لیکوال: ابو عائشه
شېن تو دین (برخه: ۲۰)
سریزه
په دې او راتلونکو څو نورو برخو کې هڅه کوو چې د شېن تو دین ځینې مراسم، جشنونه، عادتونه، رواجونه او معیارونه بیان کړو او بیا یې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې نقد او وارزوو، چې پوه شو د دې دواړو دینونو یعنې اسلام او د انسان له لوري د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره د رامنځته شوي دین (شېن تو) ترمنځ څومره لوی توپیر موجود دی! د دې پرتلنې او اسلام مبارک دین د حقیقت او مقام په درک کولو سره، پر هر مسلمان لازم دي چې د خپل دين قدر وکړي او د هغو نعمتونو لپاره چې الله تعالی ور په برخه کړي دي شکر وباسي.
په دې برخه کې غواړو د خدایانو د شمېر موضوع د اسلام او شېن تويي لیدلوري له مخې وڅېړو، خو مخکې له پرتلنې ښه ده چې د شېن تو دین «کاميانو» ته یو نظر کتنه وکړو، هغه خدایان او معبودان چې د دوی په اند مقدس دي او عبادت یې ترسره کوي.
شېن تو دین کې د کاميانو شمېر
شېنتو دین کې د کاميانو (خدایانو او مقدسو موجوداتو) دقیق شمېر نه دی مالوم. بېلابېلو سرچینو په دې اړه متفاوت نظرونه څرګند کړي دي، خو په یوه خبره ټول موافق دي چې د کاميانو شمېر نامعلوم او نامحدود دی او کوم شمېر چې وړاندې شوی، د کموالي او زیاتوالي امکان یې شته. په ټوله کې شېن تو هغه دین دی چې پر ګڼو خدایانو باور لري او د دې دین پلویانو هر هغه څه چې درانده، مقدس یا د وېرې وړ ور ښکاره شوي د معبود او «کامي» په توګه منلي دي.
د شېن تو مذهبي اساطیر له «اته میلیونه» کاميانو یادونه کوي، چې دا شمېر د لا متناهي شمېر تعبیر دی. په دوامداره توګه او هر وخت نوې ډلې او نوي کاميان راڅرګندېږي.[۱]
له دې حقیقت څخه څرګندېږي چې د دوی ترمنځ د کاميانو شمېر معیار نه دی؛ ځکه نه یې شمېر کېدلای شي او نه یې اټکل ممکن دی؛ ځکه چې وخت ناوخت نوي کاميان رامنځته کېږي او دا کار د دقیق حساب امکان له منځه وړي. له همدې امله ویلی شو چې د کاميانو شمېر نامعلوم او نامشخص دی.
د کاميانو شمېر دومره زیات بلل شوی، چې ویل کېږي په جاپان کې «اته میلیونه» کاميان پېژندل شوي او د هغوی په شتون قوي باور موجود دی. د ټولو کاميانو ټولګې ته «یاؤزورو» هم ویل شوي دي. ډېری کاميان ملي محبوبیت لري او نور یې یوازې د ځايي ټولنو، قبیلو او ان د کورنیو په کچه پېژندل کېږي. ډېرې کورنۍ خپل ځانګړي اجدادي کاميان لري او درناوی یې کوي.[۲]
ځینې نور بیا وایي چې د «اته میلیونو کاميانو» اصطلاح یوازې د بې پایه زیاتوالي لپاره کارول کېږي.[۳] لکه څنګه چې وړاندې یادونه وشوه ډېر جاپانیان په خپلو کورونو کې یو اجدادي کامي لري او په تقدس ورته قایل دي. له دې څخه څرګندېږي چې د کاميانو شمېر تر یاد شمېر ډېر زیات دی؛ ځکه کاميان یوازې په کورونو کې نه، بلکې په معبدونو کې هم شتون لري. باید پوه شو چې جاپاني وګړي د طبیعت له ګڼو پدیدو سره هم د «کامي» نوم تړلی دی.
د کاميانو ډېروالی په ښکاره ډول دا څرګندوي چې په شېن تو دین کې شرک، د بېلابېلو خدایانو عبادت، د خلکو له خوا جوړ شوي معبودان، هغوی ته دعا کول او یو څه ترې غوښتل، قرباني کول، نذرونه او ډالۍ وړل څومره پراخ رواج درلود او خلکو پر ګڼو خدایانو څومره ژور باور درلود.
په اسلام کې معبود
د هغه ذات عبادت چې په اسلام کې ترسره کېږي، هغه ذات دی چې ټولې اړتیاوې او حاجتونه ترې غوښتل کېږي. ټول مشران، واکمنان، زورواکي او ان لوی لوی پاچاهان یې په وړاندې سر ټیټوي، تسبیح او تحمید یې وايي او دا ذات الله جل جلاله دی. الله تعالی هماغه ذات دی چې بنده یې پیدا کړی او د هغه رزق یې ټاکلی دی. بنده د الله تعالی په بندګۍ کې عزت، عظمت او لوړوالی ترلاسه کوي او که د هغه نوم ورسره نه وي، نو د وښو د یوې وچې ټوټې ارزښت هم نه لري. په اسلام کې بنده یوازې د یوه ذات په وړاندې سجده او عاجزي کوي.
په اسلام کې معبود هماغه ذات دی چې د نور السموات والأرض پیل له ده څخه شوی دی. هغه ذات چې په پای کې ټول ده ته بېرته ورګرځي. هغه خدای چې د عبادت کوونکو عبادت ګوري، پټې او ټیټې خبرې یې اوري، د ټولو د زړونو له رازونه څخه خبر دی او ټولې پټې او ښکاره خبرې اوري. هو! هماغه الله تعالی چې اول او اخر دی. هغه خداى چې د ده له ارادې پرته له ونې یوه پاڼه هم نه رالوېږي، نه له اسمانه یو څاڅکی راښکته کېږي او نه باد چلېږي؛ همدا ذات د عبادت او بندګۍ وړ دی. هغه ذات چې زړه باید د هغه په مینه تړلی وي او له غضب څخه یې باید ځان وساتل شي. هغه ذات چې د رضایت لپاره یې باید قرباني ورکړل شي. هغه ذات چې په وړاندې یې سر ټیټول عزت دی او ترې لرې کېدل د دواړو جهانونو د ذلت، خوارۍ او تورمخۍ سبب کېږي.
لنډه دا چې الله تعالی د ټولو کایناتو حاکم او مالک دی: “قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ”[۴] ژباړه: «ووايه: ای الله! د پاچاهۍ واكمنه! دا ته چې چا ته وغواړې پاچاهي وركوې او بېرته پاچاهي اخلې له چا نه دې چې خوښه شي، چاته چې وغواړې عزت وركوې او چاته چې وغواړې خواروې يې، ښېګڼه ستا په لاس كې ده، همدا ته په هر شي واکمن يې. شپه په ورځ كې ننباسې او ورځ په شپه كې او راوباسې ژوندی له مړي څخه او مړی له ژوندي څخه او چاته چې دې خوښه شي بې حسابه روزي وركوې.»
دا د هغه رب ځانګړنې دي چې د بندګۍ، اطاعت او فرمانبردارۍ حقدار دی!
نو اوس پوښتنه دا ده چې ایا د شېن تو دین کامیان او معبودان دومره قدرت لري؟
ایا دوی کولای شي د دغو کارونو یوه کوچنۍ برخه هم ترسره کړي؟
ځواب یې سل په سلو کې نه دی!
ځکه د هغوی معبودان له خپل ځان څخه هم دفاع نه شي کولای، نو څنګه به نورو خلکو ته ګټه او تاوان ورسولای شي؟ او څنګه به د جهان د کومې برخې واک په خپل لاس کې واخیستلای شي!
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] کوجیکی، د شېنتو دین مقدس کتاب، ژباړه: ډاکتر احسان مقدس، چاپ اول، ژمی ۱۳۸۰، ص ۱۹.
[۲] پروانه مهرسا، «کاميها/ ایزدان ژاپن»، آبی ویبپاڼه، بېنیټې.
[۳] د جاپان فرهنګ، د انسانپېژاندنې او فرهنګي څېړونکو ډلهییز لیکنه، د مقالې لیکواله: حمیده امیریزدانی، بېنیټې، ص ۱۱۳.
[۴] سورت آلعمران، آیتونه ۲۶–۲۷.


