لیکوال: ابو عائشه
شېن تو دین (برخه: ۲۱)
په اسلام کې د توحید مقام
توحید د اسلام له بنسټیزو، اساسي او تر ټولو مهمو عقیدوي اصولو څخه دی؛ داسې یو اصل چې له هغه پرته هېڅوک له دې اسماني دین سره نه شي يوځای کېدلای. د توحید اصل هغه اصل دی چې الله تعالی د هغه لپاره زرګونه پېغمبران علیهم الصلاة والسلام راولېږل او هر یو یې خلک د الله تعالی یووالي ته رابلل.
کله چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ مبعوث شو، نو همدا لوی او دروند مسؤوليت یې پر غاړه واخیست. دنده یې دا وه چې د مکې مشرکه او بت پرسته ټولنه بدله کړي او خلک د الله تعالی توحید ته راوبولي. له همدې امله په قران کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې د توحید اصل ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د «توحید» کلمه د تفعیل باب مصدر دی او له «وحّد، یوحّد، توحیداً» څخه اخیستل شوې ده. یو شی یوازینی ګڼل توحید بلل کېږي. توحید په اصطلاح کې «په ربوبیت، الوهیت، اسماء او صفاتو کې د الله جلجلاله پر وحدانیت ایمان راوړلو» ته ویل کېږي.
دلته ځینو هغو ایتونو ته اشاره کوو چې د توحید مقام څرګندوي: الله تعالی فرمایي: «وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ.» [۱] ژباړه: «او ستاسې (په حقه) معبود یو دی، نشته بل څوک لايق د عبادت، مګر هغه (الله) ډېر مهربان او پوره رحم کوونکی دی.»
الله جلجلاله په بل ځای کې فرمایي: «شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ.» [۲] ژباړه: «الله په خپله د دې خبرې شاهدي وېلې ده چې له هغه پرته بل هېڅوک د عبادت حقدار نشته او پرښتې او ټول اهل علم هم په رښتينې او منصفانه توګه پر دې شاهدان دي چې له هغه زورور او با حكمته پرته په واقعيت كې بل هېڅ لایق د عبادت نشته.»
توحید یوازې د اسلام بنسټیز اصل نه دی، بلکې په ټولو هغو شریعتونو کې شتون لري چې د الله تعالی له لوري نازل شوي دي او ټولو پېغمبرانو علیهم الصلاة والسلام خپل امتونه همدې اصل ته را بللي دي. هر هغه دین چې د الله تعالی توحید او یووالي یې اساس نه وي، هېڅ ارزښت او اعتبار نه لري. څېړنې ښيي چې شېن تو دین کې نه یوازې د توحید اصل نشته، بلکې هره ډله او ان هره کورنۍ ځانته ځانګړی «کامي» لري، عبادت یې کوي، نذر او خیرات ورکوي او خپلې اړتیاوې ترې غواړي، حال دا چې هغه «کامي» یا د دوی په اصطلاح خدای، د دوی لپاره هېڅ کار نه شي کولای.
د دې لپاره چې د نورو شریعتونو په چوکاټ کې د الله تعالی توحید او یووالی ثابت شي، دلته هغو ایتونو ته اشاره کوو چې پخوانیو پېغمبرانو علیهم الصلاة والسلام پکې خپل امتونه د الله تعالی لوري ته رابللي دي.
حضرت نوح علیه الصلاة والسلام چې کله خپل قوم ته ور ولېږل شو، نو ویې فرمایل: «وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ.» [۳] ژباړه: «رښتيا هم نوح مو د هغه قوم ته ورلېږلى و، نو ورته ويې ويل: اې زما قومه! (يوازې) الله ونمانځئ، ستاسو خو له هغه پرته بل كوم معبود نشته، زه پر تاسو د لويې ورځې له عذابه وېرېږم، له هغه پرته تاسو بل برحق معبود نه لرئ.»
حضرت هود علیهالصلاةوالسلام: «وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ.» [۴] ژباړه: «او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (علیه السلام) واستوه، ويل يې: ای زما قومه! (يوازې) الله ونمانځئ، له هغه پرته ستاسو بل كوم معبود نشته، ايا تاسو نه وېريږئ؟»
حضرت صالح علیه الصلاة والسلام: «وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ.» [۵] ژباړه: «او ثموديانو ته مو د هغوى ورور صالح ولېږه، ويل يې اى زما قومه! (يوازې) الله ونمانځئ، له هغه پرته مو بل كوم خداى نشته.»
حضرت شعیب علیه الصلاة والسلام: «وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ.» [۶] ژباړه: «او مدين ته (مو) د دوى ورور شعيب (ولېږه) ويل يې ای زما قومه! الله ونمانځئ، له هغه پرته مو بل كوم معبود نشته.»
توحید لکه څنګه چې د پېغمبرانو علیهم الصلاة والسلام لومړنی مسؤوليت و، همدارنګه د نورو دعوتګرو او د الله تعالی د بندګانو لومړنی مسؤولیت او دنده هم ده. رسول الله صلیالله علیهوسلم چې کله حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه یمن ته ولېږه، نو وصیت یې ورته وکړ: «إِنَّكَ تَقْدَمُ عَلَىٰ قَوْمٍ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ، فَلْيَكُنْ أَوَّلَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ أَنْ يُوَحِّدُوا اللَّهَ.» [۷] ژباړه: «ته د اهلِ کتابو یوې ډلې ته ورروان یې، نو لومړني څه چې هغوی ورته رابولې، د الله تعالی د یووالي (توحید) دعوت به وي.»
په بل حدیث کې فرمایي: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّىٰ يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ.» [۸] ژباړه: «ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وخته جګړه وکړم، چې د ‘لا إله إلا الله’ شهادت ورکړي او دا ومني چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی.»
که موضوع له عقلي او منطقي پلوه وڅېړو، نو همدې پایلې ته رسېږو چې په دې نړۍ کې باید له یوه څخه زیات معبود شتون ونه لري او یوازې یو ذات د عبادت او بندګۍ وړ دی. د الله تعالی د توحید اصل د اثبات لپاره بېلابېلې لارې غوره شوې دي، چې هرې یوې یې د ځانګړو دلایلو او برهانونو له لارې توحید ثابت کړی دی. دلته یې ځینو ته په لنډه توګه کتنه کوو:
فطرت
لومړنی مسیر چې د توحید اثبات ته رسېږي، د فطرت مسیر دی. د خالق د شتون درک او خدای پرستۍ ته میلان د انسان په فطرت کې نغښتی دی، په داسې ډول، لکه څنګه چې د فابریکې تنظیمات یا هغه معلومات چې د کمپیوټر په (BIOS) کې د جوړوونکې کمپنۍ له لوري له مخکې ثبت شوي وي. همدا لامل دی چې د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو قومونو له لوري د خدای د عبادت شاهدان یوو. کله چې انسان په سختو مصیبتونو او درنو ستونزو کې را ګير شي، نو فطرتا یو داسې مافوق بشري او ځواکمن قوت ته متوجه کېږي او خپله هیله ور پورې تړي؛[۹] هغه ځواک چې وکولای شي لاس یې ونیسي، له کړکېچ څخه یې وباسي او غوښتنې او موخې یې پوره کړي او دا ذات بل څوک نه، بلکې د نړۍ خالق دی.
ایا د شېن تو دین «کامي» داسې کار کولی شي؟ ایا هغه ارواح او جسدونه چې دوی یې عبادت کوي، د دوی غوښتنې پوره کولی شي؟ ایا هغه ځواکمن شیان چې د دې دین پیروان ترې وېرېږي، په سختو حالاتو کې د دوی مرسته کولی شي؟
د نظم دليل
دويمه لار چې د توحید اثبات ته رسېږي، د نظم دليل دی. که فرض کړو چې (نعوذبالله) دوه یا څو خدایان شتون لري، یعنې دوه یا څو بېلابېل ځواکونه چې بېلابېلې سلیقې او پرېکړې لري. د دې اختلاف او د متضادو یا متفاوتو ارادو د تطبیق په پایله کې به د خدایانو تر واک لاندې نړۍ کې ګډوډي او بې نظمي رامنځته شي.
یو خدای پرېکړه کوي چې لمر دې له ختیځه راوخېژي، بل یې د لوېدیځ له خوا د راختلو امر کوي. یو د باران غوښتنه کوي او بل د لمر د ځلېدو حکم ورکوي.[۱۰] پایله به یې هغه څه وي چې الله تعالی په خپل ښایسته او تلپاتې کلام قران کریم کې انځوره کړې او خلکو ته یې څرګنده کړې ده. الله تعالی فرمایي: «لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ» [۱۱] ژباړه: «كه (په اسمان او ځمكه كې) له الله څخه پرته نور معبودان هم واى، نو دواړه به وران (ګډوډ) شوي واى، نو الله د عرش پالونكي لره له هغو خبرو څخه پاكي ده چې دوى يې جوړوي.»
اوس راځو دې ته چې په شېن تو دین کې د توحید مهم اصل څه مقام لري؟ خلک په کوم نظر ورته ګوري؟ هغه دین چې معبودان، خدایان او «کامي» پکې تر میلیونونو رسېږي او د ارواحو، طبیعي ځواکونو، نیکونو، غرونو، سیندونو او لمر (چې د دوی له مهمو خدایانو څخه دی او ځانګړی احترام او مقام لري) عبادت کېږي، نو په داسې دین کې د خدای ځای چېرې دی؟
کله چې توحید په ټولو اسماني دینونو، شريعتونو او ایینونو کې د پاملرنې وړ اصل و او په ځانګړي ډول په اسلام کې د دین له اساسي ارکانو څخه شمېرل کېږي، خو په شېن تو دین کې هېڅ اعتبار نه لري او د محوري اصل په توګه پاملرنه ورته نه کېږي، نو څنګه کېدای شي دا دین د نجات بښونکي، حیاتي او تلپاتې دین په توګه وپېژندل شي؟ یو دین هغه مهال تلپاتې کېږي او هېڅکله له منځه نه ځي چې له رب الأرباب سره تړاو ولري؛ الله تعالی (د عالمونو رب، د انسان او پېري خالق او د کون او مکان مدبر) له هر چا او هر شي لوړ وبولي او د الله سبحانه وتعالی د حکم پر وړاندې بل هېڅ حکم ته ځای ور نه کړي. په ځانګړي ډول هغه مخلوقات چې خپله الله تعالی پیدا کړي دي، ایا له رب العالمین سره برابري کولای شي؟ ایا همدا مخلوقات د الله تعالی له اذن او ارادې پرته د دې پراخې نړۍ په نظام کې تر ټولو کوچنی بدلون راوستلای شي؟ د پورته ټولو پوښتنو ځواب «نه» دی؛ ځکه تر اوسه داسې څوک نه دی پیدا شوی او نه به په راتلونکي کې پيدا شي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] د بقرې سورت، ۱۶۳ آیت.
[۲] د آلعمران سورت، ۱۸ آیت.
[۳] د اعراف سورت، ۵۹ آیت.
[۴] د اعراف سورت، ۶۵ آیت.
[۵] د اعراف سورت، ۷۳ آیت.
[۶] د اعراف سورت، ۸۵ آیت.
[۷] البخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، کتاب التوحید، باب ما جاء في دعاء النبي صلیاللهعلیهوسلم أمته إلی توحید الله تبارک وتعالی، ج ۹، ص ۳۱۰، حدیث: ۷۳۶۷.
[۸] متفق علیه.
[۹] . موضوع: بررسی اصل توحید از اصول دین، جایگاه و مراتب توحید، سایت ستاد اقامۀ نماز… بیتا.
[۱۰] هماغه.
[۱۱] د انبیاء سورت، ۲۲ آیت.


