لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۷)
په تېره برخه کې د ادیانو د وېش، د هغوی ترمنځ د توپیرونو او د هندي ادیانو د تاریخي شالید په اړه بحث ترسره شو، په دې برخه کې د بودیزم د رامنځته کېدو څرنګوالی او د پرمختګ پړاوونه تر څېړنې لاندې نیسو. همدارنګه، د آسیا په جنوبي او شمالي هېوادونو کې د بودیزم د خپرېدو بهیر او په لنډ ډول د بودا ژوندلیک ته کتنه کوو.
د بودیزم د رامنځته کېدو او پرمختګ تاریخچه
بودیزم له میلاده شاوخوا شپږ پېړۍ وړاندې په هند کې راوټوکېده. په لومړیو پړاوونو کې بودیزم په هند کې په پراخه کچه نه و خپور شوی، د بودیزم پرمختیایي بهیر دوه پېړیو وروسته په تدریجي ډول پیل شو.
بودیزم د هند د ځواکمن پاچا «اشوکه» (۲۷۲ -۲۳۲ ق.م) د واکمنۍ پر مهال په چټکۍ سره وده ومونده. اشوکه په پیل کې یو سختزړی او مستبد واکمن و، خو وروسته یې د بودا مکتب ته مخه کړه او بودایست شو. له دې بدلون وروسته پر خپلو تېرو ظالمانه کړنو پښېمانه شو او هڅه یې وکړه چې خپل تېر تاریخ جبران کړي.
کله چې اشوکه د بودا د مکتب په یوه فعاله مبلغ بدل شو، نو ګڼ معبدونه یې ورغول او د بودیزم د ترویج لپاره یې ډېرې هلې هڅې وکړې. د یوه مقتدر پاچا په توګه د اشوکه دغه صادقانه هڅې د دې لامل شوې چې عام خلک بودایي مکتب ته مخه کړي. د اشوکه په زمانه کې لومړنی تبلیغي هیئت د هغه د زوی په مشرۍ په ۲۵۰ ق.م کې سیلون (سریلانکا) ته واستول شو او همدارنګه بېلابېلو سیمو ته ځینې نورې تبلیغي ډلې هم ولېږل شوې.[۱]
د اشوکه د واکمنۍ اتهویشت کالنه دوره د هند په تاریخ کې له تر ټولو ځلانده پړاوونو څخه ګڼل کېږي. نوموړي په هند کې د خیرخواهۍ او آبادۍ یو لوی بهیر را پیل کړ؛ څاهګانې یې وکیندلې، ونې یې وکرلې، روغتونونه او عامه باغونه یې چې طبي بوټي به پکې کرل کېدل، ورغول.
اشوکه د هند اصلي اوسیدونکو ته ځانګړې پاملرنه کوله، د ښځو د زدهکړې لپاره یې پروګرامونه طرحه کړل او د بودایي تعلیمي بنسټونو لپاره یې لویې خیریه مرستې ځانګړې کړې. اشوکه وروسته یواځې هند کې د بودایزم پر ترویج بسنه و نه کړه؛ بلکې د هند له پولو د باندې یې هم د بودایزم ترویج ته لاسونه بډ وهل او کشمیر، سیلان (سریلانکا)، د یونان امپراتورۍ، د هیمالیا غرونو، فارس او اسکندریې ته یې دیني پلاوي واستول. په دې توګه، بودیزم د هند د یوه دیني مذهب په توګه په یوه نړیوال دین بدل شو.[۲]
له همدې امله، د ادیانو د برخې تاریخ پوهان «اشوکه» له بودا وروسته د بودایي مکتب تر ټولو مهم ژغورونکی شخصیت ګڼي؛ ځکه نوموړي بودایزم له زوال څخه وژغوره او د خپلو ارزښتناکو هڅو په مرسته یې پراخوالی ور وباښه. ویل کېږي چې د اشوکه له وفات وروسته تر څلوېښتو کلونو پورې له بودایزم ښه هرکلی کېده، خو وروسته ورو ورو د خلکو له جدي مخالفتونو سره مخ شو، چټکتیا یې کمه شوه او بېرته له زوال او انحطاط سره مخ شو.
د بودیزم د ودې او پراختیا بله مهمه دوره د «کنیشکه» د واکمنۍ دوره وه. کنیشکه د لومړۍ میلادي پېړۍ د وخت پاچا و. کله چې کنیشکه د بودیزم دین ته مخه کړه، نو د ترویج لپاره یې جدي او پرلهپسې هڅې وکړې. د ده د واکمنۍ پر مهال د بودیزم لپاره ځینې مهم او بېساري کارونه ترسره شول. د مثال په ډول، «مهایانه» فرقې چې د بودیزم له مهمو څانګو څخه ده، رسمي بڼه ومونده. همدارنګه، بودایي هنر چې د هندي او یوناني هنرونو یو ګډ ترکیب و، د ودې او غوړېدا لوړې کچې ته ورسېد. یو بل مهم کار چې په همدې دوره کې ترسره شو، دا و چې بودایي پیروانو د بودا مکتب تر منځنۍ اسیا او چین پورې ورسوه.
د «ګوپته» سلسلې د واکمنۍ دوره هم د بودیزم د ودې او پراختیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. دې دورې د پنځمې میلادي پېړۍ له پیل څخه د شپږمې میلادي پېړۍ تر پایه دوام درلود. ویل کېږي، که څه هم د دې سلسلې پاچاهان پخپله بودایستان نه وو، خو له بودایزم سره یې خواخوږي درلوده، له بودایانو سره یې ښه چلند کاوه او د هغوی له تعلیمي او تبلیغي فعالیتونو څخه یې ملاتړ کاوه. له همدې امله، په دې دوره کې هم بودیزم نوې ساه واخیسته او لا وځلېد.
د بودیزم د ودې بله ځلانده دوره د هند په ختیځ کې د «پاله» سلطنت د واکمنۍ دوره ده، چې د اتمې میلادي پېړۍ له منځنیو کلونو، د دولسمې پېړۍ تر وروستیو کلونو پورې واکمنه وه. د دې سلسلې ډېری پاچاهان ژمن بودایان وو، چې د بودا د مکتب په خپرولو کې یې پراخې هلې ځلې وکړې. دې سلسلې د «نالنده» پوهنتون ته، چې د شپږمې میلادي پېړۍ پر مهال رامنځته شوی و او د بودایي زدهکړو او څېړنو له مهمو مرکزونو څخه و لوی خدمتونه ترسره کړل. له همدې امله، یاد پوهنتون تر نهمې پېړۍ پورې د نړیوالو د پاملرنې وړ و، خو له هغې وروسته له پامه ولوېد.
که څه هم له نهمې میلادي پېړۍ وروسته بودیزم پخوانۍ ارزښت له لاسه ورکړی و، خو بیا هم تر دولسمې پېړۍ پورې د بودایي فرهنګ د یو مهم مرکز په توګه د نړۍ د پام وړ و. خو له دولسمې پېړۍ وروسته، بودیزم په هند کې له زوال سره مخ شو.[۳]
خو دا چې ولې بودیزم په هند کې له انحطاط او زوال سره مخ شو، بېلابېل لاملونه لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
الف: د بودیزم د زوال یو مهم لامل پر هند د غیر هندي قومونو او ملتونو یرغلونه وو؛ لکه د شپږمې میلادي پېړۍ پر مهال د سپینو هونانو یرغل، همدارنګه له لسمې تر دولسمې میلادي پېړۍ پورې د مسلمانو پاچاهانو بریدونه او یا د دولسمې پېړۍ په وروستیو کې د «خلجیه» د سلسلې واکمني، چې د هغوی یرغلونو د هېواد حالت ګډوډ کړ او معبدونه یې ویجاړ کړل، چې په پایله کې یې په هند کې د بودیزم وده کمزورې شوه.
ب: بل مهم لامل دا و چې د هندو برهمنانو، بودا د نهم ویشنو اوتاره (تجسم او ظهور) وباله، او دې عقیدې په تدریجي ډول زور واخېست، تر دې چې د هندوانو په عام باور بدله شوه.
له دې پرته، نور لاملونه هم کېدای شي شتون ولري ، خو همدا دوه عمده عوامل د دې مکتب د زوال اساسي سببونه ګڼل کېږي. په پایله کې، بودیزم په هند کې د انحطاط او کمزورۍ پړاو ته ورسېد، خو په همدې وخت کې یې په نورو هېوادونو کې لا ځواک او وده ومونده.
په غیر هندي هېوادونو کې د بودیزم بدلون او پرمختګ د دوو مهمو بودایي فرقو (هینهیانه او مهایانه) د پراختیا له زویې څېړل کېږي. ځکه چې د هینهیانه فرقه د آسیا په جنوبي هېوادونو کې خپره شوه او د مهایانه فرقه د آسیا په شمالي هېوادونو کې وده کړې ده؛ له همدې امله، بودایي هېوادونه په دوو ډلو وېشل کېږي: جنوبي هېوادونه او شمالي هېوادونه. دا وېش د پخواني او نوي بودیزم په نومونو هم یادېږي؛ داسې چې جنوبي هېوادونه د پخواني بودیزم او شمالي هېوادونه د نوي بودیزم استازیتوب کوي. په جنوبي هېوادونو کې سیلان (سریلانکا)، اندونیزیا، برما، تایلنډ او کامبوج شامل دي؛ او په شمالي هېوادونو کې چین، کوریا، جاپان، تبت او مغولستان راځي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۳۴۸.
[2]. الادیان الوضعیة، ص ۲۲۹.
[3]. فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۳۴۶.
[4]. سفرالحوالی، اصول الفرق والمذاهب الفکریة، ص ۱.


