لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۹)
د لامبو قانون
په سمندرونو کې له خورا حیرانوونکو الهي قوانینو څخه یو هم « په اوبو کې د شیانو د لامبو یا پورته کېدو قانون» دی. د دې قانون له مخې هر جسم چې په اوبو کې ډوب شي، له ښکته څخه د یوې عمودي او پورته قوې په وسیله ټیل وهل کېږي؛ د دې قوې اندازه د هغو اوبو له وزن سره برابره وي چې جسم بې ځایه کوي.
دا قانون چې وروسته د «ارشمیدس» له خوا وموندل شو او په علمي توګه تشریح شو، په حقیقت کې د خدای جل جلاله د دقیق خلقت یوه برخه ده. له دې قانون څخه پرته نه کبانو په اوبو کې لامبو وهلای شوای او نه کښتۍ د سمندر پر سطحه روانېدای شوای.
الله جل جلاله په قرآن کریم کې دې حقیقت ته اشاره کړې او دا یې د طبیعت پر وړاندې د انسان د فتحې نښه ګڼلې ده: “ٱللَّهُ ٱلَّذِی سَخَّرَ لَكُمُ ٱلبَحرَ لِتَجرِیَ ٱلفُلكُ فِیهِ بِأَمرِهِ.ۦ”[1] ژباړه: «الله همغه دی چې تاسو ته يې درياب د دې لپاره تابع کړی چې د هغه په حکم بېړۍ پکې وچلېږي.»
په اوسني وخت کې داسې کښتۍ شته چې وزن يې ميليونونو ټنو ته رسېږي، خو بیا هم په ډاډ سره د سمندر پر سطحه حرکت کوي. دا حیرانوونکې پېښه یوازې د هغه ځواک له امله ده چې الله جل جلاله په اوبو کې ایښی دی؛ هغه ځواک چې قانون یې د پوه او حکمت لرونکي رب له لوري راځي.
د دې «پورته کوونکې قوې یا لامبو قانون» پرته به هېڅ ماهي به په اوبو کې ژوندی نه وای پاتې شوی، هېڅ کښتۍ به په سمندر کې نه وای روانه شوې او انسان به د دریابونو له لوی نعمت څخه بې برخې پاتې شوی وای. له همدې امله قرآن کریم په بېلابېلو ایتونو کې د کښتيو د حرکت یادونه کړې ده او دا یې د الهي عظمت له نښو څخه ګڼلې ده: “أَلَم تَرَ أَنَّ ٱلفُلكَ تَجرِی فِی ٱلبَحرِ بِنِعمَتِ ٱللَّهِ لِیُرِیَكُم مِّن ءَایَٰتِهِۦۤۚ إِنَّ فِی ذَٰلِكَ لَآایَٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ.”[2] ژباړه: «ايا تا نه دي ليدلي چې په سمندر کې بېړۍ د الله په فضل چلېږي، چې تاسې ته له خپلو نښو څه در وښايي، په دې کې خو بېشکه د هر صبرناک شکر اېستونکي لپاره (ډېرې) نښې دي.»
“وَمِن ءَایَٰتِهِ ٱلجَوَارِ فِی ٱلبَحرِ كَٱلأَعلَٰمِ.”[3] ژباړه: «او (بل) د هغه له نښانو څخه په سمندر کې د غرونو په شان چلېدونکې بېړۍ دي.»
هر ځل چې انسان کوم مال، خوراک يا وسيله وويني چې له لرې هېواد څخه د سمندر له لارې ور رسېدلې وي، بايد په ياد ولري چې دا نعمت يوازې د هغه الهي قانون په برکت دی چې اوبه یې د انسان لپاره تابع کړې دي.
د غرونو د رنګ او اوبو ترمنځ حيرانوونکې اړيکه
قرآن کریم په فاطر سورت کې د اوبو، نباتاتو او غرونو د رنګ ترمنځ د حیرانوونکې اړیکې په اړه خبرې کړې دي: “أَلَم تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَاءِ مَاءً فَأَخرَجنَا بِهِۦ ثَمَرَٰتٍ مُّختَلِفًا أَلوَٰنُهَاۚ وَمِنَ ٱلجِبَالِ جُدَدُ بِیضٌ وَحُمرٌ مُّختَلِفٌ أَلوَٰنُهَا وَغَرَابِیبُ سُود.”[4] ژباړه: «ايا نه وينې چې الله له اسمان څخه اوبه راتويې کړې دي چې بيا مو په هغو سره (ډېرې) مېوې را اېستي چې بېل بېل رنګونه يې دي او له غرونو څخه هم ځينې لارې (يا ټوټې) دي، سپينې او سرې د بېلو بېلو رنګونو والا او څه تکې تورې.»
په لومړي سر کې د باران او غرونو د رنګونو ترمنځ اړیکه عجیبه ښکاري، خو د نن ورځې د ځمکپوهنې څېړنو ښودلې ده، چې اوبه د «معدني موادو د اکسید کېدو» اصلي عامل دی. همدا اکسیدونه د غرونو بېلابېل رنګونه رامنځته کوي؛ له سپین او سور څخه تر تور او شین پورې.
په همدې توګه هغه څه چې قرآن کريم پېړۍ پېړۍ وړاندې بیان کړي و، نن د یوه علمي حقیقت په توګه ثابت شوي دي. د باران هر څاڅکی چې پر ځمکه اوري، نه یوازې بوټي شنه کوي، بلکې د وخت په تېرېدو د ډبرو څېره او د ځمکې رنګ هم بدلوي.
د ایت په پای کې خدای جل جلاله وايي: “إِنَّمَا یَخشَى ٱللَّهَ مِن عِبَادِهِ ٱلعُلَمَٰؤُاۗ”[5] ژباړه: «خو حقه خبره دا ده چې له الله يوازې د هغه پوه بندګان ډارېږي.»
یعنې یوازې هوښیاران او پوهان د معرفت له لارې د خدای جل جلاله عظمت درک کوي او د پېژندنې له مخې يې عبادت کوي. هر څومره چې د انسان پوهه د خلقت پر اسرارو زیاته وي، په هماغه اندازه يې د الله تعالی پر وړاندې وېره، عاجزي او تسليمېدل هم ژور وي.
مسجور سمندرونه او د اوبو په ژورو کې د اور راز
د الهي معجزې بله څرګنده نښه لاندې حیرانوونکی ایت دی: “وَٱلبَحرِ ٱلمَسجُورِ”[6] ژباړه: «او قسم دې وي د اور په سمندر.»
د «مسجور» کلمه په لغت کې د «سوځېدو او ویلې کېدو» په معنا دی او په لومړي نظر د اوبو او اور یوځای کېدل په یوه مفهوم کې متضاد ښکاري، خو نن ورځ علم ثابته کړې ده چې د سمندرونو په ژورو کې داسې درزونه شته، چې له هغې څخه ویلي شوي مواد او سوځېدونکي ګازونه راوتلي دي.
دا پېښه چې په شلمه پېړۍ کې وموندل شوه، څرګندوي چې د سمندرونو تل په حقیقت کې (اور لرونکی) دی، لکه څنګه چې قرآن کریم څوارلس سوه کاله وړاندې بیان کړي و.
د سمندر په تل کې له دې تودوخې او اور غورځونکي فعالیت پرته، په دې تیاره ژورو کې ژوند ممکن نه و؛ ځکه چې دا تودوخه د سمندر په پوړ کې د مختلفو ژوندیو موجوداتو لپاره د انرژۍ سرچینه ده.
دوام لري…
سرچینې:
[1]. جاثیه: 12.
[2]. لقمان: 31.
[3]. الشورى: 32.
[4]. فاطر: 27.
[5]. فاطر: 28.
[6]. الطور: 6.


