لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹)
(۸) د شیطان د سوسو خطر او له هغه څخه د ژغورلو لارې
د قابیل له خوا د خپل ورور هابیل د وژلو لپاره د شیطاني وسوسو منل دا ښیي چې شیطان تل انسان ته وسوسې ور اچوي او د هغه په زړه کې د بې لارۍ معناوې ځای پر ځای کوي، په دې اړه الله تعالی فرمايي: ”قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ * مَلِكِ النَّاسِ * إِلَهِ النَّاسِ * مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ * الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ.”[1] ژباړه: « ووایه: زه د خلکو له رب څخه پناه غواړم، د خلکو له واکمن (اصلي مالک) څخه، د خلکو له معبود (حق) څخه، د هغه شر نه چې وسوسه کوي او بېرته شاته ځي (کله چې د الله پناه وغوښتل شي، له شر د شيطان نه.»
ابن عباس رضي الله عنه وايي: وسوسه اچوونکی شیطان دی، چې د حضرت ادم علیه اسلام د اولاد په زړه کې یې ځای ونیوه؛ که غافل دې کړي، وسوسه کوي مو او که چېرې الله یاد کړې نو پټېږي.[2]
د شیطاني وسوسو ماهیت او له دې وسوسو سره د مبارزې لپاره الهي احکام
د هر انسان ژوند له ګڼ شمېر دنننیو او بهرنيو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، یو له تر ټولو لویو او دومداره ستونزو څخه چې انسان ورسره مخ دی، د شیطان وسوسې دي. دا هغه پټې وسوسې دي چې د انسان په زړه او ذهن کې د شیطان له خوا ځای پر ځای شوې دي، چې د انسان پخوانی دښمن دی او غواړي چې انسان د حق او نېکمرغۍ له لارې څخه واړوي. د هر مسلمان دنده ده چې د دې پټو بریدونو پر وړاندې هوښیار او کلک وي او اجازه ورنه کړي چې شیطان یې پر نفس واکمن شي؛ ځکه شیطان تل انسان ته د بدۍ او ناوړه کارونو امر کوي او هغه دې ته هڅوي چې د الله تعالی په اړه هغه څه ووايي چې نه پرې پوهېږي. شیطان انسان د دوکه ورکوونکو خبرو له لارې هڅوي او خپله ډله د سوځنده اور لور ته رابولي، هغوی ته د فقر وعدې ورکوي او ورته د بد اخلاقۍ امر کوي. له همدې امله الله تعالی موږ د هغه د لارو له پېروۍ څخه منع کړي یوو او ویلي یې دي: “يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلاً طَيِّباً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ * إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاء وَأَن تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ.”[3] ژباړه: «ای خلکو! له هغه څه څخه وخورئ چې په ځمکه کې حلال او پاک دي (او الله هغه حرام کړي نه دي او د انسان روح هغه خوښوي) او د شیطان په قدمونو مه ځئ ( د هغه پیروي مه کوئ)، په حقیقت کې هغه ستاسو ښکاره دښمن دی. هغه یوازې تاسو ته د فحشا او ګناه امر کوي ( بد شیان تاسو ته ښه ښکاروي او تاسو ته د الله تعالی په اړه هغه څه وايي چې تاسو پرې نه پوهېږئ) او په ناپوهۍ سره د وهمونو او خرافاتو پیروي وکړئ او په باطلو معبودانو پسې روان شئ او حلال حرام وګڼئ او حرام حلال وبولئ.»
دغه راز وايي: “وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوّاً شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُوراً.”[4] ژباړه: « همداسې (هغه کسان چې ته د دوی د هدایت هڅه کوې، له تا سره دښمني او مخالفت کوي.) موږ د هر پیغمبر پر وړاندې له سرکشو انسانانو او پېریانو څخه دښمنان پیدا کړي دي. یوه ډله یې فریب ورکوونکې، بې اساسه خبرې پټې، بلې ډلې ته رسوي، چې هغوی د رنګينو ویناګانو او دروغجنو وسوسو له لارې وغولوي.»
دغه راز وايي: “إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوّاً إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ.”[5] ژباړه: « له شک پرته شیطان ستاسو دښمن دی، نو هغه دښمن وګڼئ (او د یوې شیبې لپاره هم د هغه له فریب او چل څخه بې خبره مه اوسئ او د هغه د وسوسو پیروي مه کوئ) هغه خپلو پیروانو ته بلنه ورکوي چې د سوځېدونکي اور اوسیدونکي شي.»
خدای جل جلاله ته پناه وړل او د شیطان له دوکې څخه ځان ساتل
الله تعالی موږ ته امر کړی چې یوازې هغه ته پناه وروړو او له دې وسوسو څخه د خلاصون لپاره هم یوازې الله تعالی ته مخه کړو؛ ځکه الله تعالی هغه ذات دی چې پناه قبلوي او ژمنه کوي چې دا لعنت شوی شیطان به له هغه چا لرې کړي، چې د الله پناه یې اخیستې وي او هغه به د شیطان له شر څخه وژغوري. الله تعالی په دې اړه فرمايلي دي: “وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.”[6] ژباړه: « او که چېرې د شیطان له خوا تاسو ته کومه وسوسه راشي (او د هغه غوښتنه تاسو له سمې لارې څخه واړوي او تاسو له موخو څخه منع کړي)، نو الله تعالی ته پناه وروړئ (او ځان هغه ته وسپارئ)؛ هغه اورېدونکی او پوه دی (او هغه هرڅه اوري او په هرڅه پوهېږي او ژر تر ژره به ستاسو غوښتنې ته ځواب ووایی).»
پر مسلمان واجب ده چې د شیطان وسوسو ته تسلیم نه شي، د هغه په چل دوکه ونه خوري او اجازه ورنه کړي چې شیطان یې پر نفس واکمن شي. مسلمان باید شیطان د خپل نصیحت کوونکي په توګه ونه مني او د هغه د ګامونو پیروي ونه کړي؛ ځکه شیطان انسان ته د خیر دعوت نه ورکوي او نه یې د ژغورلو لور ته رهبري کوي. له ټولو پورته خبرو څخه موږ ته دا څرګندېږي چې شیطان یو داسې مخلوق دی، چې قسم یې خوړلی انسان به ګمراه کوي. هغه له هر فرصت او ضعف څخه ګټه اخلي، چې انسان ته وسوسه وکړي. د هغه وسوسې یوازې ګمراهي فکرونه نه دي، بلکې فکري بمونه دي چې په دقت سره موخه لرونکي شوي دي، چې انسان له حق څخه منحرف کړي. دا وسوسې کولای شي په بېلابېلو بڼو کې را څرګندې شي، لکه:
(۱) ګناه او نافرمانۍ ته هڅونه: شیطان انسان داسې کارونو ته هڅوي چې په ښکاره ښکلي، جذاب او خوندور ښکاري، خو په باطن کې زیانمن او ګناه کوونکي وي.
(۲) شک پیدا کول: هغه هڅه کوي چې د یو چا ایمان کمزوری کړي او هغه د عقیدې او دین په اصولو شکمن کړي.
(۳) د کینې او نفرت تخم کرل: شیطان د انسانانو ترمنځ مخالفت رامنځته کوي، حسد غوسه او کینه د خلکو په زړونو کې ځایوي.
(۴) سستۍ او بې پروايۍ ته هڅونه: هغه انسان له نېکو اعمالو او دیني مکلفیتونو څخه منع کوي، د غفلت او سستۍ لور ته یې بیایي.
(۵) دروغجنې او فریب ورکوونکې وعدې: شیطان انسان ته یو خیالي او فریب ورکونکی راتلونکی انځوروي، چې انسان په بې اساسه هیلو پسې روان کړي.
دا وسوسې د تدریجي زهرو په څېر عمل کوي، که انسان بې له مقاومته ورته تسلیم شي، نو ورو ورو د خپل نفس کنترول له لاسه ورکوي او د شیطان د لاس یوه وسیله کېږي.
په پای کې باید پوه شو چې له شیطاني وسوسو سره مبارزه یوه دوامداره جګړه ده، چې تر وروستۍ شېبې پورې دوام لري. دا مبارزه د دوامداره هوښیارۍ، قوي ارادې او پر الله تعالی بشپړ توکل ته اړتیا لري. د الهي احکامو په پیروي او الله ته په پناه وړلو سره انسان کولای شي پر دې پټ دښمن بريالی شي؛ نفس د هغه له تسلط څخه خلاص کړي او د دنیا او اخرت نېکمرغۍ او بريا ته ورسېږي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج4، ص574. [2]


