لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۳)
مفهوم پېژندنه (دوام)
۲. بودیزم
بودیزم له «بودي» (Bodhi) کلمې اخیستل شوی چې د «روښنایۍ» په مانا دی. د اصطلاحي تعریف له مخې بودیزم یوه بشري فلسفه ده چې د دین رنګ او بڼه یې خپله کړې ده. بودیزم له میلاد څخه پنځه پېړۍ وړاندې په هند کې له برهمني او هندو دینونو وروسته رامنځته شو. په پیل کې یې د هندوپالنې پر وړاندې مقاومت کاوه او تر ډېره پر انسانپالنې متمرکز و. همدارنګه، په بودیزم کې زهد، ساده ژوند، له تجملاتو څخه لرېوالی، مینه، زغم او نېکو کارونو ته د خلکو را دعوتول تر سترګو کېږي.
خو د بودیزم د بنسټګر له مړینې وروسته دغه بشري دین د بتپرستۍ رنګ او بوی خپل کړ او د بودا پیروانو د بودا په اړه له مبالغې ډکه لار خپله کړه، تر دې چې د الوهیت تر مرتبې یې ورسوه. بودیزم په ټولیز ډول یو اخلاقي نظام او فکري مکتب دی چې پر فلسفي نظریو ولاړ دی او تعلیمات یې د الهي وحې اساس نه لري؛ بلکې د نظرونو او باورونو یوه ټولګه ده چې د دیني چوکاټ په بڼه وړاندې شوې ده. لرغونی (پخوانی) بودیزم له نوي بودیزم سره توپیر لري؛ پخواني بودیزم زیاتره اخلاقي اړخ درلود، په داسې حال کې چې نوي بودیزم د بودا تعلیمات له فلسفي نظریو او د نړۍ او ژوند په اړه له عقلي تحلیلونو سره ګډ کړي دي.[1]
۳. بودا
د بودا کلمه د «ویښ شوي»، «خبر شوي» او هغه کس په معنا ده چې نهایي حقیقت ته رسېدلی وي.[2] د بودا نوم او لقب د بودیزم د بنسټګر «سیدهارتا ګوتاما» لپاره هغه وخت کارول کېږي کله چې حقیقت او بصیرت ته رسېږي.
۴. کارما یا کرمه (karma) یا کردار
کارما یو له هغو څلورو بنسټیزو اصولو څخه دی چې د بودیزم په شمول د هند د ټولو دینونو له خوا منل شوی دی.
له کرمه موخه دا ده چې په نړۍ کې انسان خامخا د خپل هر عمل، وینا او یا هم فکر له پایلو او اثراتو سره مخ کېږي. په بل عبارت، په دې نړۍ کې هر عمل خپل مناسب غبرګون لري او دا غبرګون هم د انسان په اوسني ژوند او هم په راتلونکي ژوند (تناسخ) اغېز لري. له همدې امله، د هر انسان اوسنی ژوند د هغه د تېر ژوند له کرمه سره تړاو لري، او د هر انسان ستونزې او کړاوونه د هغه د پخواني ژوند د کرمه پایله بلل کېږي. د کرمه اغېز تر دې حده رسېږي چې په راتلونکي ژوند کې د انسان ټولنیزه طبقه (کاست) هم بدلولای شي، یعنې کرمه کولای شي هم انسان لوړې ټولنیزې طبقې ته ورسوي او هم کولای شي چې د ټیټې طبقې برخه یې وګرځوي.[3]
که نور یې هم ساده ووایو له کرمه موخه دا ده چې زموږ هر کار، وینا او فکر بېرته موږ ته راګرځي. د دې تعبیر له مخې کرمه پخپله هم عمل دی او هم د عمل پایله.
د ادیانو د تاریخ شنونکی محمد جواد شمس کرمه داسې تشریح کوي: « کرمه د بودا یو دیني باور دی چې د لومړي ځل لپاره د اوپانیشادي په متنونو کې په تفصیل سره بیان شوی دی. کرمه د عمل په معنا ده او په اصطلاح کې د انسان د اعمالو پایله ګنل کیږي؛ که چېرې د انسان عمل ښه واوسي نو نېکمرغۍ ته یې رسوي او که بد واوسي نو له ستونزو سره یې مخ کوي.»[4]
پروفیسور آتریا وایي: «شهوت زموږ په ژوند کې تر ټولو پیاوړی عامل دی؛ خو زموږ غوښتنې او تمایلات پر نورو خلکو هم اغېز کوي. له همدې امله، په هغو کارونو کې چې د شهوت له مخې یې ترسره کوو، کله نورو ته نېکي رسوو او کله هم بدي. نو لازماً د جزا قانون پر موږ تطبیقېږي؛ هغه قانون چې د نړۍ د ټولو ازادو موجوداتو پر ژوند حاکم دی. د جزا دا قانون په سانسکریت ژبه کې “کارما” بلل کېږي او هېڅوک تېښته ترې نه شي کولای. د «یوګا واسشته» په کتاب کې راغلي دي: په ټوله هستۍ کې هېڅ داسې ځای نشته چې انسان هلته پناه یوسي او د خپلو نېکو یا بدو اعمالو له پایلو ځان خلاص کړي.»[5]
۵. دارما یا درمه (dharma)
دارما د بودا د تعلیماتو ټولګې او هغه قانون ته ویل کېږي چې پر نړۍ حاکم دی او د سم ژوند لارښود ګڼل کیږي. په عمومي ډول دارما په بودایي کتابونو کې په لاندې معناوو کارول کېږي:
د یوه شي د طبیعت جوړوونکی، قاعده، قانون، آیین، تعلیم؛ عدالت، رښتینولي، کیفیت او نور. دارما «شریعت» ته ورته بڼه لري؛ خو الهي او وحیاني اساس نه لري.
۶. نیروانا (nirvana)
نیروانا په لغت کې د خاموشۍ په معنا ده او په اصطلاح کې د درېګونو اورونو (هوس یا راګه (raga)، کرکه یا دوسه (dosa) او فریب یا موهه (moha)) د خاموشه کولو په معنا دی چې له درد او کړاو څخه د خلاصون، د بیا زېږېدو له کړۍ (سنساره) څخه د ازادېدو او مطلقې آرامۍ ته د رسېدو لامل کېږي. له همدې امله، نیروانا مطلق آرام ته رسېدل یا د نفسي غوښتنو خاموشه کېدل بلل کېږي. نیروانا ته د رسېدو لاره هم په بشپړ ډول د برتره اتهګوني لارې تعقیبول دي.[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. موسوعة الملل والأدیان، ج ۱۲، ص ۱۱۲.
[2]. الأدیان والمذاهب، ص ۳۳۱؛ الموسوعة الفرق المنتسبه للاسلام، ج ۸، ص ۴۵.
[3]. فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۴۷.
[4]. محمد جواد شمس، ادیان هند، ص ۲۸.
[5]. احمد شلبی، أدیان الهند الکبری، ص ۵۹.
[6]. فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۳۲۰.


