لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۴)
په تېره برخه کې مو د ساينټولوژۍ د اساسي باورونو له جملې څخه په (انګرامونو) بحث وکړ او ياد باور مو د اسلامي لارښوونو په رڼا کې نقد کړ. په دې هم پوه شو چې دا نظر چې انګرامونه د انسان په روان، جسم او اخلاقو مستقيمې اغېزې لري له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دی،
په دې برخه کې د ساینټولوژۍ د مکتب بل مهم او جنجالي باور (زينو) څېړو.
ساينټولوژي په خپل فکري نظام کې پر بېلابېلو فضایي موجوداتو، په ځانګړي ډول د «زینو» په نوم، پر یوه موجود باور لري او د انسان د ستونزو یوه برخه د همدې ادعا پر بنسټ تشریح کوي. له همدې امله اړتیا ده چې دا باور هم په خپلواک ډول او د عقل او اسلامي ښوونو په رڼا کې يې وڅېړو، چې اعتبار او مقام یې څرګند شي.
(۷) د فضایي موجوداتو (زینو، Xeno) پر شتون باور
«زینو» هغه موجود دی چې په لوړه او محرمانه کچه د ساینټولوژۍ په دودونو کې ترې یادونه کېږي. دا موضوع ابتدایي پیروانو او هغو کسانو ته چې د ساينټولوژۍ لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې نه وي بشپړې کړې، نه ورښودل کېږي. دا موضوع د انسان په اوسني وضعیت او د رواني او روحاني ستونزو په تشریح کې مهم او اساسي رول لري.
د ساينټولوژۍ د پټو ښوونو د سرچینو پر اساس په اصل کې «زینو» د یوه خورا پرمختللي فضایي تمدن واکمن و، چې شاو خوا لسګونه میلیونه کاله وړاندې پر څو سیارو واکمن و. له سرچینو څخه څرګندېږي چې هغه وخت ځمکه د همدغه کهکشاني نظام یوه برخه وه او په سیاسي او ټولنيزو پلانونو کې یې ځای درلود. [۱]
د ساينټولوژۍ د یوه بل پټ باور له مخې کله چې «زینو» د موجوداتو د نفوس د بحران له امله په تنگ شو، نو د دې پراخ بحران د حل په موخه يې یوه خورا قاطع او سخته پرېکړه وکړه. «زینو» له مختلفو سیارو څخه میلیاردونه ژوندي موجودات راټولوي، بیا یې ځمکې ته انتقالوي او بدنونه یې له منځه وړي. په دې روایت کې یوازې فزیکي مرګ مهم نه دی، بلکې د دې موجوداتو د «تیتنونو» یا روحونو برخلیک مهم دی.
د دغو موجوداتو د بدنونو له منځه تللو څخه وروسته روحونه سرګردان کېږي او زینو یې په ځانګړو مرکزونو کې تر جدي ذهني او پلان شوي څار لاندې ساتي. په دې مرحله کې روحونو ته مختلف انځورونه، مفاهیم او باورونه القا کېږي؛ داسې مفاهیم چې ساينټولوژي ادعا کوي د انسان ډېری مذهبي، اسطوريي او کلتوري باورونه له همدې القاء څخه سرچینه اخلي. وروسته همدا روحونه د «زینو» له خوا ازادېږي او د همدې باور له مخې له اوسنیو انسانانو سره یوځای کېږي او د «مزاحمو روحونو» په بڼه له اصلي روح سره پاتې کېږي. [۲]
لکه څنګه چې په تېره برخه کې په تفصیل سره یادونه وشوه، ساينټولوژيستان ادعا کوي چې د انسان د رواني، فکري او ان جسماني دردونو ډېری ستونزې د همدې روحونو د شتون له امله رامنځته شوې دي؛[۳] نه د ګناه، اخلاقي کمزوريو او تربیتي عواملو له امله. له همدې امله د ساينټولوژۍ د روغتیایي او ښوونیزو پروګرامونو لویه او مهمه برخه د زینو د اعمالو او د هغه د پلان د پاتې اغېزو پر پېژندلو او پاکولو متمرکزه ده.
د دغو ذهني او روحاني اغېزو د له منځه وړلو لپاره په ځانګړو مرکزونو او کلیسا ګانو کې ځانګړې غونډې او سمینارونه دایریږي، ترڅو فرد وکولای شي د یادو روحونو له نفوذ څخه ازاد شي، ذهني او رواني حالت یې پاک او بهتر شي.
(الف) ایا فضایي ژوند امکان لري؟
د فضايي ژوند امکان يا ناممکنوالی او له ځمکنيو موجوداتو پرته د نورو موجوداتو د شتون مساله د معاصرو علمي څېړنو په برخه کې یوه له مهمو او بحث پاروونکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دې موضوع د ګڼو ساینس پوهانو او څېړونکو ذهنونه بوخت ساتلي او تل د بحث او څېړنې وړ موضوع پاتې شوې ده. په همدې لړ کې دا پوښتنه راپورته کېږي چې: ایا فضایي ژوند شتون لري؟ او هغه ادعاوې چې ځینې ساینسپوهان یې د فضایي موجوداتو په اړه ترسره کوي یا په ساينټولوژۍ کې د زینو په نوم پر یوه موجود باور رښتینی او د اثبات وړ بنسټ لري، که نه؟
لومړی به د دې پوښتنې ځواب د پخوانیو او معاصرو غير دينو ساینسپوهانو د لیدلورو پر اساس وڅېړو، وروسته به همدا باور د اسلام له نظره تحلیل کړو:
ساینسپوهان د ځمکې له سیارې څخه بهر د استوګنې د امکان په اړه په دوو ډلو ویشل شوي دي:
(۱) د فضایي ژوند د شتون پلویان: ځینې پخواني او نوي ساینسپوهان او فضایي ادارې د فضایي ژوند او فضایي موجوداتو د شتون پلوي دي. البته د دې موضوع اټکلونه تر لرغونو دورو رسېږي. د لومړنیو عیسوي لیکوالانو په لیکنو کې د «ګڼو نړیو» د شتون په اړه بحث شوی او د «ديموکریت» په څېر د زړو فیلسوفانو په اثارو کې هم ترې یادونه شوې ده.
اګستین چې د عیسویت د لرغونې دورې او منځنیو پیړیو تر ټولو اغېزمن فیلسوف او مفکر ګڼل کېږي او د لوېدیځ مسیحیت (کاتولیک او پروتستان) د دود له رامنځته کوونکو څخه دی، په بې پایانه فضا کې يې د بې شمېره نړیو شتون ته اشاره کړې ده.
پخواني لیکوالان عموما پر دې باور و، چې په «فضایي نړیو» کې ژوندي موجودات ژوند کوي. ویلیام ووریلونګ د پنځلسمې پېړۍ پر مهال د دې امکان یادونه کړې چې حضرت عیسی علیه السلام ښايي د نورو نړیو اوسېدونکو د هدایت لپاره فضایي نړیو ته سفر کړی وي.
نیکولاس کوسایي په (۱۴۴۰ز) کال کې ولیکل چې ځمکه د فضا د نورو لیدل کېدونکو اسماني اجرامو په څېر یو «روښانه ستوری» دی او د هوا (جَوّ) په بهرنۍ طبقه کې د «سوځېدونکې ځلا» د یوې طبقې له امله له بهر څخه د لمر په څېر ښکاري. نوموړي دا احتمال هم وړاندې کړ چې د لمر په ګډون ټول فضایي اجسام کېدای شي د انسانانو، بوټو او حیواناتو کوربه واوسي.
رنه ديکارت په دې باور و چې هېڅ داسې لار نشته چې ثابته کړي په ستورو کې «هوښیار موجودات» ژوند نه کوي، خو د هغوی شتون یې یوازې اټکل او ګومان باله.
د شلمې پېړۍ له نیمایي راهیسې د فضایي ژوند د نښو د موندلو لپاره ګڼې څېړنې ترسره شوې دي، چې د اوسني او له منځه تللي ژوند لټون او همدارنګه د هوښیار ژوند محدودې پلټنې پکې شاملې دي. د دې پلټنو د ډول له مخې کارېدونکي مېتودونه هم توپیر سره لري، د تلسکوپي معلوماتو له شننو څخه نیولې تر هغو رادیويي وسایلو پورې چې د اړیکو د کشف او لېږد لپاره کارول کېږي. [۴]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې
[۱] www.wikipedia.com/wiki/xeno
[۲] Ibid/xeno
[۳] ساينټولوژي-دیانتیکس، مخ ۴۰
[۴] www.wikipedia.com/wiki/حیات فرازمینی


