لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۳)
معاد د قران کریم له نظره
د معاد د موضوع ارزښت او اړتیا ته د قران کریم په ایتونو کې ځانګړې پاملرنه شوې ده. د قران کریم له څلورو برخو ايتونو څخه، یوه برخه ایتونه د معاد په اړه دي او په قران کریم کې ډېر کم داسې سورت موندل کېږي چې د معاد او له مرګ څخه وروسته ژوند یادونه پکې نه وي شوې؛ ان ښايي د قران هېڅ داسې پاڼه نه وي چې د معاد اړوند مسایلو ته پکې اشاره نه وي شوې. دغو ایتونو د بېلا بېلو تعبیرونو له مخې د انسان په ژوند کې د معاد پر اهمیت ټینګار کړی او اشاره یې ورته کړې ده.
له یادو سورتونو څخه ډېر يې د مکې مکرمې په پړاو او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دعوت په لومړیو کلونو کې نازل شوي دي، چې دا د قران کریم او د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له نظره د معاد د مسألې فوق العاده اهمیت څرګندوي. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې د اسلام بنسټ کېښود او د دې کار لپاره یې د معاد پر عقیدې له ټینګښت څخه ګټه پورته کړه؛ له همدې امله هغه ایتونه چې په مکه مکرمه کې نازل شوي د اسلام د بنسټ د ټینګښت لپاره وو؛ له دغو ايتونو څخه ډېر یې د معاد، د قیامت ورځې، جنت او دوزخ په اړه دي یا د جهنم عذابونه بیانوي او یا د محشر صحنې او رسوایۍ.
د همدې مسألې د وړاندې کولو او افکارو او عقایدو د بیان په لار کې د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نورو الهي پیغمبران علیهم الصلاة والسلام په څېر د مشرکینو له سختو کړاوونو، اذیتونو او ځورونو سره مخ شو، ان تر دې چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې لېونی وباله.[۱]
قران کریم د سبا سورې په (۷ او ۸) ایتونو کې دې مسألې ته اشاره کوي او فرمایي: «وَقالَ الَّذینَ کَفَروا هَل نَدُلُّکُم عَلی رَجُلٍ یُنَبِّئُکُم إِذا مُزِّقتُم کُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّکُم لَفی خَلقٍ جَدیدٍ أَفتَری عَلَی اللَّهِ کَذِبًا أَم بِهِ جِنَّةٌ بَلِ الَّذینَ لا یُؤمِنونَ بِالآخِرَةِ فِی العَذابِ وَالضَّلالِ البَعیدِ.»[۲] ژباړه: «او هغو کسانو چې کفر کړی وويل: ايا تاسې ته يو داسې سړى در وښايو چې هغه مو په دې خبروي چې كله تاسې پوره ذرې ذرې شئ، نو تاسې به په يو نوي پيدايښت كې راشئ، ایا پر الله يې درواغ تړلي یا په هغه كې ليونتوب دى؟ (نه) بلكې هغوى چې اخرت نه مني په عذاب او (له حقه) په لرې بې لارې توب كې دي.»
همدارنګه په ګڼو نورو ایتونو کې د معاد او قیامت په اړه د کافرانو او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د زمانې د مشرکینو د ناباورۍ یادونه شوې ده. الله تعالی په نورو ایتونو کې په دې اړه فرمایلي دي: «وَإِذا رَأَوا آیَةً یَستَسخِرونَ وَقالوا إِن هٰذا إِلّا سِحرٌ مُبینٌ أَإِذا مِتنا وَکُنّا تُرابًا وَعِظامًا أَإِنّا لَمَبعوثونَ أَوَآباؤُنَا الأَوَّلونَ.»[۳] ژباړه: «او كله چې كومه نښانه وويني ملنډې وهي او دوى وويل: دا خو له ښكاره كوډو پرته بل څه نه دي، ايا كله چې موږ ومرو، خاورې او هډوكې شو، نو بيا به ژوندي را پاڅول كېږو؟ او ايا پلرونه زموږ لومړني؟»
ځینې وختونه به داسې کېدل چې د ناباورانو له ډلې به یو کس یو زوړ او وروست هډوکی په لاس کې نیوه او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په حضور کې به یې ماتاوه او په تعجب او ملنډو به یې پوښتل: «وَضَرَبَ لَنا مَثَلًا وَنَسِیَ خَلقَهُ قالَ مَن یُحیِی العِظامَ وَهِیَ رَمیمٌ قُل یُحیِیها الَّذی أَنشَأَها أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِکُلِّ خَلقٍ عَلیمٌ.»[۴]
ژباړه: «او موږ ته مثال بيانوي او خپل پيدايښت يې هېر كړ، وايي څوک به دا هډوكي را ژوندي كوي چې وراسته او رژېدلي وي، ورته ووايه: هغه ذات به يې را ژوندي كوي، كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او هماغه په هر ډول پيدايښت ښه پوه دى.»
په هر صورت د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د بلنې او د معاد د مسألې پر وړاندې دا لجاجت او سرسختي تر دې کچې ورسېده چې هغوی په ښکاره توګه له معاد او قیامت څخه انکار کاوه او ویل یې: «إِن هِیَ إِلّا حَیاتُنَا الدُّنیا نَموتُ وَنَحیا وَما نَحنُ بِمَبعوثینَ.»[۵] ژباړه: «نور څه نه دي، همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او (تر څه وخته) ژوند كوو، خو بيا ژوندي را پورته كېدونكي نه يوو.»
د حساب او جزا لپاره پر بعث او د بندګانو پر بيا را ژوندي کېدو ایمان لرل، د ایمان له بنسټیزو اصولو څخه دي، دورغ ګڼل او انکار یې د الله تعالی د تکذیب او پر هغه د کفر کولو په معنا دي.
الله تعالی په دې اړه فرمایي: «بَل كَذَّبُوا بِالسّاعَةِ وَأَعتَدنا لِمَن كَذَّبَ بِالسّاعَةِ سَعيرًا.»[۶] ژباړه:«خو هغوى قيامت دروغ ګڼلى او موږ هغه چاته چې قيامت دروغ ګڼي، بل شوى اور چمتو كړى دى.»
الله تعالی په ګنو ایتونو کې د بعث او نشور یادونه کړې: «يا أَيُّهَا النّاسُ إِن كُنتُم في رَيبٍ مِنَ البَعثِ فَإِنّا خَلَقناكُم مِن تُرابٍ ثُمَّ مِن نُطفَةٍ …»[۷] ژباړه: «ای خلكو! كه د بيا ژوندون په هكله په څه شک كې ياست، نو (خبر شئ) موږ تاسو له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له نطفې څخه …»
په بل ځای کې فرمایي: «يُخرِجُ الحَيَّ مِنَ المَيِّتِ وَيُخرِجُ المَيِّتَ مِنَ الحَيِّ وَيُحيِي الأَرضَ بَعدَ مَوتِها وَكَذلِكَ تُخرَجونَ.»[۸] ژباړه: «را وباسي هغه ژوندى له مړي نه او را وباسي مړی له ژوندي نه او ژوندۍ کوي ځمکه وروسته له مرګ څخه او همدغسې به تاسې هم را ووېستل شئ.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. مکي، ډاکټر مجد، د اهل سنتو د عقایدو بشپړه مجموعه، ژباړن: فیض محمد بلوچ، ج ۲، ص ۶۳۵، ۱۳۹۴ هـ.ش.
[۲]. د سبأ سوره، آیتونه ۷–۸.
[۳]. د صافات سوره، آیتونه: ۱۴–۱۷.
[۴]. د یس سوره، آیتونه: ۷۸–۷۹.
[۵]. د مؤمنون سوره، آیت: ۳۷.
[۶]. د فرقان سوره، آیت: ۱۱.
[۷]. د حج سوره، آیت: ۵.
[۸]. د روم سوره، آیت: ۱۹.


