لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸)
کعبه او بیت المعمور
کعبه تر بیت المعمور لاندې موقعيت لري، داسې چې که بیت المعمور را ولوېږي، نو پر کعبې شريفې به راپرېوځي. همدارنګه په هر اسمان کې يو کور شتون لري چې د هماغه اسمان اوسېدونکي پکې د الله جل جلاله عبادت کوي او هغه کور د هغوی لپاره داسې دی، لکه د ځمکې د خلکو لپاره چې کعبه ده؛ دا خبره ځينو پخوانيو علماوو کړې ده.
د حضرت ابراهیم او اسماعیل عليهما السلام له لوري د کعبې جوړول
کعبه شريفه د الله تعالی په امر د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهما السلام له خوا جوړه شوه. دې موضوع ته د قرآن کريم په مبارکو ايتونو او نبوي احاديثو کې هم اشاره شوې ده. په یوه حدیث شريف کې له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه د حضرت ابراهیم علیه السلام په اړه راغلي دي: «بیا هغه د الله په غوښتنه له هغوی (یعنې له اسماعیل او د هغه له کورنۍ) څخه یو مهال لرې پاتې شو. وروسته بېرته راغی، په داسې حال کې چې اسماعیل علیه السلام د زمزم چینې ته نږدې د یوې ونې لاندې غشي برابرول؛ کله چې ابراهیم علیه السلام هغه ولید، راپاڅېده، لکه څنګه چې پلار او زوی یو له بل سره چلند کوي، له یو بل سره یې ولیدل؛ بیا ابراهیم علیه السلام وویل: ای اسماعیله! الله ماته یو امر کړی دی، اسماعیل علیه السلام وویل: هغه څه ترسره کړه چې ستا رب درته امر کړی دی. ابراهیم علیه السلام وویل: او ته له ما سره مرسته کوې؟ په بل روایت کې راغلي چې هغه ته یې وویل: الله ما ته امر کړی چې ته به په دې کار کې له ما سره مرسته کوې. اسماعیل علیه السلام ځواب ورکړ: زه به درسره مرسته کوم. ابراهیم علیه السلام وویل: الله ما ته امر کړی چې دلته یو کور جوړ کړم او یوې غونډۍ ته یې اشاره وکړه چې شاوخوا یې لوړه وه.»[1] دا حدیث شريف له هغو ایتونو سره یوځای چې مخکې مو ترې يادونه وکړه، ښيي چې بیت الله الحرام د حضرت ابراهیم علیه السلام له لوري او د هغه د زوی اسماعیل علیه السلام په مرسته ودان شوی دی.
ابن کثیر رحمه الله هم همدا نظر لري او وايي: «هېڅ داسې صحیح روایت شتون نه لري چې کعبه دې له ابراهیم علیه السلام څخه مخکې جوړه شوې وي او څوک چې په (سورة الحج) کې پر دې ایت «د کور ځای» استدلال کوي قاطع ثبوت نه لري؛ ځکه له «مکان» څخه موخه هغه ځای دی چې په الهي علم کې مقدر (ټاکل) شوی و او د حضرت ادم علیه السلام له زمانې څخه د حضرت ابراهیم علیه السلام تر دورې پورې يې د پېغمبرانو علیهم الصلاة والسلام لپاره ځانګړی مقام او ارزښت درلود.»[2]
د ودانۍ بشپړول او د پیغمبرانو عليهم الصلاة والسلام دعا
د ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام ترمنځ د کور (کعبې شريفې) جوړولو په اړه له موافقې وروسته، دوی د ودانۍ د تهدابونو د پورته کولو کار پیل کړ. اسماعیل علیه السلام به ډبرې راوړې او ابراهیم علیه السلام به جوړولې؛ کله چې ودانۍ پورته شوه، نو ابراهیم علیهالسلام به ډبره راوړه، په هغې به ودرېده او خپل کار ته يې دوام ورکاوه، اسماعیل علیهالسلام به ډبرې ورکولې؛ دواړو به ویل: «زموږ ربه! له موږ څخه یې قبول کړه؛ ځکه چې ته ښه اورېدونکی او پوه یې.»[3] کله چې ودانۍ پورته شوه او سپین ږیری (ابراهیم علیهالسلام) د ډبرو د لېږدولو توان له لاسه ورکړ، د مقام پر ډبره به ودرېده او اسماعیل علیهالسلام به ډبرې ورکولې، دواړو به ویل: «زموږ ربه! له موږ څخه یې قبول کړه چې ته ښه اورېدونکی او پوه یې.»[4] «قواعد» د «قاعدې» جمع ده او معنا یې پایه او بنسټ دی. «د قاعدې لرې کول» د بنسټونو د لوړولو او جوړولو په معنا دي؛ ځکه کله چې ودانۍ پر بنسټونو جوړېږي، ودانۍ له ټیټې کچې څخه پورته ځي او لوړېږي.[5]
د اسحاق عليه السلام د زېږون زېری
دا زېری چې په قرآن کریم کې څو ځله ورته اشاره شوې، د هغه د ژوند یوه مهمه پېښه ګڼل کېږي. د بحث د لا روښانتیا لپاره، له لاندې ايتونو څخه يادونه کوو:
قرآن کریم په څو بېلابېلو برخو کې دې زېري ته اشاره کړې ده. لومړی یادونه يې په «هود» سورت کې ده؛ الله تعالی فرمایي: “وَلَقَدْ جَاءتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِیمَ بِالْبُشْرَى قَالُواْ سَلاَماً قَالَ سَلاَمٌ فَمَا لَبِثَ أَن جَاء بِعِجْلٍ حَنِیذٍ* فَلَمَّا رَأَى أَیدِیهُمْ لاَ تَصِلُ إِلَیهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیفَةً قَالُواْ لاَ تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمِ لُوطٍ* وَامْرَأَتُهُ قَآئِمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَاهَا بِإِسْحَاقَ وَمِن وَرَاء إِسْحَاقَ یعْقُوبَ* قَالَتْ یا وَیلَتَى أَأَلِدُ وَأَنَاْ عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِی شَیخاً إِنَّ هَذَا لَشَیءٌ عَجِیبٌ* قَالُواْ أَتَعْجَبِینَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَیكُمْ أَهْلَ الْبَیتِ إِنَّهُ حَمِیدٌ مَّجِیدٌ.”[6] ژباړه: او بېشکه ابراهيم (عليه السلام) ته زموږ استازي په زېري ورغلل، ويلې سلام دې وي، هغه وويل: پر تاسې دې هم سلام وي، نو بيا يې څه ځنډ ونه کړ چې وريت شوی خوسی يې ورته راوړ؛ خو چې ويې ليدل د هغوی لاسونه (خوړو ته) نه رسي، ويې نه پېژندل او په زړه کې يې ترې وېره راوسته، هغوی وويل: مه وېرېږه موږ د لوط (عليه السلام) قوم ته را استول شوي يو او مېرمنې يې (هلته) ولاړه وه، نو يې وخندل، موږ هغې ته د اسحاق او له اسحاق څخه وروسته د يعقوب زېری ورکړ. هغې وويل ای زما افسوسه! اوس به يې زېږوم چې بوډۍ شوم او دا خاوند مې هم بوډا دی، بېشکه دا يو عجيبه شی (کار) دی. هغوی (فرښتو) وويل: ايا د الله له کاره تعجب کوې؟ ای د (دې) کور خلکو! د الله رحمت او برکتونه دې پر تاسو وي، بېشکه هغه ستايل شوی او د لوی شان والا دی.»
په همدې ډول په «حجر» سورت کې فرمایي: “وَنَبِّئْهُمْ عَن ضَیفِ إِ بْراَهِیمَ* إِذْ دَخَلُواْ عَلَیهِ فَقَالُواْ سَلاماً قَالَ إِنَّا مِنكُمْ وَجِلُونَ* قَالُواْ لاَ تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلامٍ عَلِیمٍ* قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِی عَلَى أَن مَّسَّنِی الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ* قَالُواْ بَشَّرْنَاكَ بِالْحَقِّ فَلاَ تَكُن مِّنَ الْقَانِطِینَ* قَالَ وَمَن یقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِ إِلاَّ الضَّآلُّونَ.”[7] ژباړه: «او خبر ورکړه دوی ته په باره د مېلمنو د ابراهيم ـ عليه السلام ـ کې، کله چې دوی ننوتل (ابراهيم عليه السلام) ته نو دوی وويل موږ سلام کوو، هغه ورته وويل يقينا موږ له تاسې څخه وېرېدونکي يو، نو وويل (ملايکو) مه وېرېږه بېشکه موږ زېری کوو تاته په هلک ډېر پوه سره. ابراهيم عليه السلام وويل: ايا تاسې په دې زوړولي کې ماته زېری راکوئ؟ نو د څه زېری راکوئ؟ وويل (ملايکو ابراهيم عيه السلام ته) چې زېری کړی دی موږ تاته په يقيني خبره، نو مه کېږه ته د ناهيلي کېدونکو څخه. وويل (ابراهيم عليه السلام) ناهيلي نه ښکاره کوي د خپل رب له رحمت څخه، مګر ګمراهان.»
په همدې اړه په «ذاریات» سورت کې فرمايي: “هَلْ أَتَاكَ حَدِیثُ ضَیفِ إِبْرَاهِیمَ الْمُكْرَمِینَ* إِذْ دَخَلُوا عَلَیهِ فَقَالُوا سَلَاماً قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ* فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِینٍ* فَقَرَّبَهُ إِلَیهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ* فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیفَةً قَالُوا لَا تَخَفْ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَامٍ عَلِیمٍ* فَأَقْبَلَتِ امْرَأَتُهُ فِی صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِیمٌ* قَالُوا كَذَلِكَ قَالَ رَبُّكِ إِنَّهُ هُوَ الْحَكِیمُ الْعَلِیمُ.”[8] ژباړه: «ايا د ابراهيم (عليه السلام) د عزتمنو مېلمنو خبر درته راغلی دی؟ کله چې په هغه ورننوتل ويلې سلام دې وي، هغه وويل سلام دې (پر تاسې) هم وي، څه نا اشنا خلک ياست. بيا غلی کور ته ولاړ او يو چاغ (څرب) خوسی يې راوړ، چې هغوی ته يې نږدې کړ، ويلې: ولې يې نه خورئ؟ نو له هغوی څخه يې په زړه کې وېره راغله، هغوی وويل: مه وېرېږه او د يو ښه عالم هلک (زوی) زېری يې ورکړ؛ نو ښځه يې په حيرانۍ رامخکې شوه، غږ يې وکړ نو مخ ته يې ټس ورکړ، ويلې: بوډۍ او شنډه! هغوی وويل: (هو) همداسې ستا رب ويلي دي، بېشکه هغه حکمت والا ښه پوه دی.»
همدارنګه فرمایي: “وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِیاً مِّنَ الصَّالِحِینَ* وَبَارَكْنَا عَلَیهِ وَعَلَى إِسْحَاقَ وَمِن ذُرِّیتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ مُبِینٌ.”[9] ژباړه: «او هغه ته مو په اسحاق زېری ورکړ، له صالحانو څخه يو نبي دی او موږ په ده او اسحاق برکت اچولی و او د هغوی دواړو له اولاده ځينې نېک او څوک د خپل ځان لپاره ښکاره ظالم دي.»
پورته ايتونه د فرښتو د زېري په اړه دي چې د حضرت اسحاق علیه السلام د زېږېدو زېری يې حضرت ابراهيم علیه السلام او د هغه مېرمنې ساره ته ورکړ.
دا زېری هغو فرښتو راوړ چې الله تعالی د لوط علیهالسلام قوم د کفر او ګناهونو له امله د دوی د ښارونو د بربادۍ لپاره رالېږلې وې. دوی د لوط عليه السلام د قوم د ښارونو پر لور روانې وې، چې د حضرت ابراهیم علیه السلام له څنګ څخه تېرې شوې او دا زېری يې ور ورسوه.
دا پېښه داسې ښکاري لکه د حضرت ابراهیم علیهالسلام لپاره چې د هغه د صبر، استقامت او ټولو ارزښتمنو قربانيو په بدل کې یو ستر اجر او بدله وي چې د الله تعالی د اطاعت په لار کې يې ترسره کړې وې.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
- رواه البخاري في- كتاب الأنبياء- شمارۀ حدیث١٦٦، ١٦٧.
- عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، إبن کثیر، قصص الأنبياء، مصر: دار الطباعه والنشر الإسلامیه، 1412ق، ص ٢١٥.
- رواه البخاري في كتاب – الأنبياء – شمارۀ حديث١٦٦.
- رواه البخاري في كتاب – الأنبياء – شمارۀ حديث167.
- عبدالله بن أحمد بن محمود، النسفی، تفسیر النسفی، بیروت: دار الکتب العربی، 1402ق، ج1، ص74.
[6]. هود: 69-73.
[7]. الحجر: 51-56.
[8]. الذاریات: 24-30.
[9]. الصافات: 112-113.


