Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۲)
اسلام شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: خالد یاغي ‌زهي
د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۲)
د یلدا جشن د حراموالي دلیل
(۲) په مال او خوړو کې اسراف
د یلدا شپه د ژمي لومړۍ او له یخو شپو څخه ده؛ ډېری بېوزله خلک دا شپه له مناسبې سرپناه او اړتيا وړ خوړو پرته سبا کوي. مناسب کالي، ګرمې اوبه او د خوب لپاره تود ځای نه لري، بلکې دغه شپه په زړو کاليو… یخ، خلاص چاپېريال او… کې تېروي!
په همدې شپه تاسې له خپلو دوستانو سره په ګرمو او نرمو ځایونو کې راټولېږئ، خو بېوزله خلک د جدي میاشتې لومړی یخه شپه د ښار د دېوالونو ترڅنګ پر کارتن یا پر یوې کوچنۍ ټوټې سبا کوي.
په دې شپه تاسو ډول ډول مېوې او خوراکونه خورئ، خو بېوزلو خلکو کېدای شي ټوله ورځ ان یوه مړۍ ډوډۍ هم نه وي خوړلې! سبحان‌الله! د بېوزله خلکو له دې وضعیت سره سره پر تاسو د یلدا شپه څنګه په خوښۍ تېرېدلای شي؟
سربېره پر دې د بېوزلو په شتون کې څنګه اسراف او بېځایه لګښت کولای شئ؟ ایا نه مو دي اورېدلي چې الله تعالی فرمایي: «إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا.»
ژباړه: «يقينا بېځايه لګښت كوونكي د شيطانانو ورونه دي او شيطان خو د خپل رب ناشكره دى.»[۱]
ایا ستاسو خوښېږي چې د اسراف او تبذیر له لارې د شیطانانو ورونه شئ؟ په داسې حال کې چې تاسې د تشو ادعاوو له مخې د شیطانانو د شړلو لپاره راټولېږئ، خو د همدې حرامو، بېځايه لګښتونو او ګناهونو له امله تاسو او اهریمنان په یوه دسترخوان او یوه مجلس کې سره ناست یئ!
ولې دا دومره خواړه، مېوې او خوراکي توکي ضایع کوئ؟ نیم خورئ او نیم یې کثافاتو ته غورځوئ؟ یا له خپلې اړتیا څخه ډېر کار ترې اخلئ؟ واورئ چې الله عليم څه فرمایي: «وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ» ژباړه: «او دى هماغه دى چې په څپريو پراته او بې څپريو باغونه يې پيدا كړي او كجورې او كښتونه چې بېلا بېل خواړه لري او زيتون او انار چې (په رنګ) سره ورته او (په خوند كې) سره بېل وي؛ له دې مېوو څخه خورئ چې كله ميوه نيسي او د هغه حق (عشر) وركوئ د فصل اخيستو په ورځ او اسراف مه كوئ، بېشكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي.»[۲]
الله تعالی دا ټولې مېوې یادې کړې او بیا یې وفرمایل: اسراف مه کوئ؛ ځکه الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي! ولې له خپلې اړتیا څخه زیاتې مېوې او نور خوراکي توکي اخلئ؟ ولې همدا مېوې په خپل مناسب وخت او مناسب ځای کې نه اخلئ؟
ایا پوهېږئ چې د یلدا په شپه د مېوو، خوږو، حلوا او د دې ټولو خوراکي توکو اخیستل په اصل کې پر اسراف ولاړ دي؟ ښايي تاسو ته د اسراف تعریف نه وي زده، راغب اصفهاني وایي: «السرف تجاوز الحد في كل فعل يفعله الانسان.» ژباړه: «اسراف په هغه کار کې چې انسان یې ترسره کوي له حد او معیار څخه تېرېدل دي.»[۳]
په هر کار کې هر ډول تجاوز اسراف بلل کېږي او که یو کار په خپل مناسب ځای او وخت کې ترسره نه شي، نو تجاوز ګڼل کېږي او د اسراف تعریف خپلوي! الله تعالی هم فرمایي: «يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ.» ژباړه: «ای د ادم اولادې! د هر عبادت په وخت كې مو خپل د ښكلا لباس واخلئ او خورئ، څښئ خو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف کوونکي نه خوښوي.»[۴]
الله تعالی ان د زکات او صدقې په سیاق کې هم له اسراف، بېځایه لګښت او افراط څخه منع کړې ده! الله تعالی فرمایي: «وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا.» ژباړه: «او خپلوانو ته يې حق وركوه، مسكين او لاروي ته هم او بېځايه لګښتونه مه كوه، يقيناً بېځايه لګښت كوونكي د شيطانانو ورونه دي او شيطان خو د خپل رب ناشكره دى.»[۵]
اصلي ستونزه دا ده هغه کسان چې اسراف کوي، تل ګمان کوي چې ښه کار ترسره کوي! دوی ته خپل اسراف سخيتوب ښکاري او یا د اسراف له امله ځان ورته کریم او لوی انسانان ښکاري! ګمان کوي چې د خپلې کورنۍ لپاره یې هر څه په ښه توګه برابر کړي دي! فکر کوي چې کار یې د ستاینې وړ دي او هېڅ عیب او شرم پکې نشته!
هو، د ستونزې ریښه همدلته ده؛ ځکه اسراف کوونکو ته خپلې کړنې تل ښې ښکاري. الله تعالی فرمایي: «كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.» ژباړه: «په همدې توګه زياتي كوونكو ته هغه څه ښايسته شوي دي چې دوى به كول.»[۶]
هغه انسانان چې اسراف کوي، شخصيتي ثبات نه لري او د مشورې وړ نه دي، په همدې اساس هېڅکله باید مشوره ورسره و نه شي او نظر یې و نه منل شي. الله تعالی فرمایي: «وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ.» ژباړه: «او له برېده اوښتونكو خلكو امر مه منئ.»[۷]
الله تعالی ان په انفاق (د الله په لار کې لګښت) کې هم له اسراف څخه منع کوي! چېرته دي هغه کسان چې د ځان لپاره د «ازاد لاسي» او «سخي» انسانو نومونه کاروي او خپل اسراف توجیه کوي؟ په انفاق، صدقه او زکات کې هم اسراف غندل شوی دی؛ د یلدا په شپه اسراف خو ډېره لویه خبره ده.
الله تعالی د خپلو ځانګړو بند‌ګانو په اړه داسې فرمایي: «وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا.» ژباړه: «او هغوى چې كله لګښت كوي، نو نه زياتى كوي او نه بخيلي، بلكې د دې تر منځ سم برابر وي.»[۸]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱]. د اسراء سورت، آیت: ۲۷.

[۲]. د انعام سورت، آیت: ۱۴۱.

[۳]. الاصفهاني، حسین بن محمد، المفردات في غريب القرآن، ټوک ۱، مخ ۲۳۰، ماده: سرف، ناشر: دارالمعرفة – بیروت، لبنان.

[۴]. د اعراف سورت، آیت: ۳۱.

[۵]. د اسراء سورت، آیتونه: ۲۶–۲۷.

[۶]. د یونس سورت، آیت: ۱۳.

[۷]. د شعراء سورت، آیت: ۱۵۱.

[۸]. د فرقان سورت، آیت: ۶۷.

په مال او خوړو کې اسراف د یلدا جشن د حراموالي دلیل د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم
Previous Articleشېن ‌تو دین (برخه: ۲۱)
Next Article ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۷)

اړوند منځپانګې

اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳)

یکشنبه _4 _جنوري _2026AH 4-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۱)

چهارشنبه _31 _دسمبر _2025AH 31-12-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۰)

یکشنبه _28 _دسمبر _2025AH 28-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳)

یکشنبه _4 _جنوري _2026AH 4-1-2026AD9 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳) د یلدا…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD11 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹) (۸)…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۷)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD9 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۷) سریزه په تېرو برخو کې موږ…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۲)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD7 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۲) د یلدا…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳)

یکشنبه _4 _جنوري _2026AH 4-1-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.