لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)
سریزه
د ژوند پر راز او د مرګ پر ماهیت د پوهېدلو لپاره د انسان په نه ختمیدونکي لټون کې ګڼ ښوونځي او دینونه رامنځته شوي دي، چې هر یو يې هڅه کوي د دغو سترو پوښتنو لپاره ځوابونه ورکړي. په تېرې برخې کې مو پر دې بحث وکړ چې دا دین د «نبوت» په مساله کې څنګه له اسماني دینونو څخه فاصله اخلي او د پیغمبرۍ په انکار سره د اسلام له ژغورونکو ښوونو سره په مخالفت کې درېږي.
اوس په دې برخه کې یو ګام وړاندې ځو او د انسان د برخلیک د بنسټیزو باورونو له جملې څخه يو يې چې له قيامت او مرګ وروسته ژوند دی څېړو. د یو مسلمان لپاره په قیامت او د حساب پر ورځ ایمان لرل د دنیوي ژوند لپاره لارښود او د ستونزو پر وړاندې د سولې سرچینه ده، خو ساینټولوژي بیا د بل ډول انځور په وړاندې کولو سره د جنت او دوزخ حقیقي شتون او د قیامت پر ورځ حساب و کتاب ردوي او پرځای یې د « روح د پرله پسې دورې» یا د «عصري بیا زېږون» په څېر یو څه خبرې کوي.
دا څېړنه چې د اسلام د قطعي بنسټونو پر بنياد ولاړه ده، پکې هڅه شوې ده چې د ساینټولوژي دغه لیدلوری د عقل او شریعت له نظره وڅېړي او ارزونه يې وکړي. لومړی د «معاد» مفهوم او په اسلامي عقیده کې د هغه لوړ مقام تشریح کېږي، وروسته د قران او احادیثو د نقلي او عقلي دلايلو پر مټ د قیامت حقیقت او له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو امکان ثابتېږي. له دې وروسته د انکار کوونکو شکونه څېړل کېږي او د قران کریم روښانه ځوابونه وړاندې کېږي. په پای کې د ساینټولوژۍ باور د «روح د ژوند پرله پسې دورې» د بیا زېږون له عقیدې سره پرتله کېږي او د اسلام له نظره یې باطلوالی څرګندېږي.
د ساینټولوژي د عقیدې او باورونه نقد
(۳) له معاد ( قیامت او اخرت) څخه انکار
په ساینڼولوژي دین کې له مهمو عقیدو څخه یوه دا ده چې دوی د معاد او قیامت د ورځې په اړه څه ډول باور لري. ساینټولوژیستان د معاد په عقیده کې په ښکاره ډول له انحراف سره مخ دي؛ قیامت، حساب او کتاب، جنت او دوزخ، هغسې چې په اسلام کې مطرح دي، نه مني او په دې برخه کې د ځینو باطلو دینونو تر اغېز لاندې راغلي دي.
دلته به موږ د معاد د ارزښت او تعریف په بیانولو سره د دوی دغه باطل باور د اسلام له نظره تحلیل او نقد کړو.
(الف) د معاد (اخرت ورځې) تعریف او ارزښت
فیروز ابادي ویلي دي: «معاد د اخرت، حج، مکې او جنت په معنا دی او د دواړو معناوو (یعنې بېرته ستنېدل او د ستنېدلو ځای) پر بنسټ دا «لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ»[1] ایت تفسیر شوی دی. همدارنګه معاد د بېرته ستنېدلو ځای او د پایلو په معنا هم راځي.»[2]
راغب اصفهاني ویلي دي: «معاد د بېرته ستنېدو لپاره کارول کېږي او همدارنګه د هغه وخت لپاره چې په هغه کې بېرته ستنېدل ترسره کېږي. کله ناکله د هغه ځای لپاره هم کارول کېږي چې انسان ورته بېرته ستنېږي.»[3]
دا تعریفونه د «معاد» په اړه څرګندوي چې دا کلمه له «عود» څخه اخېستل شوې چې د میم مصدر دی او د هغه څه د بېرته ستنېدو معنا لري چې خپل لومړني حالت ته راځي.[4]
د شریعت په اصطلاح کې د «معاد» کلمه د بېرته ستنېدو په معنا ده، یعني د قیامت په ورځ د الله تعالی لور ته بېرته ستنېدل. دغه راز د بدن هغه ذرې او برخې چې له مرګ وروسته یو له بل څخه جلا شوې وي، د قیامت په ورځ بیا د دنیا په شان سره یوځای کېږي او روح په کې ځای پر ځای کېږي.[5]
ابن الاثیر وایي: «د الله تعالی د نومونو په منځ کې «المعید» هغه ذات ته ویل کېږي چې مخلوقات د دنیا له ژوند څخه وروسته بېرته د مرګ پر لور ګرځوي او له مرګ وروسته یې د قیامت په ورځ بیا را ژوندي کوي.»[6]
په حدیث شريف کې راغلي دي: «و أصلح لی آخرتی التی فیها معادی.» ژباړه: «او زما اخرت چې زما د بېرته ستنېدلو ځای دی، زما لپاره ښه کړه.» [7]
په یوه حدیث شريف کې د حضرت علي رضي الله عنه له قوله هم راغلي دي: «والحکم الله والمعود إلیه یوم القیامة.» ژباړه: «حکم د الله حکم دی او د قیامت په ورځ د ټولو بېرته ستنېدل د هغه پر لور دي.» یعني هماغه «معاد» دی.[8]
په معاد او د اخرت پر ورځ باور د ایمان له مهمو او شپږو ارکانونو څخه دی. هغه څوک چې د قیامت پر ورځ او له مرګ وروسته په بېرته ژوندي کېدو ایمان ونه لري، کافر دی او دوزخ ته داخلېږي، که څه هم په نورو ارکانو ایمان ولري.
خدای جل جلاله وايي: «وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْیوْمِ الْآخِرِ» [9]؛ ژباړه: «بلکې نېکمرغه هغه څوک دی چې په خدای او د قیامت پر ورځ ایمان ولري.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبرایل علیه السلام په ځواب کې وویل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ وَ مَلآئِكَتِهِ وَ كُتُبِهِ وَ رُسُلِهِ وَ الْیوْمِ الآخِر وَ تُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَیرِهِ وَ شَرِّهِ» [10] ژباړه: «نو ما ته د ایمان په اړه خبر راکړه؟ هغه وویل: دا چې په الله، فرښتو، کتابونو، پیغمبرانو او د اخرت پر ورځ باور ولرې او همدارنګه په تقدیر ایمان ولرې، یعنې دا چې هر خیر او شر د الله له لوري ټاکل شوی دی.»
(ب) د اسلام له نظره د معاد ثابتول
د قیامت پر ورځ ایمان لرل او دا باور چې له دې نړۍ وروسته په اخرت کې بل ژوند شته، د اسلام له بنسټیزو او اساسي ارکانونو څخه شمېرل کېږي. د اسلام له نظره نړۍ د ازموینې ځای او د اخرت د تل پاتې ژوند لپاره یوه مقدمه ده؛ هر انسان به د هغو عملونو پر بنسټ چې په دنیا کې یې ترسره کړي وي، د قیامت پر ورځ به جزا او اجر ورکړل شي.
د ساینټولوژي په ګډون ډېرې ډلې او ښوونځي د قیامت د ورځې د باور په مساله کې د انحراف ښکار شوي دي؛ د ملحدانو او مشرکانو په څېر ځینې ډلې په بشپړ ډول له مرګ وروسته ژوند ردوي او نور لکه هندوییزم، سیکیزم او ساینټولوژي په بیا را ژوندي کېدو او د روح په بېرته ستنېدو چې په نورو جسمي قالبونو کې را ګرځي باور لري. ځینې نور لکه د مسیحیت او یهودیت که څه هم په قیامت باور لري، خو د هغه تصویر یې په ذهن کې له هغه څه سره چې اسلام وړاندې کوي، بشپړ توپیر لري.[11]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. قصص: ۸۵.
[2]. فیروزآبادی، القاموس المحیط، ج ۱، ص ۳۳۰.
[3]. راغب اصفهانی، المفردات، ص ۳۵۲.
[4]. غالب العواجی، الحیاة الآخرة، ۱/۶۵.
[5]. الموسوعة العقدیة، ج 4، ص ۳۱۰.
[6]. النهایة فی غریب الحدیث والأثر، ج ۳،ص ۳۱۶.
[7]. صحیح مسلم، ش ۲۷۲۰.
[8]. النهایة فی غریب الحدیث والأثر، ج ۳، ص ۳۱۶.
[9]. البقرة: ۱۷۷.
[10]. صحيح مسلم، ج ۱، ص ۳۶.
[11]. جهت شناخت بیشتر هندویزم، سیکیزم، مسیحیت و یهودیت، میتوانید به سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمائید.


