لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه:۲۶ او وروستۍ)
(ج) د اسلام له نظره د فضایي موجوداتو د شتون د باور باطلوالی
ساینټولوژي پر دې باور ده چې فضایي موجودات، په ځانګړي ډول «زینو» میلیاردونه کاله مخکې موجود و او د یوه پرمختللي فضایي تمدن واکمن و. زینو ډېری هغه موجودات چې په کيهاني او کهکشاني نظام کې يې ژوند کاوه، راټول او ځمکې ته ولېږل؛ وروسته یې د هغوی بدنونه له منځه یوړل او له نابودۍ وروسته یې روحونه سرګردان پاتې شول. بیا دغه روحونه د انسانانو بدنونو ته داخل شول او د اصلي روح تر څنګ یې د مزاحم روح بڼه خپله کړه. د ساینټولوژۍ د باور له مخې همدا مزاحم روحونه د انسان د رواني، ذهني او ان فزیکي ستونزو او دردونو لامل شوي دي.
دا باور د اسلام له بنسټیزو اصولو سره هېڅ ډول سمون نه لري او له څو اړخونو د نيوکې وړ دی:
۱. هر هغه څه چې په غیبو او ماورایي مسایلو پورې اړه لري، یوازې د معتبرې وحې (قرآن کریم او سنتو) پر بنسټ منل کېږي. قرآن کریم په ګڼو ایتونو کې په صراحت سره څرګندوي چې د غیبو علم او هغه چارې چې د انسان له سترګو او حواسو پټې دي، یوازې الله تعالی ته معلومې دي او هېڅوک؛ ان پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم پرې نشي پوهېدلای. هر هغه څه چې په دې برخه کې د بشر لپاره معتبر ګڼل کېږي، باید د وحې له لارې ثابت وي؛ که په وحې کې بیان شوي وي منل کېږي او که نه وي بیان شوي، نو د منلو وړ نه دي. د ساینټولوژۍ عقاید او افکار نه د الهي وحې پر بنسټ ولاړ دي او نه هم د برهاني عقلانیت پر اساس، بلکې تر ډېره د دې مکتب د بنسټګر «هابارد» پر ادعاوو او پټو متونو تکیه کوي. له همدې امله د اسلام له نظره هېڅ ډول شرعي ارزښت او بنسټ نه لري، بلکې دا باور د هابارد او د هغه د پلویانو د تخیلاتو زېږنده ده.
۲. د توحید او ربوبیت له پلوه هم یاد باور باطل دی. ساینټولوژي په ځینو روایتو کې فضايي موجوداتو ته د بشر د پیدا کېدو، هدایت یا انحراف په اړه لوی او مهم مسؤوليتونه منسوبوي. دا لیدلوری د ربوبیت د توحید له اصل سره په ټکر کې دی؛ ځکه چې په اسلام کې د نړۍ یوازینی خالق، مدبر او مطلق واکمن الله تعالی دی: «اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ.»[۱] ژباړه: «الله تعالی د هر څه پیدا کوونکی دی.»
همدارنګه په بل ایت شريف کې فرمایي: «إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ.»[۲] ژباړه: «يقينا ستاسو رب هماغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل، بيا په عرش پورته شو، هماغه ټول كارونه سمبالوي هېڅوک شفاعت كوونكى نشته، مګر د هغه له اجازې وروسته، همدا ستاسو رب دى نو هماغه ونمانځئ، ايا نو تاسو پند نه اخلئ.»
۳. د انسان پېژندنې او اخلاقي مسؤولیت له پلوه هم دا باور د نقد او باطلوالي وړ دی. سپېڅلی اسلام انسان یو ممتاز، مختار، مکلف او مسؤول موجود ګڼي، چې نېکمرغي او بدمرغي یې ایمان، صالح عمل او باخبره انتخاب پورې تړلې ده؛ خو ساینټولوژي د ځینو روایتونو پر بنسټ د انسان اخلاقي، رواني او نورو ستونزو سرچینه ارواوو او یا له تاریخ څخه وړاندې کایناتي پېښو ته منسوبوي. دا باور په بشپړه توګه له انسان څخه اختیار او مسؤولیت اخلي او اخلاقي بنسټ یې کمزوری کوي، چې دا د قرآن کریم له اصل سره په ټکر کې دی: «كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ»؛ ځکه د اسلام له نظره انسان د خپل ایمان او خپلو کړنو په قید کې دی او له دې پرته نورې پدیدې د انسان په مادي او معنوي برخلیک اغېز نه لري.
۴. سپېڅلی اسلام د نه ليدل کېدونکو او نالیدلو عالمونو، لکه ملایکو او پېريانو شتون مني او پر خپلو پیروانو یې ټینګار هم کړی چې د دوی شتون ومني، خو دا منل د حسي دلیلونو او یا له نصوصو څخه د بهر دلايلو پر بنسټ نه دي، بلکې معتبرو نصوصو او د قرآن کریم او سنتو روښانه بيانونو پورې محدود دي. له همدې امله پر فضایي موجوداتو د ساینټولوژۍ باور او د هغوی په اړه د جزيي او تاریخي کیسو راویت، نه د وحیاني دلیل پر بنسټ ولاړ دی او نه هم د برهاني عقل له مخې ثابتېږي؛ بلکې دا ډول ادعاوې یوازې د ګومان او اسطورې بڼه لري. د دې مکتب بنسټګر «هابارد» یوازې په خپلو ښوونو کې د دغو موجوداتو یادونه کړې، خو د هغوی د شتون لپاره یې هېڅ معتبر دلیل نه دی وړاندې کړی او په اړه یې معتبر دلیل وړاندېکول ناشوني هم دي. برعکس دا باورونه د دې مکتب لوړپوړو پلویانو ته د پټو او محرمانه زدهکړو په بڼه ورښودل کېږي، حال دا چې د عقایدو پټول په خپله د استدلالي کمزورۍ نښه بلل کېږي.
پایله
په دې څېړنه کې د ساینټولوژۍ ریښې، شالید او بنسټیز باورونه وڅېړل شول او ترڅنګ یې له ژغورونکو اسلامي ښوونو سره پرتله شول. پایله دا شوه چې ساینټولوژي نه الهي دین دی او نه هم له ابراهیمي او اسماني دینونو څخه شمېرل کېږي؛ بلکې دا د انسان له خوا رامنځته شوی فکري مکتب دی چې د عقل، فطرت او اسلامي تعلیماتو له اساسي اصولو سره سمون نه لري. د اسلام له نظره د ساینټولوژۍ بنسټیز باورونه له جدي او ژور انحراف سره مخ دي او دا مخالفت او ټکر په لاندې څو ټکو کې را لنډولای شو:
اسلام پر واحد خالق او مدبر ایمان لري؛ داسې ایمان چې له عقل سره سمون لري او د انسان له فطرت سره همغږی دی. په مقابل کې یې ساینټولوژي د الله تعالی په اړه روښانه او ټاکلی لیدلوری نه لري او د خدای تعالی شتون د افرادو شخصي تجربو ته سپاري. دا چلند ورو ورو د بې پروایۍ او ان له خدای تعالی څخه د انکار لامل کېږي او د انسان له خدای پالونکي فطرت سره په ټکر کې واقع کېږي.
په اسلام کې الهي پیغمبران علیهم الصلاة والسلام د بشر د هدایت لپاره رالېږل شوي دي او د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وروستی پیغمبر دی؛ خو ساینټولوژي د نبوت او الهي رسالت اصل نه مني او پر دې باور ده چې انسان یوازې د خپل دروني ځواک پر مټ کولای شي نېکمرغۍ او نجات ته ورسېږي. دا لیدلوری د الهي هدایت او لارښوونې اړتیا له پامه غورځوي او د هدایت روښانه او له رحمتونو څخه ډکه لار شاته پرېږدي.
پر قیامت، حساب او کتاب، جنت او دوزخ ایمان د اسلام له بنسټیزو عقایدو څخه دي. سپېڅلی اسلام د دنیا ژوند د اخرت لپاره یوه مقدمه ګڼي؛ حال دا چې ساینټولوژي په بېلابېلو بدنونو کې د روح پر بیا بیا راګرځېدو (تناسخ) باور لري او د اسلامي مفهوم له مخې قیامت نه مني. دا باور نه له عقل سره سمون لري او نه هم د قرآن کریم له څرګندو آیتونو سره.
که څه هم دواړه لیدلوري د رواني سلامتيا ارزښت ته پاملرنه کوي، خو د حل لارې یې په بشپړه توګه بېلې او متفاوتې دي. ساینټولوژي رواني ستونزې له «انګرامونو» سره تړي او درملنه یې په ځانګړو او داسې طریقو کې لټوي چې ډېر زیات لګښت لري. په مقابل کې یې اسلام رواني سکون او ارامتیا په ایمان، د الله تعالی په یاد، دعا، صبر، شکر، نېکو اخلاقو او سالمو ټولنیزو اړیکو کې ویني؛ داسې لارې چې ساده، د ټولو لپاره د لاسرسي وړ او د انسان له فطرت همغږې دي.
په ټوله کې ساینټولوژي د یوه خیالي کیسه لیکونکي د افکارو پر بنسټ رامنځته شوې ده او سره له دې چې د دین بڼه لري له وحیاني او الهي بنسټونو څخه بې برخې ده. دا مکتب تر ډېره د یو سوداګریز بهیر بڼه لري چې د جذابو، خو مبهمو شعارونو له لارې خلک ځان ته راکاږي. په مقابل کې یې اسلام د رب العالمین له لوري یو بشپړ او جامع دین دی، چې د انساني ژوند ټولو اړخونو لپاره روښانه، وړیا او د عقل له پلوه د منلو وړ لارښوونې وړاندې کوي.
لنډه دا چې د اسلام له نظره ساینټولوژي یو پټ، انحرافي او خطرناک بهیر دی، چې انسان له الله تعالی څخه لرې کوي او پر ځان د افراطي تکیې له لارې د رښتینې خلاصون لاره تړي. حال دا چې رښتینې بریا او حقیقي نېکمرغي یوازې پر واحد او بې ساري خدای ایمان او له الهي پیغمبرانو څخه په پیروۍ کې نغښتې ده، په ځانګړي ډول د اسلام له پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم څخه په پيروۍ کولو کې.
مخکینۍ برخه
سرچینې:
۱. القرآن الکریم.
۲. الرازي، محمد بن عمر، تفسیر مفاتیح الغیب، ناشر: دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰هـ ق.
۳. الدمشقي، اسماعیل بن عمر بن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، دار الکتب العلمیة – بیروت، ۱۴۱۹هـ.
۴. الآلوسي، شهابالدین السید محمود، تفسیر روح المعاني، دار الکتب العلمیة – بیروت، ۱۴۱۵هـ.
۵. عثماني، محمد شفیع؛ ژباړن: محمد یوسف حسینپور، تفسیر معارف القرآن، ناشر: المکتبة الحقانیة، پېښور – پاکستان، ۱۳۸۹هـ ش.
۶. البخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، دار طوق النجاة – بیروت، ۱۴۲۲هـ.
۷. النیشابوري، مسلم بن الحجاج، صحیح مسلم، دارالطباعة العامرة – ترکیه، ۱۳۳۴هـ.
۸. النیشابوري، محمد بن عبدالله الحاکم، المستدرک علی الصحیحین، لومړۍ چاپ، دار الکتب العلمیة – بیروت، ۱۴۱۱هـ.
۹. احمد بن حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، لومړۍ چاپ، ناشر: مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱م.
۱۰. ابن الاثیر، مجدالدین ابوالسعادات، النهایة في غریب الحدیث والأثر، المکتبة العلمیة – بیروت، ۱۳۹۹هـ ق.
۱۱. د څېړونکو ډله، الموسوعة العقدیة، وېبپاڼه: الدرر السنیة، بېتا.
۱۲. الافغاني، شمسالدین، علم الفرق والأدیان، بېتا، بېځایه.
۱۳. ابن قیم الجوزیة، محمد بن ابی بکر، الجواب الکافي، دارالمعرفة – مراکش.
۱۴. دهلوي، احمدشاه وليالله؛ ژباړن: سید محمد یوسف حسینپور، حجة الله البالغة، مکتبه سعیدیه – پېښور، بېتا.
۱۵. ماوردي، علي بن محمد، إعلام النبوة، مکتبة الهلال – بیروت.
۱۶. نصیري، محمد او نور، ساینټولوژي – دیانتیکس، مجلهٔ تحقیقي «حکمتسرا»، پنځم کال، ۱۵مه ګڼه، ۱۳۹۳هـ ش.
۱۷. زماني، حسن، مستشرقان و قرآن، بېتا، بېځایه.
۱۸. ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، ثبوت النبوات عقلاً و نقلاً، اضواء السلف – سعودي عربستان، بېتا.
۱۹. ابن رشد القرطبي، البیان والتحصیل والشرح والتوحید والتعلیل لمسائل المستخرجة، دار الغرب الاسلامي – بیروت.
۲۰. ابن قیم، محمد بن ابی بکر، الصواعق المرسلة، بېځایه.
۲۱. سالمي، فرزانه، ساینټولوژي، مجلهٔ تحقیقي «نگاه»، ۱۸مه ګڼه – ایران، بېتا.
۲۲. الرازي، زینالدین، مختار الصحاح، المکتبة العصریة – بیروت، بېتا.
۲۳. الغزالي، محمد بن محمد، إحیاء علوم الدین، دارالمعرفة – بیروت، بېتا.
۲۴. ابن قیم الجوزیة، محمد بن ابی بکر، کتاب الروح، دار علم الفوائد، بېځایه، بېتا.
۲۵. رضاء الحق، العقیدة السماویة: شرح عقیدة الطحاویة، دار العلوم زکریا – لینشیا، سویلي افریقا، بېتا.
۲۶. الخطیب، محمد، تناسخ الأرواح: أصوله وحکم الإسلام فیه، ناشر: د اردن پوهنتون، ۱۹۹۲م.
۲۷. امین، احمد، ضحی الإسلام، لجنة التألیف والترجمة، قاهره، ۱۹۳۸م.
۲۸. عبدالحمید، ډاکټر عرفان، الفلسفة الإسلامیة (دراسة و نقد)، مؤسسة الرسالة – بیروت، ۱۹۸۴م.
۲۹. برشان، عبدالغفور، اسلام و معاصر عقلانیت، ناشر: کتابسرای رحماني – زاهدان، ۱۴۰۰هـ ش.
۳۰. الاشقر، عمر بن سلیمان، الرسل والرسالات، مکتبة الفلاح للنشر والتوزیع – کوېت، ۱۴۱۰هـ.
۳۱. الأنصاري، ابن منظور، لسان العرب، دار الکتاب العربي – لبنان.
۳۲. الفیومي، المصباح المنیر في غریب الشرح الکبیر، المکتبة العلمیة – بیروت.
۳۳. مجمع اللغة العربية، المعجم الوسیط، دار عمران – بیروت، ۱۹۷۹م.
۳۴. مجمع اللغة العربية، قاهره، المعجم الفلسفي، عالم الکتب – بیروت، ۱۹۷۹م.
۳۵. فیروزآبادي، محمد بن یعقوب، القاموس المحیط، مؤسسة الرسالة – بیروت/لبنان، بېتا.
۳۶. اصفهاني، راغب، المفردات، دار القلم – دمشق، بېتا.
۳۷. العواجي، غالب، الحیاة الآخرة، ټوک ۱، بېځایه، بېتا.
۳۸. ایوب الکفوي، الکلیات، مؤسسة الرسالة – بیروت.


