Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲)
دینونه شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD

شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲)
د شیطان‌ پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې چارې
شيطان پرستي له هغو ويجاړوونکو جريانونو او عقايدو څخه ده چې له بده مرغه په وروستيو کلنو کې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپره شوې ده. اسلامي هېوادونه چې د استعمارګرو اصلي هدف بلل کېږي، تل د شیطان‌ پرستۍ د خپروونکو تر ځانګړې پاملرنې لاندې پاتې شوي دي. هغوی د درنو لګښتونو له لارې  هڅه کوي چې د اسلامي ټولنې بډایه فرهنګ له منځه وېسي، چې د اسلامي فرهنګ له کمزوري کېدو او له منځه وړلو وروسته پر اسلامي ټولنه په اسانۍ سره واکمن شي.
په اسلامي ټولنو کې د شیطان‌ پرستۍ د خپرېدو تر ټولو اغېزمنه وسیله د شیطان‌ پرستۍ موسیقي، لکه د (رېپ او مټال) رواجول دي، چې د پام وړ شمېر ځوانان یې ځان ته راجلب او هغوی یې له خپل هویت څخه پردي کړي دي. دا ډول موسیقي چې د سندرو معناوې یې د ډېرو ځوانانو لپاره د درک وړ نه وي، خو بیا یې هم زمزمه کوي او ورو ورو یې خپل ذهن ته سپاري.
په ټولنه کې د دې باور د خطر پراخوالی غوښتنه کوي چې د ټاکلو او روښانه لارو چارو پر بنسټ په جدي ډول ورسره مقابله وشي. له شیطان پرستۍ سره مقابله په دوو برخو کې څېړل کېدای شي چې يو يې د مخنیوي لارې چارې (وقایه) او بل يې تعقیبي لارې چارې (معالجه) ده.
(۱) د مخنیوي لارې چارې
په دې کې هېڅ شک نشته چې تر تعقيب مخنيوی ډېر مهم دی، په ځانګړي ډول هغه مهال چې خبره د ټولنې او اعتقادي مسایلو وي. له همدې امله د شیطان‌ پرستۍ پر وړاندې د مقابلې تر ټولو غوره لار د مخنیوي لاره ده. د مخنیوي لارې چارې بېلا بېلې ساحې او اړخونه لري، چې دلته به یې مهمو برخو ته اشاره وکړو.
(الف) دیني او اعتقادي روزنه
د انسان د روزنې اړتیا (په ځانګړي ډول د عقیدې او باور په برخه کې) له خوراک او تغذیې څخه هم زیاته ده؛ ځکه باور د انسان لپاره د کنترول د کابینې حیثیت لري. له همدې امله په باور کې انحراف په چلند او سلوک کې هم انحراف را منځته کوي. د اسلامي ټولنې د افرادو له دیني او اعتقادي روزنې څخه زموږ موخه د شیطان ‌پرستۍ د خپرېدو پر وړاندې مقابله ده، چې لاندې ټکو ته پکې پاملرنه اړينه ده:[۱]
(۱) په غوره (احسنه) توګه په ټولنه کې د دیني باورونو خپرول، نشرول او بنسټیز کول
(۲) په ټولنه کې د اعتقادي مفاهیمو، لکه: (توحید، اخلاص، عبادت، اسلام، ایمان او نور) د اصلي سپېڅلتیا، هیبت او واقعي مقام بېرته را ژوندي کول او د ځوان نسل لپاره یې روښانه کول.
(۳) په سمه توګه د وارداتي او له دیني باورونو سره د مخالفو افکارو پېژندل، د انحرافاتو څرګندول او هغوی ته د میلان خطرونه بیانول.
(۴) د باطلو او دین ضد ډلو د اعتقادي او فکري انحرافاتو رېښې‌ پېژندنه او په اسلامي ټولنه کې د دغو افکارو د خپرولو په برخه کې د استعمارګرو د رول بربنډول.
(۵) د دین د ټولو اړخونو عملي کولو ته پاملرنه او د ټولنې وګړي هڅول چې یوازې پر اعتقاد پالنه بسنه ونه کړي، بلکې دین په عمل کې پلی کړي.
(۶) د ورځینو معیارونو مطابق په اسلامي ټولنه کې د جومات د رول بېرته را ژوندي کول، د جوماتونو د روزنیز سنګر فعالول او د مسلمانانو سمه توجیه.
(۷) د دعوت او تبلیغ تخصصي کول او منبرونه د دعوت د چارو متخصصینو ته سپارل.
(۸) د مبلغینو، د جوماتونو د خطیبانو او نورو لپاره د مناسبو او ټولشموله روزنیزو پروګرامونو ترتیب او تنظیم.
(۹) د کورنۍ د روزنیز پروګرام او د مدرسې او مکتب د روزنیزو پروګرامونو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ او یووالي رامنځته کول.
(ب) قانون جوړونه او د شرعي قوانینو تطبیق
د الحاد او ویجاړوونکو ټولنیزو انحرافاتو پر وړاندې د مقابلې په برخه کې د قانون ‌جوړونې ډګر له تر ټولو مهمو ساحو څخه شمېرل کېږي. که اسلامي واکمنان د شریعت د مقاصدو او بشري مصالحو په نظر کې نیولو او همدارنګه د هغوی د پلي کېدو ځواک ته په کتو سره شرعي قانون‌ جوړونې ته جدي پاملرنه وکړي، نو دا به د الحادي افکارو، په ځانګړي ډول د شیطان ‌پرستۍ د له منځه وړلو لامل شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د لاندې ټکو په پام کې نيول ضروري دي:[۲]
(الف) په غوره بڼه د شرعي قوانینو پلي کول، چې د فتنې ټولې دروازې وتړل شي.
(ب) د شریعت عملي تطبیق او د فکري انحرافاتو پر وړاندې پر شرعي قوانینو تکيه کول.
(ج) قانون ‌جوړونې او د قانون تطبیق، په دواړو برخو کې د شریعت د مقاصدو په رڼا کې د خلکو ګټو ته جدي پاملرنه.
(د) د ټولو شهواني، د فرهنګ ضد، اخلاقو ضد او دین ضد مظاهرو پر وړاندې جدي مبارزه.
(هـ) د شیطان ‌پرستۍ ټولې بڼې جرم بلل، لکه: خپرول، په غونډو کې ګډون او په ټولنه کې د شیطان ‌پرستۍ د نښو او سمبولونو خپرول او نشرول.
(و) د ټولنیزو مجرمینو په توګه د شیطان ‌پرستۍ له خپروونکو سره شرعي او قانوني چلند کول.
دوام لري…

مخکینۍ برخه |راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] النحوی، عدنان، الحقیقه الکبری فی الکون والحیاه، ریاض: دار النحوی، لومړی چاپ، ۱۴۱۶هـ، مخ ۱۷۹؛

علی، سعید اسماعیل، أصول التربیه الإسلامیه، مصر: دارالسلام، دوهم چاپ، ۱۴۲۸هـ، مخ ۳۵؛

النحلاوي، عبدالرحمن، أصول التربیه الإسلامیه وأسالیبها، دمشق: دارالفکر، درېیم چاپ، ۱۴۲۵هـ، مخونه ۱۰۹–۱۱۰.

[۲] المطعني، عبدالعظیم، عقوبة الارتداد عن الدین، قاهره: مکتبة وهبه، لومړی چاپ، ۱۴۱۴هـ، مخونه ۶–۷؛

الدجني، یحیی، مخاطر عبادة الشیطان علی الدعوة الإسلامیة، مخ ۳۵؛

شاطبي، الموافقات فی أصول الشریعة، بیروت: دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ،۱۹۹۱م، ټوک ۲، مخ ۴؛

ابن قیم الجوزیة، إعلام الموقعین عن رب العالمین، قاهره: دار الحدیث، درېیم چاپ، ۱۴۱۷هـ، ټوک ۳، مخ ۵.

دینونه شیطان‌پرستي، انحراف، عقاید
Previous Articleقرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸)
Next Article قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۴)

سه شنبه _18 _اگست _2026AH 18-8-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه : ۲۳ )

چهارشنبه _12 _اگست _2026AH 12-8-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۲)

یکشنبه _26 _جولای _2026AH 26-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD45 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD33 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD35 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD25 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.