Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)
متفرقه چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)
شعبان د اړیکو د اصلاح کولو میاشت
د شعبان میاشتې له نرمو او په عین حال کې له پامه غورځول شوو روزنیزو اړخونو څخه یو هم له خلکو سره د اړیکو اصلاح ده. په عمومي ډول چې کله د ځان جوړونې خبره کېږي، ذهنونه د فردي عبادتونو پر لور متوجه کېږي؛ حال دا چې د قرآن او سنت په منطق کې، ځان‌ جوړونه د انساني اړیکو له سمون پرته بشپړه نه ده. شعبان هغه میاشت ده چې انسان په خپلو ټولنيزو او اخلاقي اړيکو بيا کتنې ته رابولي او د اصلاح لور ته يې متوجه کوي.
په روایتو کې راغلي دي چې په دې میاشت کې د انسانانو اعمال د الله تعالی دربار ته وړاندې کېږي. پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم فرمایي: «هُوَ شَهْرٌ تُرْفَعُ فِيهِ الأَعْمَالُ إِلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ»[1] ژباړه: په دې میاشت کې عملونه د کایناتو رب ته پورته کېږي.
دا حقیقت د مؤمن په زړه کې یوه ژوره پوښتنه راولاړوي: هغه عملنامه چې پورته وړل کېږي، له کومې محتوا او څه ډول کړنو سره مل وي؟
قرآن کریم ډېر ځله خبرداری ورکړی چې کرکه، حسد، دښمني او د خلکو د حقونو ضایع کول د عملونو د قبلېدلو مخه نیسي. خدای جل جلاله فرمایي: «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ.»[2] ژباړه: له شک پرته مؤمنان (سره) وروڼه دي، نو د خپلو دوو وروڼو تر منځ سوله کوئ.
دا ایت د اړیکو اصلاح د یوې ساده اخلاقي سپارښتنې په توګه نه، بلکې د ایمان د یوې دندې په توګه معرفي کوي.
شعبان له زړونو څخه د کینې د پاکولو میاشت ده. هغه زړه چې له کینې او حسد څخه ډک وي، که څه هم د عبادت خاوند وي، خو بیا هم روژې ته د ننوتلو لپاره چمتو نه وي. قرآن د باطني پاکۍ په اړه فرمایي: «وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ.»[3] ژباړه:او په سينو کې يې چې څه کينه ده، هغه به ترې بهر کړو.
دا ایت څرګندوي چې روغ زړه د الهي نږدېوالي لوړو کچو ته د رسېدو لپاره یو شرط دی.
له روزنیز پلوه شعبان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او ورک شوو حقونو د بېرته راګرځولو میاشت ده. دا د پخلاینې میاشت ده؛ د توبې له لارې له الله سره د پخلاینې او د بخښنې او عدالت له لارې له خلکو سره د پخلاینې. قرآن کریم بخښنه د روح د عظمت نښه ګڼي، لکه چې وايي: «وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ»[4]؛ ژباړه: عفوه او تېرېدنه دې وکړي، ايا نه خوښوئ چې الله بخښنه درته وکړي؟
په پای کې شعبان موږ ته دا را زده کوي، هغه عملنامه چې اسمان ته پورته کېږي، یوازې په لمانځه او روژې نه شي درنېدلی، بلکې په پاک زړه، رغول شوو اړیکو او ادا شوو حقونو په وسیله ارزښت پیدا کوي. همدا ډول شعبان انسان روژې ته د ننوتلو لپاره برابروي؛ داسې روژه چې له الله تعالی سره پکې اړیکه لا ژوره او له مخلوق سره تړاو پکې پاک او انساني بڼه خپلوي.
پایله
د قرآن، حدیث او نبوي سیرت صلی الله عليه وسلم د لارښوونو څېړنه دا څرګندوي، چې د شعبان میاشت د اسلامي عبادتونو په تقویم کې له عادي وخت څخه لوړ ځای لري او دا میاشت باید د روژې  لپاره د چمتووالي په بهیر کې د ایماني روزنې له بنسټیزو ستنو څخه وګڼل شي. دا میاشت په رجب کې د ګناه پرېښودو او په روژه کې د شعوري او ژورې غلامۍ د احساس ترمنځ یوه منځګړې اړیکه ده؛ د دې مياشتې اصلي موخه دا ده چې انسان په تدریجي ډول د نیت، چلند، اخلاقو او انساني اړیکو په کچو کې چمتو او وروزي.
د ديني متونو شننه دا څرګندوي چې د شعبان میاشتې تر ټولو ښکاره ځانګړنه له هغې څخه عمومي غفلت دی؛ داسې غفلت چې د اسلام د روزنیز منطق له مخې د اخلاص په عبادت کې، د صداقت او نیتونو د پاکوالي لپاره یو امتیازي فرصت ګرځي. له همدې امله په شعبان کې عبادت یوازې ذاتي ارزښت نه لري، بلکې دا چې په داسې فضا کې ترسره کېږي چې ټولنیز فشار پکې کم وي، د انسان د دیندارۍ د ژورتیا او له خپل رب سره د اړیکې د کیفیت د ارزونې لپاره لا اغېزمن رول ترسره کوي.
له بلې خوا په دې میاشت کې د عملونو وړاندې کېدل د شعبان د حساب‌ محوره او اصلاح‌ غوښتونکي بعد ارزښت لا څرګندوي. دا حقیقت مؤمن دې ته رابولي چې خپل تېر یو کلن عمل‌ لیک ته په رښتیني ډول بیاکتنه وکړي او دا ورښيي چې د عملونو قبلېدل یوازې د عبادت له ډېرښت سره تړاو نه لري، بلکې د زړه له سلامتۍ، د نیت له اخلاص او د انساني اړیکو له پاکوالي سره هم اړيکه لري. په دې معنا چې له الله تعالی سره د اړیکې اصلاح د توبې له لارې او له خلکو سره د اړیکو سمون د بخښنې، انصاف او د حقونو د ادا کولو له لارې، د دې میاشتې د سمې ګټې اخیستنې له بنسټیزو ارکانو څخه شمېرل کېږي.
دغه راز د شعبان میاشت د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له سیرت او سنت سره ځانګړې اړيکه لري، چې دا میاشت د اخلاقي او عملي لارو لپاره په یوه عملي ډګر بدلوي. په دې میاشت کې روژې او عبادت ته نبوي پاملرنه  امت ته یو روښانه پیغام لري؛ هغه پیغام چې تدریجي چمتووالی ضروري دی، له موسمي دیندارۍ څخه بايد ډډه وشي او عبادت بايد په دوامدار او باخبره سلوک بدل شي. له دې امله شعبان د فردي ځان ‌جوړونې او ټولنیز مسؤولیت‌ منلو ترمنځ د نبوي بېلګې په چوکاټ کې یو پل دی.
د پايلې په ډول ويلی شو چې له شعبان میاشتې څخه غفلت، د روژې د معنوي اغېزو د بې ‌ثباتۍ له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کېږي. برعکس دې میاشتې ته باخبره او منظمه پاملرنه، د روژې مبارکې میاشتې ته د ژورو، متوازنو او ګټورو ننوتلو لپاره لار هواروي. له همدې امله په دیني کلتور کې د شعبان مقام بیا تعریف او د هغې د روزنیزو کړنو را ژوندي کول، یوازې یوه اخلاقي سپارښتنه نه ده، بلکې د معاصرو مسلمانانو په فردي او ټولنیز ژوند کې د باخبره دیندارۍ د بیا جوړونې لپاره یوه معرفتي او روزنیزه اړتیا بلل کېږي.
سرچینې:

مخکینۍ برخه

(۱) قرآن مجید

(۲) ابن حجر عسقلانی، ابوالفضل شهاب‌الدین احمد بن علی بن محمد، فتح الباري بشرح صحیح البخاری، مصر: المكتبة السلفيه، 1390ق.

(۳) ابن رجب، عبدالرحمن بن احمد، لطائف المعارف فیما لمواسم العام من الوظائف، بیروت: دار ابن کثیر، 1420ق.

(۴) ابن فارس، احمد بن فارس بن زکریا، معجم مقاییس اللغه، بیروت: دار إحیاء التراث العربی، 1422ق.

(۵) ابن منظور، محمد بن مکرم بن منظور، لسان العرب، بیروت: دار صادر، چاپ سوم، 1414ه‌ق.

(۶) ابوعبدالرحمن، احمد بن شعیب بن علی بن سنان، سنن النسائي، الریاض: دارطویق للنشر والتوزیع، 1429ق.

(۷) امام بخاری، ابوعبدالله محمد بن اسماعیل، صحیح‌البخاری، دمشق: دار إبن کثیر، 1423ق.

(۸)امام مسلم، ابوحسین مسلم بن حجاج، صحيح مسلم، الریاض: بیت الافکار الدولیه للنشر والتوزیع، 1419ق.

(۹) فیروزآبادی، مجدالدین محمد بن یعقوب، القاموس المحیط، قاهره: دارالحدیث، 1429ق.

[1]. ابوعبدالرحمن، احمد بن شعیب بن علی بن سنان، سنن النسائي، شماره حدیث 2357.

[2]. الحجرات:10.

[3]. الاعراف:43.

[4]. النور:22.

اسلام رمضان شعبان او اسلامي روزنه
Previous Articleشیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

اړوند منځپانګې

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱) (۲) د فرد او ټولنې لپاره شیطان‌ پرستۍ…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶) (۴) پر معاصر تناسخ باور ساينټولوژېستان…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD3 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۶) ناپېژندل شوې ناروغۍ او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD

شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.