لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۷)
سریزه
په تېرو برخو کې موږ د ساينتولوژي له تاریخچې او بنسټ ایښودونکي سره اشنا شوو، همدارنګه د «دیانتیکس» او د هغه ادعاوې مو د رواني روغتیا په برخه کې وڅېړلې. د اسلام له نظره، د روح او روان روغتیا یوازې پر الله د ایمان او الهي لارښوونو پر عمل ممکنه ده او داسې طریقې، لکه دیانتیکس د دې ځای ناستی نه شي کېدلای.
په دې برخه کې زموږ موخه دا ده چې د ساينتولوژي پر اصلي باورونو او عقیدو خبرې وکړو او هغه د اسلام له اصیلو ښوونو سره پرتله کړو. دا پرتله له موږ سره مرسته کوي چې په ښه ډول درک کړو، چې ولې اسلام یو بشپړ دین دی او څنګه کولای شي د بشر د جوړو شوو باورونو پر وړاندې یو قوي او ټینګ ځواب وړاندې کړي؟
د ساينتولوژي عقیدې، فکرونه او نقد
د څېړنې او پلټنې په ډګر کې د دینونو او ډلو د عقیدو څېړنه او شننه د څېړنې له بنسټیزو موضوعاتو څخه ده او په دې برخه کې څېړنه ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه انتقادي څېړنه کولای شي له خلکو او ټولنې سره مرسته وکړي، چې د مذهبونو زیان منونکي او له حقیقت لرې باورونه وپېژني او ورڅخه خوندي پاتې شي. د باطلو دینونو او فرقو د باورونو شننه له مسلمانانو سره مرسته کوي چې د خپل دین پر حقانیت ښه پوه شي، خپله عقیده ټینګه کړي، د باطلو مذهبونو او ډلو له خرافاتو او شرک څخه خبر شي او د اسلام له دین سره د پرتله کولو له لارې یې په انتقادي ډول رد او تبلیغ وکړي.
کله چې د دینونو او عقیدو څېړنه په عادلانه توګه، د معتبر او لومړنیو سرچینو کارولو پر اساس ترسره شي، نو لوستونکي اصلي حقیقت ته رسېږي. دا کار هغوی له هغو قضاوتونو ژغوري، چې یوازې پر اورېدلو یا د مخالفو سرچینو پر بنسټ وي او د غلط درک او فکري ویجاړۍ لامل کېږي.
په دې برخه کې موږ هڅه کړې چې د ساينتولوژي دین، بنسټيزې عقیدې او باورونه تر بحث او شننې لاندې ونیسو او هغه د اسلام له مبارک دین سره پرتله کړو، چې نقد او رد يې کړو:
(۱) توحید او د الله شتون
د سپېڅلي ذات یو والی او شتون یو نه ردېدونکی او ثابت شوی حقیقت دی، چې انساني طبیعت، عقل او بصیرت یې تاییدوي او د هغه حیرانتیاوې، پوهه، وحې او تاریخ طبیعت موږ ته معرفي کوي. انساني عقل دا هم وايي چې هر اثر په یو لامل پورې اړه لري، هر اثار یو جوړوونکي ته اړتیا لري او هېڅ اثار او اغېز له جوړوونکي او علت پرته نه شي موندل کېدای. کله چې یو کور جوړېږي جوړوونکي ته اړتیا لري او که یو کوچنی شی تولیدېږي، لازمه ده چې تولیدونکی یا کومه فابریکه د هغه د تولید لپاره شتون ولري. که داسې وي، نو دا کاینات، له خپلې پراخې اندازې سره، لکه د لمر په شاوخوا کې په دقیق نظم سره د سیارو ګرځېدل، د شپې او ورځې شتون، د طبیعت حیرانتیاوې، لکه د واورې او باران ورېدل، د بېلابېلو فصلونو بدلونونه او نور، څنګه د یو پوه او وړ خالق او لارښود پرته شتون لري؟
د ونو شنې پاڼې د هوښیارو په نظر کې هره پاڼه یې د خدای د پېژندنې دفتر دی
(الف) په ساينتولوژي دین کې د خدای شتون
ساينتولوژي د خدای د شتون په اړه څرګند دریځ نه لري؛ دوی په مستقیم ډول د خدای شتون نه ثابتوي او نه یې ردوي، بلکې هغه په شخصي تجربې پورې تړلی پرېږدي.
د ساينتولوژي په کلیسا کې د خدای د شتون په اړه کومه ځانګړې ښوونه او خبره نشته، بلکې ټوله پاملرنه او موخې یې د فطرت د معنوي ماهیتونو د پېژندنې، استعدادونو د راویښولو او انساني ذهن او روح د پاکوالي پر لور دي. کله چې یو څوک دې دین ته ننوځي هغه ته د روح او ذهن د پاکوالي لارې چارې او د رواني سکون او خوښۍ د ترلاسه کولو طریقې ورښودل کېږي. د خدای د شتون یا پیغمبر په اړه لکه څنګه چې په ابراهیمي دینونو کې مطرح دي، هېڅ وضاحت نه ورکوي. دوی د خدای جل جلاله د شتون په اړه بې پروا دي او د ماده پالونکو او ملحدانو په څېر د هغه په شتون باور نه لري.
هابارد د ځینو دینونو او افکارو له څېړنې وروسته دې پایلې ته ورسېده، چې دینونه او اغېزمن کلتورونه په نړۍ کې په یوه ډول له خدای سره تړاو لري. د همدې لپاره یې د ساینتولوژۍ د بریالیتوب په موخه د خدای د لرلو فکر مطرح کړ، خو دا يې هم څرګنده کړه چې یو ساینتولوژیست د یوې ځانګړې مودې یا دورې له تېرېدو وروسته، له خدای څخه د دعا کولو لپاره ازاد دی. په ښکاره ډول ساينتولوژي د لافایت رونالډ هابارد د ذهن او افکارو جوړښت دی، چې د هغه د پخوانيو علمي او تخیلي کیسو د لیکوالۍ له اغېزو خالي نه دی. د هغه له تصوراتو جوړ شوی دین د نړۍ له خالق سره هېڅ تړاو نه لري او په دې اړه کوم څرګند دلیل او ثبوت هم نشته. هغه لوړ موجود چې په ساينتولوژي کې یادېږي، نه کوم ځانګړی تعریف لري او نه ورته ځانګړي خصوصیات ورکول شوي دي، بلکې غړي یې په خپلو دعاوو کې د هغه په اړه ازاد دي.[1]
له همدې امله، موږ نشو کولی ساينتولوژي یو داسې دین وګڼو چې پر خدای باور لري، بلکې دا یو ملحد او منحرف دین دی چې د مادي او سوداګریزو ګټو او داسې نورو لپاره جوړ شوی دی.
(ب) په اسلام کې د خدای شتون او توحید
توحید او په خدای باور د اسلام مبارک دین مهم بنسټونه او ستنې دي. د دنیا او اخرت بریا په بشپړ ډول د توحید په درک پورې تړلې ده. پر خدای باور نه درلودل د ټولو بدبختیو سرچینه ده، چې په دې نړۍ او اخرت کې د درنو زیانونو لامل کېږي. اسلام له ګمراهۍ څخه د انسان د ژغورنه او بریا ته رسېدل د توحید په سیوري کې ګڼي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل دعوت کې خلکو ته ویل: «قولوا لا إله إلا الله تفلحوا.»[2] ژباړه: « ووایئ لا إله الا الله او بریالي او ژغورولي شئ.»
توحید جنت ته د ننوتلو وروستی شرط دی. هر څوک چې توحید په بشپړه معنا و نه مني، نه شي کولای تلپاتې جنت ته رننوځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: «من کان آخر کلامه لا إله إلا الله دخل الجنة.»[3] ژباړه: «هغه څوک چې وروستی کلام یې لا اله الا الله وي، جنت ته ننوځي.»
توحید د فرد او ټولنې د معنوي ژوند سرچینه ده. ژوند چې د توحید پر ایمان ولاړ نه وي، بې معنا او له رښتینې خوښۍ څخه خالي دی. هغه څوک چې پر خدای ایمان نه لري او د هغه پر شتون باور نه لري، د مړي په څېر دی او له سپېڅلي باد او حقیقي ژوند څخه هېڅ ګټه نه اخلي. له همدې امله الله تعالی کافران له توحید څخه د لېرېوالي له امله مړه بللي دي، لکه څنګه یې چې ویلي دي: «لینذر من کان حیا ویحق القول علی الکافرین.»[4] ژباړه: « هغه څوک چې ژوندي وي، ووېروي او د کافرو په اړه د عذاب خبره پوره شي.»
د الله تعالی شتون یوه ثابت حقیقت دی، چې هر سالم عقل او فطرت یې مني، خو ملحدان او د ساینتولوژۍ پلویان د خپلو ځانګړو ښوونو په بسیا کېدو او د خدای له شتون څخه په بې نیازۍ سره هغه ردوي او باور پرې نه لري.
ټول ملحدان او منکرین د فلسفې او منطق د منل شويو قوانینو او د عقل د غوښتنې له مخې دې ته اړ شوي دي چې د نړۍ د سرچینې او پیل ټکي په اړه اعتراف وکړي؛ ځکه چې د الله تعالی دقیقه احاطه او څېړنه د انسان د محدود عقل له وړتیا څخه پورته ده، چې لیدال کېدلای او لمس کېدلای نه شي، دوی یې انکار کړی دی او پر ځای یې ماده او طبیعت د خالق په توګه پېژني.[5]
ساینتولوژیستان د ماده پالو په پرتله د نړۍ د پیدایښت په اړه لږ توپیر لرونکی باور لري. دوی ویلي چې په پیل کې تېتنان یعنې ارواوې یا تلپاتې موجودات موجود وو. دغه تېتنانو (ارواوو) د تخلیق او تصور ځواک درلود او د خپل ذهن په زور یې مادي نړۍ پیدا کړه. د دې دواړو لیدلورو توپیر په دې کې دی، چې یو د نړۍ خالق خپل طبیعت او ماده ګڼي او بل ارواح د نړۍ د خالق په توګه پېژني. له همدې امله دوی د خدای له شتون څخه منکر شوي دي.
په دې باید پوه شو چې د یو څه بشپړ درک نه درلودل، د هغه د رد او باطلولو دلیل کېدای نه شي؛ ځکه چې ډېر شیان د پنځو حواسو په واسطه نه شي درک کېدای، خو په قوي شواهدو سره ثابت شوي دي او د انسان عقل هم هغه منلي دي، لکه د ځمکې جاذبه او د برېښنا ځواک چې تر اوسه نه چا لیدلي او نه لمس کړي، خو د ښکاره او روښانه دلایلو له امله ټولو منلي دي. همدارنګه که څه هم الله تعالی نه لیدل کېږي او نه په مستقیم ډول لمس کېدای شي، خو روغ عقل، سم طبیعت، اسماني وحې، د وجود نظام او په خپله انسان د خدای د پوهې د ترلاسه کولو لپاره قوي شواهد او د لارښوونو نښې دي، چې موږ ته د تلپاتې ذات پر لور لارښوونه کوي.[6]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[1]. ساینتولوژی-دیانتیکس، ص ۴۹.
[2]. مسند احمد، ج ۲۵، ص ۴۰۵.
[3]. مستدرک حاکم، ج ۱، ص ۵۰۳.
[4]. یس: ۷۰.
[5]. عبدالغفور برشان، اسلام و عقلانیت معاصر، ص ۵۱.
[6]. همان، ص ۵۲.


