لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۱۹)
په تېرو برخو کې د فراماسونرۍ د درېیو مهمو رمزونو او نښو ارزونه ترسره شوه. له هغو نښو او رمزونو څرګنده شوه چې دوی د صهيونيزم او يهوديت له ښوونو او عقايدو څخه اغېزمن شوې دي. د همدې بحث په دوام کې د ځينو هغو سمبولونو او رمزونو يادونه کوو چې د يهوديت او صهيونيزم له بنسټيزو عقايدو سره مستقيمه اړيکه لري او د همدغو ښوونو پر بنسټ رامنځته شوي دي. د دوی دا نښې د يهودي عقايدو مهم وسايل انځوروي او په معبدونو، جګړو او بېلابېلو غونډو او پروګرامونو کې ترې کار اخيستل کېږي.
د دغو سمبولونو له ډلې لاندې ځينې ډېر کارېدونکي او مهم سمبولونه ارزوو:
د ماسوني محفل شعار (هیکل)
هيکل چې د لويې او مقدسې ودانۍ يا معبد په مانا دی؛ په لرغونو تمدنونو، په ځانګړي ډول د مصر او بين النهرين په تمدونونو کې ډېر مهم ځای درلود. د دوی په باور هيکل د خدايانو د اوسېدو لپاره ډېر ضروري ځای ګڼل کېده. دوی عقيده درلوده چې اسمان د خدايانو د اوسېدو او مقدسو اسرارو ځای دی، خو کله چې دغه خدايان ځمکې ته د راتلو اراده ولري، نو بايد په ځمکه کې د دوی لپاره يو باعزته او مقدس ځای موجود وي، چې هغه ځای همدا هيکل دی.
په ټوله کې د دوی باور دا دی لکه څنګه چې اسمانونه په پورته عالم کې د خدایانو د استوګنې ځای ګڼل کېږي، په همدې ډول په ځمکه کې د هغوی د اوسېدو ځای هيکل دی.
هيکل له بېلابېلو برخو څخه تشکيل شوی، لکه: «مقدس مذبح» (د سپېڅلې قربانۍ ځای)، «مقدس تصب» (سپېڅلې نښه)، «مقدسې ستنې» او «مقدسې خونې».
د سپېڅلې قربانۍ ځای (مقدس مذبح) په لرغونو تمدونونو کې د هيکل له مهمو ارکانو څخه شمېرل کېده؛ ځکه چې دا د الهي حضور نښه بلل کېده او په دې ځای کې به انسان د قربانۍ له لارې له خپل رب سره نږدې کېده. په همدې ډول (مقدس مذبح) له مرګ څخه زندګۍ او له فاني ژوند څخه تلپاتې ژوند ته د تلو نښه ګڼل کېده. په خپله له دې اصطلاح (مقدس مذبح) څخه څرګندېږي چې موخه ترې د سپېڅلې قربانۍ ځای دی او دا په خپله د دې کار د قداست او سپېڅلتيا څرګندونه کوي.[1]

په ماسوني تفکر کې هيکل
په فرماسونرۍ کې (ماسوني محفل) ډېر مهم او سپېڅلی ځای لري، چې د ارزښت او سپېڅلتيا پر اساس يې مقام د لرغونونو تمدنونو د هيکل له مقام څخه کم نه دی. د دوی په باور دا محفل په حقيقت کې د يهودي هيکل سمبول دی؛ يهودي هيکل د «حضرت سلېمان عليه السلام هيکل» ته اشاره کوي، د روايتونو له مخې د حضرت سلېمان عليه السلام هيکل د «حيرام صوري» په لاس جوړ شوی و. په ماسوني تفکر کې دغه هيکل د نړيوال صهيونيستي ـ يهودي ماسونيت روح ګڼل کېږي.
لکه څنګه چې په يهودي عقيده کې هيکل د خدای د اوسېدو ځای، د بني اسراييلو ترمنځ د هغه شتون مرکز او د نړۍ د هستۍ مرکز ګڼل کېږي؛ په همدې ډول هر ماسوني محفل په حقيقت کې د هماغه يهودي هيکل سمبول دی. هر استاد چې په خپله څوکۍ کېني، د يهود پاچا استازی ګڼل کېږي او هر عادي ماسون د يوه یهودي کارګر تجسم او تمثيل بلل کېږي.[2]
د ماسوني محفل تور او سپین فرش
د ماسوني محفل د فرش مربع ډوله (تورې او سپينې) نښې په څو ډوله تعبير شوې دي:
(۱) د «ښه» او «بد» يا «نېکۍ» او «شرارت» دوه ګوني تضاد سمبولونه دي.
(۲) د رنګونو، مذهبي او سياسي توپیرونو سره سره دا مربع ډوله جوړښتونه ښيي چې ماسونيان په ټوله نړۍ کې سره يو دي.
(۳) دا دوه (تور او سپين) مربع ډوله شکلونه د انسان د ورځني ژوند د ستونزو او ازموينو نښه ګڼل کېږي.
(۴) د انسان په اخلاقي معيارونو او ارزښتونو کې تضاد هم په همدې جوړښتونو کې انځور شوی دی.[3]
د محفل دوه ستنې
دوه هغه ستنې چې د ماسوني محفل په دواړو غاړو کې ايښودل شوې دي، په لاندې ډول دي:
(۱) د قوت ستنه «بوغر»: دا ستنه د (حضرت سلېمان عليه السلام څلورم نيکه) ته منسوبه ده او پر سر يې د (B) توری ليکل شوی دی.
(۲) د ښکلا او ثبات ستنه «ياکين»: دا هغه ستنه ده چې د (حضرت یعقوب علیه السلام) د دولسو زامنو له ډلې څخه د یوه په نوم ورته نسبت کېږي او پر سر يې د (G) توری ليکل شوی دی.[4]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې
[1]. کوبر، جی.سی، الموسوعة المصورة للرموز التقلیدیة، ترجمۀ مصطفی محمود، ص: 16، المرکز القومیة للترجمة، چاپ اول، 2004م.
[2]. دوفو، رولان، بنوإسرائیل موسساتهم و تشریعاتهم فی ضوء العهد القدیم، ترجمۀ داکتر عبدالوهاب علوب، ص: 521 سلسلة الدراسات الدینیة والتاریخیة، 1431ه.ق.
[3]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، ص: 214.
[4]. بوشیه، جول، الرموز الماسونیة،ص: 185 و بعد از آن، ترجمۀ دکتور جمیل سعاده، المحفل الأکبر اللبنانی الموحد، چاپ اول، 2006م.


