لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه
سریزه
په تېرو برخو کې مو وویل چې ساینټولوژي نه یوازې پر معاد باور نه لري، بلکې د انسان برخلیک هم په یو بل ډول انځوروي؛ دوی وایي روح له یوه بدن څخه بل بدن ته لېږدول کېږي. دا په اصل کې د تناسخ مفهوم دی چې په ځینو ختیځو مکتبونو کې مروج دی، خو ساینټولوژۍ د خپلو ځانګړو اصطلاحاتو له مخې وړاندې کړی دی او د دې تر څنګ مو دا هم وویل چې ولې دا باور د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دی او همدا ناسموالی مو د عقلي او نقلي دلایلو په رڼا کې ثابته کړ.
د معاد او تناسخ له بحث څخه وروسته د دې ایین د یو بل مهم باور په اړه بحث ترسره کوو؛ هغه باور چې په ظاهره فلسفي ښکاري، خو د دوی د ډېرو ادعاوو بنسټ جوړوي، چې هغه د دوی پر باور د روح یا «تېتن» ازلي والي دی. د ساینټولوژۍ پیروان په دې عقیده دي چې روح پیل او پای نه لري. دوی وایي چې روح ان د مادي نړۍ له پیدایښت څخه مخکې موجود و او د مادي نړۍ په جوړښت کې یې رول درلود. دوی روح دومره لوی ګڼي چې د مادي نړۍ خالق یې معرفي کوي او لرغونوالی یې تر میلیاردونو او ان تر تریلیونونو کلونو پورې رسوي.
د روانې لړۍ په دوام کې به لومړۍ په لغوي او اصطلاحي ډول د «روح» معنا روښانه کړو، وروسته به یې د حقیقت او ماهیت په اړه د پوهانو لید لوري وڅېړو. په پای کې به د قرآني ایتونو او نبوي احادیثو په استناد د روح د پیدایښت وخت او له بدن سره اړیکه وڅېړو، چې څرګنده شي د ساینټولوژۍ باورونه تر کومه حده له اسلامي ښوونو سره په ټکر کې دي.
(۵) د روح (تېتن) پر ازلي والي باور
روح یوه ناپېژندل شوې او پټه پدیده ده چې د پیدایښت او مخینې په اړه یې د دینونو او فرقو ترمنځ بېلا بېل لید لوري موجود دي. له دغو ډلو څخه یوه هم د ساینټولوژۍ عقيده او ايين دی؛ یاد ایین پر دې باور دی چې روح چې د «تېتن» (Thetan) په نوم هم یادېږي، یو ډېر لرغونی او ازلي موجود دی او ان میلیاردونه او تریلیونونه کلونه وړاندې یې شتون درلود.
د ساینټولوژۍ د ښوونو له مخې روح اصلا د نړۍ او مادې له پیدایښت څخه مخکې موجود و او د دې نړۍ او طبیعت د یوې برخې په پنځولو کې یې ونډه لرلې ده؛ یعنې دا ایین روح ته دومره لوړ مقام او ستر عظمت ورکوي چې ان د نړۍ او مادې خالق یې معرفي کوي.
د ساینټولوژۍ د پټو او محرمو ښوونو له مخې کله چې روح د مادي نړۍ یوه برخه وپنځوله، نو یو فضایي موجود چې «زینو» نومېږي، میلیاردونه روحونه له منځه وېوړل او ځمکې ته یې تبعید کړل، همدې روحونو وروسته پر انسانانو اغېز وکړ. د دې ایین د باور له مخې روح لکه څرنګه چې ازلي دی، همدارنګه ابدي هم دی؛ یعنې روح (تېتن) نه مري او تلپاتې دی، یوازې له یو بدن څخه بل بدن ته لېږدول کېږي او بېلا بېلې تجربې تر شا پرېږدي.[۱]
د بحث په دوام به د روح له تعریف، پیدایښت او څرنګوالي وروسته د ساینټولوژۍ دا باور د اسلام له لید لوري هم وڅېړو او نقد به یې کړو.
(الف) د روح لغوي پېژندنه
(۱) فیروز ابادي وایي: «روح» (د (ر) په جمعې سره) هغه څه ته وایي چې د موجوداتو ژوند پرې ولاړ وي. همدارنګه په قرآن کریم، وحې، جبرايیل او عیسی علیهما السلام باندې هم د «روح» اطلاق شوی دی. یاده کلمه د نفس، د نبوت الهام، د الهي امر او د الله تعالی د قدرت او سلطنت لپاره هم کارول کېږي؛ هغه که د انسان څېره وي او که د ملایکو وجود، خو که د (ر) په فتح سره وکارول شي، نو د ارامۍ، رحمت او د خواږه باد معنا ورکوي.[۲]
(۲) ابن فارس وایي: د «روح» کلمه د «راء، واو، حاء» له ریښې اخیستل شوې ده او دا ریښه په اصل کې پر پراخوالي او روانوالي دلالت کوي. د دې ټولو معناوو اصل «باد» دی. د «روح» په کلمه کې د «حاء» توری په اصل کې «واو» و، خو د مخکیني کسر له امله په «یاء» بدل شوی دی. له همدې امله «روح» د انسان د روح په معنا دی او له «الریح؛ باد» څخه اخیستل شوی او د دې کلمې ټول هم ریښه لغتونه هم همدې معنا ته راګرځي. «روح» په اصل کې نرم باد ته ویل کېږي.[۳]
(۳) علامه محمد رازي هم لیکي چې د «روح» کلمه هم د مذکر په توګه کارېږي او هم د مونث په توګه او جمع یې «ارواح» ده. په قرآن کریم کې حضرت عیسی او جبرايیل علیهما السلام هم د «روح» په نوم یاد شوي دي. د ملایکو او پېریانو نسبت هم د (د راء په ضم سره) د «روحاني» بڼه خپلوي او جمع یې «روحانیون» دي. همدارنګه هر ژوندی شی چې روح ولري، «روحاني جسم» بلل کېږي او «روحاني» (د راء په فتح سره) خوښ او د روح تازه کوونکی ځای بلل کېږي. د «ریح» جمع «ریاح» او «اریاح» ده او کله ناکله د «أرواح» په بڼه هم کارول کېږي.[۴]
(۴) ابن منظور وایي: «روح» (د راء په ضم سره) په عربي ژبه کې د «نفخ» په معنا ده او دا کلمه ځکه «روح» بلل شوې، چې د هغه نسیم په څېر دی چې له روح څخه را ولاړېږي. «روح» مذکر دی؛ همدارنګه «روح» د «نفس» په معنا هم راځي او په دې معنا کې هم د مذکر او هم د مونث په توګه کارول کېږي او جمع یې «ارواح» ده.[۵]
(ب) د روح اصطلاحي پېژندنه
د روح د مفهوم په اړه د علماوو او پوهانو له خوا بېلا بېل تعریفونه وړاندې شوي دي، چې دلته یې د ځینې يادونه کوو:
(۱) امام غزالي رحمه الله د روح د تعریف او مفهوم په اړه وایي: «روح یو لطیف جسم دی چې سرچینه یې د مادي زړه په کنده (حفره) کې ده او د ضربان لرونکو رګونو له لارې د بدن په ټولو برخو کې خپرېږي. د بدن په دننه کې د روح بهېدل، د ژوند د رڼا خورېدل او پر غړو د حس، لید، اورېدلو او بویولو رڼا خپرېدل، د هغې څراغ په څېر دي چې د کور په ګوټ ګوټ کې وګرځول شي او د کور هېڅ داسې کونج نه پاتې کېږي چې د همدې څراغ په رڼا روښانه نه شي. د دې تشبیه له مخې «حیات» د هغې رڼا په څېر دی چې پر دېوالونو را څرګندېږي او «روح» د څراغ په څېر دی. د بدن په دننه کې د روح حرکت او جریان هم د څراغ د حرکت په څېر دی چې رڼا یې هر ځای خپرېږي. طبیبان چې د روح کلمه کاروي، نو همدا معنا یې ترې مراد وي، یو لطیف بخار چې د زړه د تودوخې په وسیله پخېږي، نری او لطیف کېږي.»[۶]
(۲) د فلسفې او طب لوی عالم ابن سینا وایي: «روح یو لطیف، متحرک او پورته تلونکی موجود دی او د پورته کېدو لپاره معکوس کېدو او فشار ته اړتیا نه لري. که معکوس کړل شي، نو د وینې زیاته بهېدنه رامنځته کېږي او د روح حرکت ستونزمنېږي؛ ځکه چې پورته لوري ته یې حرکت اسانه دی. د روح لطافت او حرکت په حقیقت کې دې ته اشاره ده چې لطافت او حرکت په دماغو کې داسې اغېزې پیدا کوي چې بدن ورته اړتیا لري او دماغ تاوده ساتي.»[۷]
(۳) محمد بن رشد وایي: «نفس او روح د یوه واحد حقیقت دوه نومونه دي، هماغه څه چې په وسیله یې بدن ژوندی کېږي. البته نفس او روح دواړه کېدای شي په جلا توګه پر نورو معناوو هم اطلاق شي، لکه دا چې «نفس» د شي پر ذات او حقیقت، پر وینه او د انسان پر ژوند اطلاق کېږي او «روح» پر فرښته، قرآن کریم، د انسان پر دَمي او بازدَمي نفس (ساه اخیستل او ایستل) او د انسان او حیواناتو پر ژوند اطلاق کېږي. خو کله چې «نفس» او «روح» دواړه په ګډه د یوه شي لپاره وکارول شي، نو مراد ترې هماغه حقیقت وي چې بدن پرې ژوندی دی او د مرګ فرښته یې د مرګ پر مهال اخلي او د رحمت یا عذاب فرښتو ته یې سپاري، نو په دې معنا نفس، روح او نَسَمه ټول یو دي او انسان کله ناکله د مجاز له مخې «نَسَمه» هم بلل کېږي. دا چې روح او نفس یو حقیقت دی، دلیل یې دا دی چې الله تعالی فرمایي: ﴿اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا.﴾ ژباړه: «الله جل جلاله د خلکو ارواوې د هغوی د مرګ پر مهال اخلي او هغه چې نه وي مړه شوي، د خوب پر مهال یې اخلي.»[۸]
(۴) ابوبکر بن انباري وایي: «هر څوک چې د «نفس» او «روح» ترمنځ توپیر نه کوي او دواړه یو شی ګڼي، یوازینی توپیر يې دا دی چې «نفس» په عربي ژبه کې مونث دی او «روح» مذکر.» ابن تیمیه رحمه الله وایي: «نفس هماغه باد دی چې انسان پرې ساه اخلي او له نفس څخه مراد هماغه هوا ده چې د ساه اخیستلو او ایستلو پر مهال د بدن له سوري سوري ووځي؛ دا د اسفرایني او د یو شمېر نورو علماوو نظر هم دی.ابن فورک هم ویلي دي: نفس هماغه څه دي چې د اندامونو په دننه فضا کې بهېږي.»[۹]
(۵) ابن تیمیه رحمه الله وایي: «قاضي ابوبکر پر دې باور دی چې ډېر متکلمان روح «عَرَض» ګڼي او موږ هم دا نظر هغه وخت منو چې له روح څخه مراد «نفس» نه وي. هغه وایي: هغه روح چې په بدن کې موجود دی په دوه ډوله دی: یو «حیات» دی چې په بدن کې قايم وي او بل «نفس» (ساه اخیستل او ایستل) دي. ابو المعالي هم په دې عقیده دی چې روحونه لطیف اجسام دي چې له محسوسو اجسامو سره ګډ شوي وي او الله تعالی داسې عادت مقرر کړی چې تر هغه دا ګډوالی موجود وي، بدن ژوندی پاتې کېږي او کله چې دا اړیکه له منځه لاړه شي، نو د همدې جاري قانون له مخې مرګ رامنځته کېږي.»[۱۰]
(۶) ابن فورک وایي: «روح هغه څه دي چې د اندامونو په تشو (حفراتو) کې بهېږي.»
(۷) ابوالمعالي وایي: «ارواح لطیف اجسام دي چې له محسوسو اجسامو سره تړلي دي او الله تعالی دا ټاکلې ده چې تر هغه وخته دا اړیکه ټینګه وي، بدن به ژوندی وي او کله چې ترې جلا شي، د الله تعالی د عادي جریان له مخې مرګ واقع کېږي.»
ابن تیمیه رحمه الله يې په دوام کې زیاتوي: «د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین، تابعینو، د امت د سلفو او اهل سنت د امامانو رحمهم الله عقیده دا ده چې روح یو مستقل حقیقت دی، له بدن څخه بېل دی او له مرګ وروسته هم نعمت یا عذاب احساسوي او روح د نفس په څېر نه خپله بدن دی او نه د بدن برخه.»[۱۱]
دوام لري…
سرچینې:
[۱] سالمی، ساینټولوژي، «نگاه» فرهنګي او څېړنیزه مجله، مخ ۷۹؛ ویکیپېډیا، د «زینو» (Xeno) مدخل؛ Scott, Michael Dennis (2004). Internet And Technology Law Desk Reference, p. 109.
[۲] الفیروزآبادي، القاموس المحیط، مخ ۲۲۰.
[۳] ابن فارس، معجم مقایس اللغة، ټوک ۲، مخ ۴۵۴.
[۴] محمد الرازي، مختار الصحاح، مخ ۲۶۷.
[۵] ابن منظور، لسان العرب، ټوک ۲، مخونه ۲۶۱–۲۶۸.
[۶] الغزالي، إحیاء علوم الدین، ټوک ۳، مخونه ۵۰۸–۵۰۹.
[۷] ابن سینا، القانون في الطب، ټوک ۱، مخ ۸۵.
[۸] ابن رشد القرطبي، البيان والتحصيل والشرح والتوحيد والتعليل لمسائل المستخرجة، ټوک ۲، مخ ۲۹۱.
[۹] ابن تیمیة الحراني، مجموع الفتاوی، ټوک ۵، مخ ۳۳۸.
[۱۰] هماغه، ټوک ۵، مخ ۲۴۱.
[۱۱] هماغه، ټوک ۵، مخ ۲۴۱.


