لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
هیومنېزم (انسان پالنه) (برخه: ۱۲)
هیومنېزم له مسلمان سره په مخامخ کېدو کې
تر ټولو سخت او وېرونکی شی چې د اسلام دښمانان له اسلام څخه وېروي، هغه د جهاد روحیه ده چې په کې پټه ده!
معاصر کاناډایي مستشرق ویلفرډ کانټول اسمیټ په یوه ځای کې اعتراف کوي چې اروپا نه شي کولای هغه وېره او وحشت چې څو پېړۍ یې له اسلامي فتوحاتو څخه درلوده، هېر کړي او وايي: «په دې نوي دور کې هېڅ شی له دې وېرې او وحشت سره نه شي پرتله کېدای، ان په (۱۹۴۸ز) کال په چک سلواکیا کې د کمونیزم د واکمنۍ له امله د اروپا وېره هم له دې سره برابر نه ده!» [1]
امریکايي ختيځ پوه «رابرټ بین» (Robert Payne) د خپل کتاب په سریزه کې چې د «Sacred Sword The» «سپېڅلې تورې» په نوم یادېږي وايي: «موږ د عربانو په اړه د بحث، څېړنو او د هغوی له طریقو سره د بلدتیا لپاره قوي وسایل لرو، هغوی په تېره زمانه کې ټوله نړۍ تر خپل واک لاندې راوستې وه او دویم ځل به هم همداسې وکړي! ځکه هغه اور چې محمد صلی الله علیه واله وسلم بل کړی دی، لا هم په ځواک سره بلېږي او زر دلیلونه شته چې په دې باور ولرو چې دا لمبه به هېڅکله مړه نه شي.»[2]
راتلونکی د خدای جل جلاله علم ته سپارو؛ ځکه چې موږ په دې نه پوهېږو چې سبا به د مسلمانانو حالت څه ډول وي، نو له همدې امله موږ اوسنی وخت تر نظر لاندې نیسو او د اسلام د دښمنانو وېرې ته چې په جهاد کې د پټې روحیې له امله دوی ته ورلوېدلې ده، اشاره کوو.
اروپا هېڅکله د نن ورځې په څېر دومره ځواکمنه نه وه، پرته له دې چې د اسلامي نړۍ د استعمار له لارې د هغوی شتمني لوټ کړي، خلک یې غلامان کړي او تر خپل نفوذ لاندې یې راولي، بله هېڅ داسې کومه سوکالي یې نه ده تر لاسه کړې.
څه کېږي چې په مسلمانانو کې د جهاد روحیه را ویښه شي او دا استعمار په بېلابېلو پټو او ښکاره بڼو له سیاسي، نظامي او اقتصادي ډګرونو څخه پاک کړي، په خپلو ځمکو، ژوند، ملکیت، فکرونو او وجدانونو باندې خپل حاکمیت او واکمني بېرته ترلاسه کړي!؟
که داسې پېښه شوې وای اروپا به څه حالت درلود؟ او دا مخ پر وړاندې سوکالي چې نن ورځ یې دوی لري چېرې تللې وای؟ که چېرې مسلمانانو خپل خیراتونه د خپل ځان لپاره ساتلي وای او یا یې هغه د ازادې معاملې په توګه په خپل رښتیني او مناسب قېمت سره د ازاد تجارت له لارې پر اروپا باندې پلورلي وای او دا ستر نظامي، علمي او مادي ځواک او وړتیا چې نن یې اروپا په خپل واک کې لري، چېرې به لاړ شي که د اروپا سرچینې کمې شي او هغه توکي چې اوس مهال وروسته پاتې خلکو ته وېشل کېږي او د ځینو جیب ته دومره ګټه رسوي، ودرېږي؟
د اسلام دښمنان دا نه خوښوي چې د جهاد روحیه دې په مسلمان امت کې ویښه شي، که څه هم د رابرت بین خبره عملي نه شي؛ هغه خبره چې د لوېدیځ اعصاب ګډوډوي چې پر مسلمانانو فشار زیات کړي او هغوی ته د پاڅون لپاره له هېڅ فرصت څخه د ګټې اخیستنې اجازه ور نه کړي. که دقیق ووایو هغوی ته اجازه ور نه کړي چې له هېڅ فرصت څخه د اسلام د حقیقت پر لور د بېرته ستنېدو لپاره ګټه واخلي، هغه حقیقت چې د «لوېدیځ پالنې» پروسې له امله یې له لاسه ورکړی دی!
د انسانيت بلنه هغه جنګي وسلې دي چې په مسلمانانو کې یې د جهاد روحیه موخه ګرځولې ده.
دوی وايي: زما وروره! نړۍ بدله شوې ده، د جهاد په اړه خبرې مه کوه! او که چېرې بېوسه شوې، نو یوازې په خبرو کې له جهاد څخه ساتنه وکړه او هغه هم ډېره کمه او محدوده! ځکه دا هغه څه دي چې نن ورځ د « متمدینې انسان پالنې» لپاره سم نه دي!
جهاد ځانګړي تاریخي شرایط درلودل او هغه دوران اوس پای ته رسېدلی! خو نن ورځ انسانیت په یوې کورنۍ اوښتی دی! اوس نړيوال قوانین او ادارې شته چې ستا حق ته رسېدنه کوي او په دیپلوماتیکو لارو سره ستا قضیې حلوي او که چېرې دا ادارې په دې بریالۍ نه شي چې ستا لوټ شوی حق تا ته درکړي، په دې حالت کې ته کولای شې د ځان لپاره وجنګېږې، خو د جهاد نوم پرې مه ږده؛ ځکه چې د جهاد دوران پای ته رسېدلی دی، له همدې امله یې له حقوقو څخه د مشروع ساتنې په نوم و نوموه!!!
خو پام چې په خپلو بلنو کې د جهاد کلمه په ژبه را نه وړې! ځکه نن ورځ د بلنې لپاره انساني وسایل شته چې که و غواړې له هغوی څخه ګټه واخلې، د کتاب، راډیو او تلویزیون په څېر څیزونه، کنفراسونه او تدریس شته، نو پام چې د جهاد خبرې پر ژبه را نه وړې؛ ځګه چې د متمدنو خلکو له سختو نیکو سره به مخ شې!
اسلام( د خدای جل جلاله دین) په بشپړه توګه روښانه او پرېکړه کوونکی دی، نه د تېښتې هڅه کوي، نه شاته ځي او نه د شعارونو له لارې خلکو ته دوکه ورکوي.
“هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ فَمِنْكُمْ كَافِرُ وَمِنْكُمْ مُؤْمِنٌ.” ژباړه: «او همغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست (او تاسو ته یې ازادي او اختیار درکړی) له تاسو څخه ځینې کافران او ځینې مومنان کېږي.»[3]
“هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ.” ژباړه:« ایا هغه کسان چې (د خدای پر وړاندې خپله دنده پېژني) له هغو کسانو سره چې( دا هر څه) نه پېژاني برابر او یوشان دي!؟» [4]
“وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ* وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ* وَلَا الظُّلُّ وَلَا الْحَرُورُ* وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاءُ وَلَا الْأَمْوَاتُ.” ژباړه: « ړانده او بینا سره یو شان نه دي، تیاره او رڼا هم برابر نه دي، سیوری او سوځوونکې تودوخه هم یو نه دي، مړه او ژوندي هم سره مساوي نه دي.»[5] دا په څرګنده او قطعي ډول وايي چې د یو مسلمان بیعت یوازې له خدای، د هغه له پیغمبر او مومنانو سره دی او په نورو مواردو کې بیعت روا نه دی.
“إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا.” ژباړه: « یوازې خدای، پیغمبر او مومنان ستاسو ملګري دي.»[6]
“لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهُ فِي شَيْءٍ.” ژباړه: « مومنان نه باید کافران د خپلو ملګرو په توګه ونیسي او که داسې وکړي( له خدای سره د دوی اړیکه سسته او پرې شوې ده) او د خدای په رحمت کې هېڅ برخه نه لري.» [7]
“يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنهُم.” ژباړه: « ای مومنانو! یهودیان او مسیحان په دوستۍ مه نیسئ (او په لا ډېر لومړیتوب سره هغوی د سرپرستۍ لپاره مه منئ). هغوی د یو بل دوستان دي (او په دښمنۍ کې له تاسو سره یو شان دي). هر څوک چې له تاسو څخه له هغوی سره دوستي وکړي (او هغوی د سرپرستۍ لپاره ومني)، بېشکه هغه د هغوی له ډلې څخه دی.»[8]
په څرګند او قطعي ډول دا هم وايي چې د اسلامي بلنې لپاره به جهاد د قیامت تر ورځې پورې دوام ولري.
“وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ للهِ.” ژباړه: «او له هغوی سره جګړه وکړئ، تر هغه چې فتنه پاتې نه شي (او داسې ځواک ونه لري چې تاسې له خپل دین څخه واړوي) او دین یوازې د الله لپاره شي.»[9]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. همغه.
[2]. ژیلسون، اتین، نقد تفکر فلسفی غرب، ص213، مترجم: احمدی، دکتر احمد، تاریخ انتشار: مرداد 1403هـ، تهران.
[3]. سورۀ تغابن، آیه: 2.
[4]. سورۀ زمر، آیه: 9.
[5]. سورۀ فاطر، آیه: 19-22.
[6]. سورۀ مائده، آیه: 55.
[7]. سورۀ آل عمران، آیه: 28.
[8]. سورۀ مائده، آیه: 51.
[9]. سورۀ انفال، آیه: 39.


