Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۰)
متفرقه پنجشنبه _8 _جنوري _2026AH 8-1-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۰)
(۹) حسد (هغه ناروغي ده چې د ځمکې پر مخ د لومړي قتل تر شا ولاړه ده)
د قابیل زړه د حسد ناروغۍ ونیوه؛ ځکه چې خدای جل جلاله د ده د ورور (هابیل) قرباني قبوله کړه او د ده قرباني یې قبوله نه کړه، چې دې کار هغه دې ستر جرم ته وهڅاوه. دا موږ ته څرګندوي چې حسد د بشر په وجود کې يوه پخوانۍ ناروغي ده او له نفس څخه يې له منځه وړل او ريښې وېستل يوازې د ژور ايمان، پوهې، بصيرت او نفس د تزکيې له لارې ممکنې دي. له دې امله چې دا ناروغي د روح او ټولنې لپاره ډېره زياته خطروناکه ده، نو په لاندې ډول پرې په تفصيل سره بحث کوو.
(۱) د حسد پېژندنه: حسد د نورو د نعمتونو د له منځه تلو هیله ده. دا د غبطې پر خلاف دی؛ ځکه غبطه دا معنا لري چې انسان غواړي د نورو په څېر نعمت ولري، خو نه غواړي چې هغه نعمت له هغوی څخه لرې يا واخيستل شي.
(۲) د حسد زیانونه: حسد، حسود او محسود دواړو ته سخت زیانونه رسوي:
(الف) هغه زیانونه چې حسد کوونکي ترې اغېزمنېږي: د حسد زیانونه پر حسود له بېلابېلو اړخونو تاثير لري، لکه: حسد انسان دې ته اړ باسي چې پر نورو کبر وکړي او حق رد کړي. د همدې لپاره، کله چې ملعون ابلیس له ادم علیه‌السلام سره حسد وکړ، نو حسد هغه دې ته وهڅاوه چې د الله جل جلاله د حکم پر وړاندې تکبر وکړي او ادم ته سجده و نه کړي. قران په دې اړه وايي: “قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ.”[1] ‏ ژباړه:« ویې ویل: زه له هغه څخه غوره یم، تا زه له اور څخه پیدا کړی یم او هغه دې له خټې څخه.»
نو خدای جل جلاله هغه له جنت څخه وشړه او ويې فرمایل: “قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْؤُوماً مَّدْحُوراً لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لأَمْلأنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ.”[2]‏ ژباړه: « خدای جل جلاله وویل: خوار، حقیر، شړل شوی او ذلیل له دې (پاک او سپڅلي ځایه) ووځه؛ زه قسم خورم چې دوزخ به له تا او له ټولو هغو کسانو څخه ډک کړم چې ستا پیروي کوي.»
(۱) حسد د حسد کوونکي په زړه کې غم او اندېښنه راولي، د هغو نعمتونو لپاره چې الله جل جلاله نورو ته ورکړي وي. حسد کوونکی تر هغه وخته په دې غم او اندېښنه کې پاتې کېږي، تر هغې چې دا نعمتونه شتون ولري. که چېرې نعمتونه د هغوی له صاحبانو څخه واخيستل شي، نو د حسود غم او اندېښنه هم له منځه ځي او پر ځای یې خوشحالي راځي. په دې اړه خدای جل جلاله فرمايلي دي: ژباړه: « که تاسو ته خېر ورسېږي دوی خفه کېږي او که تاسو ته بدي ورسېږي دوی پرې خوشڅالېږي.»
(۲) حسد انسان دې ته اړ باسي چې د الله جل جلاله د حکم پر وړاندې مخالفت وکړي.
(۳) حسد کوونکی انسان د هغه چا په څېر دی چې د الله جل جلاله پر حکم او قضا او قدر باندې غوسه وي او د الله جل جلاله پر وړاندې اعتراض کوي؛ ځکه هغه نورو ته نعمتونه ورکړي دي. دا موضوع ډېره خطرناک ده؛ ځکه چې د انسان پر عقیدې اغېز کوي او کېدای شي هغې ته زیان ورسوي، چې په پایله کې د دنیا او اخرت بدې پایلې رامنځته کوي. له همدې امله موږ له خدای جل جلاله څخه پناه غواړو.
(ب) د حسد زیانونه د هغه کس لپاره چې پرې حسد کېږي (محسود): حسد هغه کس ته چې ورسره حسد کېږي (محسود) ته هم زیان رسوي، که څه هم حسد کوونکی خپل حسد په خبرو یا عمل کې ښکاره کړي او که یې پټ وساتي. خدای جل جلاله په دې اړه فرمايلي دي: “قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ * مِن شَرِّ مَا خَلَقَ * وَمِن شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ * وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ * وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ.”[3] ژباړه: « ووایه: زه د سپېدې له رب څخه څخه پناه غواړم، له هر هغه شر څخه چې الله پیدا کړي دي او د شپې له شر څخه، هغه مهال چې په بشپړ ډول راځي (او نړۍ تر خپلې تیارې لاندې نیسي) او د هغو کسانو له شر څخه چې په ګروهو کې پوک وهي (او د خپلو چلونو او فریبونو په وسیله ارادې، ایمانونه، عقیدې، مینه او اړیکې کمزورې کوي او فساد او تباهي رامنځته کوي) او د حسد کوونکي له شر څخه، هغه مهال چې حسد کوي.» په دې ایت کې استعاذه (د الله تعالی پناه غوښتل) د حسد د غوښتنو پر عمل کولو پورې تړلې نه ده.
سربېره پر دې یوازې د انسان د روح خالق، یعنې الله تعالی کولی شي د هغه ژوروالی درک کړي او د هغه جزیات، ځانګړتیاوې، قدرتونه او اغېزې وپیژني؛ له همدې امله، حسد په خپل ځان کې زیان رسونکی دی او له همدې امله دا روا ده چې له هغه څخه الله ته پناه وېوړل شي.
شهید سید قطب رحمه الله په خپل تفسیر کې د “وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ”.[4] ایت په اړه وايي: حسد د الله تعالی د نعمت پر وړاندې د انسان دنننۍ اغېزمنتیا ده، چې د هغه د زوال هیله ورسره مل وي. که څه هم حسد کوونکی دا اغېزمنتیا د کینې او غوسې تر اغېز لاندې، د نعمت د له منځه وړلو په هڅه بدله کړي او که یوازې د رواني اغېزمنتیا په کچه پاتې شي، له دې حالت څخه شر راپیدا کېدای شي. نو که حسد کوونکی حسد وکړي او دا ځانګړې رواني اغېزمنتیا د محسود پر لور متوجه کړي، د دې اغېز د انکار هېڅ لاره نشته؛ ځکه چې زموږ پوهه او د ازموینې وسایل د دې راز او څرنګوالي ته لاسرسی نه لري. موږ په دې برخه کې یوازې لږ څه پوهېږو او همدا لږ څه هم ډېری وخت په تصادفي ډول رابرسېره کېږي او بیا د یوه ثابت حقیقت په توګه منل کېږي. له همدې امله دلته یو شر موجود دی چې باید له هغه څخه الله ته پناه وېوړل شي او د هغه په پناه کې پاتې شو او دا خدای جل جلاله دی چې په خپل رحمت او فضل سره يې خپل رسول صلی الله علیه‌وسلم او د هغه امت ته لارښوونه کړې، چې له دې ډول شرونو څخه له هغه پناه وغواړي او بېشکه هر کله چې هغوی د هغه په امر الله ته پناه یوسي، الله تعالی به هغوی له دې شرونو، که لوی وي او که کوچني، وساتي او خوندي به یې کړي.[5]
دوام لري…

مخکنئ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

. ص/76.[1]

. الأعراف/18.[2]

. الفلق/5-1.[3]

. الفلق/5-1.[4]

. محمد، سید قطب، فی ظِلال القرآن، ج6، ص4008.  [5]

Previous Articleهیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۱۱)
Next Article له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۲)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۲)

دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱)

یکشنبه _11 _جنوري _2026AH 11-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD20 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.