لیکوال: عبدالحی لیان
شیطان پرستي (برخه: ۳۰)
د دینونو، افرادو او ټولنو لپاره د شیطان پرستۍ خطر
شیطان پرستان چې دا مهال اسلامي ټولنې ته د خپلو نښو او سمبولونو پر لېږد بوخت دي، ډېر ژر به خپله ایډیالوژي هم ور انتقال کړي. دا ډله چې ځانګړی نړۍ لید لري، د خپل حقانیت د ثابتولو لپاره د ګڼو شواهدو ادعا کوي او په اسانه ډول کولای شي خلک له ځان سره مل او ویې غولوي. له همدې امله د افرادو، کورنیو، اسلامي هېوادونو او د ټولې انساني ټولنې لپاره د شیطان پرستۍ د خطر زنګ وهل اړین او حتمي دي. په دې ليکنه کې د اسلامي ټولنې پر بيدارۍ د ټينګار سربېره، د شيطان پرستۍ ځينې خطرونه هم په ګوته کېږي.
(۱) د دینونو او انساني ارزښتونو لپاره د شیطان پرستۍ خطر
دې کې شک نشته چې دین او منل شوي انساني ارزښتونه هغه مهم بنسټونه دي چې د شیطان پرستۍ فرقه ورسره سخت مخالفت لري. دا خطر یوازې تر اسلام نه دی محدود، بلکې ټول اسماني دینونه پکې شاملېږي.
(الف) له الله تعالی څخه انکار
شیطان پرستان د الله تعالی له وجود څخه انکار کوي او پر ځای یې پر شیطان باور لري. هغوی شیطان د هستۍ مطلق واکمن ګڼي او شیطان ته د نږدې کېدو لپاره تر ټولو ناوړه کړنې ترسره کوي. د یادې ډلې دین ضد نظریې پر درېيو اصولو ولاړې دي:
(۱) پر الله تعالی د ایمان ردول.
(۲) د الله تعالی له ذات څخه انکار.
(۳) د الهي دینونو تحقير او سپکاوی.
د تاریخ په اوږدو کې د ایمان ردول او د الله تعالی له وجود څخه انکار د بشري انحرافاتو د ټولو بڼو اصلي سرچینه پاتې شوې ده. په رښتیا هم کله چې انسان د الله تعالی له وجود څخه انکار وکړي، نو ځان د نفساني غوښتنو او هوسونو ښکار کوي او د ذلالت او ګمراهۍ له امله د بېلا بېلو انحرافاتو په ګنده ډنډ کې ډوبېږي او یوازینی فکر یې پر ځمکې فساد او تباهي وي.[۱]
قرآن کريم دا حالت داسې انځوروي: ﴿وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ.﴾ ژباړه: او هر څوک چې الله تعالی سره شريک ونيسي، نو هغه لكه له اسمانه چې را وغورځېده، چې يا به يې مرغان وتښتوي او يا به يې باد چېرته لرې ژور ځاى كې وغورځوي![۲]
(ب) له دین سره دښمني
له دینونو په ځانګړې توګه د اسلام له سپېڅلي دین سره دښمني د شیطان پرستۍ یو بل خطر دی. قرآن کريم دا دښمني داسې څرګندوي: ﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ.﴾ ژباړه: نه خوښوي هغه کسان چې کافران شوي دي له اهل کتابو څخه او (نه) له مشرکانو څخه دا (خبره) چې نازله شي پر تاسې کومه ښه خبره ستاسو د رب له خوا او الله تعالی ځانګړي کوي (خاصوي) په رحمت خپل سره هغه څوک چې اراده (يې) وکړي او الله د ډېر لوی فضل خاوند دی.[۳]
شیطان پرستان باور لري چې د دین او دودیزې دیندارۍ زمانه پای ته رسېدلې ده او نننی انسان باید د دین پیروي پرېږدي او پر ځای یې دین محاکمه کړي او تر پوښتنې لاندې یې راولي.[۴]
له دین سره دښمني او دین ستیزي د معاصرو بشري ضد حرکتونو او جریانونو ګډ ټکی دی. صهیونیزم، ماسونیت، الحاد (آتئیزم)، شیطان پرستي او نورو ټولو پر باور، هدف او د شتون په فلسفه (فلسفه وجودی) کې سره مشترک دي او د دین پر وړاندې په یوه جبهه کې کار کوي.[۵]
(ج) د انساني ارزښتونو له منځه وړل
یاده ډله خپله ټوله هڅه کوي چې په ټولنو کې منل شوي اخلاقي او انساني ارزښتونه تر برید لاندې راولي او له منځه یې یوسي. په شیطاني انجیل کې د ارزښتونو او اخلاقو د له منځه وړلو دښمني داسې انځور شوې ده: «اخلاقي ارزښتونه هېڅ سپېحلتيا او پاکوالی نه لري او د اخلاقو ضد کړنې په حقیقت کې له شیطان سره د نږدې کېدو لارې دي.»[۶]
دوی د دې بهیر د دودولو لپاره وایي چې انسان په خپلو باورونو او کړنو کې بشپړه ازادي لري او هر څه د هغه د هوسونو پر اساس ارزول کېږي. همدارنګه دوی باور لري چې د اخلاقو تبلیغ کوونکو په حقیقت کې ژوند ګډوډ کړی او خوندونه یې فاسد کړي دي، نو د حقیقي خوندونو د ترلاسه کولو یوازینۍ لار له دې ټولو شیانو څخه خلاصون دی.[۷]
د شیطان پرستۍ یوه فکري او ټولنیزه بنسټیزه نظریه چې په کلکه د ارزښتونو ضد ده، پر دې باور ده چې: «حق د ځواکمنو دی» دا ډول فکر له زغم او د یو بل له منلو سره سمون نه لري او مینه او شفقت ردوي.[۸]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. قطب، محمد قطب، جاهلیت قرن بیستم، بیروت: دار الشروق، ۱۳۹۸ق، مخونه ۴۷–۶۶.
[۲]. الحج: ۳۱.
[۳]. البقرة: ۱۰۵.
[۴]. لاوی، آنتونی، انجیل شیطانی، مخونه ۳۱–۳۲–۵۳.
[۵]. نویهض، عجاج، پروتکلهای بزرگان صهیون، مخ ۷۲.
[۶]. لاوی، آنتوني، انجیل شیطانی، ص ۴۶.
[۷]. الزوبی، ممدوح، عبده الشیطان، ص ۱۶؛ عبدالمنعم، موسوعة الفرق
والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلامیه، ص ۴۸۲.
[۹]. هماغه.


