Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)
دینونه چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD

شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)
(۲) د فرد او ټولنې لپاره شیطان‌ پرستۍ خطر 
شیطان ‌پرستۍ یوازې دین، اخلاق او ټولنیز ارزښتونه نه دي په نښه کړي، بلکې په مستقیم ډول یې افراد او ټولنه هم تر خپل ناوړه سیوري لاندې راوستې ده.
(۱.۲) د فرد لپاره د شیطان ‌پرستۍ خطر
دا خطر په هر اړخیز ډول د فرد عقیده، اخلاق، روغتیا، هویت او ژوند طرز په نښه کوي او د فرد په ژوند کې خپلې منفي اغېزې را ښکاره کوي.
(الف) د فرد ژوند
شیطان ‌پرستي په جدي ډول د افرادو ژوند ته ګواښ پېښوي. هغه کسان چې دې ډلې ته جذبېږي (په ځانګړي ډول ځوانان او تنکي ځوانان) په بېلا بېلو لارو د هلاکت له خطر سره مخ کېږي.
 (۱) ځان ‌وژنه
د شیطان ‌پرستۍ افکار د مراسمو، موسیقۍ او اشعارو تر پوښښ لاندې افراد ځان‌ وژنې ته هڅوي؛ ان تر دې چې تر اوسه پورې د دې ډلې لسګونو غړو په انفرادي او ډله ‌ییز ډول ځان‌ وژنې کړې دي.[1]
(۲) قرباني
د شیطان ‌پرستۍ په ایین کې د «انساني قربانۍ» تر نوم لاندې یوه برخه شتون لري، د دوی د باور له مخې شیطان د کاهن په وسیله د ډلې یو غړی د قربانۍ لپاره ټاکي. دا عمل شیطان ته د نږدېوالي لپاره ترسره کېږي.[2]
(۳) له شیطان ‌پرستۍ څخه وتل او د رازونو افشا کول
د شیطان ‌پرستانو د پروتوکولونو له مخې افراد د غړیتوب له تر لاسه کولو وروسته د وتلو لار نه لري؛ د شیطان‌ پرستۍ له اوامرو سرغړونه منع ده او له سرغړونکو سره سخت چلند کېږي او په پای کې د شکنجې له لارې وژل کېږي. د دې ډلې یو مشر ټینګار کوي، چې د ټولنې ټول افراد کولی شي زموږ غړیتوب ترلاسه کړي، خو له دې ډلې څخه وتل له بدن څخه د روح د وتلو په معنا دي.[3]
(ب) د فرد عقیده او اخلاق
د شیطان ‌پرستۍ موخه په افرادو کې د عقیدې او اخلاقو له منځه وړل دي؛ ځکه یوازې په دې صورت کې د دې ډلې د انحرافاتو د منلو لپاره لار پرانیستل کېږي او فرد په خپله خوښه د دوی لوبې ته ورګډېږي. له افرادو څخه د غړیتوب له ترلاسه کولو مخکې دین، اخلاق او ارزښتونه اخېستل کېږي او په بشپړ ډول د نفس، هوس او له شیطان څخه د پیروۍ لپاره چمتو کېږي؛ ځکه بې ‌دینه او بې ‌اخلاقه فرد د شیطان او د هغه د پیروانو د لاس اله کېږي.
(ج) د فرد بدن او روان
نه مهارېدونکې خوند پالنه او بې ‌حده شهوت‌ پرستي د شیطان‌ پرستانو له مهمو ځانګړنو څخه دي. دا انحراف د هغوی ترمنځ د ګڼو جسمي او رواني ستونزو لامل شوی دی. د ایډز په څېر ناروغیو او د پوستکي ستونزو خپرېدل چې ډېر یې د جنسي اړیکو د دوام له لارې لېږدول کېږي، د شیطان‌ پرستۍ له څرګندو بلاوو څخه دي. سربېره پر دې د هغو بدلونونو له امله چې شیطان‌ پرستان یې په خپل  بدن کې راولي د پوستکي د سرطان له خطر سره مخ دي. همدارنګه د فطرت او د وجدان د غږ پر وړاندې د دې ډلې د مخالفت له امله په هغوی کې په پراخه کچه رواني او روحي ستونزې لیدل کېږي. د صنعتي نشه ‌یي توکو او الکولي مشروباتو کارول هم د شیطان‌ پرستۍ له نورو مشکلاتو څخه دي چې د افرادو پر بدن او روان پراخ منفي اغېز لري.[4]
(د) د فرد هویت
شیطان ‌پرستان په بنسټیز ډول وطن او ورته نورو عناوینو ته درناوی نه لري؛ ځکه دوی باور لري چې دا ټول عنوانونه باید له منځه ولاړ شي او ټول باید د شیطان د واکمنۍ تر نوم لاندې راشي (چې د دوی په باور بالاخره به پر هستۍ مطلق تسلط ومومي.) له همدې امله تر هر څه مخکې فرد له ټولو دیني، ټولنیزو او نورو هویتونو خالي کوي او بیا یې د شیطان غلامۍ ته اړ کوي. دا فرقه له خپلو غړو څخه غواړي چې د کورنۍ او ټولنې نافرماني وکړي او د ټولو ارزښتونو پر وړاندې ودرېږي. په دې کار سره افراد په هدفمند ډول له هویت څخه بې ‌برخې کوي. له همدې کبله شیطان‌ پرستان وطن، وطن ‌دوستي، کورنۍ او خپلو ارزښتونو ته درناوی نه مني.[5]
(۲.۲) د ټولنې لپاره د شیطان ‌پرستۍ خطر
ټولنه چې د شیطان ‌پرستانو د فعالیت ډګر ګرځېدلې، د دې ډلې له زیانونو څخه خوندي نه ده پاتې او له یو لړ ستونزو سره یې لاس‌ او ګرېوان کړې ده.
(الف) فکري انحراف
کله چې یو فرد منحراف شي، نو سمون یې نسبتا اسانه وي، خو که یوه ټولنه په فکري او اعتقادي ډول له انحراف سره مخ شي، نو اصلاح یې ډېر سخت کار دی. له هغو ستونزو څخه چې شیطان‌ پرستان یې په ټولنه کې را پيدا کوي، د ټولنې فکري انحراف دی. دا انحراف د دې سبب کېږي چې ټولنه په ټولو اړخونو کې له رکود سره مخ شي او په پایله کې یې هر څه له لاسه ورکړي. اعتقادي او فکري انحراف ټولنه د دین‌ پرېښودنې او د دین پر وړاندې د ‌دښمنۍ منلو ته چمتو کوي او دا هماغه څه دي چې شیطان‌ پرستان یې غواړي.[6]
(ب) د ټولنیز امنیت ګواښ
د شیطان ‌پرستۍ افکار په عادي ډول په ټولنه کې د کرکې، کینې، شخړو، قتل، غلا او نورو جرمونو د پراختیا لامل کېږي. که دا افکار په یوه ټولنه کې رسمي بڼه خپله کړي، نو نا امني او ګډوډي به یې لومړۍ لاسته ‌راوړنه وي. که د ټولنې یوه برخه د شیطان ‌پرستۍ افکارو منلو ته میلان ولري، نو دا ټولنیزه تنوع به د نا امنۍ پر پراختیا څو برابره اغېزه ولري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې شیطان‌ پرستان دینداران خپل دښمنان وبولي. که له کورنۍ‌ سره دښمني، هویت‌ سره دښمني ، وطن‌ سره دښمني او دین‌ سره دښمني هم ور زیاته کړو، نو پایله به یې نوره هم د اټکل وړ نه وي.
(ج) د کورنۍ بنسټ ته ګواښ
د کورنیو له منځه تلل یوه بله ننګونه ده چې د شیطان‌ پرستۍ له باورونو زېږي او د دې ډلې په افکارو کې ریښې لري. د شیطان ‌پرستانو له نظره کورنۍ هېڅ سپېڅلتیا او ارزښت نه لري. له همدې امله که د کورنۍ د ارزښت په نوم کوم څه د فرد د خوند مخه ونیسي، نو باید مقابله ورسره وشي او رد شي. په ټوله کې کورنۍ د شیطان ‌پرستانو د بې ‌قيد و شرطه خوند پالنې پر وړاندې یو خنډ ګڼل کېږي، له همدې کبله یې بنسټ نړول د شیطان ‌پرستانو د مهمو فعالیتونو له جملې څخه دي.[7]
د ترسره شوو مطالعاتو او څېړنو له ټولګې څخه دا څرګندېږي چې شیطان‌ پرستي د ټولنې لپاره ګڼ نور زیانونه هم لري لکه:
(۱) د دین او د دین د ارکانو پر ضد د کلتور ترویج.
(۲) د انساني او بشري ارزښتونو پر وړاندې د مخالف فرهنګ خپرول.
(۳) د پېغمبرانو د قیامونو او خوځښتونو د تاریخ جعل او د بشري ټولنې په انحرافاتو کې د شیطان د رول تحریف.
(۴) د فحشا، بې‌ بندو بارۍ، د کیمیاوي نشه ‌یي توکو او الکولو د بېلابېلو اعتیادونو عامول.
(۵) د بې ‌باکۍ کلتور عامول او له رغوونکو فردي او ټولنیزو فعالیتونو څخه تېښته.
(۶) د مبتذلې او له اخلاقي عنصره د خالي وینا کلتور خپرېدل.
(۷) د نورو کلتورونو د نیمګړو، بې ‌سنده تاریخي او علمي اساطیري ښوونو خپرول.
(۸) د اسلامي نظام پر وړاندې د سپکاوي خپرول او د فحاشۍ پر وړاندې د حساسیت کمول.
(۹) د پوچ‌ ګرایۍ (نیهیلیزم) پراخ ترویج.
(۱۰) د سازمان ‌شوو جرمونو زیاتوالی.
د یادو شوو زیانونو او ګواښونو په پام کې نیولو سره اړینه ده چې په بېلا بېلو برخو کې دې موضوع ته جدي پاملرنه وشي، لکه شیطان ‌پرستانو پورې د تړلو سندريزو فعالیتونو کنترول، د شیطان ‌پرستۍ اړوند وېب‌ سایټونو فلټر او کنټرول او د هغو جامو او سینګار توکو د تولید او وارداتو مخنیوی چې د شیطان‌ پرستانو نښې لري او….
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچينې:

[1]. الزوبی، ممدوح، عبده الشیطان، ص۱۱۱-۱۰۷.

[2]. هماغه، ص۹۶.

[3] همان، ص ۱۰۰؛ الباش، حسن، عبده الشیطان وحرکات انحرافیه أُخری، ص ۹۶؛ غانم، یحیی، «عباد الشیطان» مجلۀ نصف الدنیا، مصر: شمارۀ ۳۱، سال اول، ۱۹۹۰م.

[4]. السعودی، محمد فراس، مَن هُم عبده الشیطان، ص۸۰؛ الحطاب، عبدالمعز، عُبّاد الشیطان الظاهره و العلاج، ص۳۵.

[5]. الباش، حسن، عبده الشیطان و حرکات انحرافیه أُخری، ص۱۲۱.

[6]. الحطاب، عبدالمعز، عُبّاد الشیطان الظاهره والعلاج، ص۳۴.

[7]. عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلامیه، ۴۸۳.

اسلام د شیطاني وسوسو ماهیت او له دې وسوسو سره د مبارزې لپاره الهي احکام شیطان پرستي
Previous Articleساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶)
Next Article د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱) (۲) د فرد او ټولنې لپاره شیطان‌ پرستۍ…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶) (۴) پر معاصر تناسخ باور ساينټولوژېستان…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD3 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۶) ناپېژندل شوې ناروغۍ او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD

شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.