لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۸)
(۷) د ګناه د زیان پایله او اوږده پښېماني
قابيل خپل ورور هابيل وواژه او په دې بد عمل يې له تاوان پرته بل هېڅ هم ترلاسه نه کړل. خپل ځان يې له لاسه ورکړ او د هلاکت کندې ته ولوېد. خپله نېکمرغي او ارامي یې هم له لاسه ورکړه، هغه ژوند چې کولای یې شو ګټور او رغوونکی وي، په ظالم، بد او تېري کوونکي ژوند يې بدل کړ. د دنیا خوښي یې له منځه لاړه، ژوند ورته خفه کوونکی شو او اخرت یې هم وبايله؛ ځکه چې د قاتل او مقتول دواړو ګناهونه یې پر اوږو واخیسته. د قاتل ګناه د وژنې له امله او د مقتول ګناه په دې اساس چې هابیل هېڅکله د خپل ظالم ورور د وژلو په اړه فکر ونه کړ او له دې امله یې د وژلو فکر له منځه وېوړ، لکه چې وې ویل:”لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ”.[1] ژباړه: « که ته زما د وژلو لپاره لاس را اوږد کړې چې ما ووژنې، زه به ستا د وژلو لپاره تا ته لاس در اږود نه کړم.» په دې توګه دا احتمال قاتل ته ولېږدول شو، قاتل دواړه نسبتونه وزغمل او په همدې اساس يې دواړه ګناهونه پر غاړه واخيستل. هغه خپل تاریخ هم له لاسه ورکړ او تاریخ یې د سرغړونې، ظلم او تېري پر تاریخ بدل شو.
قابیل به تر قیامته پورې د هر هغه کس وینه پر اوږو اخلي، چې په ظلم او ناحقه ډول وژل کېږي؛ ځکه دی لومړنی کس و چې قتل یې وکړ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې اړه وايي: «هېڅ انسان په ظلم سره نه وژل کېږي، مګر دا چې د ادم زوی لومړی (قابیل) ته د هغه د وینې برخه ورپاتې ده؛ ځکه چې دی لومړی کس و چې د قتل بنسټ یې کېښود.» [2] هغه خپل ورور له لاسه ورکړ، خپل ملاتړ کوونکی او ملګری یې وبايله؛ ده د ورورولۍ هغه معنا له لاسه ورکړه چې ده ته یې د خپل ورور سره پیوستون ورکاوه. هغه د انسانیت ټول ښې معناوې، لکه رحمت، مینه او زغم هم له لاسه ورکړې[3] او خپل مور، پلار او ټوله کورنۍ يې هم له لاسه ورکړه؛ ځکه هغوی د ده په دې جرم سخت غوسه شول. له دې ټولو لومړی يې له خپل رب سره اړيکه پرېکړه، د الله تعالی رحمت او نعمتونه یې له لاسه ورکړل، د الله تعالی له رحمت څخه وشړل شو، د هغه له فضل څخه محروم شو، د دوزخ د سزا او تلپاتې عذاب مستحق شو؛ ځکه چې الله تعالی په دې اړه فرمايي: “وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً.”[4]
ژباړه: « او هغه څوک چې یو مومن په قصدي ډول ووژني، په داسې حال کې چې د هغه له ایمانه خبر وي، په ظلم او تېري یې وژني او دا وژنه حلاله ګڼي، نو دا کس د کفر په درجه کې شمېرل کېږي. د هغه سزا دوزخ دی، تل به په دوزخ کې وي؛ د الله تعالی له رحمت څخه به محروم، غضب به يې ورباندې او د هغه لپاره به ډېر سخت عذاب وي.»
د زیان پراخوالی پر وخت، ځای او د امتونو پر ژوند یې اغېز
راځئ چې د هغه کینه کوونکي او ظالم ورور له زیان څخه وړاندې لاړ شو او د زیان پراخ او بشپړ مفهوم ته وګورو، چې له وخت او ځای څخه تېرېږي او پر هر وخت او ځای تطبیقېږي. هر څوک چې د خپل ورور وینه، که د نسب له مخې وي، که د اسلام له مخې، که د انسانیت له مخې، په ناحقه، بې له جرم او شرعي دلیل يې تویوي، نو هغه زیانمن دی او داسې دی لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي. په دې اړه الله تعالی فرمايلي دي: “مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْساً بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعاً وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعاً وَلَقَدْ جَاءتْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيراً مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ”.[5] ژباړه: « له همدې امله موږ په بني اسرائيلو باندې دا فرمان صادر کړ، هر څوک چې یو انسان ووژني، پرته له دې چې په ځمکه کې د قتل یا فساد له امله وي، نو داسې دی لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي او که څوک یو انسان له مرګ څخه وژغوري، نو داسې دی لکه ټول انسانان یې چې ژغورلی وي؛ ځکه انسان د ټولنې یو غړی او د بشريت استازی دی. زموږ پیغمبران له ښکاره معجزو او روښانه نښو سره هغوی ته راغلي، خو ډېرو له هغوی څخه وروسته د الله احکام له پامه وغورځول او په ځمکه کې یې د اسراف، قتل او جرمونو لاره خپله کړه.»
دا تاوان یوازې يو مسلمان فرد ته نه رسېږي، بلکې ټول امت یې تر اغېز لاندې راځي. هر مسلمان چې خپل ورور بې له شرعي دلیل څخه ووژني، زیانمن دی او داسې ګڼل کېږي، لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي. که اسلامي امتونه یو له بل سره جګړه وکړي، د ورورولۍ، مینې او زغم پر ځای به دښمني او کینه د دوی د اولادونو په زړونو کې ځای ونیسي، نو بېشکه چې دا زیان به د هغوی ټول ژوند ته ورسېږي.
که مسلمانان د ورورولۍ، مینې او همکارۍ پر بنسټ سره راټول شي، مینه یې تر منځ واکمنه شي او د یو زړه په شان سره یو شي، نو بېشکه چې بریا، ژغورل او کامیابي به د دوی ملګرې وي. تاریخ دا حقیقت په رښتینۍ توګه موږ ته بیانوي او ښيي، تر ټولو روښانه مثال یې زموږ همدا اوسنی حالت وي. مسلمانان په دې دور کې خپاره پراته دي، دښمني یې ترمنځ خپره شوې او د ډېرو اسلامي هېوادونو ترمنځ لا هم مخالفت دوام لري. ان تر دې چې د مادي غوښتنو پر اساس جګړو او شخړو ته رسېدلي دي، کینه او حسد د ځینو زړونو ته د نورو په وړاندې ننوتی دی. له همدې امله نور ملتونه پر مسلمانانو یرغل کوي، لکه څنګه چې وږې خلک د خوړو کاسې ته ورځي؛ سره له دې چې شمېر یې ډېر دی، خو دا ډېروالی هېڅ ګټه نه لري، نه د لوږې لپاره بسنه کوي، نه خیر لري او نه برکت. له همدې امله پراخ زیان په هر څه کې رانغاړي، داسې یو زیان چې د دوی وینه، اولادونه، اخلاق، اړیکې، ملکیت، اقتصاد، وجود، حیثیت او نفوذ پکې شامل دي او ټوله نړۍ د هغه ذلت او رسوایی له امله چې دوی پکې دي، دوی ته هېڅ پاملرنه نه کوي. دا حالت د مخلصو واکمنانو، چارواکو، عالمانو او اصلاح غوښتونکو له نه ستړې کیدونکو هڅو سره سره بيا هم دوام لري، چې دوی له غفلت او ګډوډۍ څخه خلاص کړي او د هغه ذلت او رسوایی اغیزې له منځه یوسي چې دوی ورسره مخ شوي دي.
موږ دغو مخلصو خلکو ته وایو: خپلو هڅو ته دوام ورکړئ او مه مایوسه کېږې؛ ځکه مسلمانان چې هر وخت له دین او اصولو غافل شي او څوک د بیدارۍ لپاره راولاړ شي، نو هغوی مثبت غبرګون ښيي او له غفلت څخه راویښېږي. هغوی د خپل رب کتاب او د خپل پیغمبر سنت ته بېرته راځي؛ کینه، حسد او نفرت پرېږدي. هغه دښمني او کینه چې په منځ کې يې خپره شوې وي پرې غلبه کوي، د خپل رب دین ته ور نږدې کېږي او له ټول وجود او مال سره له خپلو مقدساتو څخه دفاع کوي، د اسلام بیرغ په ټوله نړۍ کې پورته کوي او پورته یې ساتي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
. محمد بن إسماعيل، البخاري، صحیح البخاری، شماره حدیث3335؛ مسلم بن الحجاج، النیسابوری، صحيح مسلم، شماره حدیث 4355. [2]
. صلاح، الخالدی، مع القصص السابقین فی القرآن الکریم دراسات فی الإیمان والدعوه والجهاد، ج3، ص110. [3]


