Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»اومانیزم»هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۱۱)
اومانیزم پنجشنبه _8 _جنوري _2026AH 8-1-2026AD

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۱۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمدعاصم اسماعیل ­زهي
هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۱۱)
هیومنېزم له مسلمان سره په مخامخ کېدو کې
د انسانیت په نوم رښتیني مسلمان ته ویل کېږي: وروره! له خلکو ځان مه جلا کوه! ځکه چې ټوله بشري ټولنه یوه کورنۍ ده، نو له هغوی سره د کورنۍ د غړو په څېر چلند وکړه او ځان بېل او ځانګړی مه ګڼه! په «انساني» فعالیتونو او د «انساني» تمدن په څرګندونو کې برخه واخله!
موږ هغوی ته نه وایوو: ایا تاسو له مسلمانانو سره د خپلې «انساني» او «نړيوالې» کورنۍ د غړو په څېر چلند کړی دی؟ حق مو د دې پر بنسټ ورکړی دی چې هغوی د همدې کورنۍ غړي دي؟ هغوی مو نه دي تعقیب کړي، له خپلو ټاټوبو مو نه دي شړلي او نه مو دي رټلي؟ له هغوی سره مو تعصب نه دی کړی او د هغوی د ځورولو لپاره مو یووالی نه دی ښودلی!؟ موږ هغوی ته داسې خبره نه کوو؛ ځکه له هغوی سره شخړه هېڅ ګټه نه لري، بلکې موږ د هغوی له خپل ځان څخه شاهدي او ګواهي ورکوو؛ ځکه هغه په ګواهۍ ورکولو کې تورن نه ګڼل کېږي!
«ارنولد ټوین بي» د معاصر وخت نوموتی تاریخ‌ لیکونکی دی، چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د هغه تعصب یوه مشهوره موضوع ده. هغه په یوه وینا کې چې سرلیک یې «اسلام، لوېدیځ او راتلونکی» دی، نړۍ د لوېدیځ‌ پالنې پروسې په اړه په دوو برخو وېشي، چې یو لوری یې بې عقله تعصب کوونکي او بل لوری يې بې ‌احتیاطه تقلید کوونکي دي او د کمال اتاترک د غورځنګ له ستاینې وروسته، چې د لوېدیځ تقلید یې کاوه، وايي: «څارونکی لوېدیځ باید د ښه چلند او ادب حدود په پام کې ونیسي او مسخره یې نه کړي؛ ځکه هغه څه چې ترکي تقلید کوونکي یې ترسره کوي، په حقیقت کې د خپل هېواد او خپلو هېوادوالو حالت بدلول دي، هغه حالت چې موږ د لوېدیځ د چلند له امله د اسلام پر وړاندې د هغوی د نشتوالي له کبله انتقاد کاوه، حال دا چې اوس که څه هم ناوخته هڅه کوي چې د یوه لوېدیځ حکومت او ملت په څېر تقلید وکړي.»
بيا وايي: «کله چې هغه موخه چې دوی یې غوښتنه لرله په بشپړ ډول درک کړو، یوازې کولای شو په حیرانتیا سره دا پوښتنه راپورته کړو چې ایا دغه موخه په رښتیا  هم د هغو هڅو سپیناوی کوي، چې دوی په خپله مبارزه کې پرې د ترلاسه کولو لپاره مصرف کوي!؟
بیا وايي: «موږ هغه تقلید کوونکي ترکي مسلمانان نه خوښو چې زموږ غوسه راپاروي، کله چې له پورته ځایه موږ ته د فریسي او زندیق په سترګه ګوري او د دې لپاره چې هغه یې زموږ په څېر نه دی پیدا کړی د خدای جل جلاله شکر کوي؛ ځکه چې پخوانیو ترکي تقلید کوونکو خپل خلقت له ځانګړې خټې ګڼو، موږ هڅه وکړه چې دغه (ځانګړې خټه) د یوې بد بویه او کرکې وړ بڼې په توګه انځور کړو، چې د ترکانو له عظمت او وېرې څخه يې کم کړو او هغوی ته «نامعلوم ترکان» ووایو، تر هغه چې بالاخره وتوانېدو د هغوی باور له منځه یوسو او هغوی دې ته اړ کړو چې دغه «تقلیدي» انقلاب ترسره کړي، کوم چې اوس یې زموږ د سترګو پر وړاندې عملي کوي.»
په همدې ډول وايي:  «اوس وروسته له دې چې ترکانو زموږ په هڅونه او څارنه بدلون وکړ او وروسته له هغه چې دوی دومره شوي چې د ځان او شاوخوا هېوادونو په څېر د ځان جوړولو لپاره هره لاره لټوي، اوس د تنګسې، فشار او ان غوسې احساس کوو…» لکه د سامويل په شعر کې، هغه وخت چې بني ‌اسرايیلو د خپلې موخې په زشتۍ او بدرنګۍ اعتراف وکړ او د پاچا د شتون غوښتنه یې وکړه… .
«له همدې امله زموږ نوي شکایتونه د ترکانو په اړه په دې حالت کې بې‌ځایه دي او یو ترک کولای شي موږ ته داسې ځواب راکړي، هر کار چې هغه کوي زموږ له نظره خطا ګڼل کېږي.»
په هر حال کې کېدای شي زموږ انتقاد د ترکانو په اړه سخت او نامناسب وي، خو دا نه تعصبي دی او نه هم له موضوع څخه بهر، نو که د ترکانو هڅې بې ‌پایلې نه شي (یعنې که بریالي شي)، نو د تمدن میراث به څه لاسته راوړنه ولري؟ دا خبره د تقلید‌ کوونکو د حرکت له دوو اصلي کمزوریو پرده پورته کوي: لومړی: «د اتاترک غورځنګ تقلیدي او پیروي کوونکی دی، نوښت نه لري. له همدې امله که بریالی هم شي، د انسان په نفس کې د نوښت وړتیا یو ذره هم نه ازادوي، بلکې یوازې د هغو محصولاتو په زیاتوالي تمامېږي چې وسایل او ماشینونه یې په هغو ټولنو کې تولیدوي چې له هغوی تقلید شوي دي. دویم: که چېرې د تقلید کوونکو حرکت په یوه حیرانوونکې بریا چې تر ټولو لوړ حد او دوی ورته رسېدای شي، بدل شي نو دا به یوازې د یوې کوچنۍ ډلې لپاره د خلاصون یوه لار وي، په هغو ټولنو کې چې د تقلید دغه طریقه غوره کوي؛ ځکه اکثریت هېڅ هیله نه لري چې د تقلید شوي تمدن د واکمنې طبقې غړي شي او د دې اکثریت پایله او حاصل په حقیقت کې د تقلیدي تمدن د کارګرانو شمېر زیاتېدل دي.»[1]
«د موسولیني کتنه یوه سخته او تېره کتنه وه، هغه وخت چې و يې ویل: داسې ملتونه شته چې پرولتاریايي (کارګر) دي، لکه څنګه چې پرولتاریايي طبقې او خلک شته.»[2]
مسأله دا ده چې په حقیقت کې له اسلام سره د مسلمان ټینګ او کلک تړاو هغه څه دي، چې د اسلام دښمنان سخت غوسه کوي او دوی به هېڅکله ارامتيا او سکون ونه لري، چې دغه ژمنتیا له منځه وېسي او سسته یې کړي. (هغه وسایل چې د دې لپاره کاروي، د انسانیت او نړيوالتوب بلنه ده)، نو که مسلمان په عمل کې سست شي او خپله ځانګړې ځانګړنه نوره ونه ساتي، هغوی یې سپکوي، لکه اروپایانو چې ترکان سپک کړل، وروسته له دې چې اتاترک د هغوی اسلام لرې کړ او د لوېدیځ کلتور یې ځای پر ځای کړ.
دا په داسې حال کې ده چې یو مسیحي تبلیغ کوونکی «پر اسلامي نړۍ یرغل»  په کتاب کې وايي: «اروپا له ناروغ سړي (عثماني خلافت) وېره لرله؛ ځکه چې (۳۰۰) میلیونه انسانان د هغه تر شا تیار ولاړ وو، چې د لاس په یوه اشاره جګړې ته داخل شي.»
دغه وروستۍ جمله موږ دویم ټکي یا دویمې موخې ته داخلوي، چې دا د مسلمانانو پر ضد جګړه کې د انسانیت د بلنې کارول دي.[3]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

[1]. الداوي، عبدالرزاق، موت الإنسان في الخطاب الفلسفي المعاصر، ص ۱۸۹، دار احیاء التراث العربی، بیروت-لبنان.

[2]. صبحی، دکتر نبیل، اسلام و غرب و آینده، ص51-53، مترجم: مجد، همایون، انتشارات: فرزان روز، تهران.

[3]. السید ولد أباه، عبدالله، الفکر الأوروبي الحدیث والمعاصر. ضمن مدخل لتکون طالب العلم في العلوم الإنسانیت، داراحیاء التراث العربی، عام 2019م، لبنان.

هیومنېزم «انسان ‌پالنه» هیومنېزم له مسلمان سره په مخامخ کېدو کې
Previous Articleساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (اتمه برخه)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۰)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره ټکر (برخه: ۱۱)

سه شنبه _13 _جنوري _2026AH 13-1-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴)

دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD3 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD5 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD17 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.