Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»ساینټولوژي»ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (اتمه برخه)
ساینټولوژي چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (اتمه برخه)
د ساینټولوژي د عقیدې او افکار او نقد
د اړتيا له مخې غواړو چې دلته د خدای جل جلاله د شتون په اړه د باور وړ او قانع کوونکي څو دلايل وړاندې کړو، چې د خدای جل جلاله له جود څخه د منکرانو بېځایه او بې ‌معنا خبرې رد شي:
(۱) د خلقت او پیدایښت دلیل
قران کریم د یوه بشپړ او لارښود کتاب په توګه په ګڼ شمېر ایتونو کې د خدای د وجود او د هغه د قدرت په اړه داسې نښې بیان کړې دي، چې د ټولو انسانانو لپاره د درک وړ دي. خدای جل جلاله فرمايلي دي: وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَاماً فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْماً ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقاً آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.” [1] دا ایت د انسان د خلقت بېلابېلې مرحلې بیانوي: لومړی له خارې، بیا نطفه، ورپسې علقه، بیا مضغه، تر دې وروسته پر هډوکي بدلېدل او په پای کې په غوښه پوښل کېدل او روح پکې اچول. نن ورځ هم ډاکټران وايي چې نطفه د مور په رحم کې د یو څه وخت لپاره د علقې او مضغې په شکل پاتې کېږي، چې په تدریجي ډول په یوه بشپړ انسان بدل شي؛ همدا حقیقت د خدای جل جلاله د قدرت او بې ‌سارې پوهې نښې دي.
په حدیث کې راغلي دي چې یوې فرښتې ته دنده ورکول کېږي چې له څلوېښت شپې وروسته نطفه بلې مرحلې ته ورسوي. رسول اکرم صلی ‌الله ‌علیه‌ وسلم فرمایلي دي: خدایه! نر وي یا ښځه؟ خوشبخته وي که بدبخته؟ عمر یې څومره دی او روزي په یې څنګه وي؟» نو خدای جل جلاله هر څه د وحې له لارې ورته وايي.
د ایت په پای کې یې وویل: “فتبارک الله أحسن الخالقین”  ژباړه: «ډېر لوی او برکت ناک دی خدای، چې تر ټولو غوره خالق دی»  د انسان په پیدایښت کې حیرانونکې ښکلا او نظم او د هغه د غړو او اندامونو جوړښت، د خدای د قدرت څرګندې نښې دي. دا خدای دی چې انسان ته یې روښانه سترګې، د اورېدو غوږونه او پوه زړه ورکړی دی؛ دا هغه ذات دی چې دومره ښکلی او حیرانونکی بدن یې له وینې او خاورې څخه جوړ کړی دی او له کمزورۍ څخه یې ځواک او هوښیارتیا منځته راوړې ده. دا ټول د خدای تعالی د بې‌ سارې پوهې، حکمت او ځواک روښانه نښې دي.[2]
“وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ.”[3]  ژباړه: «او د الله تعالی له نښو څخه یوه دا ده چې ستاسو له جنس څخه یې تاسې ته مېرمنې پیدا کړې، چې د هغوی ترڅنګ ارام ومومئ او ستاسو او هغوی تر منځ یې مینه او محبت پيدا کړ. بېشکه په دې (کارونو کې) ښکاره نښې او دلایل دي د الله تعالی د عظمت او قدرت لپاره، د هغو کسانو لپاره چې د نړۍ د پدیدو او د خدای د مخلوقاتو په اړه فکر کوي.
“وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ.”[4] ژباړه: «او د الله تعالی له نښو څخه (چې د هغه د قدرت او عظمت څرګندونه کوي) یوه دا ده چې ځمکه او اسمانونه یې پیدا کړي او ستاسو ژبې او رنګونه یې بېلابېل کړي دي. بېشکه په دې کې ښکاره دلایل شته دي، د پوهانو او عالمانو لپاره.
“وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ.”[5] ژباړه: «او د الله تعالی له نښو څخه ستاسو د شپې او ورځې خوب کول او د الله تعالی د فضل د ترلاسه کولو لپاره ستاسو هڅې او کوښښ دی. په حقیقت کې په ‌دې کې د هغو کسانو لپاره نښې دي چې غوږ نیسي (او حقیقت مني).»
(۲) د عادل شاهد دلیل
که دوه تنه عادل کسان پر یوه موضوع شاهدي ورکړي، هغه دعوه منل کېږي. اوس الله تعالی په خپلې وحې او د رښتینو پیغمبرانو علیهم ‌السلام په ژبه د خپل وجود ګواهي ورکړې ده. زرګونه پیغمبران علیهم ‌السلام د تاریخ په اوږدو کې راغلل چې ټول رښتیني، امین او پاک‌ انسانان وو او ټولو ملتونو هغوی د رښتینولۍ او راستکارۍ پر اساس پېژندل. هغوی د خلکو په منځ کې لوړ مقام درلود، حق ته د را بللو او د خلکو له ژغورنې پرته یې بله موخه نه درلوده. موږ هېڅکله نه دي لیدلي چې څوک د نړۍ له بلې خوا، د بېلګې په توګه له امریکا څخه، بې له کوم دلیل او سند شاهدي ورکړي، خو زرګونو پیغمبران علیهم‌ السلام په روښانه دلایلو او معجزو سره د الله تعالی پر وجود شهادت ورکړی دی او له سل زرو څخه ډېرو امتونو د هغو پیغمبرانو علیهم ‌السلام خبرې اورېدلې دي.[6]
(۳) د فلسفې تسلیم شوي دلايل
د خدای جل جلاله شتون د قانع کوونکو فلسفي دلایلو له مخې هم ثابت شوی دی، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
(الف) هر طبیعي جسم حتما حرکت لري، نو ټول طبیعي جسمونه په اتفاق سره متحرک (خوځنده) دي او د هر متحرک لپاره د یوه محرک (خوځوونکي) شتون لازمي دی. په همدې ډول به دا سلسله روانه وي، تر دې چې لومړي متحرک ته ورسېږو، چې د ټولو حرکتونو سلسله په هغه ختمېږي او پای ته رسېږي. لومړی محرک باید خپله غیر متحرک وي؛ ځکه که هغه هم متحرک وي، نو بیا باید د هغه لپاره بل محرک ولټوو چې په دې صورت کې تسلسل لازم دی او تسلسل په بشپړ ډول رد شوی دی. همدارنګه څرګنده ده چې یو متحرک شی نشي کولای خپله محرک وي، نو موږ اړ یوو چې د یوه قوي محرک په وجود اعتراف وکړو، هغه محرک چې حرکت او اغېز نه مني او هغه د شیانو د حرکتونو اصلي علت وبولو. همدارنګه باید پوه شو چې لومړی محرک هېڅکله عرض نه شي کېدای؛ ځکه عرض له ځان څخه اختیار او خپلواکي نه لري چې په خپله د نورو محرک شي. لومړی محرک ماهیت هم نه شي کېدای؛ ځکه هر جسم او ماهیت په ناچارۍ سره متحرک او اغېزمن وي. په پایله کې لومړی محرک باید له عرض، جسم او ماهیت څخه لوړ وي او دا باید د جوړولو، حرکت کولو او نفوذ کولو بشپړ ځواک ولري.
(ب) د هستۍ عالم او هر څه چې په هغه کې دي، د هغوی ټولو شتون عارضي دی، نه ذاتي؛ ځکه چې د هستۍ عالم د بدلون، زوال او فنا وړتیا لري او ډېر بدلونونه په پټو سترګو لیدل کېدای شي. هر څه چې د بدلون په معرض کې وي، شتون یې تصادفي وي او هغه شی نوی جوړ شوی دی. هر نوی شی یو لرغوني جوړونکي ته اړتیا لري، نو د هستۍ نظام له ټولو فرعي برخو سره د بدلونونو د پېښېدو له امله نوی دی، دا یو لرغوني او ځواکمن جوړونکي ته اړتیا لري.[7]
(۴) نباتي دلیل
بوټي او ونې له خاورې، اوبو او رڼا څخه تغذیه کېږي. د شاتو مچۍ له ګلونو او شګوفو شیره څښي او له هغې خواږه او خوندور شات جوړوي. د ورېښمو چینجی د توت له پاڼو تغذیه کېږي او له هغې نازک او ښکلی ورېښم جوړوي. سره له دې چې د ټولو تغذیه یو شان ده (پاڼې او نباتات)، خو پایلې يې بېلابېلې دي. دا ښکاره نښه ده د الله تعالی د قدرت او حکیمانه پیدایښت، چې له یوې مادې څخه بېلابېل محصولات پیدا کوي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

[1]. سورۀ مؤمنون، آیات ۱۲ تا ۱۴.

[2]. رضأء الحق، العصیدة السماویة شرح عقیدة الطحاویة، ج ۱، ص ۱۸۰.

[3]. الروم، آیه ۲۱.

[4]. الروم، آیه ۲۲.

[5]. الروم، آیه: ۲۳.

[6]. رضاء الحق، العصیدة السماویة، ج ۲، ص ۱۷۹.

[7]. ادریس کاندهلوی، علم الکلام، ص ۴۱؛ اسلام و عقلانیت معاصر، ص ۵۱.

د ساینټولوژي د عقیدې او افکار او نقد د فلسفې تسلیم شوي دلايل
Previous Articleله مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱)
Next Article هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۱۱)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره ټکر (برخه: ۱۱)

سه شنبه _13 _جنوري _2026AH 13-1-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴)

دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD12 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD23 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.