
لیکوال: مولوي عبدالصمد شاکر
قلم امانت او مسؤولیت دی
په داسې نړۍ کې چې غږونه پکې ګډوډ او قلمونه پکې یو له بل سره نښتي وي، رښتینی لیکوال د حکمت تله، د عدالت ژبه او د شعور د بيدارۍ روښانه سترګه بلل کېږي.
دلته موږ د هغه څه یادونه کوو، چې عبدالحمید د لیکوالانو لپاره په خپل تل پاتې وصیت کې ویلي دي. دا وصیت یوازې مسلکي لارښوونې نه دي، بلکې یو انساني او فرهنګي منشور هم دی، چې د لیکوال لپاره رښتينې څېره ټاکي، هغه ته د اخلاقي او فکري لوړتیا افق پرانېزي او د حکیمانو او اصلاح کوونکو په کتار کې یې دروي.
عبدالحمید د الله تعالی د نعمتونو یادونه کوي او لیکوالانو ته وایي: الله جل جلاله تاسو (لیکوالان) په تر ټولو غوره او لوړ مقام کې درولي یاست؛ ځکه تاسو د ادب، مېړانې، علم او وقار خاوندان یاست. ستاسو په وسیله د اسلامي خلافت ښېګڼې منظمېږي او لارې چارې یې سمېږي. ستاسو په نصیحتونو الله جل جلاله د خلکو واکمن اصلاح کوي او هېوادونه پرې ابادېږي. پاچاه له تاسو بې نیازه نه شي پاتې کېدای او بشپړ کفایت یوازې ستاسو پر مټ موندل کېږي. ستاسو ځای د پاچاه تر څنګ او د هغه غوږونه، سترګې، ژبه او لاسونه دي. الله جل جلاله تاسو د خپل هنر له ځانګړي فضل برخمن کړي یاست او دا نعمت چې پر تاسو یې لورولی، الله جل جلاله دې نه درځنې اخلي.
دعوتګر لیکوال او امانتدار ادیب یوازې د الفاظو جوړونکی او د پاڼو لیکونکی نه دی، بلکې د امت لپاره روح او ژوندى ضمیر دی. ټولنه خپل نظم او سمون له هغه څخه اخلي او هېوادونه د هغه په نصیحتونو سمېږي. هغه د واکمن غوږ، سترګه، ژبه او لاس دی او د عدالت او اصلاح د ارزښتونو ساتونکی دی؛ ځکه د هغه هره کرښه، لفظ او کلمه د هغه په نظر یو پیغام او امانتي دنده ده.
لیکوالي مسلک نه، بلکې مروت دی
د عبدالحمید له وصیت څخه ډېر لوړ اخلاقي لیدلوری څرګندېږي، چې ادب او لیکوالي د مروت، وقار او پاک لمنۍ یوه سپېڅلې لار ګرځوي. لیکوال هغه وخت بشپړېږي، چې د خیر ټول خویونه په ځان کې راټول کړي، لکه:
• د غوسې پر مهال حوصله.
• د پرېکړې پر وخت باثباتي.
• په قضاوت کې عدالت.
• په وینا کې انصاف.
• په سختیو کې وفاداري.
ځکه دا هغه ارزښتونه دي، چې له قلم څخه د وجدان تله جوړوي؛ نه د نفس او شخصي ګټو وسیله.
لیکوالي یو لوړ فکري مکتب دی او لیکوال مکلف دی، چې په دې مکتب کې د دین، ژبې، شعر، تاریخ او حساب علم ولري؛ ځکه فرهنګ یو نه وېشل کېدونکی واحد دی او داسې لیکوال نه شي تصور کېدای، چې د امت له میراث څخه ناخبره وي یا د خپلې ژبې پر وړاندې بې پروا پاتې شي.
لیکوال باید په پېښو خبر وي، د هر څه په خپل ځای د کېښودلو وړتیا ولري او ناڅاپي حالات په حکمت سره د خپل قلم په څوکه په ښه ډول اداره کړي.
قلم امانت دی
د دې وصیت له سترو ځانګړنو څخه یوه هم د عاجزۍ خوا ته د لیکوالانو بلنه ده؛ د نفس له کبر او ځان غوښتنې څخه د دوی پاکوالی او په علم او فضیلت کې د الله تعالی د نعمت احساس دی.
هغه لیکوال هېڅکله رښتینی لیکوال نه شي کیدای، چې د خپل قلم په غرور کې ډوب وي او بریاوې خپل مهارت ته منسوبوي، نه د خپل رب توفیق ته؛ ځکه علم امانت دی، استعداد عهد دی او دا دواړه یوازې د خیر او اصلاح لپاره کارول کېږي.
د عبدالحمید دا وصیت لیکوالانو ته د ورورولۍ، همکارۍ او خواخوږۍ درس ورکوي. که د ليکوالانو له ډلې پر کوم لیکوال ژوند سخت شي، نور باید ورسره مرسته وکړي، چې حالت يې بېرته سم شي. که څوک د زړښت له امله له کاره ولوېږي، باید درناوی یې وشي، مشوره ورسره وشي او د هغه له تجربو څخه ګټه واخیستل شي. علم باید په نورو د غرور کولو او لرېوالي سبب نه وي، بلکې د نږدېوالي او یووالي وسیله وي.
لیکوال ته پکار ده چې د خلکو د روزنې پر مهال له نرمۍ او حکمت څخه کار واخلي، لکه څنګه چې د حیوان روزونکی د هغه طبیعت پېژني او په نرمۍ یې رهبري کوي؛ همداسې لیکوال هم باید د خلکو اخلاق وپېژني، بې له زور او سختۍ یې په زغم او ښه په حوصله لارې ته سم کړي؛ ځکه علم نرمي ده، روزنه ادب دی او حکمت نرمښت دی.
لیکوال او واکمن
د لیکوال او واکمن اړیکه د غلامۍ او تابعیت اړیکه نه ده، بلکې دا د عقل، نصیحت او اصلاح اړیکه ده. لیکوال د واکمن خادم نه، بلکې د عدل او سمون په راوستلو کې د هغه شریک دی. د ده په قلم واکمنان سمېږي او هېوادونه ابادېږي. دا لید به لیکوال د اصلاح لپاره په زړه کې ساتي، نه د هغه په څنګ کې.
له اسراف او عیش غوښتنې څخه ځان ساتنه
عبدالحمید په دې نصیحت کې لیکوالانو ته د زهد او اعتدال سپارښتنه کوي؛ له اسراف او بې ځایه لګښتونو څخه د ځان ساتنې خبرداری ورکوي. عیش او راحت غوښتنه قلم فاسدوي، د علم ښکلا له منځه وړي او د فکر رڼا مړه کوي. قلم یوازې د منځلارۍ، جديت او عاجزۍ په چاپېريال کې ژوندي پاتې کېږي.
پایله
لیکوال د تاریخ یو عادي تېرېدونکی انسان نه دی، بلکې پیغام وړونکی او د حکمت وارث دی. د ليکوال د قلم هره کرښه، هر لفظ او هره کلمه د هغه په عقیده د اصلاح عمل، د رحمت نښه او د وجدان غږ دی. همدا ځای دی چې که واکمنان د خلکو پر وجودونو واک چلوي، نو لیکوالان د خلکو پر عقلونو او زړونو پاچاهي کوي.
لیکوال هغه وخت په پوره ډول پخېږي چې درک کړي، چې لیکوالي د فکر د محراب عبادت دی، د حق د لارې فکري جهاد او د انساني کمال په لور هڅه ده.
لیکوالي یوازې مسلک نه، بلکې د لیکوال او امت ترمنځ او د لیکوال او د هغه د نفس ترمنځ اخلاقي تړون او فرهنګي عهد دی. څوک چې دا اصول وپېژني او خپل قلم له نفساني غوښتنو څخه وساتي، هغه کولی شي چې د خپل قلم په نوکه د زمانې او حالاتو مخ روښانه کړي.