لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۲)
د «بعث» لغوي معنا
د عربي ژبې په کلام کې د «بعث» کلمه په دوو معناوو کارول شوې ده:
(۱) لېږل او استول: الله تعالی فرمایي: ﴿ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِم مُّوسَىٰ بِآيَاتِنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِيْهِ.﴾ ژباړه: «بيا مو له خپلو نښانو سره له دوی وروسته فرعون او د هغه (د قوم) مشرانو ته موسى ولېږه.» [۱]
(۲) راپارول او تحریکول: عربان وايي: «بعثتُ البعیرَ فانبعث» يعنې اوښ مې را وپاروه، نو هغه را پاڅېده. همدارنګه له مرګ وروسته د انسانانو را ژوندي کول او له قبرونو څخه را وېستل په همدې معنا دي. الله تعالی فرمایي: ﴿ثُمَّ بَعَثْنَاكُم مِّن بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.﴾[۲] ژباړه: «پس بيا موږ تاسې له مړينې وروسته را پاڅولئ، د دې لپاره چې تاسې شکر وباسئ.» [۳]
د «بعث» اصطلاحي معنا
بعث په اصطلاح کې د الله تعالی له لوري د مړو بېرته را ژوندي کول او له قبرونو څخه را وېستل دي. [۴]
له بعث او نشر دواړو څخه موخه دا ده چې مړي به په ژوندي حالت کې له قبرونو څخه را ووېستل شي او الله تعالی به ټول مړي بېرته را ژوندي کړي؛ ان هغه کسان چې سوځېدلي وي يا په اوبو کې ډوب شوي وي او ماهيانو خوړلي وي او يا وحشي ژوو خوړلي وي؛ ځکه هېڅ شی د پروردګار لپاره ستونزمن او ناشونی نه دی. [۵]
د معاد د بحث اهمیت او اړتیا
انسان په فطري ډول د کمال غوښتونکی دی او ذاتا غواړي چې خپل وروستی کمال او نهایي وده تر لاسه کړي. له همدې امله اړ دی چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره په باخبره او ازاده توګه د یو انساني ژوند انتخاب وکړي، نه د حیواني ژوند او د نورو حیواناتو په څېر یوازې د غرایزو او حیواني غوښتنو له مخې عمل ونه کړي، بلکې د خپل تعقل او تفکر ځواک چې له نورو حیواناتو سره د ده د توپیر اصل دی په کار واچوي او د هغو ګڼو او بېلابېلو تمایلاتو له منځه چې هره شېبه یې بېلابېلو لورو ته رابولي یو عالمانه انتخاب وکړي چې ټول اعمال او چلندونه یې د علم، پوهاوي، بشپړې ازادۍ او اختیار له مخې ترسره شي.
د انسان حقیقي او نهایي کمال هېڅکله د غرایزو، غوښتنو او شهوتونو بشپړه اشباع نه ده او د نورو حیواناتو پر خلاف، انسان هېڅکله پر خپلو غرایزو او تمایلاتو محکوم نه دی، تر دې چې له ده څخه د انتخاب او اختیار ځواک واخیستل شي او په پټو سترګو د خپلو غوښتنو تابع شي.
د ژوند په بهیر کې د انتخاب او اختیار ځواک سم کارولو لپاره، د لارې په ټاکلو کې کافي علم او پوهاوی ضرور دی. هغه انسان چې د ژوند په مسیر کې تل د تمایلاتو او میلانونو ترمنځ په کشمکش کې وي او پر دوو لارو ولاړ وي، باید د سمې لارې انتخاب لپاره د علم او پوهې له عنصره برخمن وي؛ ګنې امکان لري چې په ناپوهانه انتخاب اخته شي او نه یوازې دا چې خپل حقیقي کمال او واقعي نېکمرغۍ ته و نه رسېږي، بلکې لا ترې لرې شي.[۶]
یو له هغو موضوعاتو څخه چې د تاریخ په اوږدو کې تل د انسانانو ترمنځ د بحث او مناقشې وړ ګرځېدلي او خلک یې د اثبات او انکار په لټه کې پاتې شوي دي، د بعث بعدالموت یعنې له مرګه وروسته د بیا را ژوندي کېدو موضوع ده. که موږ یوازې د دې لنډ مهاله دنیا په ژوند بسنه وکړو او پر اخرت او د هغه پر حساب او کتاب ایمان و نه لرو، نو په حقیقت کې مو لوی تاوان کړی دی؛ ځکه په دې دنیا کې پر انسانانو ډېر حالتونه راځي، کله داسې وي چې ځینې کسان له کوم جرم او جنایت پرته تر ظلم او تېري لاندې راځي، حقونه یې تر پښو لاندې کېږي، پر عزت او حریم یې تېری کېږي او که له ظالمانو د دوی حق وا نه خیستل شي او هر څه له منځه لاړ شي، نو بیا عدالت هېڅ معنا نه لري؛ حال دا چې رب العالمین د بندګانو د اعمالو د ذرې ذرې پوښتنه کوي، حساب ترې اخلي او په خپل عدل او انصاف سره حق حقدار ته سپاري.
الله تعالی څومره ښایسته فرمایي: ﴿فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ.﴾ [۶] ژباړه: «نو چا چې یوه ذره غوندې نيکي کړې وي وبه يې ويني او چا چې يوه ذره غوندې شر (بدي) کړې وي هغه به وويني.»
که اخرت نه وي، نو دا حساب او محاسبه به چېرته ترسره کېږي؟ له همدې امله دا موضوع یوه حساسه او ضروري موضوع ده چې باید بحث پرې وشي او جدي پاملرنه ورته وشي.
که دا موضوع د قران کریم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او د علماوو د اقوالو له نظره وڅېړو، نو دا پایله تر لاسه کوو چې یادو سرچینو دې موضوع ته ډېر اهمیت ورکړی دی او په پراخ او هر اړخیز ډول یې بحث پرې کړی دی. په دې لړۍ کې هڅه شوې چې همدا موضوع د قران کریم له نظره تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. سورة الأعراف، آیت ۱۰۳.
[۲]. سورة البقرة، آیت ۵۶.
[۳]. الزبيدي، محمد بن محمد، تاج العروس من جواهر القاموس، ج ۵، ص ۱۶۹.
[۴]. أصول الإيمان في ضوء الكتاب والسنة، ص ۳۰۷.
[۵]. العریفي، ډاکټر محمد، جهان آخرت، ص ۱۲۶، ژباړه: حسین زایي محمد حنیف.
[۶]. مکي، ډاکټر مجد، مجموعهای کامل از عقاید اهل سنت، ژباړه: فیض محمد بلوچ، ج ۲، ص ۶۳۲.
[۷]. سورة الزلزال، آیتونه ۷–۸.


