شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp ليکوال: عبدالحی ليان شیطانپرستي (برخه: ۳۳) د شيطان پرستۍ پر وړاندې د مقابلې لارې چارې (۱) د مخنيوي لارې چارې (دوام) (ج) کلتور او زدهکړه په ټولنه کې د افرادو د ځانکړنو د جوړښت او فکري تګلارې د ټاکلو بنسټيز لاملونه کلتور او زده کړې دي. د یوې ټولنې پرمختګ او زوال دواړه د هماغه ټولنې د حاکم تعليم او کلتور له بڼې سره اړيکه لري. له همدې امله دغو دوو عواملو ته ځانګړې پاملرنه د عقيدتي ـ فکري انحرافاتو پر وړاندې، په ځانګړي ډول له شيطان پرستۍ سره د مبارزې په ډګر کې له اساسي اړتياوو څخه شمېرل کېږي. دا موضوع د لاندې سرليکونو په چوکاټ کې تنظمیولای شو[۱]: (۱) د ځوانانو او تنکيو ځوانانو ديني روزنې ته ځانګړې پاملرنه. (۲) په ښوونځيو او مدرسو کې د ديني او عقيدتي مضامينو جدي بيا کتنه او په لوړ کيفيت د دغو درسونو وړاندې کول. (۳) د معاصرو ويجاړوونکو ډلو د دسيسو او انحرافاتو روښانه کول، په ځانګړي ډول د شيطان پرستۍ ډلې. (۴) د شيطان پرستۍ له نښو نښانو څخه د بازار چاپېريال پاکول او د خپروونکو پر وړاندې يې جدي مقابله. (۵) په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د درسي نصابونو ژوره څېړنه او کره ارزونه. (۶) د ښوونځيو په تعليمي نصاب کې د اسلام سپېڅلي دين د لارښوونو پر بنسټ پر اخلاق پالنې ټينګار. (۷) د زدهکوونکو او زده کړيالانو لپاره د معاصرو شبهاتو (په ځانګړي ډول د منحرفو ډلو) د ځوابولو په موخه د ازادو غونډو جوړول. (۸) د ديني کلتور او اسلامي ورورولۍ خپرول. (۹) د کارموندنې زمينه برابرول، د سالمو تفريحي چاپېريالونو رامنځته کول او پر ټولنه، په ځانګړي ډول پر ځوانانو د نامعقولو او غير ضروري فشارونو را کمول. (۱۰) د ټولنيزو چارو په پرمخ وړلو کې د ګډ کار روحيه پياوړې کول او د ټولنې د افرادو لپاره د هيله بښونکو مرکزونو جوړول. (د) غږیزې او انځوریزې رسنۍ د معاصرو ټولیزو اړيکو وسایل، په ځانګړي ډول د رسنيو، د بېلا بېلو ابعادو ورځ تر بلې پراختيا د نننۍ نړۍ د اړيکو په ډګر کې يو څرګند او ستر بدلون رامنځته کړی دی. معاصر انسان وتوانېده چې د دې ستر بدلون په رڼا کې د سمې او اغېزمنې استفادې له لارې په حيرانوونکې بڼه خپله ارتباطي او معلوماتي تشه ډکه کړي. په همدې ترڅ کې ځينو ډلو او جريانونو له دې رامنځته شوي فرصته ناوړه ګټه پورته کړه او د ټولنې د انحراف او زوال زمينې يې برابرې کړې. د شيطان پرستۍ منحرفه او الحادي فرقه هم له همدې ډلو څخه ده چې هم د انټرنېټ له لارې په مجازي فضا او هم د ټولیزو رسنيو په چوکاټ کې په پراخه کچه د خپلو انحرافي پروګرامونو خپرولو ته دوام ورکوي. د دې بېلارې جريان د يرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره رسنيو ته پاملرنه که د شيطان پرستۍ پر وړاندې د مقابلې په برخه کې وي او که د مخنيوي په ډګر کې، يوه جدي او اړينه موضوع ده. په دې برخه کې لاندې کړنې ترسره کول ګټورې تمامېږي: (۱) له ورځنیو اړتیاوو او غوښتنو سره سم، له کیفي او کمي پلوه د ديني پروګرامونو برابرول. (۲) له متنوع، هدفمندو او ديني پروګرامونو سره سم د مسلکي اسلامي رسنيو جوړول او فعالول. (۳) د ديني پروګرامونو د اغېزمنتيا په موخه د تکنالوژۍ په ډګر کې له نوو ظرفيتونو څخه استفاده. (۴) د ځوانانو لپاره په ديني، اقتصادي، سياسي او سالمو تفريحي برخو کې د روزنيزو پروګرامونو جوړول. (۵) ژمنو او متخصصو کسانو ته رسنيز کار سپارل. (۶) د معاصرو شرايطو په رڼا کې د ديني احکامو د بيا پېژندنې لپاره له ديني عالمانو او متخصصينو څخه ګټه اخيستل. (۷) د دين د معرفي کولو په برخه کې له افراط او تندلارۍ څخه ډډه کول. (۸) د فردي، کورنيو او ټولنيزو ستونزو د حل لپاره د ديني پروګرامونو معرفي او وړاندې کول. (۹) د غږیزو او انځوریزو رسنيو په برخه کې له ديني متخصصينو سره په اړیکو کې اساني را منځته کول. (۱۰) د اقتدا لپاره د ديني الګوګانو معرفي او د هغوی د ژوند د طريقې روښانه کول. (۱۱) له قانون ماتوونکو او ټولنيز فساد خپروونکو رسنيو سره قانوني چلند کول. (هـ) کورنۍ او ټولنه کورنۍ او ټولنه هغه دوه اساسي عناصر دي چې د امت بنسټ جوړوي او دغو دوو عناصرو ته پام نه کول په مستقيم ډول د هېواد او اسلامي امت د پرمختګ يا وروسته پاتېوالي لامل کېږي. له همدې امله د الحادي ډلو په ځانګړي ډول د شيطان پرستۍ پر وړاندې د مقابلې په ډګر کې بايد کورنۍ او ټولنې ته پاملرنه د پروګرامونو په لومړيتوب کې وي، د بېلګې په توګه: (۱) د کورنۍ مقام بېرته را ژوندی کول او د نسلونو په روزنه کې يې رول ته پاملرنه. (۲) د کورنۍ په چوکاټ کې د اولادونو د روزنې لپاره ملي پروګرام جوړول. (۳) د کورنيو په کچه ګډو ټولنيزو فعاليتونو ته پاملرنه. (۴) د کورنيو د تربيتي مديرانو د لارښوونې لپاره د کتابونو، مجلو او مقالو ترتيب او خپرول. (۵) د کورنۍ د مقام د پېژندلو او لوړولو په موخه د ښوونځيو او پوهنتونونو په درسي نصابونو کې د کورنۍ اړوند درسونه، لکه: د سالمې کورنۍ ځانګړنې او داسې نور شاملول. (۶) د اولادونو د روزنې په برخه کې د برياليو کورنيو معرفي کول او درناوی کول. (۷) د کورنۍ د تربيتي پروګرامونو او رسنيو، مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو د پروګرامونو ترمنځ همغږي را منځته کول. (۸) د جوماتونو د خطيبانو له لوري د کورنيو مديرانو ته پرله پسې سپارښتنې کول. (۹) په ګټور او اغېزناک ډول د کورنيو تفريحي سفرونو ته پاملرنه. (۱۰) د کورنيو اړيکو پياوړتيا. (۱۱) د ځوانانو لپاره د واده په برخه کې اسانتيا رامنځته کول. (۱۲) په کور کې د اسلامي ښوونو او رسول الله صلی الله عليه وسلم د سيرت د غونډو جوړول. (۱۳) د کورنۍ اقتصادي وضعيت ته پاملرنه او (د معمول تر حده) د ځوانانو د اقتصادي اړتياوو پوره کول. (۱۴) د کتاب لوستنې د فرهنګ دودول او په کور کې د کتابتون جوړول. (۱۵) د کور دننه د شته ستونزو د حل په برخه کې د کورنۍ د غړو له ظرفيتونو څخه استفاده کول. (۱۶) د ځوانانو د فارغ وخت سم مديريت او د انحراف د مخنيوي لپاره د کار زمينې برابرول. (۱۷) د مناسبو ورزشي ميدانونو او تفريحي ځايونو جوړول او د اړوندو مراجعو له خوا د هغوی منظم مديريت. (۱۸) د ولسواليو او ولايتونو په کچه د کتابتونونو جوړول او د کتاب لوستنې د غونډو، سياليو، ليکوالۍ او ورته نورو فعاليتونو له لارې کتاب لوستنې ته د خلکو هڅول. ادامه لري… مخکینۍ برخه خدای جل جلاله ته پناه وړل او د شیطان له دوکې څخه ځان ساتل د دینونو، افرادو او ټولنو لپاره د شیطان پرستۍ خطر د شیطان د سوسو خطر او له هغه څخه د ژغورلو لارې د شیطاني وسوسو ماهیت او له دې وسوسو سره د مبارزې لپاره الهي احکام شیطان پرستي شیطانپرستي، انحراف، عقاید