لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۵)
الهي آیتونه او پر ځمکه د ژوند څرک
د الله تعالی د عظمت یوه نښه دا ده چې کله ناکله ځمکه کلونه کلونه وچه پاتې کېږي، خاوره یې حاصل نه ورکوي او دښتې یې شاړې پاتې کیږي. دا حالت پرته له دې چې د ژوند کوم څرک پکې ولیدل شي کېدای شي اووه یا لس کاله دوام وکړي؛ خو کله چې باران پرې وورېږي، نو ځمکه ناڅاپه زرغونه شي، بوټي، ګلان او واښه پکې را وټوکېږي او انسان ځانته ګوته په غاښ کړي.
یوه پوښتنه چې دلته راپورته کېږي دا ده چې: «دا تخمونه له کومه راغلي دي؟ ولې د اوږدو کلونو په ترڅ کې په خاوره کې پراته وو او له منځه نه دي تللي؟» د دې پوښتنې ځواب پخپله د الله تعالی د حکمت او اعجاز یوه نښه ده.
د ځمکې د تخریبي عواملو (Erosion) پر وړاندې د تخمونو مقاومت
د ځمکې له تخریبي عواملو موخه باد، باران، تودوخه او سړه هوا ده چې آن په ډېرو کلکو ډبرو هم اغېز کوي او په خاوره یې بدلوي. پوښتنه دا ده چې: ایا پورته عوامل پر تخمونو اغېز نه کوي؟
د نباتي علومو د علماوو ځواب دا دی چې: «تخمونه په داسې ډول پیدا شوي دي چې د ځمکې د تخریبي عواملو پر وړاندې خوندي پاتې کېږي.»
یعنې تخمونه که څه هم په خاوره کې خښ وي او د انسان سترګې یې نه ویني، خو بیا هم کلونه کلونه د تودوخې، یخنۍ، کنګل او سختو بادونو پر وړاندې مقاومت کوي. د تخم بهرنی پوښ، هغه داخلي جوړښت (جنین)، لومړنۍ ودهکوونکې برخه (سویک) او زېرمه شوې غذا، دا ټول د تخم په ژوندي ساتلو کې مرسته کوي. د باران د لومړنیو څاڅکو په اورېدو سره ځمکه را شنه کېږي او نوي بوټي راټوکېږي.
عملي بېلګه: د سختو شرایطو پر وړاندې د تخم مقاومت
د دې حیرانوونکې پدیدې یوه بېلګه د مصر په اهرامونو کې د غنمو تخم موندل دي. دا غنم شاوخوا شپږ زره کاله مخکې زېرمه شوي وو، خو له دومره اوږدې مودې وروسته یې هم وکولای شول چې بېرته را شنه شي او نوی بوټی تولید کړي.
دا موضوع ښيي چې د تخم دننه موجود جنین د خپل نازک پوښ او زېرمه شوې غذا په مرسته کلونه کلونه د سختو چاپېریالي شرایطو پر وړاندې ژوندی پاتې کېږي او هیڅ ډول زیان نه ویني.
د تخم د مقاومت او د انسان د معدې د فعالیت ترمنځ پرتلنه
د دې اعجاز د لا ښه درک لپاره یوه تشبیهي بېلګه د انسان د معدې فعالیت دی. معده د هایدروکلوریک اسید په درلودلو سره کولای شي تر ټولو کلکې غوښې هم هضم کړي او په مایع یې واړوي. خو سره له دې ځینې تخمونه آن که وخوړل شي بیا هم له کوم تخریب پرته له معدې څخه تېرېږي.
دا د تخمونو هغه حیرانوونکی مقاومت په ډاګه کوي چې د میخانیکي او کیمیاوي شرایطو پر وړاندې خوندي ساتل شوي دي چې دا پخپله د الهي تدبیر او اعجاز یوه څرګنده نښه ده.
د غنم دانې د بهرني پوښ اهمیت
غنم د انسان لپاره د بشپړ خوراک په توګه پېژندل کېږي، یوازې دا نه چې په ځمکه کې مقاومت لري، بلکې داسې بهرنۍ پوښ هم لري چې د ټولې دانې د وزن شاوخوا ۹٪ برخه تشکیلوي او د «تخم د بهرنی برخې» په نوم پېژاندل کیږي.
د غنمو په بهرني پوښ کې موجود ترکیبات:
-
د B ډلې ویټامینونه (B1، B2،B6 او نور…)؛
-
فاسفوري مواد؛ د دماغ او اعصابو د تغذیې لپاره؛
-
اوسپنه؛ د وینې د پیاوړتیا او د اکسیجن د لېږد لپاره؛
-
کلسیم؛ د هډوکو او غاښونو د پیاوړتیا لپاره؛
-
سیلیکون؛ د وېښتانو د پیاوړتیا او ځلا لپاره؛
-
آیوډین؛ د تایرایډ د فعالولو لپاره؛
-
پوتاشیم، سوډیم او مګنیزیم؛ د انساجو د سلامتۍ او د انزایمونو د فعالیت لپاره.
له یادو ترکیباتو څخه په ډاګه کېږي چې د غنمو داخلي پوښ بشپړ غذایي ارزښت او الهي اعجاز لري. له بده مرغه په ډېریو مواردو کې انسانان له غنم څخه پوښ جلا کوي او په ناخالص ډول یې کاروي، چې په پایله کې یې انسانان له مهمو غذایي ارزښتونو بېبرخې کیږي.
احادیث او د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم سنت
د اسلام پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د خوړو په طریقه کې د غلو دانو د بشپړې ساتنې او د هغوی د طبیعي برخو د نه بېلولو اهمیت ته اشاره کړې ده:
«عن أبی حازم قال: سألت سهل بن سعد فقلت: هل أكل رسول الله صلىاللهعلیهوسلم النقی؟ فقال سهل: ما رأى رسول الله صلىاللهعلیهوسلم النقی، من حین ابتعثه الله حتى قبضه الله. قال: فقلت: هل كانت لكم فی عهد رسول الله صلىاللهعلیهوسلم مناخل؟ قال: ما رأى رسول الله صلىاللهعلیهوسلم منخلا، من حین ابتعثه الله حتى قبضه. قال: قلت: كیف كنتم تأكلون الشعیر غیر منخول؟ قال: كنا نطحنه وننفخه، فیطیر ما طار، وما بقی ثریناه فأكلناه.»[1]
ژباړه: «ابو حازم رحمهالله وایي: له سهل بن سعد رضیاللهعنه څخه مې وپوښتل: ایا رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سپین او صفا اوړه خوړلي دي؟ هغه وویل: رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له بعثت څخه تر وفات پورې هېڅکله سپین غلبېل شوي اوړه ونه لیدل. ترې ومې پوښتل: ایا تاسې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په زمانه کې غلبېل درلود؟ ویې ویل: رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له بعثت څخه تر وفات پورې غلبېل ونه لید. پوښتنه مې وکړه: نو تاسې به څنګه هغه وربشې خوړلې چې غلبېل شوې به نه وې؟ ځواب یې راکړ: موږ به اوربشې د ژرندې په وسیله ميده کولې، وروسته به مو پوکی ورته وهه، پوښ او خاوره به یې الوتل او پاتې به مو له اوبو سره خمیره کول او خوړل به مو.»
له پورته حدیث شریف څخه په ډاګه کېږي چې د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم په زمانه کې مسلمانانو غلې دانې له خپلو ټولو طبیعي ځانګړتیاوو سره کارولې او د هغوی له غذایي موادو څخه یې بشپړه ګټه اخیسته.
په لنډ ډول ویلای شو چې تخمونه نه یوازې دا چې پر ځمکه د ژوند امکان رامنځته کوي، بلکې د ځمکې د تخریبي عواملو او سختو چاپېریالي شرایطو پر وړاندې حیرانوونکی مقاومت هم لري. دا ډول مقاومت او د تخم دا ډول دقیق جوړښت د الله تعالی د «حکمت او قدرت» یوه ښکاره نښه ده. همدارنګه د تخم بهرنۍ پوښ او پکې زېرمه شوي غذایي مواد د تخم د ساتنې ترڅنګ د انسان په تغذیه کې حیاتي رول لري او په ورځني ژوند کې له الهي او طبیعي سنتو د پیروی پر اهمیت ټینګار کوي.
«هَٰذَا خَلقُ ٱللَّهِ فَأَرُونِی مَاذَا خَلَقَ ٱلَّذِینَ مِن دُونِهِۦۚ»[2]
ژباړه: «دا هرڅه چې تاسې یې وینئ الله تعالی پیدا کړې دي؛ نو ماته وښایاست چې له هغه پرته نورو څه پیدا کړي دي؟ (تر څو د عبادت او الوهیت مستحق وبلل شي).»[3]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. صحيح البخاري، كتاب الأطعمة، باب: ما كان النبي صلىاللهعليهوسلم وأصحابه يأكلون، رقم الحدیث: ۵۰۹۷، ج ۵، مخ ۲۰۶۶.
[2]. لقمان: ۱۱.
[3]. د «موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة»، ج ۲، مخونه ۱۲۱-۱۲۶ لنډ مطلب.


