ده او په خپل دويم کتاب «د اخلاقي احساساتو تیوري» کې یې د اخلاقو د علم بنسټیز اصول څېړلي دي.
ادم سمېت په خپلو دغو دوو کتابونو کې اخلاق او اقتصاد سره یوځای کړي دي. له اخلاقي پلوه یوازینی توجیه چې د پانګوال اقتصادي نظام لپاره وړاندې کېدای شي، دا ده چې د انسانانو له منطقي ذات سره همغږي لري. ادم سمېت هم په خپلو لیکنو کې همدې ټکي ته اشاره کړې ده. ادم سمېت باور لري چې تر ټولو بریالی نظام هغه دی چې د انسان ذات ته مناسب او د انسان خلاقیت څرګند کړي، چې هغه نظام د بازار سیستم دی.
د ادم سمېت په نظر په پانګوال نظام کې د توکو او خدمتونو تبادله د دواړو خواوو د رضايت پر اساس ترسره کېږي. د اخيستونکي ازاده پرېکړه او د انتخاب حق د مبادلې د ارزښت ټاکلو لپاره یوازینی معیار دی. د ازاد بازار په سیستم کې د زور او چل کارول منع دي. په دې سیستم کې د انسانانو ګټه او تاوان په ټولنه کې د هغوی د هوښیارۍ له کچې سره اړيکه لري. له همدې امله پانګوالي هم یو اخلاقي نظام دی او هم یو عادلانه نظام ګڼل کېږي.
له بلې خوا د تامسون په نظر په پانګوال نظام کې هم ګټه کوونکي شته او هم هغه خلک چې تاوان ويني. ګټه کوونکي هغه خلک دي چې رښتیني، فعال، متفکر، د مسؤولیت منونکي، منظم، عاقل او اغېزمن وي. خو تاوان کوونکي هغه کسان دي چې بې حاله، تنبل، کم عقل، بې فایدې، بې پروا، نا مناسب او نا اغېزمن وي. پانګوالي یو ټولنیز نظام دی چې فضیلتونه هڅوي، نیمګړتیاوې او بد عادتونه جریمه کوي.[1]
د ادم سمېت په نظر په پانګوال نظام کې هڅونه د تولید شوي محصول د ټول ارزښت د ترلاسه کولو له امله د تولیدونکي فعالیت زیاتوي؛ یعنې جایزې د شریکولو وړ نه دي. پانګوالي نظام ډېر فعالیت هڅوي او سستي ښه نه ګڼي. په پانګوال نظام کې هوساینه د پرمختګ بالقوه وړتیا لري. د سوسیالیزم برعکس، په پانګوال نظام کې د هر فرد ګټه د هماغه شخص ګټه ده.
پانګوالي د لوېدیځې ټولنې په تاریخ کې د اقتصادي سیستم، کلتور او ديني باور جوړوونکې سرچينه ده. ماکس وېبر دا حقیقت داسې څرګندوي: «په پانګوال نظام کې، دیموکراسي، علوم او حقوق د پروتستانتي اخلاقو محصول دي.» په حقیقت کې د هغه مشهور اثر نوم چې په (۱۹۱۹م) کال کې خپور شو «پروتستانتي اخلاق او د پانګوالۍ روح» دی؛ یعنې د پانګوالۍ معنوي جوړښت په پروتستانتي اخلاقو ولاړ دی؛ ځکه چې د پانګوالۍ لومړنی پرمختګ او صنعتي کېدل په انګلستان کې پیل شول او وروسته المان، هالند او بیا کاتولیک هېوادونو ته خپاره شوي دي.
د وېبر له نظره په لوېدیځې اروپا کې د پانګوالۍ د رامنځته کېدو له مهمو لاملونو څخه یو د پروتستانتي باورونو شتمني ده، هغه ارزښتونه چې فعالیت او سپما هڅوي. له اخلاقي پلوه په پانګوال نظام کې د اعتراض وړ موارد عبارت دي له بې پروايۍ چې د شخصي ملکیت له امله رامنځته شوې، سستي او د جنسي خوښیو لېوالتیا، چې د شتمنۍ د راټولو له امله پیدا شوې ده او تر ټولو مهمه یې له مقدساتو او دین څخه لرې کېدل دي.[2]
نن سبا لوېدیځې ټولنې د ادم سمېت (۱۷۲۳–۱۷۹۰م) او ماکس وېبر (۱۸۶۴–۱۹۲۰م) له نظریاتو څخه ډېر واټن اخیستی دی. د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ د پانګوالۍ د نظام بنسټونه ویجاړ کړي او په لویه کچه یې معنوي ارزښتونه زیانمن کړي دي. د پیسو د ترلاسه کولو هڅه، حرص او طمع او د شتمن کېدو مینه، ټولنیز جوړښت له منځه وړی دی. په پایله کې یې «اخلاقي ويجاړتيا» رامنځته شوې ده. دې وضعیت د لوېدیځې ټولنې لپاره له غمه ډکې پایلې درلودلې دي. د پانګوالۍ په سیالۍ کې موجوده ازادي ډېر وختونه په استثمار پای ته رسېږي.
تر ټولو مهمه موضوع د پانګوالۍ لپاره د پانګې په چټکۍ سره ډېرول دي. دا کار د پانګې د را ټولېدو لامل کېږي. په لنډه توګه له (۱۹ مې) پېړۍ راهیسې د پانګې ډېروالي د بشر د تباهۍ لاره پرانستې ده.
په بل عبارت ويلی شو چې پانګوالي د پروتستانتي اخلاقو له منظم او هویتي چوکاټ څخه په لرې کېدو سره په یو ماده پال نظر بدله شوې ده؛ ټول معنوي ارزښتونه او لوړ اخلاقي احساسات يې له منځه تللي دي. په پانګوال نظام کې د دې په نظر کې نیولو سره چې په دې سیستم کې په پراخه کچه شخصي ګټو ته پاملرنه کېږي، ټولنیزه نابرابري ډېره شوې او د ټولنې مخ پر وړاندې حرکت د ټولنیزې پانګې د ړنګېدو له امله له ستونزو سره مخ شوی دی. تر ټولو مهمه دا چې په پانګوالۍ کې د وروستیو ارزښتونو ټاکل افرادو ته سپارل کېږي او دا وضعیت د ټولنیزو ستونزو د رامنځته کېدو لپاره لاره هواروي.[3]
پانګوالي له بېلابېلو ټولنینزو اصولو او اخلاقي چلندونو سره د همغږۍ وړتیا لري. په دغو ټولنو کې دولت باید د ټولو ارزښتناکو سیستمونو پر وړاندې بې طرفه پاتې شي؛ ځکه چې د دولت لاسوهنه په هغو شخړو کې چې له اخلاقي ستونزو سره تړاو لري، د فشار د ډېرېدو لاملي کېږي. د اروپا برعکس چېرته چې د پانګوالۍ نظام مطلوبې پایلې ورکړې دي، له اروپا څخه بهر د پانګوالۍ پراختیا له ګڼو ستونزو لکه، د ټولنیز وضعیت ګډوډي، د طبیعت خرابوالی او چاپېریالي ستونزې رامنځته کړې دي. د ارام سمندر د څنډې هېوادونه، لکه (تایوان، هانګ کانګ، سنګاپور، سویلي کوریا) او جاپان، د لېبرال ماډل تر څنګ خپل بودایي او کنفوسیوسي باورونه او ځانګړي ارزښتي نظامونه هم له ځانه سره لري. جاپان د لېبرال پانګوالي اقتصادي ماډل په چوکاټ کې د حرکت تر څنګ، خپل معنوي او ديني جوړښتونه هم ساتلي دي. ان جان نایسبیت هم په خپل اثر «مېګاټرېنډز ۲۰۰۰» کې د ارام سمندر د څنډې هېوادونو د انقلابي ستراتیژیو په ترڅ کې، بودایي او کنفوسیوسي باورونه د پرمختګ پر لور د هڅوونکي عامل په توګه یادوي. د جان نایسبیت د تصور پر خلاف نن ورځ نه د جاپان اقتصاد او نه هم د ختیځې اسیا د نورو هېوادونو اقتصادونو له ځان څخه داسې یو فوقالعاده «ديونتولوژیک» اخلاق (هغه اخلاق چې سخت قوانین د افرادو له ارادې پرته پرې تحمیلوي) نه دي ښودلي. له همدې امله په دغو هېوادونو کې ډېرې رسوایۍ رامنځته شوې دي، چې د وال سټریټ او لندن د بورس رسوایۍ ته ورته دي او تر نن ورځې هم لیدل کېږي.
لنډه دا چې له پانګوالۍ څخه د تمه کېدونکو ګټو اخیستل د یوه اخلاقي انقلاب په شتون کې شوني دي. د استثمار پر لور د لارې د بندولو لپاره باید یو پرهېزګار نسل وروزل شي او دا کار به یوازې د ټولنیز عدالت له لارې ممکن دی.[4]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. هرمان هوپ، هانس، اشرافیت، سلطنت، دموکراسی: داستان حماقت و تباهی اخلاقی و اقتصادی، ص312، مترجم: عبدی، سلیمان، سال چاپ: ۱۳۹۶هـ، نشر دنیای اقتصاد.
[2]. فشارکی زاده، حسن، پایان سرمایهدار منطقی و فروپاشی نئولیبرالیسم،ص671، سال چاپ: ۱۳۸۸هـ، نشر قدیس.
[3]. چارتیه، گری، بازار آری کاپیتالیسم نه «آنارشیسم فردگرا در برابر مدیران، نابرابریها، قدرت شرکتها و فقر ساختاری»، ص378، مترجم: مولایی، مهرداد، سال چاپ: ۱۳۹۶هـ، نشر دنیای اقتصاد.
[4]. قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، ص322، مترجم: میر معزی، سید حسین، تابستان ۱۳۸۴هـ، قم-ایران.


